پېښور (شيراز اکبر) وسيم احمد د پېښور د ذاتى مد يو سکول کښې د تعليم ترلاسه کوونکو دوو بچو پلار دے کوم چې هغۀ د ماښام په وختونو کښې د ټيوشن د پاره يوې نجى اکېډمۍ ته هم ليږي ـ هغه وائي چې سکول کښې د تعليم معيار دومره لوړ نۀ دے چې د هغوئ بچي دې امتحانونو کښې په اوچتو نمبرو پاس شي ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” ما خپل زوئ احمد د پاره د پرائيويټ ټيوشن بندوبست وکړو چې په امتحانونو کښې ئې اوچتې نمبرې نۀ وې اخستې ، د لور لاريب د پاره مې هم د ټيوشن غم کړے دے د کوم له کبله چې به هغه اوس سکول کښې د تعليم د غېر معيارى کېدو په سؤب خپل جماعت کښې نۀ وروستو نۀ پاتې کيږى ـ”

پاکستان کښې پرائيويټ ټيوشن کول يو روايت جوړ شوے دے د کوم له کبله چې مور پلار ته د خپلو بچو د تعليم د پاره بيئلې پېسې ورکؤل وي او هغوئ سکولونو کښې د دوئ په تعليم د وړاندې راسې لويه پېمانه باندې خرڅونه کړې وي ـ

د وسيم احمد په شان نور مېندې پلاران هم هم د خپلو بچو د پاره پرائيويټ ټيوشن بندوبست کولو ته مجبور کيږي لکه څنګه چې وسيم احمد وائي چې هغۀ خپلې لور سره داسې څۀ کېدلو ته کتل نۀ غوښتل څۀ چې د هغۀ زوئ سره وشول ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما سره دومره وخت نيشته چې خپلو بچو ته سبق وښودلے شم او زما د کورودانې د پاره دا ممکن نۀ ده ځکه چې مضمونونه ډېر زيات ګران دي چې هغه دې پرې هغوئ پوهه کړے شي ـ “

د ” متوازى تعليم ” په توګه مشهور يا لکه څنګه چې د ماهرينو له خوا پرائيويټ ټيوشن ” د تعليم دريم پرت ” ګرځولے شى چې د سرکارى او د ذاتى مد د تعليمى شعبو متوازى موجود پاتې شوے دے او سويلى ايشيائى هېوادونو کښې په لويه پېمانه مقبول دے ولې د دې په اثراتو ډېره لږه څېړنه شوې ده ـ

د رهوډز سکالرې ډاکټر منزه اسلم د دې سرليک لاندې ” پاکستان کښې د نجى ټيوشن صنعت: يو حېرانوونکے رجحان” تحقيقى مقاله کښې وئيلي شوي دي :” د نجى ټيوشن او زده کوونکو د برياليتوب ترمنځه د تعلق د لټون په لړ کښې د پاليسۍ جوړولو په حقله دلچسپى ورځ په ورځ زياتيږى ځکه چې د دې له وجې سکولونو کښې د تعليم معيار باندې سواليه نخښه پېدا کيږى ـ ” د څېړنې يادې مقالې کښې وړاندې وئيلي شوي دي :” د زياتى خرڅونو ورکولو او د نورې مرستې ترلاسه کولو په اړه هم پوښتنې راولاړيږي ـ دا پوښتنې له دې کبله هم زيات اهميت خپلوى ځکه چې د آئين د شق ٢٥ د لاندې د تعليم د ترلاسه کولو ورکړه بنيادى حق منلے شوے دے ـ “

د ورلډ بنک تحقيقى مقاله په عنوان د ” د پرائيويټ ټيوشن زياتېدونکے رجحان ” کښې وئيلي شوي دي چې پرائيويټ ټيوشن د نړۍ په ډېرو برخو کښې مقبول شوے دے چې پکښې ترقى پذير هېوادونه هم شامل دي ـ دې څېړنيزه مقاله کښې مخکښې وئيلي شوي دي :” د جاپان څخه د دې ډول د تعليمى نظام پيل وشو ـ د پرائيويټ ټيوشن ورکړه جاپان کښې ډېره موده وړاندې يو لوے کاروبارى صنعت جوړ شوے وۀ د کوم نه چې ترلاسه کېدونکې کلنۍ ګټه وټه د نوى د لسيزې تر منځ و مانه د يوې اندازې ترمخه ١٤ ارب ډالرو ته رسېدلې وه ـ د سکولونو نه د جوش جذبې راڅرګندولو د پاره ډېرو نجى ټيوشن سکولونو ( جوکو )په خپلو زده کوونکو دا بندېز ولګولو چې هغوئ دې د سپين رنګ سربندوونه اچوي لکه څنګه چې چرته سمورائى جنګياليو به د جنګونو په دوران اچؤل ـ “

پاکستان کښې د دې رجحان په اړه تازه شمېر شمېره نيشته ، د ٢٠١١ء د کليز تعليمى رپورټ نه دا په ډاګه کيږى چې د دريو نه تر ١٦ کالو عمر پورې ١١ سلنه ماشومان پرائيويټ ټيوشن ترلاسه کوي او کليواله پاکستان کښې ٢٩٣ روپې د مياشتنے فيس ورکوي ـ دې رپورټ کښې وړاندې وئيلي شوي دي :” د ماشومانو په ټيوشن لګېدونکے دا رقم د مياشتے درې اعشاريه څلور ډالر جوړيږي ـ دا رقم په دې صورت کښې غيرمعمولى نۀ دے چې د پاکستان ٦٠ سلنه ابادى د بيلا بيلې شمېر شمېرې ترمخه هره ورځ د ٢ ډالرو نه په کم باندې ژوند تيرولو ته مجبور دي ـ “

د پېښور د يو نجى سکول اړوند استاذ د نوم نۀ ښودلو په شرط ، ولې چې هغه په دې حقله فکرمندۍ نيولے وۀ، نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د پرائيويټ ټيوشن د رجحان په عامه توګه د مقبولېدو ذمه وار سکولونه دي ځکه چې “دا د هغوئ تر ټولو زياته اهمه ذمه وارى ده چې د استاذانو له خوا ماشومانو ته د تعليم ورکړه کښې مرسته باورى کړى ـ “

هغۀ زياته کړه :” کله چې ما د سبق ښودلو د شعبې انتخاب وکړو نو هر ماشوم ته به مې د ځانګړې پاملرنې پوره هڅه کوله د کومې چې هغوئ ته ضرورت وۀ او ښکاره خبره ده چې زما به ډېر وخت لګېدو ـ هم څو هفتې پس د سکول انتظاميې ما ته ووئيل چې زۀ وروستو پاتې شوے يم او زما ملګري استاذان، چې د سکول په نورو سيکشنو کښې هم د هغه مضمون د ښودنې ذمه وارۍ ترسره کولې ، هم اګاهو خپل کورس سر ته رسولے وۀ ـ”

د نوموړى وېنا وه چې هغۀ ته ووئيلے شول چې د نورو استاذانو په شان دې د ښودنې ذمه وارۍ ترسره کوي يا دې ملازمت پرېږدى ـ

قاسم، پېښور کښې د ذاتى مد د يوې ټيوشن اکېډمۍ مالک دے، وائي چې د هغوئ په ټيوشن سنټر کښې د اول جماعت نه انټرميډيټ پورې طالبعلمان تعليم کوي ولې په دوئ کښې لوے شمېر د نهم جماعت نه تر انټرميډيټ د زده کوونکو دے چا ته چې د سائنس په مضمونونو لکه طبيعات، کيميا، حياتيات او د رياضۍ په مضمونونو کښې د مرستې ضرورت دے ـ

د اووم جماعت پورې اکېډمى د يو طالب علم د ټولو مضمونونو د ښودنې دوه زره روپۍ د مياشتے فيس اخلي ولې د اتم جماعت نه انټرميډيټ پورې د يو مضمون د ښودنې فيس زر روپۍ مياشت اخستے شى د کوم نه چې دا څرګنديږى چې د سائنس د مضمونونو ټيوشن ګران دے ځکه چې د زده کوونکو يو لوے شمېر هم دې مضمونونو کښې ټيوشن کول غواړي ـ

قاسم ووئيل :” اوس مور پلار دومره مصروف شوي دي چې هغوئ خپلو بچو ته مناسب وخت نۀ شى ورکولے د کوم له کبله چې د داسې مور پلار شمېر ورځ په ورځ زياتيږى چې خپل بچي په اکېډيمو کښې داخلوي ـ اکېډمۍ د هغو طالبعلمانو د پاره مرستندويه ثابتيږى چې په تعليم کښې کمزوري وي خو دا د موقعو د ورکړے په حقله فاصلې هم پېدا کوي ځکه چې اکثريت خپل بچي په اکېډمۍ کښې داخلولے نۀ شى ـ “

د سکول يو استاذ نواز افريدى ووئيل چې کلاس کښې هر طالبعلم ته د ځانله توجه ورکولو ضرورت وى کومه چې د استاذانو د پاره ناممکنه شان ده ځکه چې اوس په کلاس کښې د ماشومانو يو لوے شمېر زده کړه کوي ـ هغۀ ووئيل چې دغه طالبعلمانو ته دا پاملرنه پرائيويټ اکېډيمو کښې ترلاسه کيږي او هم داسې هغوئ په ښۀ توګه زده کړه کولے شى ـ خو ولې هغۀ دا تاثر رد کړو چې ګنى سکولونو کښې استاذان قصدى دې انداز سره ښودنه کوي چې زده کوونکي د پرائيويټ ټيوشن اکېډيمو له لارې د هغوي ملاتړ ترلاسه کولو ته مجبور شي ـ

د ٢٠١١ء د کلنى تعليمى رپورټ لاندې د پاکستان په دريو لويو ښارونو کښې يوه سروے وکړے شوه د کومې نه چې دا په ډاګه شوه چې لاهور کښې ٦٢ سلنه، کراچۍ کښې ٥٤ سلنه او پېښور کښې ٣٤ سلنه ماشومان په اکېډيمو کښې زده کړې کوې او په کورونو پرائيويټ ټيوشنې ترلاسه کوي ـ

د پاکستان دننه والدېنو کښې خپلو بچو ته د مالى کړمو باوجود نجى سکولونو کښې د ښودنې رجحان په نظر راځي څوک چې دا ګڼي چې نجى سکولونه معيارى تعليم ورکوي ـ د ياد رپورټ نه دا څرګنديږى چې پنجاب کښې پرائيويټ ټيوشن کوونکو طالبعلمانو کښې د سرکارى سکولونو (١٦ سلنه) په نسبت د ذاتى مد د سکولونو (٣٠ سلنه) د زده کوونکو تناسب زيات دے ـ

د پېښور د نجى سکول پرنسيپلې زينټ ووئيل چې دا ټيک ده چې د نجى سکولونو د طالبعلمانو زيات شمېر په اکېډيمو کښې تعليم کوي خو د دې دا مطلب کله هم نۀ دے چې د نجى سکولونو د تعليم معيار پرېوتو سره مخ دے ـ

هغې زياته کړه :” نجى سکولونو کښې د تعليم کوونکو طالبعلمانوو مور پلار زيات باشعوره او په معاشى توګه د هغو والدېنو نه ښۀ وي د چا بچي چې سرکارى سکولونو کښې سبق وائي ـ دا هغه بنيادى وجه ده د کومې له کبله چې د نجى سکولونو د زده کوونکو د پرائيويټ ټيوشن ترلاسه کولو شرح زياته ده ـ “

يو نجى سکول سره اړوند د سکول استاذې شبانې ووئيل چې نجى او سرکارى سکولونو کښې د تعليم معيار غورځېدل هغه اساسى لامل دے د کوم له کبله چې طالبعلمان اکېډيمو ته مخه کوي ـ

هغې زياته کړه :” سکولونه د پېسو ګټلو يوه ذريعه او د ډګريو جارى کولو فېکټرۍ ګرځېدلې دي چې له کبله ئې پرائيويټ ټيوشن د يو صنعت شکل خپل کړے دے ـ کۀ سکولونه او استاذان د خپلو ذمه واريو ادراک وکړى نو دا صنعت به پخپله ختم شى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here