کراچۍ ( فرحانه نيازى ) پوليس کانسټيبل غلام رسول ميمن د پوليو مهم د برياليتوب په هڅو کښې د ژوند نه لاس ووينځلو، دهغۀ په دې قربانۍ ګڼ ماشومان د معذوره کېدو نۀ په ډډه پاتې شول ولې د هغۀ خپل واړۀ بچي يتيمان شول ـ

ghulam rasoolغلام نبى د وژلى شوى سپاهى غلام رسول ورور دے هغۀ نيوز لينز ته په ټيلى فون خبرو اترو کښې په ګوته کړه چې د ورور مې په موبائيل اخرى خبرې ورندار سره شوې وې ـ ” هغۀ مې ورندار ته ووئيل چې د ډيوټۍ ترسره کولو نه دوه ورځې پس به راځى نو هغه به ډاکټر له بوځى ځکه چې د هغې د ډليورى ورځې لنډې دي ـ” د غلام رسول تعلق ګهوټکى ضلعې سره وۀ او هغه ٢٠٠٧ء کښې په پوليس کښې بهرتى شوے وۀ ـ هغه شهدادپور پوليس ټريننګ اسکول ته د کورس کولو د پاره تلے وۀ د چرته نه چې هغه د پوليو ډيوټۍ د پاره کراچۍ ته ولېږلے شو ـ د غلام نبى ترمخه ” د هغۀ ورور خو د تربيت د پاره تلے وۀ د هلته نه هغه ډيوټۍ له وليږلے شو د دې نه خو هغه بيا وروستو خبر شوے وۀ ، دلته ګهوټکى کښې خو هيڅ خطره نۀ وه ولې د کراچۍ د خطرو په حقله ناخبره وۀ ـ ” د غلام رسول ميمن څلور زامن او يوه لور ده، د غلام نبى ترمخه ” د کور واله ؤ حالت به څۀ وى کله چې يوازينے ساتندويه لاړ شى خو هغه وياړ کوى چې د هغۀ ورور ته شهادت ترلاسه شو ـ”

کراچۍ کښې په ٢٠١٢ء کښې د پوليو په ډلو حملې پيل شوې چې پکښې تر اوسه لس پوليس کارمندان او اووۀ رضاکاران مړۀ شوي دي ـ په دې کال کښې د اوو زرو رضاکارو د پاره پينځۀ زره پوليس کارمندان په ډيوټۍ کړے شوي وو ـ د وژلى شوى هيډ کانسټيبل عبدالستار مړے د هغۀ ملګرى اے ايس آئى صورت خان د پنجاب د منډى بهاؤالدين ضلعې ملک وال تحصيل ته ورسولو، هغه د تېرو ٢٤ کالو راسې د پوليس په ملازمت کښې وۀ ـ

د اے ايس آئى صورت خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې وېنا وه چې د دې حملو باوجود هغه نۀ وېريږي دا د ملک او قام د پاره نوکرى ده ـ ساه د الله ده ـ

” مونږ د ترهه ګرو له وېرې د نوکرۍ په پرېښودو بنګړو اچولو سره کور کښې کېښناستے نۀ شو مونږ به هغوئ سره مقابله کوو، د ترهه ګر څۀ مذهب وى او نۀ کوم نسل هغه بس ترهه ګر وى ـ”

کراچۍ کښې په پوليس اهلکارو د حملو زياتر پېښې په اورنګى ټاؤن کښې مخې ته راغلې دي چرته چې پوليس او رينجرز څو څو ځله د کالعدم شدت خوښو په ضد کارروائۍ هم کړې دي ، چې پکښې د کالعدم تحريک طالبان او لشکر جهنګوى سړي هم وژلي شوي دي ـ

د اورنګى د ايس پى على آصف وېنا ده چې په اصل کښې دا يو جنګ دے او مونږ ئې مقابلې کولو ته تيار يووـ

” مسله دا ده چې د يو خاص ذهنيت او کرکژنو رجحاناتو لروونکي خلق په څۀ طريقه بيا فعالېدل پيل کيږي او کۀ چرې هغوي جنګى وړتيا لري او هغوئ هم دغه جنګيالى صلاحيتونه کارؤلو سره په رياست حملې کوي نو پاکستان کښې داسې پېښې تېرو وختونو کښې مونږ لېدلي دي او داسې حالاتو کښې مونږ وړاندې هم اپريشنونه کړي دي ـ ”

د شدت خوښو نخښه جوړېدونکې ډله کښې کانسټيبل على ګوهر چاچړ هم شامل وۀ چې د خوش بختۍ نه بچ شو، نيوز لينز پاکستان سره په ټيليفون خبرو اترو کښې د هغۀ وېنا وه چې ملګرو ورته ووئيل چې هغوئ واپس راروان دي او هغوي ډوډۍ ته انتظار ايسار وو، دغه دوران کښې هغۀ ته د حمله پته ولګېده او هغه د پېښې ځائے ته ورسېدو چرته چې د هغۀ د ملګريو مړي پراتۀ وو ـ

د على ګوهر چاچړ ډيوټى د اورنګى اتم نمبر يونين کونسل کښې وه ، دې نه وړاندې هم هغۀ دې سيمه کښې ډيوټى ورکړې وه ـ

” مونږ د شهداد پور پوليس ټريننګ سينټر نه څلورو ورځو له راغلي وو، مونږ ته بلټ پروف جيکټې هم رانۀ کړے شوې ـ حالانکې مونږ ته دا باور راکړے شوے وۀ چې راتلونکى وخت کښې به هرې ډلې له د دريو نه څلورو پورې پوليس کارمندان او بلټ پروف جيکټونه ورکولے شي ـ “

د هغۀ د دې دريځ برعکس ډى آئى جى فيروز شاه د چارشنبې په ورځ د پېښې په ځائے کښې ميډيا سره خبرو کښې دعوه کړې وه چې ټولو کارمندانو ته بلټ پروف جيکټې ورکړے شوې وې ـ

کراچۍ کښې د تېرو دوو کالو راسې د شدت خوښو تنظيمونو، قلنګ اخستوونکو او د سياسى ګوندونو د هدفى وژوونکو خلاف هم اپريشن روان دے ، د کوم په دوران کښې چې يوازې تېرو شپاړسو مياشتو کښې ٩٥ پوليس کارمندان وژلي شوي دي ـ

د کانسټيبل على ګوهر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې وېنا وه چې هغوئ سره بايد ځائى استوګن کانسټيبل وى ـ

” مونږ ته د کوڅو د لارو هم پته نشته، د پوليو هرې ډلې سره چې څومره هم نفرى وه ټول په ټوله کراچۍ څخه بهر نه راغلې وه ـ “

د سندهـ آئى جى الله ډنو خواجه د تربيت اخستوونکو ځوانانو د خطرو ډکو سيمو ته د ليږلو تورونه رد کړي دي د هغۀ وېنا وه چې ” ځينې ځوانان د پوليو ورکرانو د سکيورټى د پاره تلي وو او څۀ د بهر څڅه د سکيورټى د پاره راغلي وو ځکه نو دې سيمه کښې د خطرو په اړه دومره اندازه نۀ وه چې له کبله ئې دا زيان وشو خو ولې هڅه به کوو چې راتلونکى وخت کښې داسې قسمه څۀ بې غورى نۀ وى ـ”

وژلے شوے سپاهى حاجى اسماعيل د خپل زوئ ديشان اتل دے هغۀ پوليس کښې په يوه ښۀ چوکۍ د هغۀ د ليدلو خواهش لرلو ـ د حاجى اسماعيل درې بچي دي ذيشان په دويم نمبر دے چې دا وخت دولسم جماعت کښې سبق وائى ـ

کراچۍ کښې د بدامنۍ له کبله به ذيشان کله کله پلار له د ملازمت پرېښودو مشوره ورکوله ولې د هغۀ په وېنا هغوئ به دا خبره اورېده قدرے نه ـ

” هغۀ به ملازمت له د تللو په وخت دا ووئيل چې زۀ خپل سر تلى کښې ږدم او ځم پته نشته چې واپس به راشم کۀ په رانۀ شم ـ مونږ چرته دا سوچ نۀ وۀ کړے چې پلار به مو داسې لاړ شى ـ”

په ډاګه دې وى چې د پوليو په ډلو د حملو نه ورستو د پوليس سيکيورټى ورکولو پرېکړه شوې وه دوه مياشتې وړاندې د پوليس د نيشتوالى له کبله دا مهم دوه ورځې ځنډ سره پيل کړے شوے وۀ ـ

پاکستان کښې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې نه پس د پوليو په ډلو حملې زياتې شوې ، د ځينو رپورټونو ترمخه د پوليو ويکسين په بهانه د اسامه کمپاؤنډ پورې رسد ترلاسه کړے شو، کراچۍ کښې د دې حملو په نتيجه کښې اووۀ رضاکار وژلي شوي دي ـ

نيوز لينز سره خبرو اترو کښې د پوليو يوې رضاکارې عابدې وئيلي وو چې هرې ډلې سره دوه پوليس اهلکار په ډېوټۍ کولے شى، کومې سيمې چې زياتې حساسې وي هلته زياته نفرى ورکولے شي ـ

” دا پوليس په کور دننه نۀ وى کۀ ښځينه پوليس کارمندانې هم ورکړے شى نو ښۀ خبره ده ـ ځکه چې د سړيو پوليس واله ؤ کوشش وى چې وخت ونۀ لګى خو زياتره داسې کيږى چې څوک کۀ چرته د څاڅکو ورکولو مخه نيسى نو کورونو ته دننه هم تلل وي ـ “

روان کال ٢٠١٦ء کښې په سندهـ کښې د پوليو درې او ټول پاکستان کښې د پوليو ټول اتۀ کيسونه مخې ته راغلې دي ـ د بى بى سى د يو رپورټ ترمخه ” کال دوه زره يوولسم پورې پاکستان په هغو څلورو هيوادونو کښې شامل وۀ چرته چې تر اوسه د پوليو کيسونه مخې ته راځي ـ

او کال ٢٠١٢ء کښې پاکستان د نړۍ په هغو دريو ملکونو کښې يو وۀ چرته چې د پوليو وائرس اوس هم موندے شى ـ نورو ملکونو کښې افغانستان او نائجيريا شامل دي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here