کوئټه ( حزب الله خان ) بلوچستان کښې په اقتدار ناستو ګوندونو وئيلي دي چې د پاکستان په سرحدى صوبه کښې د مېشته ؤ افغان کډوالو له کبله صوبه کښې سرشمېرنه ځنډېږى ـ

پاکستان ګاونډى هېواد افغانستان سره تعلقاتو کښې د رامنځته شوى تاؤتريخوالى له کبله د افغان مهاجرينو د واپسۍ پرېکړه کړې ده ـ د پاکستان وېنا ده چې د کډوالو سيمې د ترهه ګرو محفوظ مرکزونه دي ـ د بلوچستان نه د کډوالو واپسى د ځائى سياسى ګوندونو ترمنځه د طاقت د توازن ټاکنه کولے شى ـ

پاکستان کښې هر ١٠ کاله پس سرشمېرنه کيږى ـ پاکستان کښې اخرى قامى سرشمېرنه په ١٩٩٨ء کښې شوې وه، د پاکستان جوړېدو نه وروستو شپږمه سر شمېرنه په مارچ ٢٠١٦ء کښې ١٧ کاله پس کېدل وو خو د قومى مفادات کونسل له خوا د نامعلومه وخت د پاره دا وځنډولې شوه، د قامى ګټو کونسل يوه آئينى اداره ده چې د وفاق او صوبو ترمنځه د واک اختيار په بابله د پېدا کېدوونکو شخړو هوارولو ذمه واره ده ـ

د شريکو ګټو وټو کونسل وائي چې دا سکيورټى د حالاتو او د افغان کډوالو د موجودګۍ له کبله به د بيلابيلو قوميتونو د ابادۍ تناسب متاثره کيږى ـ دا دواړه لاملونه بلوچستان کښې فساد سره سمون خوري چرته چې د افغان مهاجرينو يو لوے شمېر مېشتۀ دے ـ

پاکستان کښې مېشتۀ ٨٥ سلنه افغان کډوال پښتانۀ دي او نور ١٥ سلنه په ازبک، تاجک او نورو ژبنيو ډلو مشتمل دي ـ د افغان کډوالو تر ټولو شمېر خېبرپښتونخوا صوبه کښې دے او بلوچستان، پنجاب، سندهـ ، اسلام آباد او ازاد کشمير هم افغان مهاجرينو ځانله د استوګنې ځايونه جوړ کړي دي ـ

بلوچستان کښې بلوچ او پښتانۀ دوه لوې ژبنۍ ډلې دي د کومو نه پس چې د پنجابيانو، هزاره او سندهيانو يو لوے شمېر مېشتۀ دے ـ پښتانۀ سياسى ګوندونه د افغان کډوالو د اوسېدو حمايت کوي ځکه چې د هغوئ نۀ يوازې خپلمنځى خپلولۍ دي بلکې ژبه ئې هم يوه ده او هغوئ زر تر زره سر شمېرنه کول غواړي ـ هغوئ قومى مفادات کونسل باندې د تېرو څلورو مياشتو راسې د سر شمېرنې په نۀ کولو نيوکې کوي ـ

بل خوا بلوچ سياسى ګوندونه دا ګڼي چې د افغان کډوالو له وجې د ابادۍ تناسب د پښتنو په حق کښې دے او هغوئ غواړي چې د سر شمېرنې نه وړاندې دې افغان کډوال واپس لاړ شي ـ

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مرکزى سېنئر نائب صدر ملک ولى کاکړ، چې صوبه کښې د افغان کډوالو د پاتې کېدو سخت مخالفت کوي، وائي چې د هغوي پارټى د سر شمېرنې په حق کښې ده ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دا د مرکزى حکومت څخه ” د اولس د حقونو ” ترلاسه کولو يوازينۍ طريقه ده خو پاکستان کښې اوس هم ” ٣٥ لکه افغان کډوال ” مېشتۀ دي او په دوئ کښې نيم په بلوچستان کښې اوسېږي د کوم له کبله چې د صوبې په محدودو وسيلو دباؤ زيات شوے دے ـ

هغۀ ووئيل :” کډوال زمونږ په معيشت بوجهـ دے ـ”

ملک ولى کاکړ ووئيل ” د ځائى ابادۍ د ضرورتونو پوره کولو د پاره زمونږ وسيلې بيخى لږې دي ـ حکومت ته ته د سر شمېرنې کولو نه وړاندې صوبه کښې د افغان کډوالو په موضوع ريفرنډم کول پکار دي ـ کۀ خلق دا غواړي چې افغان کډوال دې په سر شميرنه کښې وشمېرلے شى نو مونږ ته به پرې څۀ اعتراض نۀ وى ـ “

هغۀ زياته کړه چې د هغوئ جماعت بى اين پى د ټولو غېرملکيانو خلاف دے ، د هغۀ وېنا وه :” مونږ به د دوئ په موجودګۍ کښې هېڅ سر شمېرنه نۀ منوو او په دې څۀ فرق نۀ پرېوځى چې هغوئ کومې لسانى ډلې سره تعلق لري ـ “

ملک ولى کاکړ ووئيل چې بلوچستان کښې د اباد مهاجرينو يو لوے شمېر نۀ يوازې مهاجر کېمپونو کښې ميشتۀ نۀ دي بلکې هغوئ د وګړتوب جعلى دستاويزات جوړ کړي دي چې دا شان هغوئ ته حکومت يا د ملګرو ملتونو د کډوالو د پاره هائى کمشنر ( يو اين اېچ سى آر ) سره د رجسټرډ کېدو ضرورت پېښ نۀ شي ـ

په لسانى بنيادونو وېشلى شوى پاکستان کښې تل هم په سر شمېرنه اختلافات پاتې شوي دي ـ د افغانانو د پښتنو په ابادۍ کښې د شاملېدو کشاله اوږد تاريخ لرى نو بلوچ سيمو کښې د سکيورټى د نۀ شتون له کبله بلوچ د سر شمېرنې په عمل کښې شاملېدل نۀ شى کولے کوم چې په سر شمېرنه کښې يو لوے خنډ ګڼلے شى چې په بلوچ ابادياتى شمېرو باندې اثرانداز کيدے شى ـ

بلخوا پښتانۀ قام پرسته ګوندونه وائي چې تېرو وختونو کښې د بلوچ سياسى جماعتونو لاندې ترسره شوو سر شمېرنو کښې د هغوئ ابادى په سمه توګه بيان کړے شوې نۀ ده ـ

د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ د مرکزى کميټۍ غړے کبير افغان وائي چې د پاکستان د آئين لاندې هر کوم داسې تن چې شناختى کارډ او ډوميسائل ورسره وى، دا حق لرى چې هغه دې په سر شمېرنه کښې وشمېرلے شى ـ

هغۀ ووئيل چې د ١٩٧١ء نه وړاندې په صوبه کښې د پښتنو او بلوچيانو ابادى يو شان وه ـ خو ولې په هم دغه کال د بلوچ قيادت لاندې ترسره کېدونکې سر شمېرنه کښې پښتانۀ په اقليت بدل کړے شول ـ
کبير افغان ووئيل :” په دغه سر شمېرنه کښې څۀ ډويژنې او ضلعې بلوچ اکثريتى علاقې څرګندې کړے شوې ـ “

هغۀ ووئيل :” ( د دې په نتيجه کښې ) د بلوچيانو د پاره قومى ، صوبائى او د سينيټ چوکۍ زياتې کړے شوې ـ د غلطې سر شمېرنه له کبله بلوچيانو ته په صوبه کښې سياسى زروواکى او معاشى موقعې ترلاسه شوې ـ “

کبير افغان دعوه وکړه چې په صوبه کښې د پښتنو ابادى د بلوچيانو نه زياته ده ـ

هغۀ ووئيل :” بلوچستان کښې د سپېځلې سرشمېرنې ترسره کېدو سره به دا حقيقت په ډاګه شى ـ “

کبير افغان ووئيل :” د پښتنو ابادى به اکثريت په توګه څرګندېږى ـ دا هاغه لويه وجه ده د کومې له کبله چې بلوچ قوم پرست د صفا سر شمېرنې په لاره کښې خنډان راولاړوي چې دا شان په پښتون اقليت غلطې طريقې سره خپل اکثريت قائم وساتلے شي ـ “

د نيشنل پارټۍ صوبائى ستر سېکتر عبدالخالق بلوچ ووئيل چې د افغان مهاجرينو د موجودګۍ او د امن و امان د کړکېچنو حالاتو له کبله د سر شمېرنې کېدل د منلو وړ نۀ دے ، نېشنل پارټى په صوبه کښې په اقتدار ناست درې جماعتى اتحاد کښې شامله ده ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” په دې حالاتو کښې د سر شمېرنې ترسره کېدل به د بلوچ قوم خلاف سازش وى ځکه چې دا په بلوچيان هم د هغوئ په خپله خاوره اقليت باندې بدل کړى ـ “

عبدالخالق بلوچ ووئيل :” د تاؤ تريخوالى په سؤب د مکران ډويژن ٤٠ سلنه ابادۍ کډې کړې دي ـ هم څۀ دغه شان حالات د صوبې په نورو سيمو لکه آواران، کوهلو او د ډېره بګټى دي ـ کۀ چرې د کډې کوونکې ابادۍ شاملولو نه بغېر سر شمېرنه کولے شى نو د بلوچيان ابادى به کمه شى ـ “

هغۀ ووئيل چې بلوچستان کښې په لکونو افغان کډوال مېشتۀ دي ـ

د عبدالخالق بلوچ وړاندې وېنا وه :” د دوئ د ژوند په هره شعبه منفى اثرات پرېوځي خو پښتنو قام پرستانو د خپل ووټ بنک زياتولو د پاره تل دوئ سره مرسته کړې ده ـ مونږ غوښتنه کوو چې ټول افغان کډوال دې زر تر زره د هغوي ملک ته واپس ولېږلے شي ـ “

د يو اين اېچ سى آر ترمخه پاکستان کښې ٣٢ لکه افغان کډوال رجسټرډ دي ـ يو اين اېچ سى آر د بلوچستان نه د اوو لکو کډوالو افغانستان ته واپس لېږلو کښې مرسته کړې ده ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here