تخار او کندوز کښې د خربوزيو تود بازار او ميله

0
4940

تالقان- کندوز : د ګرمۍ د موسم  را رسيدو سره د نورو ميوو نه علاوه د تخار او کندوز صوبو د خربوزيو بازار هم نوے رنګ نيولے او حاصلات ئې ډېر شوي دي.

د خربوزيو خوږ بوى “اندلک” او “قندک” چې د تخار په للمو زمکو کښې کرلے شي، د هر لاروي پام ځان ته ور اړوي.

په تخار صوبه کښې د خربوزيو څۀ د پاسه  ١٠ قسمه کرلے شي چې غوره قسمونه ئې اندلک، قندک او بېجاني بلل کيږي.

د تخار د مرکز تالقانو ښار کښې د اندلک خربوزيو يو خرڅوونکے بسم الله وائي، د خوږو خربوزيو له ډلې څخه ډېر خلق د قندک، اندلک او (ده ويران) يا وران کلي له نومونو سره اشنائي لري.

دغه کروندګر پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې په همدې سبب داسې روايت شته چې د افغانستان پخواني پاچا ظاهر شاه ده ويران خربوزه خوړله او خوند ئې ترې اخيستو، وروستوئې اوسيدونکو ته حکم  ورکړو چې وروستو له دې دې دا ډول خربوزو ته (ودان کلى) نوم اخلي. 

ده ويران د کندوزصوبې د خان اباد ضلعې له اړوندو کليو څخه دے او د للمې خربوزې ئې د هيواد په شمال ختيز کښې له غوره شهرت نه فائده موندلې ده.

د محمدالله په نوم يو بل کروندګر ووئيل: ((ده ويران خربوزه زيات اخستوننکي لري، که چرې ورته ووائې چې ده ويران خربوزه ده، نو بيا نوره پوښتنه موښتنه نه کوي، پوهيږي چې هم خوږه ده او هم با کيفيته، هر يوئې چې واخلى، ښه را وځي.))

خلق د اوبيزو او يا د کندوز او بغلان نه تخار ته د راوړل شوو خربوزيو په مقابله کښې زياتره د  للمي خربوزيو سره علاقه لري او بازار ئې تود دے.

فريد احمد چې په تالقان ښار کښې د خربوزيو مارکيټ ته راغلے وۀ، ووئيل چې د للمې خربوزې ته وړومبيتوب ورکوي او هر وخت چې انسان بازار ته نزدې شي، نو بوى ئې محسوسوي او دې ته جوړ شى  چې خربوزه واخلى.

هغه ووئيل: ((بازار د خربوزو نه ډک دے، خو زه د تخار اندلک خربوزه خوښوم، دا خربوزه د سرايسنګ سيمې او د تخار للمو زمکو کښې کرلے شي، هم ئې کيفيت ښه دے او هم خوږه ده.))

د خربوزې دغه اخستونکى زياته کړه، د دې خربوزې ځانګړتيا دا ده چې له کيمياوي کوډ څخه په کښې کار نه اخيستل کيږى، په طبيعي ډول لوېږي او صخت ته زيان نه لري.

د تخار صوبائى هسپتال ډاکتر برهان الدين پويا ووئيل چې خربوزې زيات خوراکي اهميت او ګټې لري. د ده په وينا هغه کسان چې شوګر بيمارى لري، بايد ډېره خربوزه  ونه خوري او له بلې خوا هغه رنځوران چې د معدې درد لري، کولے شي له خوړو وروستو خربوزه وخوري.

دغه ډاکټر زياته کړه: ((خربوزه د ګلوکوز يوه مهمه سرچينه ده، انرجي لري، انسان ته زر انرجي ورکوي، د همدې موسم مهمه ميوه ګڼلے شى، خو خلق ئې بايد په انتخاب کښې احتياط وکړي چې خربوزه زر خرابيږي، نوې خربوزه دې واخلى او کومه خربوزه چې خرابه شي، نو د بيمارو جرړه ترې جوړيږى.))

د دې نه علاوه  په تخار کښې د خربوزې ميله هم د پخواني ثقافت يوه برخه ده چې د دې ميوې  پخيدو سره خلقباغونو ته ځي او د باغوانانو سره ميلمانه کيږي.

دا ډول ډېرې ميلې د شپې له خوا ترسره کيږي. دوئ په دښتو او غرونو کښې اور بلوي، خربوزې خوري او له ميلې خوند اخلي.

د کابل يو اوسيدونکي احسان الله چې تخار ته د ميلمستيا د پاره تللے وۀ، ووئيل: ((يوه شپه د خپلوانو په کور کښې ميلمانه شوو، هلته ګڼ نور ميلمانه هم راغلي وو او د ډوډۍ له خوړلو دوه ګنټې وړاندې ئې څو  خربوزې راته راوړې.))

نوموړى چې په کابل کښې د يو خصوصي پوهنتون طالبعلم دے، زياتوي چې د دې خربوزو رنګ او مخ سم نه معلوميده او دوئ ورسره زياته ليوالتيا نه لرله، خو وروستو چې کوربنو هغه ټوټې کړه، نو پوهـ شول چې اندلک خربوزه وه، زياته نازکه او خوندوره وه.

د کندوز خربوزې هم تود بازار لري او حاصلات ئې زيات شوي دي.

د دغه صوبې د کرنې واکمن وائي چې پخوا د خربوزيو د بوزغلى سخا کيدوناروغيو او د مچانو خپرېدل د دې سبب شوي وو چې د خربوزيو د کروندې او حاصل کچ ښکته شي، خو دا وخت دا ستونزه هواره شوې او حاصلات ئې څو چنده زيات شوي دي.

دوى زياتوي چې د دې ناروغۍ د مخنيوى د پاره سخت تدبيرونه نيول شوي او کروندګرو ته ساتونکي کڅوړې ورکړل شوې چې دوه کاله وړاندې ئې مثبت نتيجه لرله.

د کندوز د کرنې رياست واکمنان څرګندوي چې تير کال خواؤشا ٧٥٠٠ ايکړهزمکه کښې خربوزې کرل شوې وې، خو سږ کال په ٩ زره ايکړه زمکه کښې خربوزې کرل شوي دي.

هر ايکړ ٥ جريبه زمکه نيسي او امکانى شميرې څرګندوي چې له هر جريب زمکې نه ٥٠٠ خربوزې ترلاسه کيږي او دا وخت د يوې اعلى خربوزې بيعه  په بازار کښې سل افغانۍ ده چې مختلفو صوبو  او تر دې چې پاکستان ته ليږلے شي.

د کندوز د کرنۍ او مالدارۍمشر محمدنبي رووفي ووئيل چې په تيرو کلونو کښې کروندګرو د پوده کيدو د ناروغۍ او مچانو د پيدا کيدو په سؤب له خپلو حاصلاتو شکايت لرلو، خو اوس کروندګر د خربوزې په کرونده  ډاډمن دي او د دې ناروغيو مخه نيولے شي.

هغه زياته کړه: ((په روان کال کښې هم څنګه چې مونږ بازار ګورو، د خربوزيو حاصلات ښه شوي، تر اوسه د ناروغۍ او مچانو د شتون په حقله د کروندګرو کوم شکايت نشته، دوئ د کرنې رياست ته ورمخکښې شوي نه دي او نه مو خپله دا ناروغي ليدلې ده.))

رووفي زياته کړه چې دوه کاله وړاندې خواؤشا ١١ زره باغ وانان د خربوزيو د بوزغلى سخا کيدو په سبب زيانمن شوي وو چې د خربوزيو خواؤشا ٩٠ سلنه حاصلات ئې ختم شو، خو اوس دا ستونزه هوراه شوې ده.))

د خربوزې مچ يو ډول ځانګړې حشره ده چې ترزمکه لاندې پيدا کيږي او کله چې خربوزه ګل وکړي او د لاس د يوې ګوتې په اندازه وي، نو ورننوځي، هګۍ په کښې اچوي، هګۍ ئې وړومبے په چنجي او وروستو په مچ بدليږي او خربوزه سخا کوي.

د خربوزې مچ هر کال دوه يا درې ځلې هګۍ اچوي او په هر ځل د سلو نه  ١٢٠ پورې هګۍ برابروي او د ژوند موده ئې دوه مياشتې ده.

د چهاردرې ضلع يو کروندګر محمد عمر ووئيل: ((خپله کروندګر يم، خربوزې کرم، سږ کال د خربوزو حاصل ښه دى، د تير کال په مقابله کښېلوے هم دي او هم ئې بيعه لوړه ده.))

هغه زياته کړه چې درې جرېبه زمکه لري او د يو جرېب نه څۀ د پاسه ٦٠٠ خربوزې حاصل اخلي، چې يوه دانه ئې په بازار کښې تر ٨٠ افغانيو پورې خرڅيږي، په داسې حال کښې چې تير کال ئې له يوه جريب زمکې څخه ٥٠٠ خربوزې ترلاسه کړې وې.

د کندوز خربوزې د عسقلاني، زرمتي، شين مغزي، غازي خاني، جنتور، ارکاني، ګرمه، قندک او اله پوچاق په نومونو يادېږي چې ځانګړي خوندونه او شهرت لري.

د امام صاحب ضلعې يو کروندګر هم ووئيل چې د رېښې د ورستيدو ناروغي او د خربوزې مچ له تيرو دوو کلونو راسې په نظر نۀ راځى او دا کار د دې لامل شوے چې ګڼ کروندګرو د خربوزې کرلو ته مخه کړي. 

کندوز د هيواد په شمال ختيز کښې د هيواد له کروندې د صوبو څخه دے چې ګڼې حاصل لرونکې د کروندې او للمي زمکې لري او د کروندې د محصولاتو له اړخه ئې ځانګړے شهرت ګټلے دے.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here