پېښور ( اسد خان ) هر څو کۀ دا د ګرافټى فنکارانو د پام خپل لورى ته د راګرځولو په حقله مشهور شوي دي چې د خپل ذات او د خپل فنکارانه څرګندونې ترمنځه هېڅ څۀ څيز خنډ کېدو ته نۀ پرېږدي، خزلې غورځولو له د کارېدونکى کنټينرآرټ د څرګندونې د پاره مناسب کينوس نشته ـ

او نۀ هم دا د کوم داسې ځائے په توګه معروف دي چرته چې ئې زلمى سيلفى جوړولو سره دا خوندى کړي يا ئې په فېس بک ور کړي ولې لږ ډېر ثقافتى ردوبدل سره د خېبرپښتونخوا حکومت دا بيخى په هم دغه رنګ کښې وړاندې کړے دي ـ

د خېبرپښتونخوا حکومت چې کله د سپرلى په روان موسم کښې صفا شين سمسور پېښور منصوبه پېل کړه نو د خزلې جمع کولو او غورځولو د پاره کنټينر او د خزلې ډبي رامنځته کړے شول، هم دې سره سره د پېښور زلمو فنکارانو ته بلنه ورکړے شوه چې هغوئ د خزلې په دې ډبو د روايتى طرز مصورى وکړي چې په شاندارا ټرک آرټ يا بلاک پرنټ د سينګار شوى اجرک په څېر وى ـ

د واټر اينډ سينى ټيشن سروسز پشاور (ډبليو ايس ايس پى)، دې فرم ته د پېښور د صفائۍ ذمه وارى ورکړے شوې ده، جنرل منيجر ناصر غفور وائي :” خلق خپلو سيمو کښې د خزلې ډبي ليدل نۀ غواړى چې وجه ئې دا ده چې د دې نه تلوونکے سخا بوئى بېخى بد لګى ـ”

شپږ مياشتې مخکښې د دې منصوبې تصور وړاندې کړے شو کله چې ناصر غفور او د هغۀ ټيم جذبې او ولولې سره د خزلې خراب ډبي د سپشلائزډ سالډ ويسټ کوليکشن فليټ منصوبې لاندې کينوسونو باندې بدلولو سره دا په زړۀ راښکوونکو رنګونو ښائسته کړل او د پېښور په اهمو ځايونو د خزلې ١٥١ جوړ کړے شوي ډبي کېښودے شول ـ

د پېښور په ګرينډ ټرنګ روډ، رنګ روډ او حيات آباد کښې د سپرلى د موسم رنګونه ښکاره نۀ شول، دا کمے د ټرک آرټ، پښتون روايت، ځنګلى ژوند، اولسى پېغامونو، د ګلونو او ونو په رنګارنګ عکسونو پوره کړے شو ـ

ولې د خزلې دا ډبي د مصورۍ د کينوس په توګه د ښار د ښکلا زياتولو نه هم زيات مقصدونه ترلاسه کوي ـ د ډبليو ايس ايس پى ترمخه د هغوي مقصد د خزلې د ډبو د استعمال په حقله خلقو ته خبرتيا ورکول دي ځکه چې په بل صورت کښې دا په کوڅو کښې ګډوډ پراتۀ وي ـ د ٤٠ لکه ابادۍ په ښار کښې هره ورځ څو ټنه خزله پېدا کيږي کومې ته چې ماهران د ” توربخن سرۀ زر ” په توګه ګوري ولې دا ټوله خزله رى سائيکل کولے نۀ شي ـ

د ډبليو ايس ايس پى له خوا د ورکړے شوې شمېر شمېرې ترمخه د پېښور ښار رقبه ١،٢٥٧ مربع کلوميټره ده او دا د پاکستان نهم لوے ښار دے چې په ٤٥ يونين کونسلو کښې ئې هره ورځ ٨١٠ ټن خزله پېدا کيږي ـ

ناصر غفور نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د ښار څخه هره ورځ ٨١٠ ټن خزله کښې هم د ٧٠ نه ٧٥ سلنه پورې خزله غورځولے شي او نوره ښار کښې هم داسې پرته وي ـ “

د دې مطلب خواؤشا ٦٠٧ ټن دے چې د ٨١٠ ټن ٧٥سلنه جوړېږى او دا د رى سائيکلنګ د پاره راجمع کولے شى او خواؤشا ٢٠٠ ټنه خزله ښار کښې پرته وى او د هره ورځ په بنياد دغه ډېران زياتيږي ـ

ناصر غفور وائي :” خلق د خزلې ډبي نۀ خوښوي خو اوس د هر عمر کسان دې سره سيلفى جوړوي ـ خلق د خزلې د ډبو د کارولو په حقله خبر نۀ دي ـ مونږ خلقو ته د خزلې په ډبو کښې د خزلې غورځولو د ګټې وټې نه د خبرولو د پاره د خبرتيا مهم پيل کولو منصوبه هم ترتيب کړې ده ـ “

خېبرپښتونخوا حکومت د دې منصوبې د پاره ٢٠ کروړه روپۍ ځانګړې کړې دي کومه چې بيخى خپله وړومبۍ مرحله کښې ده او د خېبر ميډيکل کالج دوو طالب علمانو عمر خان او دانيال خان ١٦ ډمپر ټرکونه، ١٥١ کنټينرې، ٥٠ منى ډمپرې، څلور کنټينرونه او د اوبو د چړقاؤ د پاره يو ټرک په رنګونو ښائسته کړے دے ـ دې طالب علمانو د آرټ پراجيکټ ترسره کولو د پاره د ډبليو ايس ايس پى نه معاشى مرسته ترلاسه کړې ده ـ

د ډبليو ايس ايس پى وياند تيمور خان وائي :” مونږ د منصوبې په وړومبۍ مرحله کښې د خزلې غورځولو د پاره په بيلابيلو ځايونو کښې ١٥١ کنټينرې لګولې دي ـ د دې منصوبې په دوېمه مرحله کښې به د خزلې غورځولو د پاره ٥٠ منى ډمپرې، درې رولرې او د اوبو د چړقاؤ د پاره يو ټرک شاملولے شى ـ “

د خزلې راغونډولو د پاره د کنټينر د نوى فليټ رامنځته کولو د پرانستې دستوره کښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلى پرويز خټک ووئيل چې صفائى د ايمان يوه ډېره زياته اهمه برخه ده ـ هغۀ زياته کړه چې په صفائۍ ستهرائۍ سرمايه کارى کول د صحت شعبه کښې د سرمايه کارۍ برابر خبره ده ځکه چې دې سره په رنځونو او خيچنوالى قابو موندلو کښې لاس مرسته کيږي ـ

د پېښور يو اوسېدونکى نويد على د خېبرپښتونخوا حکومت د پاک او شين سمسور پېښور د منصوبې ستائينه وکړه ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې زړۀ راښکوونکى د خزلې ډبي وي نو خلق به ئې استعمالوي هم ـ

هغۀ زياته کړه چې دې نه وړاندې به د خزلې کنټينرې تر څو ورځو د خزلې نه ډکې پرتې وې ، د واکمنو له خوا د دې د لرې کولو هيڅ بندوبست نۀ وۀ او ناوړه سخا بوئي له کبله به څوک دې ته ورنزدې کيدے نۀ شو ـ

د نويد على وړاندې وېنا وه :” خلق به اوس د خزلې دا ډبي د خزلې غورځولو د پاره نۀ يوازې استعمالوي بلکې دې سره به د ښار ښکلا هم زياته شى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here