پېښور ( شيراز اکبر ) د آرمى رېټائرډ افسر شفيق خان په چرته په دې حقله سمه توګه باندې خبرتيا لرله چې کوم دوکان ته د هغۀ تلل دي او د پېښور يو يونيورسټى روډ ورته خپل ګاډے چرته ودرول دي ، هغه وائي چې اوس هغه اکثر او زياتره دا محسوسوى چې د دوکانونو او کاروبارى مرکزونو په شمېر کښې کمے راغلے دے ځکه چې د ښار د سړکونو په خواؤشا کښې هيڅ بې هېڅه ودانۍ جوړې شوې دي ـ

هغه وائي :” يو وخت وۀ کله چې ودانۍ کمې وې د څۀ له کبله چې به هغوئ د داسې کوم دوکان په درک لګولو کښې کړمو سره نۀ مخ کېدل چرته چې به هغوئ تلل غوښتل خو لکه څنګه چې د باران نه پس خريړي ټوکيږى او د هغې د يو بل نه بيئلول ګران وى، دې ودانيو هم څۀ يو داسې چيلنج راولاړ کړے دے ـ “

د شفيق خان په څير وګړي، چې د تېر وخت د له سکونه ډکې نړۍ سره تعلق لري، دا محسوسولے شى چې هغوئ په يو داسې ښار کښې ورک شوي دي چې مسلسل زياتيږى، ولې د صوبائى واکمنو د پرمختګ د يو بل اړخ په اړه فکرمندى ورځ په ورځ زياتيږى ـ

بلډرز د ښار د زياتېدونکې ابادۍ د کاروبارى او د استوګنې د ضرورتونو ترسره کولو د پاره هڅه وکړه نو پېښور کښې ګڼ ګڼ چتيزه ودانۍ جوړې شوې خو د صوبائى ډويلپمنټ واکمنو ترمخه بلډرز د دې ودانيو د محفوظ کولو د پاره ګامونه نۀ وو پورته کړي او دې لړ کښې په موجودو قوانينو ئې بيخى سترګې پټې کړې وې ـ

د پشاور ډويلپمنټ اتهارټى يو افسر، د نوم نۀ ښودلو په شرط ځکه چې هغۀ ته ميډيا سره د خبرو اترو کولو اجازه نيشته، ووئيل :” د بلډرز د بې غورۍ او د قوانينو د خلاف ورزۍ کولو او د ايډمنسټريټرز د ودانيو په حقله موجود بره لاز باندې عملدرآمد کولو کښې د ناوړتيا له کبله دا صورت حال پېدا شوے دے ـ “

د ودانيو جوړولو قوانين، د پشاور ډويلپمنټ اتهارټى ( پى ډى اے ) له خوا مرتب کړے شوې قاعدې او ضابطې دي، چې پکښې د نورو شرطونو نه علاوه دا هم شامله ده چې هره ودانۍ کښې دې د ګاډو د پاره يو پارکنګ لاټ، بيړنيو حالاتو کښې د وتلو لاره، د اور مړ کېدو او صفائى مناسب او فعال نظام او په بدنى توګه د معذوره کسانو د پاره اسانۍ ورکړے شي ـ

د اوسنيو مياشتو په دوران صوبائى واکمنو د استوګنې په اباديو کښې د ريستورانونو او سکولونو کاروبار او داسې دوکانونو، چې په سړکونو او نورو اولسى ځايونو غير قانونى قبضه شوې وه، په بابله د بې لچکه رويې څرګندونه کړې ده ـ دا کارروائى د هغو ګڼ چتيزه ودانيو د مالکانو خلاف هم وکړے شوه چا چې په خپلو ودانيو کښې پارکنګ لاټونه جوړ کړي خو وو ولې هغه د دوکانونو يا نورو هلو ځلو د پاره کارؤل پيل شوي وو د کومو په سؤب چې خلقو ته په سړکونو ګاډى پارک کول وي، دې سره د ټريفک په روانۍ کښې خلل پرېوځى او اکثر پېښې مخې ته راځي ـ

د ايمرجنسى ريسکيو سروس ١١٢٢ پېښور د کنټرول روم د انچارج کامران ذکاء له خوا نيوز لينز پاکستان ته د ورکړے شوو ثبوتونو ترمخه د کال ٢٠١٥ء په دوران په بيلا بيلو ځايونو کښې ٤٤٩ ځله اور ولګېدو په کومو کښې چې ګڼې د ډېرو منزلونو ودانۍ هم شاملې وې چې ورسره نۀ يوازې مالى بلکې ځانى زيان هم وشو ځکه چې د ودانيو د تحفظ د پاره څۀ انتظامات شوي نۀ وو ـ

د ايمرجنسى ريسکيو سروس ١١٢٢ پېښور هيډ کوارټرز ډائريکټر اپريشنز محمد اياز ووئيل :” څو ځله داسې شوي دي چې په محدوده پېمانه اور لګېدو د غرغنډو شکل خپل کړو چې ورسره په لويه پېمانه ځانى او مالى زيان وشو ځکه چې د زياتو چتونو د استوګنې او کاروبارونو په ودانيو او فېکټريو کښې د اور مړ کولو مناسب انتظام نيشته ـ “

د پشاور ډويلپمنټ اتهارټى د ودانيو جوړولو د قوانينو لاندې د کاروباى او استوګنې د ودانيو د پاره د اور مړ کولو آلات، د شګو د بوجو بندوبست، هائيډرنټ او د بيړنيو وتللو لارې جوړول ضرورى دي ـ

محمد آياز وائى :” د ټول ښار د يوې سلنې نه هم لږو ودانيو کښې د اور وژلو انتظامات سمه توګه باندې شوي دي ـ “

تحقيقى مقاله په عنوان د :” تعميراتى رقبه کښې زياتوالے او د هغې د خلقو په کرکيله اثرات: د پېښور په حقله يو کيس سټډى ” کښې وئيلي شوي دي چې د خېبرپښتونخوا د ټولو نه د لوے ښار ګرځېدو له کبله پېښور د کاروبارى هلو ځلو او کليوال او ښارى کډوالۍ مرکز پاتې شوے دے ـ ښار کښې دې د پاره چې د روزګار او ملازمت نورې موقعې شتون لري د کوم له کبله چې دا د قبائلى سيمو څخه د تشدد له وجې د ملک دننه بې کوره کېدونکو وګړيو او د افغانستان د مهاجرو د ميشتۀ کيدو يو د پاملرنې ځاے دے ـ د پېښور پوهنتون د څېړنکار سميع الله له خوا د شوې څېړنې ترمخه هم له دې کبله د تېرو څو لسيزو په دوران د ښار ابادى ډېره زياته شوې ده ـ

ياده څېړنه کښې وړاندې وئيلي شوي دي چې د ښارى ابادۍ زياتېدو په سؤب د ودانيو جوړولو هلې ځلې هم په يو هېړ زياتې شوې دي ځکه چې تعميراتى، کاروبارى او صنعتى ضرورتونه پوره کول وو ـ د يو اين ډېټا ترمخه پېښور د پاکستان نهم تر ټولو لوے ښار دے چې ابادۍ ئې د ١٩٩٨ء د سر شمېرنې ترمخه خواؤشا يو ملين ده ـ اوس اوس دې د پاره چې هيڅ سر شمېرنه ونۀ شوه د کوم له کبله چې د ښار د ابادۍ په حقله بيلابيلې اندازې لګولې شوې دي، واکمن وائي چې دا وخت د ښار ابادى ٤٠ لکه ده ـ نور دا چې پېښور او د دې خواؤشا سيمې ، د کوئټې او بلوچستان د سرحدى علاقو په شان له افغانستانه پاکستان ته د کډه کوونکو ٤٥ لکه مهاجرينو د استوګنې ځايونه ګرځېدلي دي کومو چې د زور زياتى د بيلابيلو مرحلو په دوران کډې وکړې ـ

د بلډنګ کنټرول اتهارټى پېښور ډائريکټر نجيب الرحمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغوئ ډلو د ښار په مختلفو ځايونو کښې د ودانيو جوړولو په قوانينو عملدرآمد کولو د پاره چهاپې وهلې دي ـ هغۀ ووئيل چې دا چهاپې د ضلعى انتظاميې په مرسته ووهلے شوې ـ

د پېښور د ډپټى کمشنر د دفتر د تعلقات عامه د افسر ساجد نواز نه چې کله په دې اړه پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل چې داسې ودانۍ چې په جوړولو کښې ئې د پشاور ډويلپمنټ اتهارټى په قوانينو سترګې پټې کړے شوې دي، د دې مخنيوے به کولے شى ـ خو ولې دا به کله او څنګه کولے شى؟ په دې حقله هغۀ څۀ منصوبه ونۀ ښودله ـ

هغه وائي :” دا وخت مونږ ودانيو کښې يوازې د پارکنګ د ستونزو لورى ته پام ګرځولے دے کومه چې نه صرف يوه لويه مسله ده بلکې دې سره د ټريفک په روانۍ کښې هم خنډان راولاړيږي ـ مونږ دا هم باورى کوو چې ودانيو کښې په ځانګړو ځايونو د بې معاوضې پارکنګ اسانى ورکړے شى لکه څنګه چې په قانون کښې وئيلي شوي دي ـ “

د پېښور هغه ابادۍ، چرته چې د تېرو څو کالو په دوران کاروبارى هلې ځلې ډېر زياتې شوې دي، په دې کښې ورسک روډ هم شامل دے ـ مراد على ، ورسک روډ باندې د يو دوه چتيزه ودانۍ مالک دے ، وائي چې هغوئ د ودانۍ په بېسمنټ کښې د پارکنګ د پاره ځانګړے ځائے په دوکانونو بدل کړے دے ځکه چې دا د پارکنګ د پاره نۀ کارېدلو ـ

هغۀ ووئيل :” خلق د خپل وخت بچ کولو د پاره هم له ودانيو بهر ګاډي ودروي ـ”

د خلقو له لورى د پارکنګ د قوانينو د خلاف ورزۍ نه علاوه د ودانيو مالکان او بلډرز هم په دې اړه بې غورى کوي چې له کبله ئې په لويه پېمانه د ټريفک کړمې راولاړې شوې دي ـ د مثال په توګه د پېښور د دننه ښار اوسيدونکے صدام خان وائي :” د پارکنګ د مسلو د مخنيوى د پاره د ګڼې ګوڼې دننه ښار کښې د ډېرو چتونو د پارکنګ پلازو جوړولو سخت ضرورت دے ـ “

د دې ودانيو په يو لوے شمېر کښې په بدنى توګه معذوره کسانو ته د اسانيو ورکولو د پاره هيڅ انتظامات ونۀ کړے شول ـ

سجاد احمد، د پوليو وائرس له کبله خپلو دواړو پښو باندې معذوره شوے دے، وائي :” زۀ ټول ښار کښې په خپل اليکټرک چيئر په خپلواکه ډول ګرځېدے راګرځېدے شم خو کله چې ګڼ چتيزه ودانيو ته مخه کول وى نو ما ته د نورو د اډاڼې ضرورت وى ـ زۀ داسې ودانيو ته ننوتو او بهر وتلو کښې کړمو سره مخامخ کېږم ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here