په فيصل آباد هوائى ډګر بربادى،کومه بين المللى الوتکه الوت نۀ شى کولې

0
4670

فيصل آباد (محمد سليم) په فيصل آباد هوائى ډګر د نړيوالو الوتکو د بنديز له کبله ګڼو ټيکسټائل برآمد کوونکو باندې معاشى دباؤ کښې زياتوالے راغلے دے چې د بيلابيلو هيوادونو غير ملکى اخستونکو سره د اربونو روپو کاروبار کوي کوم کښې چې امريکه، برطانيه، آسټريليا، جرمنى او فرانس شامل دي ـ

کاروبارى ورورولۍ د حکومت پام دې خبرې ته څو څو ځله رااړولے دے او د دې تجويز پورې ئې هم ورکړے دے چې هغوئ به د فيصل آباد هوائى ډګر د بحالۍ د پاره خپل کردار ترسره کړي خو د دې څۀ ګټه ونۀ شوه ـ

په هوائى ډګر تير وخت کښې بين المللى الوتکې راغلې دي خو د وخت تيريدو سره سره د هوائى ډګر حالت خراب شو د کوم له کبله چې بين المللى الوتکو د فيصل آباد هوائى ډګر نه الوت کول پريښودل ـ

د فيصل آباد د خلقو بهر هيواد ته تګ د پاره د پاکستان د کپړې صنعت د دارالحکومت په توګه د معروف ښار نه لاهور کراچۍ يا د اسلام آباد هوائى اډو ته مخه کول وي، تر دې چې دغه صورت کښې هم کله چې د هغوئ غير ملکى اخستونکو سره څۀ ليدل کتل وي ـ

اقتدار کښې د راغلى ګوند مسلم ليګ نواز سره اړوند د قامى اسمبلۍ غړى رانا افضال ووئيل:” د فيصل آباد هوائى ميدان ډول او سينګار فضائى سفر کوونکو ته د اسانيو ورکول او د بيلابيلو هيوادونو د اخستونکو د پاملرنې د پاره انتهائى اهم دي ـ”

هغۀ زياته کړه چې هغۀ دې لړ کښې وزيراعظم نوازشريف سره خبره کړې ده چا چې د ايوى ايشن سپيشل اسسټنټ شجاعت عظيم ته وئيلي دي چې هغه دې د فيصل آباد هوائى ډګر د ستونزو هوارولو د پاره کار وکړى ـ

د قامى اسمبلۍ غړى رانا افضال زياته کړه :” په ٩ اپريل شجاعت عظيم د هوائى ډګر دوره وکړه او دريو مياشتو کښې د هغې د بحالۍ احکامات ئې جارى کړل چې دا شان د فيصل آباد هوائى ميدان نه بين المللى الوتکې الوت وکړے شى ـ هغۀ د هوائى ميدان د بيلا بيلو برخو جائزه هم واخسته چې پکښې د ټرمينل ودانى او رن وے هم شامل وو ـ هغۀ اړونده واکمنو ته احکامات جارى کړل چې هغوئ د نړيوال معيار په رڼا کښې ارائيول، ډيپارچر،وى آئى پى لاؤنج، کارګو او د نورو شعبو ډول او سينګار وکړى ـ”

د ريل بازار يو جيولر محمد عثمان ووئيل :” هغۀ څو مياشتې وړاندې د فيصل آباد څخه د کراچۍ له لارې د مدينې ، سعودى عرب د پاره يو فلائټ بک کړے ؤ ـ ولې دا خبره زما د پاره د انتهائى حيرانۍ وه چې فلائټ وځنډولے شو او ما ته ووئيلے شول چې کۀ زۀ مدينې ته تلل غواړم نو دوو ګنټو کښې دې ملتان هوائى ډګر ته ځان ورسؤم ـ” هغۀ زياته کړه چې د اوږدو خبرو اترو نه پس ايئرلائن هغۀ ته د لاهور نه فلائټ کښې د کښيناستو اجازه ورکړه ـ

محمد عثمان ووئيل :” ما د ګڼو رينټ اے کار کمپنيو مالکانو سره په بيړنيو بنيادونو د ګاډى ترلاسه کولو د پاره تماس ونيولو، خو ولې د هغوي ټولو ګاډى بک وو ـ وروستو له دې مې د يو خپلوان ملاتړ ترلاسه کړو او د الوتکې د الوتلو نه څو منټه مخکښې لاهور ته رسيدو کښې بريالے شوم ـ”

هغۀ زياته کړه چې فيصل آباد سره د ميرې مور په شان سلوک کولے شى، د دې حقيقت نه يو خوا ته چې دا د پاکستان دريم لوے او د ريونيو پيدا کولو دويم لوے ښار دے ـ

د محمد عثمان وينا وه :” حکومت هغه وخت اخر ولې پاملرنه ونۀ کړه کله چې په فيصل آباد هوائى ډګر د راتلونکو الوتکو په شمير کښې کمے راغلے ؤ ـ اوس يو ځل بيا د پارليمنټ غړيو اولس ته دا باور ورکول پيل کړي دي چې د فيصل آباد هوائى ډګر نه به ډير زر د نړيوالو الوتکو لړۍ شروع شى ـ “

د فيصل آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټريز (ايف سى سى آئى) صدر رضوان اشرف ووئيل چې قطر ايئرويز جولائى کښې د فيصل آباد نه دوحه پورې اولتنو پيل کولو کښې دلچسپى ښکاره کړې ده ـ

د ايف سى سى آئى د صدر وينا وه :” په ابتدائى توګه هفته کښې به درې الوتنې پيل کولے شي د کومو شمير چې راتلونکو ورځو کښې زياتيدے هم شى ـ فلائى دوبۍ، اتحاد او امارات ايئر لائنز هم د فيصل آباد ښار نه نيغ په نيغه د نړيوالو الوتکو پيل کولو د پاره انتظامات کوي ـ “

هغۀ زياته کړه چې سول ايوى ايشن اتهارټى رن وے کښې د فراختيا او د ايئرپورت لاؤنج د بحالۍ د پاره ټولې ډلې اعتماد کښې اخلى ـ هغۀ ووئيل چې د فيصل آباد کاروبارى ورورولى به د هوائى ډګر د فراختيا او د دې د بحالۍ د پاره پوره مرسته کوى ـ

 

يو ټيکسټائل انجينئر عدنان يونس نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې فيصل آباد کښې يو شمير اهمې ادارې جوړې دي چې پکښې يونيورسټى آف ايګريکلچر، ګورنمنټ کالج يونيورسټى، نيشنل ټيکسټائل يونيورسټى، ايوب ايګريکلچر ريسرچ انسټى ټيوټ وغيره شاملې دي، ډير غير ملکى ماهران دې ادارو کښې د ليکچر ورکولو يا بيلابيلو سيمينارونو، ورکشاپونو او غونډو کښې د ګډون د پاره راځي ـ

هغۀ ووئيل چې د فيصل آباد د اوسيدونکو په شان دا ټول غيرملکيان هم د لاهور يا اسلام آباد له لارې ښار پورې رسيږي چې ورسره د پاکستان منفى تاثر په ډاګه کيږى ـ عدنان يونس ووئيل :” يو خوا د ترهه ګرۍ له کبله د پاکستان تاثر خرابيږى د کوم په وجه چې غير ملکيان دې خاورې ته مخه کولو کښې حيرانۍ سره مخ دي نو بلخوا د حکومت د غلطو پاليسيو له کبله صورتحال نور خراب شوے دے ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here