اسلام آباد ( رحمت محسود ) نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو ثبوتونو نه په ډاګه شوې ده چې حکومت د پانامه ليکس سکينډل په منظر عام د راتللو نه پس د وزيراعظم د کرپشن په تورونو د اقتدار نه لرې کولو د اپوزېشن منصوبې ناکامولو له د ځينو سياستدانانو د حمايت ترلاسه کولو په خاطر داسې منصوبو د پاره هم د کروړونو روپو فنډز جارى کړي دي د کومو چې د پېل کولو اجازت قدرے ورنۀ کړے شو ـ

د روان کال په شروع کښې د پانامه يو لا فرم موزاک فونزيکا خواؤشا يو کروړ ١٠ لکه دستاويزات جارى کړل چې پکښې د سوونو نړيوالو مشرانو او مشهورو شخصيتونو آف شور کمپنۍ په ګوته کړے شوې وې ـ د دې ليکس ترمخه د وزيراعظم نواز شريف، د هغۀ د زامنو حسېن نواز، حسن نواز او لور مريم نواز برټش ورجن آئى لېنډز کښې په شکمنه توګه څلور آف شور کمپنۍ دي ـ

د اپوزېشن لارښودان د وزيراعظم د ان هاؤس بدلۍ او يا د تحريک په ذريعه د اقتدار نه لرې کولو د پاره کوم متفقه تګلار ته رسېدلو د پاره ملاقاتونه کوي ـ

وزيراعظم نواز شريف د دې سکينډل مخې ته د راتللو نه وروسته په وړومبى ځل د روان کال په مئى کښې قومى اسمبلۍ ته راغے او په دې حقله  تفتيش له ئې د اصول ټاکلو د پاره د پارليمانى کميټۍ تشکيلولو اعلان وکړو ـ خو ولې قومى اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف مشر خورشيد شاه دا وړانديز ونۀ منلو ـ

نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو دستاويزاتو نه دا په ډاګه کېږي چې اړونده محکمې ځينو سياستدانانو لکه د جميعت علمائے اسلام ( ف ) مشر مولانا فضل الرحمان ته د ستونزو د ښکار وزيراعظم د حمايت په عوض خصوصى منصوبې پېل کولو د پاره د کروړونو روپو فنډز جارى کړل ـ

د دې دستاويزاتو ترمخه زياتره فنډز سوات، بنو او ډېره اسماعيل خان کښې د غېر تصديق شوو منصوبو د پاره ځانګړې کړے شوي دي کومې چې د ځينو اهمو سياستدانانو لکه د پاکستان مسلم ليګ نواز د مشر امير مقام، د هاؤسنګ وزير اکرم خان درانى او د جے يو آئى ( ف ) د مشر مولانا فضل الرحمان پلرنۍ حلقې دي ـ د سوات يونيورسټۍ په مينګوره کښې د وومن سب کېمپس جوړولو د پاره مختص کړے شوى د ٥٠ کروړو روپو مجموعى بجټ کښې به پينځۀ کروړه روپۍ جارى کولے شي د کوم د پاره چې د دې منصوبې پى سى ون منظورېدل ضرورى دي ـ

د دې ثبوتونو نه نور په ډاګه کيږى :” کۀ پى سى ون منظور شى نو ډېره اسماعيل خان کښې د ګومل يونيورسټۍ او زرعى يونيورسټۍ له د کال ١٧-٢٠١٦ء د پاره بيئل کړے شوى ٥٠ کروړه روپۍ بجټ کښې به پينځۀ کروړه روپۍ جارى کولے شى ـ “

د بنو يونيورسټى آف سائنس اېنډ ټېکنالوجى لکى مروت کېمپس د پوهنتون په توګه اپ ګرېډ کولو له به خاص کړے شوي د ٥٠ کروړو روپو فنډز کښې ١٠ کروړه روپۍ روان کال کښې جارى کولے شي ـ

د هزاره يونيورسټۍ د حويليا کېمپس د يونيورسټۍ په توګه اپ ګرېډ کولو له به د کال ١٧-٢٠١٦ء د پاره ځانګړې کړے شوى د ٨١ کروړ ٩٠ لاکهـ روپو بجټ کښې ١٠ کروړه روپۍ جارى کولے شي ـ

د حزب اختلاف ګوندونو او په په خصوصى ډول پاکستان تحريک انصاف پانامه ليکس کښې د وزيراعظم نور راتللو باندې د اقتدار نه د هغۀ د لرې کولو د پاره کوششونه تند کړي دي ـ

پاکستان مسلم ليګ نواز سره تعلق لروونکے قانون ساز نهال هاشمى وائي چې د وزيراعظم د اقتدار نه د لرې کېدو سوال قدرے نۀ پېدا کېږى ـ

هغۀ زياته کړه :” وزيراعظم نواز شريف د نړيوال کچ مشر دے او د هغۀ په شان لارښودان په پېړيو پس پېدا کېږي ـ “

وړاندې له دې مولانا فضل الرحمان وزيراعظم نواز شريف سره د خېبرپښتونخوا په دوره هم تلے وۀ چرته چې وزيراعظم د خپل سياسى زور ښودلو د پاره لويو اولسى جلسو ته خطاب وکړو ـ

وزيراعظم نواز شريف د خپلې دغې دورې په دوران د ځينو لويو منصوبو لکه د بنو انټرنېشنل ايئرپورټ فراختيا، لکى مروت کښې د پوهنتون د کېمپس جوړولو، د ډيره اسماعيل خان د ايئرپورټ نړيواله هوائى اډه جوړولو او کرونده ګرو د پاره د ځانګړى پېکچ اعلان وکړو ـ

د دې دستاويزاتو ترمخه د ٢٠ کروړو روپو فنډز د ډېره اسماعيل خان د غېر منظور ترقياتى منصوبو د پاره بيئل کړے شوي دي کومې چې نۀ د منصوبه بندۍ کمېشن، چې د صوبائى منصوبو پېل کولو اجازت ورکوونکې اداره ده، سنټرل ډويلپمنټ ورکنګ کميټۍ او نۀ د قومى اقتصادى کونسل ايګزيکټو کميټۍ منظور کړې دي ـ

نهال هاشمى ووئيل چې امنناکه احتجاج د حزب اختلاف جمهورى حق دے خو ولې هغۀ خبردارے ورکړو چې هېچا ته به په پارليمان او يا قومى تنصيبانو باندې د حملې کولو اجازت ورنۀ کړے شي ـ

نهال هاشمى زياته کړه :” مونږ غواړو چې ټول سياسى ګوندونه په ضابطه اخلاق متفق وي ولې د پاکستان تحريک انصاف نقطه نظر د مسلم ليګ نواز خلاف د ذاتى دښمنۍ غمازى کوى ـ “

د پاکستان تحريک انصاف سينئر لارښود عارف علوى ووئيل چې هغۀ ته د حکومت له خوا خپلو پلويانو له د دې بڼې ” سياسى ترغيبات ” ورکولو په اړه خبرتيا کېدو سره خفګان رسېدلے دے ـ

هغۀ تور ولګولو چې وزيراعظم نواز شريف د حزب اختلاف د جماعتونو د زياتېدونکى دباؤ په رڼا کښې د مولانا فضل الرحمان حمايت ترلاسه کولو په خاطر د داسې منصوبو د پاره فنډز مختص کړي دي ـ
ساسى ماهران وائي چې پانامه ليکس سکينډل ملک ژړقولے دے چرته چې د ټګۍ ټورۍ اژدها د قابو نه وتلې ده ـ

سياسى تجزيه کار منصور اکبر کنډى وائي :” دا په حقيقت کښې سياسى جوړ دے ـ “

انټرنېشنل کنسورشيم آف انوسټى ګېټيو جرنلسټس ( آئى سى آئى جے ) ته د پانامه د قانونى فرم نه په لکونو دستاويزات ترلاسه شول کومو سره چې د زرګونو قانون سازانو، سياستدانانو او نورو په ټګۍ ټورۍ کښې ککړېدل په ډاګه شول چې پکښې ٢٢٠ پاکستانيان هم شامل دي ـ

د پنجاب يونيورسټى مجله ” پاکستان اکنامک اېنډ سوشل ريويو “کښې شائع شوى تحقيقى مضمون کښې وئيلي شوي دي چې د ښۀ طرز حکمرانى هم د کرپشن څخه پاکو ټولنو کښې وده مومى ، ” پاکستان په دې بابله د شاته تللو ښکار شو ے دے ـ”

د قومى احتساب بيورو ( نيب ) مشر قمر زمان چودهرى يو بيان کښې ووئيل :” کرپشن يو ناسور دے چې د اثر ختمولو د پاره ئې د هر ممکن کوشش ضرورت دے ـ ” نيب په پاکستان کښې د کرپشن د مخنيوى اهم ترينه اداره ده ـ

قمر زمان چودهرى ووئيل چې نيب ١٩٩٩ء کښې د خپل قيام نه پس تر اوسه ٢٧٦ ارب روپۍ واپس ترلاسه کړې دي چې قومى خزانه کښې جمع کړے شوې دي ـ

د قومى اسمبلۍ غړى او د مولانا فضل الرحمان ورور مولانا عطاء الرحمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ د وزيراعظم نواز شريف حمايت په اقتدار کښې د هغۀ له راتللو سمدستى پس کوو چې پانامه ليکس سره هېڅ تعلق نۀ لرى ـ”

هغۀ ووئيل چې د نواز شريف د حمايت په عوض د فنډز ترلاسه کولو تورونه بې بنياده او غلط دي ـ
د پاکستان پيپلز پارټۍ سينئر لارښود قمر الزمان کائره وائي چې حزب اختلاف د وزيراعظم نه صرف د کمېشن جوړولو او د دې معاملې د تفتيش کولو غوښتنه کوي ـ هغۀ زياته کړه :” پاکستان پيپلز پارټى به متحده اپوزېشن سره په شريکه حکومت باندې د زيات دباؤ اچولو د پاره کړنلاره جوړوى چې دا شان هغه سنجيدګۍ سره د دې معاملې تفتيش وکړى ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here