اسلام آباد ( رحمت محسود ) حکومت يو ځل بيا ٢٠١٨ء پورې د برېښنا د موجوده پېداوار نه د يو په دوه زياتې برېښنا پېدا کولو دعوه کړې ده خو د حزب اختلاف سياست مداران وائي چې د ٢٠١٨ء په انتخابونو کښې د ووټ ترلاسه کولو د پاره دا دعوه يوازې ” يو سياسى چال ” دے ځکه چې هم په دغه کال به انتخابونه ترسره کېدل په عمل کښې راځي ـ

د پاکستان د تباه کېدونکې توان د شعبې د يو غوره عکس وړاندې کولو سره د برېښنا او اوبو د وزارت سيکرټرى (ايډمن-١) ظفرياب نيوز لينز پاکستان ته خبرو اترو کښې ووئيل چې د برېښنا پېداوار به د ١٦،٨٩٠ ميګاواټ نه په زياتېدو تر ٢٠١٨ء ٤٠ زره ميګاواټ ته ورسيږي ـ ظفرياب زياته کړه :”ملک ته دا وخت د ٢٢ زره ميګاواټ برېښنا ضرورت دے او د برېښنا پېداوار ١٦،٨٩٠ ميګاواټ دے ـ”

ولې د حزب اختلاف مشران وائي چې دا د حکمرانانو له خوا د ٢٠١٨ء په انتخاباتو کښې د ووټ ترلاسه کولو د پاره شوې يو بله لويه دعوه ده ـ

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر فرحت الله بابر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت قام سره د برېښنا د بندېز ختمولو وعدې کوي کومې چې پوره نۀ شوې ـ

هغۀ ووئيل چې د مثال په توګه د پنجاب وزيراعلى او د وزيراعظم نواز شريف کشر ورور شهباز شريف دا وئيلي وو چې کۀ هغه د برېښنا د بحران په ختمولو کښې پاتې راغے نو هغۀ ته دې د شهباز شريف نوم نۀ شى اخستے ـ

فرحت الله بابر زياته کړه :” قريباَ درې کاله تېر شوي دي او د برېښنا بحران هوارېدل خو پريږده، دا نور زيات شوے دے ـ “

د نيشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ کمپنۍ (اين ټى ډى سى) له خوا د ورکړے شوي تفصيل نه دا په ډاګه کيږي چې ١٩٤٧ء کښې د هيواد د درې کروړه او ١٥لکه ابادۍ د پاره يوازې ٦٠ ميګاواټ برېښنا پېدا کولے شوه ـ ١٩٥٩ء کښې په ځائى توګه د برېښنا پېداوار ٦٣٦ مېګاواټ پورې زيات شو ـ

د اين ټى ډى سى د دې دستاويز ترمخه ١٩٧٠ء کښې د نورې برېښنا پېدا کولو هدف وټاکلے شو او د ګڼو تهرمل او هائيډل پاور يونټو په لګولو د برېښنا پېداوار زياتېدو سره ١٣٣١ ميګاواټ شو ـ يو ځل بيا د ١٩٩٠ء او ١٩٩١ء په دوران د برېښنا پېداوار چټکتيا سره زيات شو او تر اووۀ زره ميګاواټ شو خو ظفرياب وائي چې د چشمه هائيډرو پاور پلانټ، تهرمل و هائيډل او انډيپنډنټ پاور پلانټس څخه په مجموعى توګه ترلاسه کيدونکے د برېښنا پېداوار د ١٦،٨٩٠ نه زيات نۀ زياتيږى ـ

د ګرمۍ موسم شروع کېدو کښې اوس زياتې ورځې نيشته ولې اولس په پخو بنيادونو د برېښنا د بندېدو سره مخ دي او دې حالاتو کښې د حکومت له خوا دا دعوې کولے شي چې د برېښنا سخت بحران به دوو کالو کښې حل کړے شى ـ

فرحت الله بابر رايادولو سره ووئيل چې د نواز شريف په قيادت کښې کله چې د هغوئ پارټۍ د ملک اقتدار ترلاسه کړو نو د ګرځنده قرضو د ستونزې هوارولو وعده ئې وکړه ولې دا وخت يو ځل بيا ګرځنده قرضې خواؤشا پينځو اربو روپو ته رسېدلې دي ـ

هغۀ د خپلې مشاهدې په رڼا کښې ووئيل :” مونږ د توان شعبې ته هم دې تناظر کښې ګورووـ دا يوه لويه مسله ده او تر کومه چې ټولې ډلې او سياسى ګوندونه اعتماد کښې اخستے شوے نۀ وي، د دې مسلې هوارېدل ممکن نۀ دي ـ “

د هغۀ نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې حکومت د انتخابونو د کال يعنى هم ٢٠١٨ء کښې د برېښنا د پېداوار زياتولو د پاره د ټاکلى شوى هدف د ترلاسه کولو وعده اخر ولې کړې ده ؟ هغۀ ووئيل چې دا په ډاګه ده چې هغوئ (حکومت) ” غلطو او د مبالغې ډکو وعدو” کولو سره د ټاکنو په نتيجو اثرانداز کېدل غواړي ـ

هغۀ ووئيل چې د دې غلطو او د مبالغې د ډکو وعدو باوجود د پاکستان اولس ښۀ خبر دي چې هم دې حکومت تېر وخت کښې د خپلو وعدو خيال ونۀ ساتلو ـ

فرحت الله بابر ووئيل :” هغوي (حکومت) د دې سياسى حربو له لارې د اولس جذباتو سره نۀ شى لوبېدے ـ “

ظفرياب وائي چې د تېرو دوو کالو په دوران د پاکستان مسلم ليګ نواز په اقتدار کښې راغلى حکومت ” د برېښنا بندېدو کښې د توازن پېدا کولو نه علاوه ځيني ښکاره بدلونونه ” رامنځته کړي دي ـ

هغۀ ووئيل چې حکومت د نومبر ٢٠١٤ء نه د کورنيو ګاهکانو د برېښنا بندېدل د ٨ نه ١١ ګنټو پورې کمولو سره د ٦ نه ٨ ګنټو پورې کړے دے ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه چې دا شان د صنعت د شعبې د پاره د برېـښنا بندېدل په پوره توګه ختم کړي دي چې وړاندې له دې د ١٢-٨ ګنټو پورې به کېدو ـ ظفرياب زياته کړه چې د ټول هېواد د پاره د برېښنا د بندېدو يو شان پاليسى نافذ کړے شوې ده ـ هغۀ ووئيل چې د برېښنا بندېدو کښې د کمى نه علاوه اوس غېر اعلانيه لوډشيډنګ نۀ شى کولے (ښارى سيمو کښې ٦ او کلىوالو سيمو کښې تر اتو ګنټو د برېښنا لوډشيډنګ کولے شى، دې کښې هغه سيمې شامل نۀ دي چرته چې د برېښنا د غلا شرح زياته ده ) ـ

وړاندې له دې وزيراعظم نواز شريف څو ځله دا وعده کړې ده چې هغوي به اولس د برېښنا د بندېدو څخه خلاصوي ولې د دې باوجود ملک د توان د ډېر سخت کمى سره مخامخ دے ـ

د دې اندېښنو څرګندونه کولے شى چې د مئى، جون، جولائى او اګست په مياشت کښې به د برېښنا بندېدل زياتيږى ځکه چې د دې مودې په دوران د ګرمۍ موسم په زور کښې وى ـ

خو د اوبو او برېښنا د وزارت افسران وائي چې د جنورى ٢٠١٥ء راسې حکومت د لائن لاسز او برېښنا په غلا قابو موندلو د پاره څۀ اهم ګامونه پورته کړي دي ـ

هغوئ ووئيل چې اقداماتو کښې د فريکوئنسى سکيم لاندې په خودکاره توګه لوډشيډنګ، پاور هاؤسز او ګرډ سټيشنو باندې ټرپنګ ختمول، اوور لوډ باندې قابو موندل او د وولټيج منتظم کولو ميکانزم شامل دے ـ

د اسلام آباد په خلۀ موجود ګيريژن ښار پېنډۍ سره اړوند د سکول يوه استاذه ارم عجاز وائي :” مونږ د حکومت د برېښنا د ستونزو هوارولو په وعدو نور باور نۀ شو لرلے ـ ”

هغې شکايت وکړو چې د غېراعلانيه لوډشيډنګ له کبله د هغوئ په برېښنا چلېدوونکى مصنوعات لکه ريفرريجريټر او واشنګ مشين خراب شوي دي ـ

د هزاره يونيورسټۍ د معاشياتو د شعبې مشر او د معاشى چارو ماهر ډاکټر سهيل فاروق وائي چې د برېښنا په مستقلو بنيادونو د بندېدو له کبله نۀ يوازې ځائى بلکې بهرنۍ سرمايه کارى هم نيغ په نېغه ځپلې کيږي ـ

هغۀ ووئيل چې د برېښنا د بندېدو له کبله نۀ يوازې آجر بلکې ګاهکانو ته هم زياتي خرڅونه زغمل وي ـ هغۀ زياته کړه :” د مثال په توګه کله چې برېښنا بنديږى نو د يو مخ د فوټو کاپۍ کولو د دوو روپو په ځائے پينځۀ روپۍ ورکوي وي ـ “

ډاکټر سهيل فاروق زياته کړه چې دې سره سره هم د برېښنا د بندېدو سره د ملازمانو په کارکردګۍ هم ډېر زيات منفى اثرات پريوځي او په ډيډ لائن د کار سر ته نۀ رسېدو منفى اثرات يو ځل بيا په آجرانو او ګاهکانو پريوځي ـ

هغۀ نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې آيا حکومت به د برېښنا په بحران قابو وموندلے شى؟ هغۀ ووئيل :” نه ! دا دومره اسانه نۀ ده ځکه چې په دې حقله جوړېدوونکې منصوبې په رښتياؤ اډاڼه نۀ دي ـ”

خالد کيانى د تيرو څو کالو راسې په معاشى چارو تجزيې ليکي، هغۀ د حکومت تر ٢٠١٨ء د ١٠ زره ميګاواټ زياتى برېښنا پېدا کولو د دعوو په حقله د مايوسۍ څرګندونه وکړه ـ

هغۀ ووئيل :” زۀ باورى نۀ يم چې مونږ به د راتلونکو ١٠ کالو په دوران هم د زياتى برېښنا پېدا کولو جوګه شوو ـ ” خالد کيانى زياته کړه چې دا وخت د هيواد معيشت د سخت کړکيچ ښکار دے ـ د هغۀ وېنا وه چې کۀ حکومت په رښتيا بهرنى سرمايه داران خوشحالول غواړي نو د برېښنا په بندېدو دې سمدستى قابو وموندلے شى چې ورسره به د بهرنيو سرمايه کارو باور بحال شى ـ

هغۀ زياته کړه چې حکومت “غير اعلانيه لوډشيډنګ” ختمولو سره يو مثبت ګام ضرور اخستے دے ـ

اسلام آباد کښې قائم د اتفاق سټيل فيکټرۍ يو افسر، د نوم نۀ ښودلو په شرط ځکه چې هغه ميډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نۀ لرى، ووئيل چې حکومت روان کال کښې د صنعتى شعبې د پاره لوډشيډنګ ختم کړے دے ـ

هغۀ تبصرې کولو سره ووئيل :” روان کال کښې د برېښنا د بنديز نۀ کېدو له کبله د تېر کال په نسبت صنعتى شعبه بې له کومه ځنډه کار کوى ـ “

د سمال بزنس انټر پرائزز پېنډۍ عهديدار شاه نواز ووئيل چې د برېښنا مستقل بنيادونو باندې د بندېدو په وړوکى کاروبار ډېر زيات منفى اثرات پريوځي ـ

هغۀ د افسوس څرګندولو سره ووئيل :” مونږ په ظاهره د برېښنا په وړو جنرېټرو اډاڼه لرو د کوم له کبله چې زمونږ د هرې ورځې ګټه جنرېټرز نه په برېښنا ترلاسه کولو لګي ـ “

د اوبو او برېښنا د وزارت افسر د دې تفصيل بيانولو په ځائے چې د دعوو ترمخه د برېښنا ذکر شوے پېداوار به څنګه ترلاسه کړے شى او څوک به د دې منصوبو د پاره فنډنګ ورکوي؟ هغۀ ووئيل چې حکومت ” د هدف ترلاسه کولو د پاره يوه ګڼ اړخيزه پاليسۍ” خپله کړې ده ـ

د حکومتى پاليسۍ لاندې د زياتې برېښنا پېدا کولو د پاره په ټرانسميشن لائنونو سرمايه کارى، د کوئلې او مائع قدرتى ګيس نه علاوه لويه پيمانه باندې په هائيډل منصوبو کار روان دے ـ

د ډاکټر سهيل فاروق نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې د برېښنا بندېدو سره بهرنۍ سرمايه کارى څنګه متاثره کيږي؟ هغۀ ووئيل چې سرمايه کار دا وخت سرمايه کارۍ کولو کښې د حېرانۍ څرګندونه کوي کله چې د برېښنا د بندېدو له کبله د هغوي کار بند شي ـ

هغۀ زياته کړه :” د برېښنا د بريک ډاؤن په دوران بهرنيو او ځائى سرمايه کارو ته د دغه ګنټو مزدورى هم ورکول وي کومو کښې چې هغوئ څۀ مينوفيکچر کړے نۀ وى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here