د حکومت لخوا د ناپوره ګامونو له کبله د زور د مشقت مخنيوے ممکن نۀ شو

0
1930

اسلام آباد ( رحمت محسود ) د غير سرکارى تنظيمونو واکمن او خوارى کښ وائى :” ټول پاکستان کښې خښتو بټۍ په منظر عام د دې انکشافاتو راتللو نه پس هم د زور د مشقت د فراختيا په مرکزونو بدلې شوې دي چې اميدوارې ميرمنې او ماشومان ناوړه ماحول کښې په کار کولو مجبورولے شي ولې چې په دې بابله د قوانينو نافذېدل تر اوسه په عمل کښې رانۀ غلل ـ

د بائونډډ ليبر لبريشن فرنټ ستر سيکترې سيده غلام فاطمه نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د خښتو په بټو کښې د کار کوونکو ماشومانو او په ځانګړى توګه د ميرمنو خراب حالت د حکومت د خوارى کښو د حقونو د حفاظت په حقله ناوړتيا څرګندوي ـ “

د خښتو په بټو کښې کار کوونکي خوارى کښ او د هغوئ کورنۍ د خپل ژوند د ښۀ کولو د حق نه هم بې برخې کړے شوي دي ـ يو خوا خو د هغوئ معاوضه ناپوره ده نو بلخوا ترې د ضرورت نه زيات کار اخستے شى او يوازې په دې اډاڼه نۀ شى کولے بلکې دا خوارى کښ د ژوند د بنيادى ضرورتونو نه هم بې برخې دي ـ

د زور په مشقت د مجبوره دې خوارى کښو د غم قيصه يوازې په دې څو کرښو کښې ختمېدے نۀ شى ولې چې په هغوئ د ډېر سخت تشدد کولو پشمول د تښتؤلو او په جنسى توګه د وېرؤلو راپورونه هم سر عام راځي ـ

سيده غلام فاطمه ووئيل چې بى ايل ايل ايف، دا يو غير سرکارى تنظيم دے چې د جبرى مشقت د مخنيوى د پاره هڅې کوي، د هغو خوارى کښو د حقونو عکاس ګرځېدلے دے څوک چې په ډېرو ناوړه حالاتو کښې په کار کولو مجبورولے شي ـ

هغې زياته کړه :” پاکستان کښې دا وخت د يوې اندازې ترمخه ٤٥ لکه کسان د زور په مشقت کولو مجبور دي ـ پنجاب کښې ٢٣ لکه کسان د خښتو په بټو کښې کار کوي چرته چې ميرمنو او ماشومانو سره انتهائى ناوړه سلوک کولے شى چې د نوې زمانې غلامۍ سره سمون خورى ـ”

تر ټولو لويه الميه خو دا ده چې د خښتو په بټو کښې د کار کوونکو خوارى کښو د حقونو د پاره کوم يونين قدرے جوړ نۀ دے ـ کۀ چرته کوم تنظيم کار کوى هم نو هم د خوارى کښو استحصال کوي ولې چې د دې غړي د خښتو د بټو مالکانو سره په ګډه د خپلو ملګرو اميدونو او هيلو سره لوبې کوي ـ

١٩٨٩ء کښې د زور د مشقت د ختمولو د پاره يو بل ډرافټ کړے شو چې په هم دغه کال د قانون سازۍ د پاره وړاندې کړے شو او ١٩٩٢ء کښې ئې د يو قانون حيثيت خپل کړو د کوم لاندې چې ” د جبرى مشقت نظام ” ختم کړے شو ـ

بل خوا د اسلام جمهوريه پاکستان د دستور په شق ١١ کښې وئيلي شوي دي :

” (١ پاکستان کښې د هر کوم ډول په غلامۍ مکمل بندېز لګېدلے دے او هيڅ يو قانون داسې نشته د کوم لاندې چې دا رائج کړے شى ـ

( ٢ د هر قسمه زور په مشقت او د انسانانو په اخستون خرڅون مکمل بندېز لګېدلے دے ـ

( ٣- د ١٤ کالو نه د کم عمر هر کوم ماشوم به فېکټرۍ يا کان يا د خطرو ډک ملازمت نۀ کوى ـ

خو ولې د لېبر او هيومن ريسورس ډيپارټمنټ صوبائى سيکرټرى على سرفراز حسين باور ورکړو چې د قانون د اصل روح سره نافذولو د پاره ټول ګامونه پورته کړے شوي دي ـ

هغۀ ووئيل چې صوبائى حکومت يوه منصوبه پيل کړې ده د کومې لاندې چې به د زيات نه زياتو ماشومانو د تعليم بندوبست کولے شى ـ

على سرفراز حسين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د دې منصوبې دائره کار به د پنجاب ټولو ضلعو ته غزولے شى چې دا شان دا يقينى کړے شى چې هر ماشوم، کۀ هغه په کوڅو کښې خزلې ټولوي يا د خښتو په بټۍ کښې کار کوى، سکول ته لاړ شى ـ

هغۀ ووئيل :” پنجاب حکومت د دې منصوبې د پاره پينځۀ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي ـ” على سرفرام حسېن زياته کړه چې په دې بابله ترسره شوې سروے ته حتمى شکل ورکړے شوے دے ـ

د ٣٥ کالو وکيلا راجپوت نۀ خو د خوارى کښو په اړه د قوانينو په حقله څۀ علم لرى او نۀ د خپلو حقونو د حفاظت د پاره په هغې د عمل درآمد په حواله څۀ خبرتيا لرى ـ هغه د کلونو راسې حېدرآباد، سندهـ کښې د خښتو په بټۍ کښې کار کوى ـ د هغې وېنا ده :” د خښتو په بټۍ کښې پوره پوره کورنۍ کار کوي د کومو د هر غړى، چې پکښې اميدوارې ښځې هم شاملې وي، ته د خپل مالک مطمئن کولو او خپل قرض ختمولو د پاره شپه او ورځ کار کول وي ـ”

د څلور بچو مور وکيلا وائي چې هغو د سحر مهال نه ماښام تيارۀ پورې خپلو بچو سره کار کوي ـ

د هغې وړاندې وېنا وه :” د زرو خښتو جوړؤلو راته ٤٥٠ روپۍ معاوضه ترلاسه کيږى ـ مونږ د مالک له لورى د راکړے شوى قرض په ولقه کښې نښتي يوو ـ

ما ته د شپې ناوخته پورې کار کول وى چې دا شان خپلو بچو ته د ژوند بنيادى ضرورتونه ورکړے شم ـ د ګرانۍ په دې سخت دور کښې زما د کورنۍ هر تن، د عمر او جينۍ هلک نه يو خوا ته، د ژوند تېرؤلو د پاره سخت محنت کوى ـ “

هغې ووئيل چې هغوئ د بټۍ د مالک نه قرضه اخستې وه چې دا شان د خپلو زامنو او لوڼو د ودوونو کولو نه علاوه د خپلې کورنۍ د طبى لګښتونو د پاره څۀ پېسۍ ټکې خوندى کړے شي ـ

وکيلا زياته کړه :” زۀ د حکومت څخه غوښتنه کوم چې زمونږ د غلامانو په څير د ژوند نه د خلاصون د پاره د مرستې په غرض قانون رامنځته کړى ـ “

يوازې هم وکيلا دا قسمه حالاتو سره مخامخ نۀ ده ـ د سوسائټى فار دى پروټيکشن آف دى رائټس آف دى چائلډ (سپارک) ريسرچ او کميونيکيشن افسر ظهير وحيد اى ميل باندې نيوز لينز پاکستان ته د يو سوال په ځواب ورکولو کښې ووئيل چې د زور د مشقت د تصور بنياد پاکستان کښې د رائج قرض يا پيشګۍ په نظام دے ـ

هغۀ تبصرې کولو سره ووئيل :” د غربت د کرښې نه لاندې ژوند تېروونکې کورنۍ د صحت د بنيادى اسانيو ترلاسه کولو، د ودوونو او تر دې چې د امروزه ضرورتونو پوره کولو د پاره په قرض اخستو مجبور وي ـ په دې قرض د سود غېرمعمولى شرح اخستے شى چې ټاکنه ئې مالک کوى ـ د کورنيو غړي د خښتو په بټو کښې کار کول سره قرض واپس ورکوي ولې د درنې شرح د سود د رقم د ورکړے په سؤب داسې ممکن نۀ وى او داسې دا قرض د يو کهول نه بل کهول ته اوړي چې له کبله ئې د غلامۍ دا لوبه کله هم نۀ ختميږي ـ “

هغۀ په جبرى مشقت د نړيوالې شمېر شمېرنې حواله ورکولو سره ووئيل چې پاکستان کښې په زور مشقت کوونکې طبقې ( چې زياتره سندهـ او پنجاب کښې دي ) د کرکيلې او د خښتو د بټو شعبو سره تړلې دي ـ

ظهير وحيد ووئيل :” د ګلوبل سروے انډکس د يو راپور ترمخه پاکستان کښې د ٢٠١٤ء پورې خواؤشا ٢،٠٥٨،٢٠٠ (تقريباَ د ملک د ابادۍ ١.١٣ سلنه) سړي ښځې او ماشومان غلامۍ يا د دې بڼې صورتحال سره مخ وو ـ د ايشياء پيسيفک په سيمه کښې د زور د مشقت کوونکو د شمېرې په حواله پاکستان په دوېم نمبر دے ـ “

هغۀ زياته کړه :” هلکان او جينکۍ د خښتو په بټو کښې هره ورځ د خښتو جوړولو د بيلا بيلو مرحلو څخه تېريږي ـ ” هغه زياته کړه چې اميدوارې ښځې هم بټو کښې کار کوي ولې د ماشوم د زېږېدنې په وخت رخصتى ترلاسه کوى ـ

هغۀ زياته کړه :” ولې اميدواره ميرمنو ته د مالکانو لخوا د صحت څۀ اسانۍ ورکولے نۀ شي ـ “

د ٤٢ کالو پنهو مزدو په خښتو په بټۍ کښې کار کوى، هغه حيدرآباد کښې د سندهـ بهټه مزدور فيډريشن صدره ده، هغه وائي :” مونږ د تېرو څو نسلونو راسې د خښتو په بټو کښې کار کوو ـ مالکانو قرضه خو راکړه ولې کورنۍ ئې راله بونګه کړې ده ـ زۀ د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوم چې د دې شيطانى ولقې څخه د خلاصون د پاره زمونږ مرسته وکړى چې دا شان مونږ هم په ازادو فضاګانو کښې ساه واخستے شوـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here