پېښور (اسد خان) بسمينه بى بى هوا کښې لاس پورته کوي لکه چې دعا کوى ـ هغې سره په کټ کښې درې مېرمنې ناستې دي چې په مخونو ئې د اميد رڼا څرګندېږى او هغوئ د معجزې هيله لري ـ بسمينې بى بى خپل مخ په سپين څادر کښې نغښتے دے، هغه خپلې سترګې پټوي او د قرآن د اياتونو تلاوت کوي لکه چې ګنې څوک راغواړى ـ

د بسمينې بى بى مخ ناڅاپه سور شى ـ له سترګو ئې اوښکې څاڅي او اواز ئې بدل شى ـ او هله هغه د سړو په اواز کښې خبرې کوي، او ورسره ناستو مېرمنو نه د هغوئ د مسلو په حقله تپوسونه کوي ـ بسمينه بى بى او يا هغه مخلوق چې په هغې کښې ګډمډ شوي دي، هرې ښځې ته قرآنى اياتونه د دعا په توګه ښائي ـ هغه هغوئ ته وائي چې هغوئ دې هره ورځ په ټاکلى وخت دعا کوي چې دا شان د هغوئ ستونزې هوارې شي ـ

د ٣٢ کالو بسمينه بى بى د پينځو بچو مور ده ـ هغه د مردان ضلعې قاضى آباد کلى سره تعلق لرى ، دا د خېبرپښتونخوا دوېم او د ټول ملک ١٩م لوے ښار دے ـ هغه يوه روحانى معالجه ده چې د لاعلاجه رنځونو، شنډوالى، تعلقاتو کښې د تاؤتريخوالى او د کورنيو ستونزو هوارولو د پاره تعويزونه ليکي او دعا کوي ـ

د پاکستان په کليو کښې د مېشتۀ ابادۍ د اکثريت د صحت اسانيو او په خاص توګه نفسياتى علاج ته رسد ډېر زيات محدود دے، خلق د خپلو کړمو هوارولو او د ناروغيو د علاج د پاره د ډاکټرانو نه زيات په روحانى علاج کوونکو او حکيمانو اډاڼه لري ـ هر څو کۀ ماهران او د مېرمنو د حقونو د پاره تګ و داؤ کوونکي کارمندان د دې بې ځايه هلو ځلو په بابله نيوکې کوي خو خلق او په ځانګړى ډول د مېرمنو يو لوے شمېر  روحانى علاج کوونکو سره د دعا او کورنيو دارو درملو د پاره رابطې کوي ـ

پاکستان يا خېبرپښتونخوا کښې د کار کوونکو دې روحانى معالجانو د صحيح شمېر په اړه هېڅ شمېر شمېره شتون نۀ لرى ـ خو ولې د سماجى کارمند قمر نسيم ترمخه د داسې روحانى معالجانو شمېر ورځ په ورځ زياتيږى ځکه چې ” خلق د ډاکټرانو نه مايوسه شوي دي او د هغوئ روحانى معالجانو باندې او تعويز ګنډا کوونکو باندې باور زيات شوے دے ـ “

قمر نسيم وائى :” سماجى کړمو زمونږ په ټولنه چپاؤ کړے دے او خلق د خپلو ستونزو د هوارى د پاره فکرمند وي د کوم د پاره چې هر چرته او د هر قيمت ورکولو ته تيار وي ـ ” هغوئ د غېبانۀ مخلوق څخه مرسته ترلاسه کولو کښې هم څۀ حرج نۀ محسوسوي ـ

د قاضى اباد د کلى والو ترمخه د ورځې په يو ځانګړى وخت يو سړے پيرے په بسمينه بى بى راځى چې د خلقو مسلې اوري او د هغې د حل د پاره دعا کوى ـ د خلقو يو لوے شمېر د بسمينې بى بى مرسته ترلاسه کوي څوک چې د لرې پرتو سيمو نه د خپلو ستونزو هوارولو د پاره د هغې په کور کښې راجمع کيږي ـ په دوئ کښې هغه خلق هم شامل دي د چا دعاګانې چې قبولې شوې دي ـ دوئ د بى بى د پاره قيمتى ډالۍ راوړي ـ

قمر نسيم وائي چې په روحانى معالجانو يوازې نالوستي يا د کمزورى پوهې څښتنان باور نۀ لري ـ تعليم يافته کسان هم په دې روحانى معالجانو باور لري او مېرمنې د کورنيو سړي د دې روحانى معالجانو لارښودنې ترلاسه کولو ته مجبوروي ـ د قمر نسيم ترمخه مېرمنې چې کله د روحانى معالجانو په حقله څۀ خبره اورى نو سړيو ته وائي چې کۀ د روحانى معالجانو په مرسته د نورو خلقو مسلو هواريږي نو د هغوئ به پرې ولې نه کيږي ـ

باباجى د مردان يو نوموړے روحانى معالج دے چې ورسره نۀ يوازې د ضلعې بلکې د ټول پاکستان خلق د لارښودنې د پاره رابطه کوي ـ باباجى يو د پوخ عمر تن دے او رستم قصبه کښې اوسېږى چرته چې خلق په ګڼه ګوڼه کښې هلته راځي او جائېداد، مينې ، کاروبار او ملازمت کښې د ورپېښو کړمو په بابله ترې مرسته ترلاسه کوي ـ

باباجى د تېرو ١٢ کالو راسې روحانى علاج کوي ـ هغه وائي چې هغۀ د مودو مودو د څېړنې او مطالعې نه وروستو روحانى علاج پېل کړو ـ باباجى وائي چې پېريانو سره رابطه د هغوئ د علاج يو اهم جز دے ـ

هغۀ ووئيل :” زۀ د تجربې ترلاسه کولو د پاره نۀ يوازې سختو حالاتو سره مخامخ شوم بلکې خطرناکو ځايونو ته مې مخه هم وکړه ـ پېريانو سره کار کول د بزدلانو د پاره ممکن نۀ ده ـ “

عابد حسېن يو زلمے روحانى محالج دے او چې څو ورله د مرستې ترلاسه کولو د پاره راځي هغوئ له تعويزونه ليکي ـ هغه وائي چې د تعويز ليکلو فن زر کاله پخوانے دے ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ داسې څۀ کار نۀ کوو چې د اسلامى اقدارو خلاف وى او د يو مسلمان په حېث زمونږ د پاره د بدنامۍ سؤب وى ـ “

هغۀ ووئيل چې دا وخت ډېر جعلى روحانى معالجان کار کوي چې د مذهب او قرآن حکيم په بابله هېڅ علم نۀ لري ـ عابد حسېن زياته کړه :” هغوئ ساده خلق تېرباسى او پېسې ګټلو د پاره دا کار کوو ـ زۀ داسې کار نۀ کوم ـ زۀ د خلقو مسلې اورم او د قرآن حکيم په رڼا کښې د هغې هوارے لټوم ـ هغوئ ته شفا ورکول او د هغوئ د ستونزو حل د خدائے په لاس کښې دے ـ “

هغۀ ووئيل :” زياتره خلق د کورنيو جګړو له کبله دې روحانى معالجانو له راځي ، کيږى څۀ داسې چې د کورنۍ غړي حسد کولو سره هم په خپلو خپلوانو تور جادو کوي او د هغوئ د پاره ستونزې پېدا کوي ـ ” عابد حسېن ووئيل :” خلق د عاملانو په ذريعه د خپلې کورنۍ د کسانو د کړمو پېدا کولو د پاره په تور جادو کولو زرګونه روپۍ لګوي ـ “

هغۀ ووئيل چې هغۀ ” د الله په رحمت ” د تور جادو د ځپلو خلقو علاج وکړو او د قرآن حکيم په اياتونو ئې د هغې اثرات ختم کړل ـ

خو ولې د مردان د نوموړى دينى عالم مولانا محمد بلال ترمخه په اسلام کښې تعويز ليکل په هغه صورت کښې جائز ده کله چې په څۀ اصولو عمل وکړے شي ـ هغۀ ووئيل :” په تعويز دې لازمى توګه باندې الله او قرآنى اياتونه وليکلے شي ـ “

مولانا محمد بلال وائي چې اسلام نورو ته د زيان رسولو د پاره د تعويز ليکلو نه خلق منع کړي دي  ـ هغۀ ووئيل چې اسلام کښې په تور جادو بندېز دے ځکه چې دې سره د خلقو ژوند ځپلے شي ـ

د نفسياتو د ماهرانو ترمخه د خلقو د روحانى معالجانو څخه د علاج کولو لويه وجه ډپرېشن دے کوم چې پاکستانۍ ټولنه کښې د يوې وبا شکل خپلوى ځکه چې د اوسنيو کلونو په دوران زمونږ ټولنه نۀ يوازې د ډېر زيات تاؤتريخوالى ښکار پاتې شوې ده بلکې په لويه پېمانه پکښې خلقو کډې هم کړې دي ـ

د خېبرمېډيکل کالج د نفسياتو د شعبې مشر ډاکټر محمد سلطان وائي چې د ملک ٤٠ سلنه ابادى د ډپرېشن ښکار ده ـ

هغۀ زياته کړه چې د ناروغانو اکثريت د نفسياتى رنځونو علاج نۀ کوي ولې چې خواؤشا ٥٢ سلنه ابادى جديد طبى اسانيو ته رسد نۀ لري ـ ډاکټر محمد سلطان ووئيل چې د دې وجه د حکومت له خوا د مناسب فنډنګ نيشتوالے، د نفسياتو د ماهرانو کمے. د خبرتيا نۀ شتون، ثقافتى عقيدو او د نفسياتى علاج کولو د پاره روحانى معالجانو او نيم حکيمانو ته مخه کول دي ـ

ډاکټر محمد سلطان په روحانى معالجانو د خلقو د بې ځايه او غېر قانونى علاج کولو باندې ټکونه وکړل او غوښتنه ئې وکړه چې حکومت دې د هغوئ په ضد کارروائى وکړي ځکه چې دوئ خلق تېرباسى او د هغوئ نه پېسې تروړي ـ هغۀ ووئيل چې هر کله چې خلق د علاج کولو د پاره درانۀ پيسونه نۀ شي ورکولے نو هغوئ روحانى معالجانو او مزارونو ته مخه کوي ـ

ډاکټر محمد سلطان ووئيل :” حکومت ته د ضلعې په کچ د صحت د اسانيو ورکولو ضرورت دے چې دا شان د خلقو هسپتالونو او تربيه شوو ډاکټرانو ته رسد ممکن شي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here