په باميانو کښې د شخړو له هوارېدو سره بدامنۍ کمې شوې

0
4912

باميان (پژواک،٣ اګست ٢٠١٥ء): په باميانو کښې د شخړو هوارولو د کميټې واکمن په دغه صوبه کښې د درځنونو پيښو د هوارولو چې اکثريت ئې سياسي، جماعتى، ملکيتي، کورنۍ، معاشرتى او حقوقي دي او د درځنونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي، خبر ورکوي.

د صوبائى اسمبلۍ په چوکاټ د شخړو هوارولو، اعلى مفاهمتى کونسل او سول سوسائټۍ په اډانه کښې د شخړو هوارولو کمېټې رامنځته شوې دي او په باميان کښې د ميشتو قومونو تر منځ ذمه وارۍ تر سره کوي.

د خلقو د پوهې کچ لوړېدل او د شخړو په هوارولو کښې د هغوئ ګډون، هغه اصلي وجوهات دي چې د حکومتى او د سماجى ټولنو واکمن ئې د شخړو په کموالي کښې يادونه کوي.

علاقائىواکمن وائي چې د قومونو او ډلو تر منځ زياتې شخړې او اختلافونه د خلقو مجلسونو له لارې د کليو او ضلعو په کچختمې شوې دي.

د باميان مرکز فاطمستي کشاله، د ورث ضلعې د سرخ جوى او په شيبر ضلع کښې دوه سختې مسلې وې، چې د اعلى امن مفاهمتى کونسل په همکاري هوارې شوې او دا وخت  خلقد يو بل سره د امن په ماحول کښې ژوند کوي.

يادو اختلافاتو د ډېرې مودې راسې د مختلفو وجوهاتو له کبله دوام لرلو په تيرو کلونو کښې د دوو قومونو او يا دوو ډلو تر منځ د اختلافونو له کبله  په سوونو کسانو ته مرګ ژوبله رسيدلې ده.

د فاطمستي شخړې د پيل علتونه:

دا پيښه وړومبۍ وړومبۍ د کورنۍ کشالې په بڼه مخې ته راځى: “عبدالخالق ذليق، غلام سرور پيکار، کبير توپان، نيک محمد، درمحمد او حاجي خليل د فاطمستي کلي اوسيدونکي دي چې خپلو کښې کورنى نزدې تعلقات لري.”

د دوئ تر منځ د نظر اختلاف په کال ١٩٨١ء کښې د دې لامل شو چې هغوئ په شروع کښې  يو بله سره لانجه او دعوې وکړې او په سيمه کښې د سياسي ګوندونو او ډلو سره د دغو کسانو تړاؤ لامل شو چې د ګوندونو لاسوهنې ته لار پرانيزي او دا شخړه له کورنۍ نه د کلي په کچ خوره شوه.

د کال ١٩٨١ء په شروع کښې دا شخړه رامنځ ته شوه او ښکيلې ډلې په نښته کښې ګيرې شوې، له دواړو لورونه څۀ ١٠ کسان ووژل شول او څو تنه نور ژوبل شول، دا شخړه څو کلونه روانه وه او په دې موده کښې د فاطمستي کلي قابو د ٧٠ کسانو ژوند ضائع شو.

په دغه کلي کښې د افغانستان د اسلامي وحدت او اسلامي حرکت ګوندونو پلويانو شتون لرلو او نزدې د دغه کلي ککړې ډلې د يادو ګوندو سره تړلې وې.

د کليو اوسيدونکي چې د يو بل سره ئې خپلوي لرله، د ګوندونو د تګلارې ترمخه د دغو ګوندنو سره تړاو نۀ لرلو، بلکې د شخصي تربګنيو له کبله مختلفو ګوندنو سره ولاړ وو.

په دې سيمه کښې د طالبانو درژيمنه وروستو د ښکيلو اړخونو تر منځ دعوه او جګړه را منځ ته شوه چې د علاقائى ادارې او خلقو له خوا پخلا شول.

په باميانو کښـې د سولې کميټې مشر محمد صادق على يار وايي چې د فاطمستي پيښه په دغه صوبه کښې يوه توده کشاله وه چې دا وخت پاى ته رسيدلې ده.

هغۀ پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې دې کميټې د سيمې مشرانو په همکارۍ د شخړو نتيجو ته په کتو سره عملي ګام واخستو او د سيمې نزدې ٦٠٠ مشرانو، صوبائى واکمنو، سماجى کارمندانو او ښکيلو غاړو په ګډون، د باميان په جامع جومات کښې د يوې غونډې جوړولو په ترڅ کښې ککړو خواوو ته د جګړې او دښمنۍ ختمولو وړانديز وشو.

د باميان د امن د اعلى مفاهمتى کونسل مشر زياته کړه چې د دې غونډې په نتيجه کښې د دواړو ښکيلواړخونو نه يو شمير قيديان خوشي شول او په مجلس کښې شته مشرانو د ښکيلو غاړو ضمانت او لوظ ترلاسه کړو چې نور به وسلې ته لاس نۀ ور وړي.

هغۀ زياته کړه چې د باميانو د امن اعلى مفاهمتى کونسل تل هڅه کړې چې لويو شخړو ته د خپلو پروګرامونو په سر کښې ځائے ورکړي او په هوارولو ئې لاس پورې کړي.

د ښکيلو غاړو څخه کريم حيدري او نيک محمد هم وائي چې هغوئوعده او لوړه وکړه چې نور جنجال ونه کړي او تيرې پيښې بيا تکرار نه کړي.

هغوئ وئيلي چې دې تربګنيو او جګړو د بربادۍ نه بغير بل څۀد ځان سره نه لرل او خوشحاله دي چې د امن او قلارى نه په ډک چاپيرچل کښې سره يو ځائے ژوند کوي.

د صوبائى اسمبلۍ دخالت:

د فاطمستي کشالې د اختلافاتو په هوارولو کښې ځائي ادارې او پخوانۍ صوبائى اسمبلۍ هم فعاله برخه واخيسته.

د باميانو پخواني مرستيال والي محمد نادر فهيمي ووئيل: ((مونږ دواړه د ښمنې ډلې قانع کړې،چې دا شان د سپين ږيرو او مخوريزو خبره ومني او د دې اجازه ورنه کړي چې د دې نه وروستوئې تر منځ دعوه او لانجه پاتې شي.))

هغۀ زياته کړه د خوش قسمتۍ نه چې د شخړې دواړو ډلو ومنله او اخر په ټاکلي وخت کښې حل شوه. په کال ٢٠١٤ء کښې بيا هم د ښکيلو ډلو د دوو کسانو تر منځ جګړه وشوه او د دواړو اړخونو نه د چاقو او لرګيو په ګزارونو دوه تنه ژوبل شول.

فهيمي زياتوي چې دا ځل هم د ځائي ادارې او سپين ږيرو له خوا د ملامت لوري په جرمانه  کولو سره د دواړو اړخونو تر منځ سوله وشوه.

د شخړې د هوارى لار:

د شخړې هوارے د امن اعلى مفاهمتى کونسل، قومي مشرانو، خلقو او علاقائى ادارې له لارې کيږي. په شروع کښې چې کله يوهکشاله رامنځته کيږي، خبير سپين ږيري هڅه کوي چې کشاله د ښکيلو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو په ذريعه غلې کړي او د سولې لاره ولټوي.

د باميانو د صوبائى اسمبلۍ يو غړے محمودي وائي، سرهنګ وفا په باميانو کښې يو وسله وال مخالف چې ٦٠ وسله وال ئې لرل، خو د ځائي قومي مشرانو او خلقو په مرسته د امن مفاهمتى عمل سره يو ځائے شو.

هغۀ زياته کړه چې په سرهنګ وفا دبدامنۍ تور وۀ او شکايتونه هم موجود وو، خو د سيمې د  ادارې او امن اعلى مفاهمتى کونسل په هڅو نوموړےد امن عمل سره يو ځائے شو او خپله ٢٥ ميله وسله ئې حکومت ته وسپارله.

محمودي ووئيل چې سرهنګ وفا دا وخت په ازاد ډول د څۀلانجېنه بغير عام ژوند ته را ګرځيدلے، نه د حکومت او نه هم ورته د خپلو سيالو ډلو له خوا مزاحمت کيږي.

سرهنګ وفا چې په تيرو ١٣کلونو کښې ئې په ورث ضلع کښې د يو ځائي قوماندان په توګه فعاليت لرلو او خلقو پرې د نورو د زورولو، د زمکو د غصب او خبرى شړلو تورونه لګولي وو، په کال ٢٠١٤ء  کښې د امن مفاهمتى عمل سره يو ځائے شو.

ځائي واکمن وائي چې سرهنګ وفا د قامى اسمبلۍ په غړي محمداکبري پورې اړوند د حزب وحدت د پخوانيو قوماندانانو څخه وو چې د غير قانوني قوماندان په توګه ئې په ورث ضلع کښې د خپلو وسله والو په مرسته کله کله خلقزورول.

د روان کال په اکتوبر نومبر مياشت کښې د باميانو خلقو او سماجى کارمندانو د يو لاريون په تر څنګ سرهنګ وفا په وهلو ډبولو تورن کړو او د عدالت غوښتنه ئې وکړه.

دوئ وئيل چې دا علاقائىکمانډرد خپلو وسله والو سره د ورث په سرخجوى ضلع کښې د داؤد شريفي په نامه يو ځائي اوسيدونکى کور ته ننوتے او نوموړےئې تر مرګه وهلے ډبولے دے.

دغه کمانډر په کال ٢٠١٤ء کښې د ورث ضلعې د پاره د انتخاباتو د کميشند سيمې د ناظم غلام علي اشنا په وهلو او تر دې وړاندې په ورث کښې د خلقو په زور شړلو او دزمکو په غصب هم تورن وۀ.

خو دا ځائى کمانډر چې د سپين ږيرو او ځائي عالمانو په منځګړيتوب د سولې د بهير سره يو ځائے شوے، دا تورونه ئې رد کړي او وائي حاضر دے چې د ده په اړه هر شکايت ته په محکمو کښې ځواب ووايي.

هغۀ زياته کړه چې دے د حکومت وسله وال مخالف نه دے، بلکې د حکومت نه ځکه خفه دے، رقيبانو ته ئې په حکومت کښې نقش ورکړے او د دۀ نقش ته په کمه سترګه کتل شوي دي.

امنيتي واکمنان وائي چې دا په باميانو کښې د وسله والو مخالفينو وروستۍ ډله وه چې د سولې د بهير سره يو ځائے شوه.

د وئيلو ده چې تير کال د باميانو په يکاولنګ ضلع کښې د وسله والو مخالفينو يوه ٢٠ کسيزه ډله چې په بغلان صوبه کښې ئې مصروفتيا لرله، په باميانو کښې د امن مفاهمتى عمل سره يو ځائے شوه.

د امن عمل کښې د خلقو کردار:

د باميانو د عالمانو کونسل وياند محمد سجاد محسني په دې باور دے چې خلق په خپله صوبه  کښې د سولې او امن په راوستلو کښې مهم کردار لري او که چرې ترسره شوې وړه بدامنى او شکمن حال مشاهده کړي، ډېر زر اړوندو ادارو ته خبر ورکوي چې د بدامنۍ مخه ونيسي.

هغه زياته کړه: ((د باميانو خلق له جګړې ستړي شوي، په تيرو ١٤ کلونو کښې ئې د امن  ګټه ليدلې، ځکه خو تل هڅه کوي چې که چيرې د دښمنۍ او بدامنۍ کږليچ رامنځته شي، نو حل لاره ورته لټوي.))

محسني په دې وروستيو کښې د باميانو له نوي ګورنر ظاهر زهير سره د مخالفت په سبب د باميانو د ځينو صوبائى اسمبلۍ د غړيو د تحصن خيمو د يوکږليچ په اړه وائي چې ايم پى اے ګانو نزدې يوه مياشت د تحصن خيمې ووهلې او د باميانو خلق ځير شول چې خيمې د خلقو تر منځ يووالي ته زيان رسوي او د مخالف او موافق ډله خپلوي، په همدې سبب عالمانو، مخورو، ځوانانو او سماجى کارمندانو کار پيل کړو او دا تحصن ئې پاى ته ورسولو.

دغو ايم پى اے ګانو چې محمد اکبري، صفورا ايلخاني، سيد فکور بهشتي او عبدالرحمن شهيداني په کښې وو، د خپل تحصن د پاى ته رسولې يو لامل يې هم د خپلو موکلينو غوښتنه وبلله.

تحصن هغه عمل ته ويل کېږي چې يو شمير خلق يا يو شخص خپل ځان کلا بند کړي او په يو ځائے کښې په غمجژن يا غوصه ناک ډول (د خبرو کولو نه بغير) د خپل مقصد تر لاسه کولو پورې کښيني.

په علاقائى کچ د شخړو کمے

د باميانو د امن مفاهمتى کونسل مشر وائي څلور پيښې چې په ورث ضلع کښې د سرهنګ وفا پيښه، په شيبر کښې د دوو دښمنو ډلو شخړې او يوه هم د فاطمستي کلي پيښه وه چې ټولې ئېهوارې او فيصله شوي دى.

هغه زياته کړه: ((د خوش قسمتۍ نه چې په باميانو کښې زيات جنجالونه او واړۀ اختلافات خپله د خلقو په منځګړيتوب د کلو په کچ هواريږي.))

د باميانو د مرکز يو اوسيدونکے حاجي خداداد وائي چې په هر کلي کښې ځيني وختونه لفظي شخړې او نښتې د زمکې او اوبو په سر را پيدا کيږي، خو د سيمې سپين ږيري بايد ورته حل لاره پيدا کړي،چې دا شان د نورو ستونزو سؤب نه شي.

دې سپين ږيري زياته کړه: ((زمونږ په کلي کښې چې کله جګړه او دعوه مخې ته راځى، وړومبے دښمنې ډلې سپين ږيرو ته مراجعه کوي، سپين ږيري په مصالحت او تدبير سره شخړه داسې هواروي چې دواړه لوري خوښ شي.))

د خلکو خوشباوري:

د باميانو خلق په دې باور دي چې وړېشخړې بايد د عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب هوارې شي او د دې اجازه دې نه ورکوي چې وړې شخړې رسمي بڼه پيدا کړي.

د باميانو يو فرهنګي عزيز احمد وائي چې که چرې د شخړې پيښې محکمې ته ورمخکښې شي، نو مياشتې او حتى کلونه وخت نيسي، چې دا شان د يوې معاملې څيړنه او ارزونه وشي.

د ده په خبره، په عدلي او قضايي ادارو کښې کم کاري او شته فساد د دې سبب ګرځي چې ځينې پيښېهوارې نه شي، بلکې پيچيدګى ئې نوره زياته شي.

يوه سماجى کارمنده فاطمه په دې باور ده چې ځينې پيښې چې په روان کال کښې دوام لري، دواړه اړخونه په کښې مرګ ژوبله لري، ځکه خو دا پيښې د ملى مصلحت نه بغير بله لاره نه لري.

هغې ووئيل چې د مصلحت يوه غوره لاره همدا د عالمانو او قومونو جرګې دي چې ډېر زر ستونزې هواروي او دواړه اړخونه راضي کوي.

فاطمه وائي، د بد بختۍ نه کومې پيښې چې محکمې ته ورمخکښې شي، هغه دوران ډېر وخت نيسي چې حتى ١٥ کاله هم نه حل کېږي، په دې موده کښې بيا هم شخړه تازه او کينې ورسره زياتيږي.

د باميان پوهنتون استاد محمد اقبال وائي چې په باميانو کښې سوله او امنيت شته، دا امنيت او سوله ددې لامل شوے چې خلقد څۀ اندېښنې او وېرې نه بغيرامروزه ژوند وکړي.

هغه زياته کړه: ((فرض کړه په کابل کښې ژوند کوو، هر ورځ بايد له وحشت سره ژند وکړو، کله چې په يولوري حرکت کوې، په دې نه پوهيږې چې تر پايه به ئې له څومره ځانمرګو او چاودنو سره مخ شې، خو په باميانو کښې داسې نه ده، د باميانو په هره برخه کښې امن دے او ستونزه نشته.))

اقبال ووئيل چې د باميانو خلقو د امن ګټه ليدلي، د همدې کبله ده چې ټول خلقتر دې چې  ماشومان د خپل کلي او سيمې په امن قائمولو کښې برخه اخلي او ددې اجازه نه ورکوي چې سيمه ئې نا امنه شي.

د وئيلو ده چې باميان د امن په لحاظ د هيواد په کچ يو مثال وۀ او په کال ٢٠١٠ء کښې افغان ځواکونو ته د امنيتي ذمه واريومنتقلى هم له همدې صوبې نه پيل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here