لاهور ( ماريه لاريب ) دا د کنګ ايډورډ ميډيکل کالج لاهور يو منظر دے، زده کړه کوونکي د اوبو يو اوچت ټينک سره نزدې راغونډ شوي دي او د خپل يو ملګرى طالب علم شکيل خوشحالولو هڅه کوي ـ هغه کليز امتحانونو کښې د ناکامه کيدو له کبله د ځان وژنې په غرض د اوبو ټينک باندې ولاړ وۀ ـ خو ولې د هغۀ ملګري د هغۀ په لاندې راکوزولو او واپس راوستلو کښې بريالى شول ـ

په ١٥ اپريل ١٦ کلنې جينۍ لاريب خپل مور،پلار سره په معمولى جګړه د لاهور د يو ځائى هوټل د شپږم چت نه دنګلو سره ځان وژنه کړې وه ـ

پېښور کښې د ١٤ کالو سليمان د يوې وړې جينۍ له خوا نظر انداز کېدو باندې سرحد ګرامر سکول، ګل بيلا کښې په ځان ډز کولو سره د خپل ژوند ډيوه مړه کړې وه ـ

د سرحد ګرامر سکول پرنسپلې فرح په ټيلى فون نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هلک هم دغه سکول کښې د څلورم جماعت د زده کوونکې له خوا د خپلې مېنې په رد کېدو د ډېر سخت ډپرېشن له کبله ځان وژنه کړې وه ـ

پاکستان کښې د بيلابيلو لاملونو له کبله د ځان وژنې کولو شرح او رجحان زيات شوے دے چې پکښې بې وزلى، د مينې معاملات او کورنۍ ستونزې وغيره شاملې دي ـ

شالامار ميډيکل اينډ ډينټل کالج لاهور سره اړوند د سائيکاټرى پروفيسر ډاکټر سعد ملک نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” پاکستان کښې ٣٠ کاله مخکښې  د ځان وژنو شرح صفر وه چې د تېرو ٢٠ کالو په دوران پکښې چټکتيا سره زياتوالے راغلے دے ـ “

هغۀ ووئيل :” د ځان وژنو په شرح کښې د زياتوالى نيغ په نيغه تعلق ټولنه کښې د تهراپى او نفسياتى مرستې په حقله رامنځته کيدونکې منفى رويې سره دے ـ ” هغۀ مايوسۍ سره وړاندې ووئيل چې د خلقو اکثريت ذهنى رنځونه اوس ” ليونتوب ” سره تعبيروى ـ

دا خبره ډېره زياته ستونزمنه ده چې د ځان وژنو باوجود د ځپلو کسانو کورنۍ نفسياتى مرسته د يو غوره هوارى په توګه نۀ وينى ـ د يونيورسټى آف پنجاب د سنټر فار کلينيکل سائيکالوجى ( سى سى پى ) له خوا د خورېدونکې کلېزې جرنل ترمخه د يو لک په ابادۍ کښې د ٢٥ سلنه څخه هم کم خلق په سختو حالاتو کښې د نفسياتى مرستې ترلاسه کولو په حقله خبر دي ـ

ډاکټر سعد ملک د ځان وژنو د شرح زياتيدو په لاملونو خبرو کولو سره ووئيل چې زمونږ د ټولنې درې بنيادى نظامونه د پريوتو په حالت کښې دي چې پکښې خاندانى نظام، د ګاونډيانو، کميونټى سره نزدې اړيکې او مذهبى ادارې شاملې دي د کوم له کبله چې زلمے کهول په ذهنى توګه يوازې شوے دے ـ هغوئ په دې کمزورې ادارو کښې پناه نۀ شى اخستے او نۀ د موجوده وخت د ټولنې ترمخه سمېدو د پاره پوره پوره تيار دي ـ

يوې جينۍ منال ( چې د پېژندګلو پټ ساتلو د پاره ئې نوم بدل کړے دے ) چا چې د ځان وژنې هڅه کړې وه ، نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” اتۀ مياشتې مخکښې زما کوېژدن ماته شوې وه ـ د ټولو هڅو باوجود د خپل چنغول پخلا کولو کښې بريالۍ نۀ شوم ـ “

هغې خپله خبره جارى ساتلو سره ووئيل :” زۀ محسوسوم چې زما راتلونکے وخت تت دے او هيڅوک به ما قبوله نۀ کړى ځکه چې اوس زۀ نوره د قبلېدو جوګه پاتې شوے نۀ يم ـ”

منال د خوب په درځنونو ګوليو خوړلو سره د ځان وژنې هڅه کړې وه ـ د خوش بختۍ نه د هغې مور سمدستى دې لړ کښې خبر شوه چې هغه ئې نزدې د ذاتى مد هسپتال ته ورسوله ـ ٤٥ منټو کښې دننه دننه د هغې د معدې صفائى وکړے شوه ـ

د نفسياتى مرستې ترلاسه کېدو په حقله د فکرمندۍ ښکار منال ووئيل :” زما خواهش دے چې د نفسياتو د يو ماهر نه خپله معائنه وکړم خو زما مور وائي چې هغه به د خوب د ګوليو تجويز کولو نه علاوه زمونږ هيڅ مرسته ونۀ کړے شى ـ هغه دا هم وائي چې زما حالت به ښۀ نۀ شى ـ “

هغې د جذباتو په بهيدو کښې ومنله :” کۀ چرې زما طبيعت نۀ ښۀ کيږي نو زۀ به له دې ژونده ځان خلاصے غواړم ځکه چې ما ته د تور تم نه سوا هيڅ په نظر نۀ راځي ـ “

کلينيکل سائيکاټرسټ او پرائيويټ پريکټيشنر نيلم شاهين وائي :” پاکستان کښې د ١٥ نه ٢٥ کالو په ځوانانو سړو او ښځو کښې د ځان وژنې په ډېرو اهمو لاملونو کښې سماجى دباؤ لکه د کورنۍ دباؤ، د زور زياتى ښکار کېدل، بليک ميلنګ او تعلقاتو کښې پېدا کيدونکى آثار شامل دي ـ “

هغې په ډاګه کړه :” له دې ټولو زيات د دماغو خليو کښې پېدا کېدونکے د توازن نيشتوالے هم يوه لويه وجه ده د کوم د پاره چې د دارو درملو کارؤلو او کونسلنګ ضرورت وى او دا د ځان وژنو د زياتېدونکى رجحان قابو کولو د پاره ډېر زيات اهم دي ـ “

د منال ورور حبيب على ( اصلى نوم نۀ دے ) نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما ته دا خبره کول ګران دي چې د منال د ځان وژنې د هڅې له کبله مونږ د کومو حالات څخه راتېر شو ـ “

هغۀ زياته کړه :” زما مور پلار او ما دا پرېکړه کړې ده چې مونږ به په منال نظر ساتو چې دا شان هغه چرته بيا داسې هڅه ونۀ کړى ـ “

هغه د خپلې خور د ذهنى حالت څخه خبر نۀ دے ، هغۀ ووئيل :” زۀ هغه د کورنۍ پير له بوځم چې هغه ” د زړۀ سکون ” ترلاسه کړے شى ـ “

سينئر سائيکاټرسټ او د اندور سائيکاټرسټ يونټ اى رجسټرار ډاکټر صداقت بلوچ وائي چې د تېرو دوو کالو په دوران د ٧٠ سلنه څخه زيات ناروغان او د هغوي کورنيو کښې د نفسياتى مرستې ترلاسه کولو په اړه د حق دق حيرانۍ مشاهده شوې ده ـ “

هغۀ زياته کړه چې چې د تيرو دوو کالو په دوران د ځان وژنې رجحان ساتوونکو د ١٠ سلنه څخه هم کمو رنځورانو د نشو پرېښودو او يا د نفسياتى ستونزو هوارولو د پاره مرسته ترلاسه کړې ده چې د هسپتالونو په آؤټ ډور وارډونو کښې د ځان وژنې د کوشش کوونکو ناروغانو د شرح څخه کمه ده ـ

ډاکټر سعد ملک د دې حېرانۍ په اړه وضاحت کولو سره ووئيل :” د کورنۍ په ١٠ غړيو (مورپلار) کښې هم يو بس د خپل بچى په وخت علاج کوى ـ “

نيوز لينز پاکستان ته د صحت وزارت او د شمارياتو د پاره نيشنل بيورو سره د مشاورت نه پس معلومه شوې ده چې د ځان وژنو د زياتېدونکې شرح په حقله هيڅ د شمېر شمېرې رپورټ مرتب يا شائع نۀ کړے شو او نۀ هم په ابادياتى بنيادونو کوم رپورټ موجود دے چې پکښې د خلقو د نفسياتى رنځونو په اړه د رويې نفسياتى تجزيه شوے وى د کوم له کبله چې هغوئ د نفسياتو د توازن د نيشوالى ښکار کيږي، هم دغه شان ناروغه خپل ځان وژنى ـ

نيلم شاهين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ډکټران د ځان وژنې چينجنو کيسونو سره مخامخ کيږي ولې د افسوس وړ خبره دا ده چې په دې حقله قامى کچ باندې سندجيدګى په نظر نۀ راځي ـ “

هغې زياته کړه :” مونږ ٢٠٠٩ء کښې د ځان وژنو څخه ژغورنې د پاره د ” مائنډ آرګنائزيشن ” په نوم ټيلى فون هيلپ لائن پيل کړے وۀ خو د حکومت له خوا د فنډ نۀ ترلاسه کيدو له کبله مو دا بيا بند کړو ـ “

د مائنډ آرګنائزيشن د رپورټ ترمخه د پاکستان په ٣٥ ښارونو کښې د ٢٠١٣ء نه ٢٠١٥ء په دوران درې سوو کسانو ځان وژنه وکړه ـ ٢٠١٠ء کښې خواؤشا پينځو زرو کسانو ځان وژنه وکړه ـ

دې سره سره نيوز لينز پاکستان ته دا هم معلومه شوه چې د پاکستان د صحت وزارت د ورلډ هيلتهـ آرګنائزيشن په مرسته ٢٠٠٩ء کښې يو جامع رپورټ شائع کړے وۀ چې پکښې په ملک کښې د ذهنى صحت په حقله تفصيل بيان کړے شوے وۀ ـ

د ورلډ هيلتهـ آرګنائزيشن په ورلډ هيلتهـ رينکنګ رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې پاکستان کښې په يو لک کسانو کښې د ځان وژنې شرح ٩ اعشاريه ١٦ سلنه ده ـ دې رپورټ کښې دا هم وئيلي شوي دي چې پاکستان کښې د کال ١٣،٣٧٧ کسان ځان ژنه کوي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here