لاهور ( دردانه نجم ) د يو معاشى ماهر ترمخه د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د پولټرى ټيرف پاليسۍ نافذول خو عمل کښې رانۀ وستو بلکې د پولټرۍ لويو تاجرانو ته په مارکيټ د اجاره دارۍ قائمولو اجازت ورکړے شوے دے ـ

يونيورسټى آف سنټرل پنجاب سره اړوند د اکنامکس پروفېسر قيس اسلم وائي :” حکومت د وړو تاجرانو په ګران نرخ د چرګانو خرڅولو مخه نيولې ده خو ولې هغو تاجرانو ته د خپلې خوښې په نرخونو د پولټرۍ خرڅولو اجازت ورکړے شوے دے څوک چې خپل پراسيسنګ پلانټونه لري ـ “

هغۀ پوښتنه وکړه :” آيا مونږ دې دا باور ولرو چې د پولټرۍ داسې تاجران، څوک چې د نرخنامې پابند کړے شوي دي ، په معيار سودا بازى کوي ؟”

د معاشى کال ١٧-٢٠١٦ء د بجټ وړاندې کولو نه وروستو کېدونکى تقرير کښې د خزانې وزير اسحاق ډار دا وعده وکړه چې د ژوندى چرګوټى او غوښې نرخونه به په ترتيب سره د ١٤٥ او ١٩٠ روپۍ کلو ګرام نه نۀ شى زياتولے ـ

هر څو کۀ حکومت د عام تاجرانو پابندولو سره د پولټرى نرخونه کم کړي دي ولې نور سپلائرز اوس هم د خپل آؤټ ليټس د لړۍ په ذريعه چکن په ٤٥٠ روپۍ کلوګرام خرڅوي ـ

قيس اسلم ووئيل چې حکومت د غريبانانو لوټلو سره د شتمنې طبقې بوسخکۍ ډکوي ـ

Chicken Tariff
brands selling chicken through a chain of Brand outlets across the country Selling chicken for Rs 450/Kg : Photo by News Lens

پراسيسنګ پلانټس، په کومو کښې چې د څاروو(چرګوټو) د افزائش، د غوښې پيکيجنګ او د دې د خوندى ساتلو مرحلې شاملې دي، باندې په اوسط ډول څلور اربه روپۍ لګښت راځى ـ

د پاکستان پولټرى ايسوسى ايشن پخوانے مشر عبدالباسط وائي چې د پولټرى د نرخونو د ټاکنې ميکانزم غلط دے ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” حکومت ته د نرخونو د ټاکنې په ځائے د ١٤٥ روپو اوسط قيمت ټاکل پکار وو په کوم چې به کال و سر چرګوټى خرڅولے شول او د غوښتنې او رسد په حقله د راتلونکى فرق په بابله به د لږ ډېر کمى زياتى اجازت وۀ ـ “

عبدالباسط ووئيل :” يو ګاهک د ژوندى برائلر نه يوازې هم ٤٥ سلنه چکن ترلاسه کولے شى او پاتې ٥٥ سلنه ضائع کيږى ـ رښتيا خو دا دي چې ګاهکان د ژوندى چرګوټى هم ٢٤٠ روپۍ کلو ورکوي ـ “

هغۀ ووئيل چې حکومت په پولټرى فيډ د ټيکس لګولو دړکې ورکولو سره کسان په سرکارى نرخ چکن خرڅولو باندې مجبور کړي دي ـ

د پولټرى يو سوداګر محمد شفاقت ووئيل چې يو ګاهک ١٤٥ روپۍ باندې يو کلو ګرام غوښه ترلاسه کولے نۀ شى ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ګاهکان د يو کلو ګرام چرګ د ٢٤٠ روپو نه زياتې ورکوي ـ “

قيس اسلم ووئيل چې حکومت معيار او صفائى نظر انداز کوى ـ

هغۀ ووئيل :” زۀ دا باور لرم چې ګاهکان د ١٤٥ نه ٢٠٠ روپۍ کلوګرام کښې غير معيارى چکن اخلي ـ “

قيس اسلم نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د حکومت د پاره به سمه کړنلاره دا وى چې د سپلائى چېن نګرانۍ کولو سره د پراډکټ په معيار نظر وساتى ـ  په نرخونو قابو موندلو او معيار نظر انداز کولو سره ملاوټ وده مومي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here