د قبائلو د کډوالۍ له کبله د پيړو پخوانے ثقافت خطرو سره مخ

0
4124

بنو (احسان داوړ) له قطبى وزيرستانه د فوځى عملياتو صرب عضب نه پس د هيواد دننه د قبائلو د پاره بنو کښې استوګنه يوه ښائسته يا بيا يوه ترخه تجربه کيدے شى چې د دغه کورنيو امروزه حالاتو پورې اډاڼه لرى ـ

د عبدالله خان د پاره دا خبره د حيرانۍ وه کله چې هغۀ د خپلې اتۀ کلنې وريرېثمينې خپلو جينکو ملګرو سره په مروت والا لهجه خبرې اترې واؤريدې ـ عبدالله او د هغۀ کورنۍ د تير کال جون راسې بنو کښې ميشتۀ دي کله چې هغوئ د آئى ډى پيز په توګه د خپلې خاورې پريښودو ته مجبور شوي وو ـ

عبدالله خان ووئيل :” د يو کال نه هم د لږې مودې په دوران د هغۀ د کورنۍ ټولو ماشومانو نۀ يوازې مقامى لهجو کښې خبرې کول پيل کړي دي بلکې د دې ترڅنګ ئې هم د مروت ټولنې نور هم ډير روايات خپل کړي دي کوم چې د قطبى وزيرستان د خلقو د پاره بيخى نااشنا دي ـ “

ظاهره ده چې ثمينه هغه يوازينۍ ماشومه نۀ ده چې د ځائى ډول ژوند ئې خپل کړے دے ـ ډير مور پلار خپلو ماشومانو کښې راتلونکى دې بدلون سره پريشانه دي، دا دې په ډاګه وى چې د قطبى وزيرستان ١٠لکه او خواؤشا هم دومره شمير کښې د سوئيلى وزيرستان اوسيدونکي په کډه کولو بنو کښې ميشتۀ شول ـ هغوئ يو داسې کلتور خپلوى چې په راتلونکو کلونو کښې به د قبائلى سيمو برخه وګرځى، دا هغه پوښتنه ده چې نن سبا د مور پلار او د عمرانياتو د ماهرانو له لورى اکثر او زياتره کولے شي ـ ډير داسې آئى ډى پيز هم شته چې دا بدلون مثبت ګڼي او د هغو بې کوره شوو شمير هم کم نۀ دے چې د دې کډوالۍ له منفى اثراتو فکرمند دي د کوم له کبله چې ځائى ثقافت او روايات خطرو سره مخامخ شوي دي ـ د وروستو راتلونکى فکر د وړ ډلې دا خيال دے چې د هغوئ په ثقافت اغيز کوونکى ټول عوامل د ناخوښه بڼې دي ځکه چې هغوئ دا محسوسوي چې ټول هيواد کښې هم قبائلى سيمو کښې خلقو پخوانى روايات او دود دستور ژوندى ساتلي دي ـ

د قطبى وزيرستان د ضلعى انتظاميې غړى او د عمرانياتو پخوانى زده کوونکى شريف الله خان ووئيل چې ثقافت يوه تجريدى اصطلاح ده چې دانشورانو او مصنفينو ئې د بيلابيل ډول تشريح کړې ده ـ او د هرې کومې تجريدى نظريې په شان مختلفې فکرى دائرې د دې پيژندګلو د خپلو معروضى حالاتو ترمخه کوي ـ د ثقافت هغه پيژندګلو چې په لويه پيمانه منلے شى، د هغې ترمخه هغه ټول تصورات او هلې ځلې چې د ګډو رواياتو وړ خلق پرې عمل کوي، او د دغه ډلې يا ټولنې لخوا نۀ يوازې دغو رواياتو ته وده ورکولے شى بلکې هغه خپل امروزه ژوند هم د دې په رڼا کښې تيروي ـ د ډيرو ماهرانو لخوا دا ” د وخت په يو خاص دائره کښې يو خاص تهذيب ” سره منسوب کولے شى ـ

شريف الله خان ووئيل چې نړۍ کښې غالباَ داسې کوم قام نشته چې په دې بابله به څۀ ډول نظريه نۀ لرى خو د دې د زور انحصار ثقافتى بدلون باندې وى ـ

د پاکستان سوئيلى لويديز قبائلى ټولنه په روايتى توګه ثقافتى کليت باندې باور لري ـ دې سيمو کښې ميشتۀ د پښتنو ابادى سيمه کښې د اوسيدونکې بلې هر کومې ثقافتى ډلې په نسبت خپل ثقافتى اقدار يعنى پښتونولۍ باندې د عمل کولو په معامله کښې هيڅ سودا بازى نۀ کوي ـ

شريف الله خان ووئيل :” خو ولې اوس بدلون ضرورى شوې ده، دې سره څۀ فرق نۀ پريوځى چې کۀ کومه ډله د دې بدلون منلو ته چمتو ده يا نه ـ”

د قبائلى ټولنې او په ځانګړى توګه د وزيرستان اوسيدونکي په هغه ډله کښې شامل دي چې د ثقافتى بدلون په نوم ويريږي ـ تير وخت کښې چې کله قطبى وزيرستان کښې په وړومبى ځل ټريکټر وپيژندلے شو نو زميدار د هغې خپلو پټوکښې د کارولو په حقله يو دوه کښې حيران وو ـ

قطبى وزيرستان سره اړوند يو ټريکټر ډرائيور محمد اکبر ووئيل:” زما نيکۀ به وئيل چې د غوانو قلبې ګرځولو سره “رحمت” نازيليږى کوم چې د ټريکټرو د ټائرونو له لارې ممکن نۀ دے ـ د هغۀ وينا وه خو د وخت تيريدو سره سره زما د نيکۀ راتلونکے کهول د زميدارۍ د پاره ټريکټر، تهريشر او نوره مشينرى استعمالوي ـ

دې سيمو ته چې کله بريښنا ورکړے شوه نو هغه وخت هم حالات څۀ مختلف نۀ وو ـ کله چې حکومت په وړومبى ځل د بريښنا ورکولو د پاره ستنې او تارونه ولګول نو خلق ئې په لاره کښې خنډان شول او دا دليل ئې وړاندې کړو چې دې سره به هغوئ ناراسته شي ـ ولې اخر په مزه مزه دا بدلون هم ومنلے شو او هغو خلقو چې چرته ئې د بريښنا د ورکړے تر د دې حده مخالفت کړے ؤ چې سوئچ ته به ئې لاس قدرې نۀ وراوړلو، هغوئ د بريښنا د اوږد لوډشيډنګ په ضد احتجاج پورې وکړو چې دا شان د هغوئ کاروبارى هلې ځلې ؤ نۀ ځپلې شي ـ

د دې ټولو نوو خبرو وړاندې له دې مخالفت وکړے شو ځکه دې سره قبائلى ثقافت کښې بدلون راتلے شو ـ شريف الله خان ووئيل :” ولې دا بدلون راغے او د قبائلو روايتى ټولنې نسبتاَ د تعليم يافته او په جديديت اډاڼه اقدار ومنلي دي، هر څو کۀ د هيواد د لويو ښارونو په نسبت دا بدلون په محدوده پيمانه راغلے دے ـ”

قبائلى سيمو کښې په پيړو پيړو د پخوانى ثقافت، تهذيب او د رواياتو مجموعه روانه ده ـ قبائل وائي چې هغوئ څو پيړو پورې پرته د کوم حکومت يا حکمرانانو په امنناکه توګه اوسيدلي دي چې وجه ئې د هغوئ په خپل تهذيب او رواياتو سختۍ سره عمل کول وو ـ

هغوئ په دې اصولو عمل کوي چې د سترګې په بدل سترګه او د غوږ په بدل غوږ ـ

شريف الله خان ووئيل :” په افغانستان د سوويت يونين د چپاؤ نه وروستو حالات ډير تندۍ سره خرابيدل پيل شول، دې نه پس د نائن اليون له کبله قبائلى ټولنه کښې تندۍ سره بدلون راغے ـ چا هم هغه وخت دا سوچ نۀ شو کولے چې قبائلى اولس له دې څۀ رنګ متاثره شول ـ “

د سوويت يونين په افغانستان حملې له دې امله د ويرونکو نتيجو وړ وه چې چې تند مزاجه قبائلو کښې ئې کلاشنکوف او بيا وروستو ډرګ کلچر يعنى هيروئن ته وده ورکړه کوم چې د قبائلو يو پوره نسل تباه کړو ـ

خو د دې قبائلو په ژوند کښې د ټولو نه لوے بدلون هغه وخت راغے کله چې د پاکستان امنيتى ځواکونو قبائلى سيمو کښې بيلا بيلې کارروائۍ پيل کړې د کوم له کبله چې هغوئ د خپلې خاورې پريښودو سره داسې سيمو کښې په پناه اخستو مجبور شول چې ثقافتى ډهانچه ئې له هغوئ بيخى بدله وه ـ

لاهور سره اړوند د عمرانياتو ماهر سيف الله چيمه ووئيل :” زما په خيال دا يو مثبت پرمختګ دے چې د دې ټولنې په اوسيدونکو به په بيلابيل ډول اثر وغورځوى ـ هغوئ به نړۍ کښې چټکتيا سره د کيدونکو بدلونونو ترڅنګ ژوند تيرول وپيژنى کوم چې د هغو ئ د پاره بندوبستى سيمو ته د کډو کولو څخه پرته زده کول ممکن نۀ وه ـ د دې کډوالۍ له امله به قبائلو کښې د مقابلې جوش او ولوله پيدا شى ـ “

هغۀ ووئيل چې زنانه ؤ چا ته چې وړاندې له دې د کورونو د درشل نه بهر د قدم ايښودو پورې اجازه نۀ وه، هغوئ هم بيلابيلو هلو ځلو کښې برخه اخستل پيل کړي دي ـ

د ځينو سماجى ماهرانو خيال دے چې کله آئى ډى پيز واپس خپلو کورونو ته لاړ شي نو د نوى او پخوانى نسل ترمنځه د هغوئ د ژوند د طريقې په اړه اختلافات رامنځته کيدے شي ……….د بيلابيلو نسلونو فکر کښې دا توپير د پيړو پخوانى ثقافت د پاره د خطرو سؤب ګرځيدے شى ـ

لاهور سره اړونده مصنفې او د عمرانياتو ماهرې مليحه سيد ووئيل چې دا بدلون د منفى بڼې وړ ده ـ

هغې ووئيل :” د قبائلى ثقافت تباهى سمه نۀ ده ـ کله چې دا ځوانان واپس لاړ شي نو آيا ستاسو څۀ خيال دے چې په دوئ به د پيښور او اسلام آباد په شان د ښارونو د ژوند رنګ اثر نۀ وى کړے ؟”

هغې “فکرى تصادم” باندې هم فکرمندى ښکاره کړه چې د دې قبائلو خپلو کورونو ته د واپسۍ نه وروستو به د دوئ په سيمو کښې د امن و امان د پاره د خطرو سؤب جوړيږى ـ

مليحه سيد زياته کړه :” ځوانانو به نوي اقدار زده کړي وي خو روايت پرسته مشران به دا نوي روايات ونۀ مني چې ورسره به د قبائلى خلقو په امنناکه ټولنه کښې د ګډوډے رامنځته شى ـ “

مليحه سيد او د سماجى علومو نور ماهران ويرې اخستې دي د کومې چې يو شمير لاملونه دي لکه د قبائلى ټولنې د مشرانو او ځوانانو ترمنځه د طرز فکر اختلاف، د قبائلو ګرم مزاج فطرت، د هغوئ د سماجى بدلون منلو په لړ کښې حيرانى او پخوانے تهذيب، د روايتونو او دود دستور د مينې له کبله به د هغوئ ترمنځه د اختلافاتو پيدا کيدو امکانات زيات شي ـ

د هغوئ خيال دے چې د دې کشالې له امله به د ټولنې د تباه کيدو عمل پيل شى او کيدے شى چې د مشرانو احترام او د تابعدارۍ روايت هم کشالې سره مخامخ شى ـ

ولې نور ماهران هيله لرونکي ښکاري، هغوئ د قبائلو په سماجى طرز عمل کښې دا بدلون د تعليم او ذهنى شعور د پرمختګ، د مقابلې فضاء او د ترقۍ کولو د لټون نوم ورکوي ـ

قطبى وزيرستان سره اړوند يو آئى ډى پى طارق خان ووئيل :” زما خيال دے چې کله مونږ واپس لاړ شو نو د تندې بدليدونکې نړۍ په پل به پل ايښودو سره ژوند تيرول زده کړو ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here