پېښور ( شيراز اکبر ) سردار سنتوک سنګهـ خوشحاله دے ځکه چې خواؤشا ٧٠ کلونو باندې مشتمل د اوږدې مودې انتظار اوس ختم شوے دے ـ ګوردواره بهائى بيبا سنګهـ نه بهر ولاړ، چرته چې هغه د عبادت د پاره راغلے وۀ، کله چې ئې د پېښور د دې درې سوه کاله پخوانۍ سکهـ ګوردوارې په حقله خبرې اترې کولې نو د هغۀ په مخ خوشحالى څرګنده وه کومه چې د هغۀ په غټو غټو روښانه سترګو او د هغۀ د لفظونو نه په ډاګه کېده ـ

سردار سنتوک سنګهـ ووئيل :” په يو داسې ځائے کښې عبادت کول، چرته چې به زمونږ پلار نيکۀ راتلل، يوه شانداره لمحه وه ـ ” هغه د خواؤشا ٣٠ کالو يو زلمے دے ـ د هغۀ نه ګيرچاپېره ځوانان او پوخ عمره کسان رنګا رنګ پګړۍ په سر ولاړ وو، چې په ږيره لروونکو مخونو ئې د سنتوک سنګهـ په شان د خوشحالۍ آثار ليدے شول، هغوئ ټول د دې لمحې په خوشحالۍ معموره وو کومه چې د پېښور د سکهانو د پاره د تاريخى کيدو سره سره مقدسه هم وه ـ

د ګوردواره بهائى بيبا سنګهـ خاموشه هال او محرابونو کښې د بهجن او عبادتونو اواز راتمبېدو کومه چې په ٣١ مارچ خواؤشا ٧٠ کاله پس يو ځل بيا پرانستلې شوې وه ـ ١٩٤٧ء کښې د وېش په دوران د مذهبى زور زياتي له کبله چې کله ځائى سکهـ ابادى د پنجاب د ښارونو لورى ته په کډه کولو مجبوره شوه نو دې ګوردواره کښې د عبادتونو لړۍ بنده کړے شوه ـ ځينو سکهـ کورنيو افغانستان سره پيوست پولې نه ګېرچاپېره خورو شوو قبائلى سيمو ته مخه وکړه او هغه قبائلى سيمو خيبر، کرم او اورکزئى کښې پښتنو قبائلو سره مېشتۀ شوې چا چې وخت تېرېدو سره سره قبائلى پېژندګلو خپله کړه ـ

د ګوردوارې نه بهر د عبادت د پاره د راغونډ شوو سکهانو په ګڼه ګوڼه کښې شامل يو پوخ عمره سکهـ منموهن سنګهـ خبرو اترو کښې ووئيل :” دا وخت حالات بيخى بدل شوي دي او وخت تېرېدو سره سره د سکهانو او مسلمانانو ترمنځه مذهبى همغږى زياته شوې ده ـ “

د دې تېرو شوو کلونو په دوران د ګوردوارې شانداره ودانى د اوقاف محکمې په عملدارۍ کښې وه چې د مذهبى ځايونو د تحفظ ذمه واره ده ـ هر څو کۀ د اوقاف محکمې د عملدارۍ له کبله دا قبضه ګروپونو په لاس کښې د راتللو څخه په ډډه پاتې شوه ولې د استعمال او نۀ مرمت کيدو له کبله د ړنګېدو ښکار شوه ـ د اوږدې مودې راسې ځائى خلقو دا دعوه کوله چې دلته د سره کومه ګوردواره شته نه ځکه چې دا چرته چا د کارېدو په حال کښې لېدلې نۀ وه ولې سکهـ ورورولۍ به د دې ټولې مودې په دوران نۀ يوازې د دې د بحالولو بلکې د پرانستلو غږ هم کولو ـ د اوقاف ټرسټ پراپرټى بورډ ( اى ټى پى بى ) ډپټى ايډمنسټريټر آصف خان ترمخه کله چې د ګوردوارې د پرانستلو پرېکړه وکړے شوه نو د دې په مرمت او ښائسته کولو ١١ لکه روپۍ ولګولې شوې ـ

د اى ټى پى بى چيئرمين صديق الفاروق ګوردواره رسمى توګه باندې په ٣١ مارچ د اقليتى چارو د صوبائى وزير او د خېبرپښتونخوا د وزيراعلى اقليتى چارو د پاره د ځانګړى صلاحکار سردار سوران سنګهـ په موجودګۍ کښې کميونټى ته وسپارله ـ

صديق الفاروق نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” خواؤشا اوو لسيزو پورې د بندې ګوردوارې د نوى سره پرانسته د بيلابيلو مذهبونو پېروکارو کښې پېدا شوې مذهبى همغږى او روادارى ښکاره کوى ـ”

د پېښور د هشت نګرۍ بازار پخوانۍ سکهـ ابادۍ جوګى واره محله کښې قائمه دا ګوردواره عظيم سکهـ حکمران مهاراجه رنجيت سنګهـ جوړه کړې وه ـ هغه برصغير کښې د سکهـ سلطنت بانى وۀ ، رنجيت سنګهـ په لاهور قريباَ ٥٠ کاله، د ١٧٩٩ء نه ١٨٤٩ء پورې حکومت وکړو ـ د پنجاب نه سکهـ اقتدار هغه وخت ختم شو کله چې ١٨٤٩ء کښې برطانوى نوابادياتى حکمرانانو د دې انډيا سره الحاق وکړو ـ

د پېښور سکهـ ورورولى د مهاراجه رنجيت سنګهـ د وخت نه پېښور کښې مېشتۀ ده د چا په سلطنت کښې چې خېبرپښتونخوا صوبه هم شامله وه ـ

منموهن سنګهـ ووئيل چې هغوئ دې عمارت کښې د ارداس (روحانى دعاګانو) او ګورو ګرنتهـ ، د سکهانو مذهبى کتاب، په تلاوت خوشحاله دي کوم چې د تېرو څو لسيزو راسې خالى پروت وۀ ـ

هغۀ ووئيل :” زۀ به په دې خبره خوشحاله يم چې کۀ دا تاريخى ودانى يوازې هم د ګوردوارې په توګه ونۀ کارولے شى بلکې د سکهـ او غيرسکهـ مېرمنو د پاره د پېشه وارانه روزنې د مرکز په ډول استعمال شى لکه څنګه چې به دا په تېرو وختونو کښې کيدل ـ “

د ٨٢ کالو مېرمن شفقت آرا د ١٩٥٤ء راسې ګوردواره کښې مېشتۀ ده ـ هغې د اى ټى پى بى نه يوه وړه شان کوټه په کرايه اخستې وه او هغې د دې ټولې مودې په دوران د ګوردوارې د ودانۍ خيال ساتلو ـ شفقت آرا صوبه کښې د پيشه وارانه تربيت د محکمې وړومبۍ مشره وه چې د هغې د ملازمت په دوران ئې د جينکو د روزنې ١٤ سکولونو جوړ کړي وو ـ

شفقت آرا نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ خوشحاله يمه چې دا ګوردواره د سکهـ کميونټى د پاره پرانستلے شوې ده ـ دلته به يوځل بيا رونق وى او زۀ به نوره يوازې نۀ پاتې کيږم ـ “

د اقليتونو صوبائى وزير سردار سوران سنګهـ ووئيل چې هغه د يو سکهـ په حېثيت د وفاقى او صوبائى حکومتونو مننه کوى چې د ګوردوارې د پرانستلو د پاره ئې هڅې وکړې ـ

سوران سنګهـ ووئيل :” نن د قائداعظم محمد على جناح د دې ملک د اقليتونو د پاره د خوندى جوړولو خوب د رښتياؤ شکل خپل کړے دے ـ “

د ګوردوارې وړاندې د کتابونو دوکاندار محمد على د دې ځائے د تحفظ په حقله اندېښنې څرګندې کړې ـ هغۀ دا هيله ښکاره کړه چې د ګوردوارې بيا د سره پرانستلو سره به سيمه کښې د ” سکيورټى مسلې ” نۀ راولاړيږي ـ

محمد على زياته کړه :” زما د ګوردوارې د پرانستلو په اړه د پرېشانۍ يوازينۍ وجه د امنيت په حقله ده ـ “

پاکستان کښې په اقليتونو د ترهه ګرۍ او د تشدد ډکې حملې عام دي ـ د دې بڼې اخرى حمله په ٢٧ مارچ ٢٠١٦ء وشوه کله چې يو ځان وژوونکى بمبار د لاهور په يو پارک کښې ځان الوزولے وۀ ، د ترهه ګرۍ په دې پېښه کښې ٧٢ کسان په حق ورسېدل چې پکښې ٢٦ ماشومان هم شامل وو ـ د دې بم چاودنې مقصد د ايسټر په خوشحالۍ نمانځلو کښې بوخت ميسحى خلق په نخښه کول وو ـ

د پاکستان فوځ د ترهه ګرۍ د دې حملې نه پس پنجاب کښې د هغو عسکريت خوښو او طالبانو خلاف کارروائى پيل کړه چا چې د دې حملې ذمه وارى قبوله کړې وه ـ  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here