پېښور ( ثناء اعجاز ) جان محمد د پېښور انډسټريل اسټيټ حيات آباد د پرنټنګ او پبليکېشن فېکټرۍ د دروازې جرنده ماتوى او دننه ورځى ـ د ٧٠ کالو دا بوډها خوارى کښ د پلاسټک او کپړې په څادرونو کښې نغښتې لوړې مشينرۍ ته ګورى کومه چې بنده پرته ده ـ داسې محسوسېږى چې په دې مقام هيوى مشينرى ډېران کړے شوې ده ځکه چې دا تر ډېرې مودې راسې ونۀ کارؤلې شوه د کوم له کبله چې پرې د دوړو پوخ خاپ جوړ شوے دے ـ فېکټرى شاړه پرته ده ـ

Jan Mohamad a helper opening the the gate of closed printing press: Photo by News Lens Pakistan / Sana Ejaz
Jan Mohamad a helper opening the the gate of closed printing press: Photo by News Lens Pakistan / Sana Ejaz

محمد جان چې کله ووئيل چې هغۀ په دې فېکټرۍ کښې څو کاله کار کړے دے او يو وخت وۀ چې بې د څۀ ځنډه به پکښې کار روان وۀ نو دا تصور کول هم ګران وو چې په دې شاړ ځائے کښې به چرته رنګارنګى هم وه ـ هغۀ خوار خوار فېکټرۍ ته کتلو سره ووئيل :” مالک اوس اوس د مشينرۍ دوه يونټونه په بيخى لږ نرخ خرڅ کړي دي ـ ما سره ويره ده چې هغه ورځ به ډېر زر راشى کله چې به هغه دا ټوله فېکټرى خرڅه کړى او د مزدورانو کار له واپس د راتګ په هډو څۀ طمع پاتې نۀ شى ـ “

د کورنۍ د يوازينى کفيل کېدو له کبله جان محمد د خپلو راتلونکى وخت په بابله پرېشانه دے ـ هغه وائي چې هغه د تېرو څلورو مياشتو راسې فارغ دے او اوس مايوسه کيږى ـ د هغۀ ذمه وارى اوس يوازې د مشينرۍ حفاظت کول، د دې مناسب انداز سره نغښتل او دوړې او زنګ پاکول دي ـ جان محمد وائي :” فېکټرى سره چرته ډېر زيات خلق تړلي وو ، دا مقام د هغوئ د پاره ډېر لوے نۀ وۀ ـ زۀ اوس دلته يوازې يم او په دې هيله مشينرى پاکه ساتم چې يو ورځ به دا بيا روانه شى ـ “

د روان کال په مارچ کښې فرنټيئر پرنټرز اينډ پبلشرز ايسوسى ايشن ( ايف پى پى اے ) خېبرپښتونخوا کښې په اقتدار کښې د تحريک انصاف د حکومت د هغې پرېکړې خلاف احتجاج وکړو د کومې لاندې چې پخوانۍ پاليسۍ بدلولو سره د پرنټنګ آرډرز د اوپن ټينډر پاليسۍ په ذريعه د وړتيا په اساس پرنټنګ پرېسونه الاټ کړے شول د کوم په سؤب چې د پنجاب پرنټرز هم د مقابلې په دې منډه کښې شامل شول ـ

د ايف پى پى اے ترمخه د دې پاليسۍ له کبله ” د نصابى کتابونو د ٨٠ سلنه څخه زيات کاروبار د اوپن ټينډر په سؤب د پنجاب پرنټرز ته اوړېدلے دے او دا شان ځائى پرنټرز د خپلو يونټونو په بندولو او مستقل او کنټريکټ باندې د کار کوونکې عملې په فارغولو مجبور شوي دي ـ “

د ايف پى پى اے د چيئرمين اقتدار على اخونزاده ترمخه د اربونو روپو د ماليت صنعتى مشينرى بې کاره پرته ده ځکه چې د خېبرپښتونخوا د پرنټنګ پريسونو مالکانو سره هيڅ کار نشته ـ

هغۀ زياته کړه :” د اوپن ټينډر پاليسۍ نه مخکښې به چاپه خانو او پبلشرانو خپل کاروبار په مناسب ډول کولو ـ هيڅوک دا نۀ شى وئيلے چې زمونږ معيار د پنجاب د پبلشرانو نه په څۀ ډول هم کم دے ـ “

اقتدار على اخونزاده صوبه کښې په اقتدار کښې موجود ګوند پاکستان تحريک انصاف باندې تور ولګولو چې د دې جرړې د خېبرپښتونخوا په ځائے پنجاب کښې دي ـ

هغۀ ووئيل :” حکومت د صوبې مالکانو او خوارى کښو تباه کولو پسې راخستې ده ـ ” د هغۀ وړاندې وېنا وه چې په صوبه کښې پينځۀ سوه چاپه خانې وې چې په دريو شفټونو کښې به پرې اتو مزدورانو کار کولو ـ اقتدار على اخونزاده ووئيل چې خو ولې د ١٥ زره نه د زياتو مزدورانو ژوند تېرؤل پرنټنګ انډسټرۍ سره تړلے دے ـ

Abdur Rehman a daily wager: Photo by News Lens Pakistan / Sana Ejaz
Abdur Rehman a daily wager: Photo by News Lens Pakistan / Sana Ejaz

د نېشنل لېبر فېډرېشن پېښور ضلعې صدر ملک هدايت خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د خېبرپښتونخوا پرنټنګ انډسټرۍ سره تړلي د ١٠ زره نه زيات مزدوران بې روزګاره شوي دي ـ “

د تعليم پخوانى وزير او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې اپوزېشن ليډر سردار حسېن بابک ووئيل چې د ١٨م آئينى بدلون نه پس د ځائى صنعت د ودې د پاره يوازې هم صوبائى چاپه خانو ته ارډر ورکول پکار دي ـ

خو ولې د تعليم صوبائى وزير عاطف خان نيوز لينز پاکستان سره په فون خبرو اترو کښې ووئيل چې دې نه وړاندې ټيکسټ بک بورډ ته پرنټنګ آرډر ” الاټ ” کول غلط وو ځکه چې حکومتى افسرانو او وزيرانو به د اقربا پرورۍ په بنياد کوټه جارى کوله ـ  

هغۀ زياته کړه :” حکومت ته چې کله د پرنټنګ کوټه د ” خوښې نا خوښې ” د پاليسۍ لاندې ورکولو په بابله معلومه شوه نو هغه بدله کړے شوه ـ “

عاطف خان ووئيل چې د چاپه خانو د بندېدو او د مزدورانو د بې روزګاره کېدو وجه دا ده چې د فرنټيئر پرنټنګ پريس اينډ پبلشرز ايسوسى ايشن استازو په اوپن ټينډر کښې برخه وانۀ خسته ـ هغۀ ووئيل :” د چاپه خانو د مالکانو د رويې له کبله مزدوران د ملازمت څخه بې برخې شوي دي ـ مونږ په لږ نرخ د چهپائۍ د پاره اوپن ټينډر پاليسى نافذ کړې ده ـ دې ټول عمل کښې ميرټ په نظر کښې ساتلے شوے دے ـ”

استاذان او د سکولونو د کتابونو ډسټرى بيوټرز وائي :” پنجاب نه د نصابى کتابونو د چاپ کېدو له کبله سکولونه د کتابونو کمى سره مخامخ کيږي ځکه چې د پنجاب نه د شائع کېدونکو کتابونو د خېبرپښتونخوا سکولونو ته رارسېدو کښې ډېر وخت لګي ـ “

د نصابى کتابونو يو ډسټرى بيوټر محمد عمران وائي :” د نهم او لسم جماعت کيميا او د لسم جماعت د بيالوجى کتابونه بازار کښې تراوسه نشته ـ ” محمد عمران د صوبې ١٩٠ مډل او هائى سکولونو ته کتابونه ورکوي ـ هغۀ زياته کړه چې سکولونو ته د کتابونو په ورکړه کښې به نورې ” يو يا دوه ” هفتې لګي ـ

چارسدې ضلعې سره تعلق لرونکې يوې استازې نورين بى بى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه د پينځم جماعت طالب علمانو ته رياضى او اردو، د څلورم جماعت طالب علمانو ته پښتو او درېم جماعت طالب علمانو ته انګريزى او د جنرل نالج مضمونونه ښودلے نۀ شى ځکه چې د دې مضمونونو کتابونه تراوسه سکولونو ته راؤنۀ رسېدل ـ

د تعليم د صوبائى د انتخاب حلقه مردان هم د کتابونو کمى سره مخ ده ـ مردان سره اړوند يوه مېرمن عابده وائي چې د هغې لوڼه سکول ته ځي خو هغوئ دا شکايت کوي چې د درېم او څلورم جماعت د جنرل نالج، انګرېزۍ او اردو کتابونه په سکول کښې او نۀ هم په مارکيټ کښې شتون لرى ـ

د تعليم پخوانے وزير سردار حسېن بابک وائي چې د نصابى کتابونو د پنجاب د چاپه خانو نه په چاپ کولو ډېر وخت لګي چې اثرات به ئې ” اخر د تعليم په صوبائى نظام مرتب ” کيږي ـ

هغۀ زياته کړه :” د نصابى کتابونو د ټېنډر نه د پبلک سروس کمېشن د افسرانو د پنجاب څخه تعيناتۍ پورې، پى ټى آئى د خېبرپښتونخوا د وسيلو په استعمالولو پنجاب کښې د خپل ووټ بنک خوندى کولو هڅه کوى ـ “

د ټېکسټ بک بورډ د پخوانى صوبائى پراجېکټ کوارډينيټر راشد خان پېندا خيل ترمخه د مقابلى د فضا پېدا کولو د پاره د جوړې کړے شوې اوپن ټېنډر پاليسۍ ټاکنه يو ګټور ګام دے خو د کتابونو په وخت د ورکړے عمل متاثره شوے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ به په ناقصه کاغذ، سياهۍ او ليمينيشن چاپه خانو ته سزا ورکوله او اکثر او زياتره ضابطو او معيار باندې په عمل نۀ کولو به مو د هغوئ کوټه ختموله ـ زما خيال نۀ دے چې خېبرپښتونخوا سره اړونده کميټى به په دې بنيادونو د پنجاب چاپه خانو ته سزا ورکړے شى ـ “

راشد خان پېندا خيل ووئيل چې ممکن ده چې د اوپن ټېنډر پاليسۍ له کبله د مقابلې فضا رامنځته کېدو سره صوبائى خزانه وژغورلے شى خو ولې دا پاليسى د ټېکسټ بک بورډ کميټۍ او د پنجاب د چاپه خانو ترمنځه د اړيکو د نيشتوالى او د کتابونو په ورکړه کښې د ځنډ په صورت کښې ” مضمرات ” هم لري ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here