پيښور (شيراز اکبر) د ذتى مد يو سکول کښې تعليم ترسره کوونکے د شپږم جماعت طالب علم حامد شاه تعليمى چارو ته د پاملرنې کولو د وړتيا نه بې برخې شوے دے ـ هغه جماعت کښې حاضر خو وى ولې تعليم ته د هغۀ هېڅ پام نۀ وى ـ د هغۀ دې رويې د هغۀ استاذه پريشانه کړې ده ځکه چې هغه د هغوي د جماعت تر ټولو قابلو زده کوونکو کښې يو دے ـ

د حامد په سکول کښې د طبيعات استاذه مريم خان وائي :” په تعليمى ادارو د حملو نه وروستو مونږ يوازې هم د حامد نه بلکې د نورو طالبعلمانو په رويه کښې هم د څرګند بدلون مشاهده کړې ده ـ ” هغې زياته کړه :” هغه فکرمند  او له ځانه ورک محسوسيږى ـ د هغۀ تعليمى کارکردګى هم متاثره شوې ده ـ “

تر ټولو وړاندې خو دسمبر ٢٠١٤ء کښې د پېښور په آرمى پبلک سکول حمله وشوه چې پکښې ١٤٠ ماشومان شهيدان شول کومو سره چې ټول قام د غم او خفګان په ولقه کښې راغے ، د ترهه ګرۍ دغه پېښې ته په مېډيا پوره پوره کوريج ورکړے شو چې د دې قتل عام د ويرې ترهې ډک عکسونه ئې وښودل کوم چې په کورونو کښې وېرېدلو ماشومانو وکتل او په دغه حقله ئې خپل خفه مور پلار سره خبرې وکړې ـ ترهه ګرو د حملې نه پس د داسې نورو حملو کولو دړکه ورکړه دې د پاره څۀ مودې له سکولونه بند کړے شول ـ مور پلار د خپلو بچو سکولونو ته د ليږلو په اړه وېرې اخستے وو ـ سکولونه خو بيا د نوى سره پرانستلے شول ولې د سکيورټى ټول انتظامات ئې ترسره کړل ـ استاذانو ته دا اجازت ورکړے شو چې هغوئ د خپل حفاظت د پاره نۀ يوازې وسله ساتلے شى بلکې پوليس هغوئ ته د وسلې د کارؤلو تربيت هم ورکړو ـ

او يو ځل بيا حمله وشوه ـ په جنورى ٢٠١٦ء د خېبرپښتونخوا صوبې د چارسدې ښار باچاخان پوهنتون ته ترهه ګر ورغلل او ٢١ طالبعلمان ئې شهيدان کړل ـ ويډيو ټېپ پيغام کښې خبردارے ورکړے شو چې په آرمى پبلک سکول او اوس په باچاخان پوهنتون د حمله کوونکو ترهه ګرو له خوا به د دې بڼې نورې حملې کولے شي ـ د ترهه ګرۍ د دې حملو نه وروستو سکولونه د څو ورځو د پاره بند وو، وېرې او غير يقينى صورتحال نۀ يوازې ماشومان بلکې مور پلار او استاذان هم خپله ولقه کښې واخستل ـ

هر څو کۀ سکولونه پرانستے شوي دي ولې هغه ماشومان چا چې په ټى وى د مېډيا د کوريج په دوران د حملو په حقله د فکرمندۍ ډکې خبرې اترې اورېدلې دي، هغوئ په دې اړه زيات فکرمند دي چې کۀ د هغوئ په سکول حمله وشى نو هغوئ به څۀ کوي ـ مريم خان ووئيل :” زده کوونکي پرېشانه ښکاري، هغوئ ټوله ورځ دا خبرې کوي چې کۀ د هغوئ په سکول ترهه ګر چپاؤ وکړى نو هغوئ به څنګه د تېښتې لاره خپلوى ؟ د هغوئ خبرې اترې د صحت مندو هلو ځلو لکه د تعليمى چارو او لوبو په ځائے د ترهه ګرۍ په موضوع اډاڼه وى ـ”

د ډېرو استاذانو داسې طالبعلمان، څوک چې هغوئ قابلان ګڼل، تعليمى ادارو باندې د حملو نه وروستو ذهنى ستونزو سره مخ دي او د هغوئ د سبقيانو حال هم څۀ بدل نۀ دے ـ

د پېښور د يو نجى سکول د مشر شاهزيب خان ترمخه کله چې په آرمى پبلک سکول د ترهه ګرۍ د حملې نه پس د اوږدو چټيانو نه وروستو طالبعلمان سکول ته واپس راغلل نو د حاضرۍ شرح کمه وه ځکه چې مور پلار سکول ته د خپلو بچو د راليږلو په حقله د حېرانۍ ښکار وو ولې وخت تېريدو سره سره مور پلار په مزه مزه سکول ته د ماشومانو رالېږل پيل کړل او دا شان د معمول تعليمى هلې ځلې شروع شوې ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه چې په باچاخان يونيورسټۍ حملې مور پلار، ماشومانو او استاذانو کښې وېره او فکرمندى زياته کړې ده لکه څنګه چې په آرمى پبلک سکول د حملې نه وروستو د تعليمى ادارو د پرانستلے کيدو نه پس شوي وو ـ

شاهزيب خان زياته کړه :” د سکول په ماحول کښې د بدلون په کتلو، لکه ديوالونه نۀ يوازې نور اوچت کړے شوي دي بلکې په هغې ازغن تارونه هم لګولے شوي دي، ګارډز لګولے شوے دے، د سکول په حدونو کښې د رادننه کيدوونکو زده کوونکو د بستو کتنه کولے شى، د ماشومانو د خپل ځان د تحفظ په حقله وېره کښې ډېر زياتوالے راغلے دے ـ د طالبعلمانو او استاذانو د تعليمى ادارو په اړه فکر اوس بېخى بدل شوے دے کوم چې هغوئ يو داسې ځائے ګڼي چې محفوظ نۀ دے ـ “

آرمى پبلک سکول او باچاخان پوهنتون باندې د حملو نه پس د تعليمى ادارو د حفاظت د پاره پورته کړے شوو حېرانوونکو حېرانوونکو ګامونو هم د ماشومانو فکرمندۍ کښې زياتوالے راوستے دے ـ شاهزيب خان ووئيل :” ماشومانو سره د دې بڼې د رويې له کبله د هغوئ فکرمندى زياته شوې ده او هغوئ تعليمى هلو ځلو ته پاملرنه نۀ شى کولے ـ “

په باچاخان يونيورسټۍ د حملې نه پس په مور پلار او ماشومانو کښې آرمى پبلک سکول باندې د شوې ترهه ګرۍ د کارروائۍ په نسبت زياته فکرمندى څرګنديږى تر دې چې په آرمى پبلک سکول د ترهه ګرۍ حمله کښې د مرګ ژوبلې شمېر زيات وۀ ـ شاهزيب خان ووئيل :” د دې وجه دا ده چې په باچاخان پوهنتون د حملې نه وروستو خلقو ته دا ادراک شوے دے چې تعليمى ادارې اوس د ترهه ګرو يو اهم هدف ګرځيدلے دے ـ “

جنورۍ کښې ملک سعد پوليس لائنز کښې د ښار د ذاتى مد او سرکارى سکولونو مالکانو او مشرانو سره شوې يوه غونډه کښې سينئر پوليس افسر عباس مجيد مروت حاضرو خلقو ته خطاب کولو کښې ووئيل چې د صوبائى پوليس کارمندانو شمېر ٦٨ زره دے او ټوله صوبه کښې د تعليمى ادارو شمېر ٦٤ زره دے ـ هغۀ زياته کړه چې تعليمى ادارو ته به د خپل تحفظ د پاره حفاظتى ګامونه پورته کول وي ځکه چې د پوليس فورس د کمى له کبله هغوي د تعليمى ادارو امنيتى انتظامات نۀ شي کولے ـ د عباس مروت وېنا وه چې تعليمى ادارو ته به سکيورټى انتظامات زياتول وي چې پکښې د خپلې سلامتيا د پاره د استاذانو وسله وال کېدل هم شامل دي ـ

ولې د سکول د مشر شاهزيب خان خيال دے چې د خپل خونديتوب د پاره د استاذانو وسله وال کول بې پايانه اندېښمن ګام دے ـ هغۀ ووئيل :” د دې اجازت ورکول نۀ دي پکار ځکه چې کله زده کوونکي خپل استاذ د جماعت په کمره کښې وسله په لاس ويني نو په هغوئ به منفى اثرات پريوځي ـ “

خو ولې د پېښور يو سکول کښې د ښودنې چارې ترسره کوونکې شبانه خيال دے چې استاذانو ته د وسلې د استعمال په پوره چل ښودلو کښې هېڅ زيان نشته خو دې د پاره دې دا شرط ولګولے شى چې هغوئ به د سکول په حدونو کښې د دې کم نه کم نمائش کوي ـ

د نفسياتو د ماهرانو وېنا ده چې داسې ماشومانو کښې، څوک چې د پېښې نه وروستو د غم او خفګان په حال کښې وي، د ذهنى ستونزو او جارحانه شخړې د علامتونو څرګندېدلو امکانات زياتيږي ـ

د پېښور پوهنتون د نفسياتو شعبې سره اړونده ليکچرار ډاکټر رومانه زيب نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” خلق په ژوند کښې دوو قسمو آفتونو سره مخ کيږي ، يو خو فطرى آفتونه وي او دويم انسان پخپله پېدا کوي ـ د انسانانو د پېدا کړے شوو آفتونو د اثراتو علاج د نفسياتو د هر کوم ماهر د پاره ګران دے لکه څنګه چې حمله کښې د ځپلو شوو طالبعلمانو په معامله کښې ليدلے شى ـ د دې وجه د هغوئ عمر دے کوم چې په هغوئ کښې د وېرې د وردننه کولو سؤب ګرځى ـ”

هغې زياته کړه چې ډېرو سکولونو غير نصابى هلې ځلې يو داسې وخت کښې نۀ يوازې د خپلو تعليمى ادارو په حدونو کښې بلکې د سکولونو نه بهر هم بندې کړې دي يا په هغې ئې بيخى بنديز لګولے دے کله چې د هغوي د ټولو نه زيات ضرورت دے ـ د ډاکټر رومانه زيب وړاندې وېنا وه :” سکولونو ته غير نصابى هلې ځلې کم نه کم د سکولونو په حدونو کښې ارومرو کول پکار دي چې دا شان طالبعلمانو باندې په نفسياتى توګه مثبت اثرات پريوځي ـ”

هغې زياته کړه چې د سکولونو په اړه د امنيت اخستے شوو ګامونو لکه په ديوالونو ازغن تارونه لګول، د طالبعلمانو د بستو کتنه او استاذانو ته وسله ورکولو سره د زده کوونکو ذهنى صحت او ښکاره تاثر باندې اغېزه کيږى ـ

د هغې وړاندې وېنا وه خو د سکيورټى حالات د دې قسم دي چې د دې بڼې ګامونه پورته کول ضرورى دي او د دې په طالبعلمانو بد اثرات پريوځي ـ رومانه زيب زياته کړه :” د خونديتوب انتظامات دې وکړے شي ولې ماشومان او مور پلار دې ارومرو اعتماد کښې واخستے شي چې داسې د زده کوونکو د حفاظت د پاره شوي دي ـ “

هغې ووئيل :” حکومت ته پکار دي چې د طالبعلمانو او استاذانو د فکرمندۍ د علاج د پاره د سائيکو تهراپى ورکشاپونه وکړي ـ” هغې زياته کړه :” سکولونو ته د خپله ځانه د ورکشاپونو د کولو ضرورت دے او سکولونو کښې د داسې زده کوونکو او استاذانو، څوک چې د ويرې او ډپريشن ښکار دي، د علاج د پاره د نفسياتو د ماهرانو خدمات ترلاسه کول پکار دي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here