ډېره اسماعيل خان ( رحمت محسود ) نيوز لينز پاکستان ته ترلاسه شوو ثبوتونو نه دا انکشاف شوے دے چې حکومت د پاکستان جنګ ځپلې قبائلى سيمه کښې د ” شکائى ډېم ” جوړولو په رسمى توګه پيل کړے دے چې مقصد ئې د فساد ښکار سيمه کښې د پرمختګ د پاره نوې لارې پرانستل او د ځائى ابادۍ د پاره د ملازمتونو موقعې پېدا کول دي چې دا شان د عسکريت خوښۍ د رجحان حوصله ماته کړے شى ـ

د سوېلى وزيرستان د ځائى انتظاميې يو سينئر غړى، د نوم نۀ ښکاره کولو په خواهش ولې چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نيشته، ووئيل چې شکائى کښې د اوبو وړومبۍ زخيره جوړولے شى، دا په قدرتى نظارو معموره يوه وادى ده چرته چې په ٢٤ اپريل ٢٠٠٤ء د پاکستان د فوځ او د تحريک طالبان پاکستان د هغه وخت د کمانډر نيک محمد ترمنځه امن لوظنامه شوې وه ـ

خو ولې دا لوظنامه هغه وخت ختمه شوې وه کله چې په ١٧ جون ٢٠٠٤ء نيک محمد د امريکې په ډرون حمله کښې وژلے شوے وۀ ـ د ځائى انتظاميې اعلى افسر ووئيل :” د تېرو څو کالو راسې حکومت په شکۍ وادۍ کښې د ډېم جوړولو منصوبه جوړوله ـ ”

هغۀ ووئيل چې ډېم جوړېدو سره به د زمکې د يوې ډېرې لوې برخې اوبۀ خور او زرګونو کورنيو ته د څښلو د پاکو اوبو په ورکولو کښې لاس مرسته وشى ـ ٢٠٠٩ء کښې د پاکستان فوځ د سويلى وزيرستان څخه د بهر ملکى عسکريت خوښو او د هغوئ د مرسته کوونکو د ويستلو د پاره راه نجات اپريشن پيل کړے وۀ ، هم له دې ځايه تحريک طالبان پاکستان راڅرګند شوے وۀ ـ

ذکر شوى افسر ووئيل چې د فوځ له خوا د اوسنيو کالونو په دوران د عسکريت خوښو نه د دې علاقې پاکولو اعلان شوے دے، حکومت د ډېم په جوړولو د سيمې د پرمختګ په لورى يو اهم ګام پورته کړے دے ـ

مېډيا کښې د راغليو رپورټونو ترمخه سويلى وزيرستان د نړيوالو او ځائى ترهه ګرو يو ډېر بدنام مرکز پاتې شوے دے چرته نه چې هغوئ د پاکستان څخه علاوه افغانستان کښې په نېټو ځواکونو هم حملې کړې دي ـ

په عمومى ډول پاکستان او د ملک قبائلى سيمو، چې د وفاق د انتظام لاندې د قبائلى علاقو ( فاټا ) په نوم مشهورې دي، په ځانګړى توګه د پاکستانى فورسز او عسکريت خوښو ترمنځه د خونړى جنګ مشاهده کړې ده د کوم له کبله چې د ځائى ابادۍ يوه لويه برخه په کډه کولو مجبور شوه ـ

د زور زياتى نه د ډکو پېښو د ريکارډ مرتب کوونکې ادار ساؤتهـ ايشياء ټيررازم پورټل ( ايس اے ټى پى ) د شمېر شمېرې ترمخه د ٢٠٠٣ء او ٢٠١٦ء ترمنځه پاکستان کښې د ترهه ګرۍ په پېښو کښې ٢٦،٩٦٦ وګړي او ٦،٤٣٩ سکيورټى کارمندان ووژلے شول ـ

پخوانے سفارت کار او د قبائلى چارو ماهر اياز وزير وائي چې جنوبى وزيرستان کښې ډېم جوړول يو اهم ګام دے چې د قبائلى اولس په ژوند کښې د مثبت بدلونونو سؤب به ګرځى ـ

هغۀ دا هيله څرګنده کړه :” دې علاقو کښې اوسيدونکي خلق يو سخت ژوند تېروي ـ د ډېم تعمير سره به د هغوئ په ستونزو کښې کمے راشى ـ “

قبائلى سيمې سره اړوند سينئر صحافى حامد وزير ووئيل چې کۀ د پرمختګ اړخونه په نظر کښې وساتلے شى نو فاټا داسې سيمه ده کومه چې نظرانداز کړے شوې ده، په سيمه کښې نۀ څۀ يونيورسټى شته او نۀ هم د اوبو ذخيره کولو بندوبست شته ـ

هغۀ زياته کړه :” ډېم جوړېدو سره به پرمختيائى هلې ځلې، لکه کرکيلې ته به نۀ يوازې وده ترلاسه شى بلکې د ملازمت موقعې به هم پېدا شي ـ “

د حامد وزير وېنا وه :” ډېم جوړېدو سره به د انتها خوښۍ په رجحان نيغ په نېغه ډول باندې قابو موندلو کښې لاس مرسته وشى ـ “

 د فاټا په بيلابيلو سيمو، چې پکښې سويلى وزيرستان هم شامل دے، کښې ته د قبائلى کورنيو د واپسۍ عمل پيل شوے دے ـ

نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو ثبوتونو نه دا انکشاف هم کيږى چې په قدرتى ښکلا معموره وادى شکۍ عمومى ابادى ٧٠ زره کسانو باندې مشتمله ده او دا د سويلى وزيرستان هېډکوارټرز وانا په ختيز کښې د ٣٣ کلوميټرو په فاصله پرته ده ـ

د فاټا سېکرټرېټ د شمېر شمېرې ترمخه د سويلى وزيرستان ټوله ابادى د ١٩٩٨ء د سر شمېرنې مطابق په ٤٢٩،٨٤١ کسانو مشتمله ده او رقبه ئې ٦،٦١٩ مربع کلوميټر ده ـ

د قبائلى سيمو څخه د خلقو يو لوے شمېر په خاص موقعو لکه په اخترونو شنې او خېرازه وادۍ شکۍ ته مخه کوي ـ

سويلى وزيرستان سره اړوند بيخى زيات سينئر قبائلى لارښود على وزير وائي :” د دې ډېم جوړېدو سره به په ځائى معيشت او کرکيله پرته له کومې شک شبې د اوږدې مودې مثبت اثرات پريوځي ـ “

هغۀ ووئيل چې ځائى ابادى د ملازمت د حق نه بايد بې برخې نۀ کړے شى او د ډېم د پاره عمله ساتلو کښې دې ځائى کسانو ته پاملرنه وکړے شى ـ

ځائى انتظاميه کښې اعلى افسر ووئيل چې دا ډېم به دسمبر ٢٠١٧ء کښې سر ته ورسېږى ـ

يو بل قبائلى محمد اکرام ووئيل چې د ځائى ابادۍ له لورى د اوږدې مودې راسې د ډېم جوړولو غوښتنه کېده ـ

هغۀ زياته کړه :” زرګونه کورنۍ به د پاکو اوبو اسانى ترلاسه کړے شي او دا وخت مونږ يو کلوميټر لرې نه اوبو راوړوو ـ” محمد اکرام ووئيل چې د کروندې د نورې زمکې اوبۀ کولو د پاره د اوبۀ خور د کوټلى نظام قائمولو سخت ضرورت دے ـ

د هغۀ وېنا وه چې په سيمه کښې دې د پاره چې څه صنعت نيشته د کوم له کبله چې د قبائلو اکثريت بې روزګاره دے او ځوانان په عسکريت خوښو تنظيمونو کښې زړۀ راښکون محسوسوي ـ محمد اکرام ووئيل چې د روزګار موقعو پېدا کېدو سره به ځائى ابادى “يو غوره انداز ژوند تېرولو کښې ” مصروفه کړے شى ـ

د فاټا سېکرټرېټ له لورى د ورکړے شوې شمېر شمېرې نه دا برېښي چې د ٢٠٠٨ء څخه د ٢٠٠٩ء په دوران د فاټا په يوازې اتۀ سلنه زمکه هم کرونده کېده او د ٨٦ سلنه څخه زياته زمکه د کروندې د پاره موجوده نۀ وه ـ

له دې شمېر شمېرې دا هم معلوميږى چې د دې بڼې د کړنلارې له کبله د کرکيلې په موجوده زمکه اډاڼې وده موندلې ده او د کروندې په جوګه يو ايکړ زمکه د ١٨ کسانو او د اوبۀ خور وړ يو ايکړ زمکه د ٤٠ کسانو بقاء اډاڼه لرى ـ د دې شمېر شمېرې ترمخه خواؤشا ٣٩ سلنه د کروندې وړ زمکې ته هم د اوبۀ خور اسانى ترلاسه ده او د پاتې زمکې  د باران په اوبو اډاڼه لرل وى ـ “

له دې دستاويزاتو دا انکشاف هم کيږى چې په ډېم به خواؤشا ٦٧٦ اعشاريه ١٤٣ ملين روپۍ لګښت راځى کومې چې د وفاقى حکومت له خوا ورکړے شوې دي ـ د دې دستاويزاتو ترمخه د اوبو د دې ذخيرې ژوند ٥٧ کاله دے ـ

ډېم د ١ اعشاريه ١٩٣ اے ايف اوبو ذخيره کولو توان لرى چې نهه سوه ايکړه زمکه به اوبۀ کوي ـ

د دې ثبوتونو نه دا په ډاګه کيږى چې دا وخت ٤٦٢ ايکړه زمکه د کرکيلې د مقصدونو د پاره استعمال کښې راوستلے شى ـ

نور دا چې، د اوبو دې ذخيرې سره به خواؤشا ٠ اعشاريه ٠٩٦ ملين ګېلن د څښلو قابلې اوبۀ خوندى کولے شى کومې چې به هغو درېو زرو کورنيو ته ليږلے شى څوک چې د څښلو پاکو اوبو پورې رسد نۀ لرى ـ

دې نه علاوه، دې دستاويزاتو کښې دا پېش ګوئى شوې ده چې د ډېم جوړېدو سره به نۀ يوازې د سېلاب د خطرو قابو کولو کښې مرسته ترلاسه کيږى بلکې د ځائى ابادۍ سماجى او معاشى معيار به هم ورسره ښۀ شى ـ دې دستاويزاتو کښې وئيلي شوي دي چې وړاندې له دې ميسرز اليکټرا کنسلټنټ پېښور د ميسرز ټيکنو کنسلټ انټرنېشنل او ايز پاک کنسلټنټ لاهور په مرسته د دې منصوبې فزېبيلټى رپورټ ترتيب کړے وۀ ـ

خو په دې منصوبه د کار کوونکو کمپنيو واکمنو څخه ، په سيمه کښې د کميونيکشېن د ستونزو له کبله، دريځ ترلاسه نۀ کړے شو ـ

په سروے کښې دا خبره په ګوته کړے شوې وه چې خواؤشا زر ايکړه زمکه شاړه ده کومه چې د کروندې او زرغونتيا جوګه جوړولے شى ـ په دې سيمه کښې د فصلونو يو لوے شمېر پېدا کولے شى، د څېړنې نه دا درک لکولے شوے دے چې دې سره د ځائى ابادۍ غوښتنه پوره کيدے شى ـ

دا ډېم به د له ګټانو جوړولے شى چې د زمکې د سطحې نه به ٣٢ ميټره لوړ وى، د دې اوچتوالے به ٢،٠٨٢ ميټره او پلنوالے به ئې ١٠ ميټرو پورې وى ـ نور دا چې د سېلاب د اوبو د زيات نه زياتو ويستلو د پاره تالاب هم جوړولے شى ـ

دې کاغذونو کښې دا هم وئيلي شوي دي چې دې ډېم پورې سړک، د بجلۍ ورکړه او پل به هم جوړولے شى ـ دا هم وئيلي شوي دي چې د ډېم نه به د ٦٠٠ ملى مېټر قطر پائپ له لارې د اوبو سپلائى کولے شى چې د اوبۀ خور د پاره کارېدوونکى نهر سره به پېوست کولے شى ـ

دې منصوبې سره به ځائى ابادى ځپلې او کډې کولو باندې نۀ مجبوره کيږى ځکه چې دا په يو نااباده ځائے جوړولے شى ـ

له دې دستاويزاتو دا انکشاف هم کيږى چې قبائلى اولس ته د ژوند تېرولو د پاره بس لږې شان موقعې ترلاسه دي ـ د ځائى معيشت تر لويه حده اډاڼه څاروو باندې ده او کرکيله يوازې يو څو خېرازه واديو پورې محدوده ده ـ زياتره کورنۍ د بنيادى بڼې هلو ځلو لکه د سلامت پاتې کېدو د پاره د ضرورى کرکيلې او څاروو ساتلو او يا په ځائى کچ وړو کاروبارونو باندې اډاڼه لرى ـ يو لوے شمېر قبائلى پټۍ کښې او يا د ملک د نورو برخو نه تجارت کوي ـ

حامد وزير وائي چې زياتره خوراک د نورو ضلعو نه راځي ولې په دې منصوبه عمل درآمد سره به خوراک په ځائى توګه رازرغونولے شى ـ

١٩٩٨ء کښې د شوې سر شمېرنې مطابق د فاټا ابادى خواؤشا ٣ اعشاريه ١٨ ده ـ د ١٩٨١ء او ١٩٩٨ء ترمنځه د ابادۍ کليزه شرح د يوې اندازې ترمخه ٢ اعشاريه ١٩ پاتې شوې ده ـ   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here