پېښور ( شيراز اکبر ) محمد على ته د خپل پلار نيکۀ نه د تجارت او دستکارۍ فن په ميراث کښې پاتې دے ـ هغه اوس د ٥٠ کالو کېدونکے دے او د پېښور په دننه ښار کښې خپل دوکان کښې د پخوا راسې  د پيتل او تانبې بيلابيل مصنوعات  جوړوي ـ

د محمد على زامن په دوکان د هغۀ مرسته کوي څوک چې به دا تجارت په وراثت کښې ترلاسه کوي کوم کښې چې هغوئ مهارت لري او د پخوانى بازار مسګرا، د تانبې خرڅوونکو کوڅې، د اوسېدوونکو او دوکاندارانو په شان ئې د څو نسلونو راسې دې فن کښې خپله کاريګرى ثابته کړې ده ـ

يو داسې کاروبار کوم چې محمد او د دې بازار نورو دوکاندارانو ژوندے ساتلے دے، د تېرو څو کالو په دوران د زوال ښکار شوے دے ـ يو وخت وۀ چې سېلګرو او تاجرانو به مسګرا کښې د څو نسلونو راسې د ميشتۀ او کارکوونکو دستکارانو نه د پيتل او تانبې د ښائسته مصنوعاتو اخستو د پاره دلته مخه کوله ولې اوس دا پخوانے بازار د سرپرستۍ د نيشتوالى له کبله په ختمېدو دے ـ

محمد على نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د دې لوے کاروبار په دوو دوکانونو کښې د روستېدو وجه د تېرو څو کلونو په دوران خرڅون کښې کمے راتلل دي ـ د څۀ مودې راسې ښار او تر دې چې په ټول ملک کښې د امن و امان د خرابو حالاتو او د پيتلو او تانبې په نرخونو کښې د زياتوالى راتللو په سؤب هم دا کاروبار په پرېوتو دے ـ “

: Photo by News Lens Pakistan/
: Photo by News Lens Pakistan/

د شاهراه رېشم په غاړه د اباد دې پخوانى ښار پېښور د رنګې ډنګې اندازه زړو او ړنګېدوونکو مسافر خانو کښې تر نظره کېدے شى چرته چې به کله سيلګرو، تاجرانو او جاسوسانو شنې چائې څښلې او د خپلو مزلونو او سازشونو روداد به ئې اورولو ـ د زوړ ښار په کوڅو کښې چې به تاجرانو کله انتظار کولو نو هغوئ به ځان تجارتى هلو ځلو او د قېصو اورولو په عمل کښې بوخت ساتلو د کوم په مناسبت چې هم د پېښور قصه خوانى بازار، د داستانونو اورولو په کوڅه ، مشهور دے ـ

ناول نګار او شاعر رډيارډ کپلنګ، چا چې په خپلو ناولوونو کم، جنګل بک او هغه تن چې بادشاه وۀ، کښې د برطانوى راج په ذکر کولو دې ته ژوند ورکړے دے ـ

خپل نظم ” دى بېليډ آف کنګز جسټس ” کښې د پېښور په اړه ليکي :

کله چې د سپرلى د موسم وخت د صحرا واخۀ الوځوى زمونږ قافلې له خېبر پاسه ورداخليږي

اوښان غړمبېږى خو په لارو رونق دے بټوې تشېږي ولې سامان زياتېږي

کله چې د شمال څخه په واؤره کښې ډوب شوے تجارت په راکوزېدو د پېښور په بازارونو کښې رونق جوړوي

چې افغانان به برصغېر ته رادننه کېدل نو پېښور کښې به دمه کوله چرته چې د قصه خوانۍ بازار د هغوئ د خوښې ځائے وۀ ، د قصه کوونکو د بازار نه باهر ته وتوونکې کوڅې به هم د خپلې ودانۍ په طرز کښې يو شان زړۀ راښکوونکې وې ـ

په دې کوڅو کښې به بيلا بيل کاروبارونه کېدل چې په شاهراه ريشم د کېدونکى تجارت عکس به ئې وړاندې کولو په کومو کښې چې ورېښم، مصالحې، تانبا، سپين زر، اوسپنه او اوچې مېوې شاملې دي ـ دا کوڅې اکثر او زياتره د خپلو ځانګړو مهارتونو او دلته د جوړېدوونکو دستکاريو په مناسبت مشهورې دي ـ

دې کوڅو کښې مسګرا بازار هم شامل دے، دا کوڅه د هغه ځائے نه شروع کېږى چرته چې قصه خوانى بازار ختمېږى ـ دا کوڅه د انډيا د وېش نه وړاندې جوړه شوې ده، په ښو وختونو کښې دې بازار کښې بلها داسې دوکانونه وو چرته چې به د پيتل او تانبې د مصنوعاتو جوړېدو نه علاوه خرڅولے شول او د هغې مرمت به پکښې هم کېدلو ـ

محمد على هغه ښې ورځې يادوي کله چې دې بازار کښې کاروبار ډېر ښۀ وۀ ، هغه وائي :” ډېره موده نۀ دې شوې کله چې به سېلګرو په ګڼ شمېر کښې دې بازار ته مخه کوله او د پيتل د دستکاريو او د استوګنې د سينګار د څېزونو به ئې مناسب نرخ ورکولو ـ “

د تېرو لسو کالو راسې محمد على او د هغۀ زامن د يو داسې کاروبار جارى ساتلو هڅې کوي چې فساد له کبله په مزه مزه ختمېږي او هم دا هغه وجه ده چې په سؤب ئې ملکى او بهر ملکى سېلګري وېرېدلي دي کوم چې به چرته د لړۍ په شکل کښې دلته راتلل ـ دا ټول بازار چرته د دهاتونو بيلابيل مصنوعاتو کښې  په وراچوونکو هنرمندانو اباد وۀ چې د يو آرټ درجه ئې لرله ، اوس د دې بازار په دوو دوکانونو کښې يو د محمد على دے چرته چې د پيتل او تانبې څيزونه خرڅولے شي ـ

اکتوبر ٢٠٠٩ء کښې نزدې مينا بازار کښې ترسره شوې موټر بم چاودنه کښې ١٣٧ کسان مړۀ شوي وو ـ

جون ٢٠١٠ء کښې قصه خوانۍ بازار کښې شوې بم چاودنه کښې ٢٣ انسانى ځانونه ضائع شول او په هم دې بازار کښې ستمبر ٢٠١٣ء کښې ترسره شوې يوه بله بم چاودنه کښې خواؤشا ٤٠ کسان مړۀ شول په کومو کښې چې هم د يوې کورنۍ ١٨ کسان هم شامل وو ـ

مسګرا اوس د تېرو وخت د يوې خاطرې په ډول پاتې شوے دے، د پيتل او کانسى د دستکارانو حالات د مايوسۍ وړ دي ـ کاريګر شيرخان، چې د تېرو ٢٥ کالو راسې د پېښور د پجګۍ روډ افغان ميټل مارکيټ کښې کار کوى، وائي چې يو وخت وۀ چې په مارکيټ کښې په يو وخت د ٤٠ نه زياتو دستکارانو کار کولو چې د خپلو مصنوعاتو د ډېرې زياتې غوښتنې له کبله به شپه او ورځ مصروف وو ـ

هغۀ ووئيل :” دا وخت يوازې هم څلور کاريګر کار کوي او نورو هنرمندانو د زياتې ګټې وټې د پېشو انتخاب کړے دے ـ “

شيرخان ووئيل چې په پېښور کښې د پيتلو او تانبې دوه قسمه څيزونه جوړيږي چې پکښې د رنګ رونق مصنوعات او د کور د استعمال لوښي شامل دي ـ

ګاهکان زياتره په ګلکارۍ ښائسته شوو د تانبې پيالو، مجسمو، د اخلى پخلى کټوۍ، لګنونو او د تل راسې د خوښې په پاتې شوو روسى سمووار کښې دلچسپى اخلي چې د قهوې په دوکانونو د شنې چائې پخولو د پاره کارولے شي او دا په زوړ بازار کښې عام دي ـ

هغۀ په وياړ خپل دوکان کښې موجودو څيزونو ته اشارې کولو سره ووئيل :” د پېښور د کاريګرانو د جوړو شوو پيتل او تانبې د مصنوعاتو هيڅ مقابله نۀ شى کيدے ـ ” شيرخان زياته کړه :” وخت تېرېدو سره سره دا څيزونه د پېښور پېژندګلو ګرځېدلې دي ـ”

د محمدعلى دوکان ته راغلې يوې ګاهکې رخسانه خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه د محمدعلى پخه ګاهکه ده خو د تانبې او پيتلو د څيزونو د نرخونو زياتېدو له کبله هغې د کور د استعمال د پاره د سټيل، سلور او پلاسټک د مصنوعاتو اخستو لورى ته پام ګرځولے دے ـ

د مارکيټ د رجحان سره سم چلېدلو د پاره محمدعلى او د هغۀ زامن د مصنوعاتو ارزان خرڅولو باندې مجبور شوي دي ـ

د محمدعلى زوئې سعدخان وائي :” دې ورځو کښې ګاهک د سلورو او سټيلو د لوښو غوښتنه کوي ـ اوس دا زمونږ د ګټې وټې يوه لويه ذريعه ده او هيڅوک هم د تانبې او پيتلو لوښي نۀ اخلي ـ “

هغۀ ووئيل چې د پيتل او تانبې نرخونه زيات شوي دي او دا د سلور او سټيل يو په څلور زيات دي د کوم له کبله چې د دې په غوښتنه کښې کمے راغلے دے ـ

سعدخان ووئيل :” زۀ به خپل بچي دې پېشې ( د پيتل او تانبې د مصنوعاتو جوړولو ) خپلولو ته پرې نۀ ږدم ځکه چې د دې راتلونکے وخت روښانه نۀ دے ـ ” هغۀ ووئيل چې چرته دا يو داسې کاروبار او فن وۀ چې کورنۍ به پرې وياړ کولو ولې اوس د مارکيټ د رجحان او فساد له کبله هم د دې پرېښودل ښۀ دي ـ

هغۀ رايادولو سره ووئيل :” مونږ ته ١٩٥٨ء کښې لاهور کښې ترسره شوى د لويئديز پاکستان د لاس جوړو څيزونو په نمائش کښې د تانبې غوره مصنوعاتو جوړولو باندې د ستائنې سند راکړے شوے وۀ ـ “

سعدخان ووئيل چې حکومت ته پکار دي چې د صلاحيت لروونکو دستکارانو د هغوئ د مصنوعاتو په قامى او بېن المللى کچ نمائش مرستې د پاره سرپرستى وکړى او پليټ فارم ورکړى چې دا شان د هغوئ ورځ په ښکته فن خوندى کړے شى ـ

د سعدخان وړاندې وېنا وه :” ملک کښې د امن قائمولو او د پيتل او تانبې زياتېدونکو نرخونو باندې د قابو موندلو نه علاوه د دستکارانو د هنر د نندارتون د پاره پليټ فارم ورکولو سره حکومت زمونږ کاروبار بيا راژوندے کولے شى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here