پېښور ( سلمان يوسف زئى ) د بشرى حقونو د کارمندانو او وکيلانو وېنا ده چې د عملې د کمى او د لږو مالى وسيلو له کبله خېبرپښتونخوا کښې اوس اوس د جوړ شوى انسانى حقونو د ډائريکټورېټ صوبه کښې د بشرى حقونو په خلاف ورزيو د قابو موندلو وړتيا ته خطرې پېښې شوې دي ـ
پېښور سره تعلق لروونکے وکيل ارشاد احمد، چې د انسانى حقونو مقدمو کښې پوهه لرى، وائي :” په صوبائى کچ د بشرى حقونو د ډائريکټورېټ جوړېدلو تصور غوره دے ولې له دې د اثرناکه نتيجو ترلاسه کولو د پاره د حکومت د عملى سرپرستۍ ضرورت دے ـ “
د انسانى حقونو ډائريکټورېټ سره اړوند يو افسر، چا چې د جاب سکيورټى لاملونو له کبله د نوم څرګندولو څخه په مخ اړولو، ووئيل چې ډائريکټورېټ ته ” عام خلق نۀ يوازې زيات رسد نۀ لرى بلکې د عملې کمے هم رامنځته دے ـ”
ذکر شوى افسر ووئيل :” د بشرى حقونو ډائريکټورېټ دا وخت دوه کسان چلوى چې يو پکښې ډائرېکټر او يو انتظامى افسر دے ـ حکومت دا وعده کړې وه چې د ټولې صوبې په ١٤ ضلعو کښې به د بشرى حقونو د ډائريکټورېټ دفترونه پرانستے شي چې ورسره به د انسانى حقونو په خلاف ورزيو اړونده شخړو په پېژندګلو کښې لاس مرسته کېدله ـ خو د معاشى ستونزو نه علاوه د سرکارى ادارو ترمنځه د رابطو د نيشتوالى له کبله د بيلابيلو محکمو له خوا د ورکړے کيدوونکو خدمتونو په ورکړه کښې يو شان والے پېدا شوے دے ـ لکه څنګه چې د خېبرپښتونخوا د سماجى ښېګړې د محکمې او د انسانى حقونو د ډائريکټورېټ غرض او مقصدونه د يو حد پورې د يو شان بڼې دي ـ “
٢٠١٢ء کښې صوبه کښې د بشرى حقونو د ورکړے د عمل باورى کولو د پاره د پېښور په کچ د انسانى حقونو سيل قائم کړے شو کوم چې بيا وروستو د پاکستان تحريک انصاف خېبرپښتونخوا کښې په اقتدار ناست صوبائى حکومت جولائى ٢٠١٤ء کښې يو خپلواکه ډائرېکټورېټ کړو ـ خېبرپښتونخوا کښې د انسانى حقونو د پرمختګ، تحفظ او فراختيا د ايکټ لاندې جوړ شوى د انسانى حقونو ډائريکټورېټ د ورپېښو چيلنجونو باوجود ٢٠١٥ء کښې ترلاسه کيدوونکو پينځو سوو شکايتونو کښې ٤٧٥ باندې سمدستى کارروائى وکړه ـ
د انسانى حقونو د ډائريکټورېټ ډائرېکټر نور زمان خټک ووئيل چې د بيلابيلې بڼې په معاملاتو، کوم چې د تعليم محکمې، د صحت محکمې، کورنيو جګړو، مختلفو محکمو کښې بهرتيو او بدليو کښې په ضابطو د عمل نۀ کېدو، د اقليتونو د حقونو د خلاف ورزيو وغېره سره تړلي وو، ډائرېکټورېټ د عملې د کمى باوجود کار ترسره کړو ـ
هغه شکايتونه، چې د ډائريکټورېټ د کار په دائره کښې نۀ راځي، اړونده محکمو ته د هوارولو د پاره ليږلے شي او ډائرېکټورېټ د هغې فيډ بېک ترلاسه کوى ـ ډائرېکټورېټ د داسې معاملو تفتيش نۀ شى کولے چې بهرنيو چارو سره تعلق لري او هغه د پاکستان دفاع سره تړلې شوې وي يا داسې معاملې چې وسله والو ځواکونو سره اړوند وي او قانونى تحفظ ورته ترلاسه وي ـ
هر څو کۀ د ډائريکټورېټ کارکردګى د ټولو خنډانو باوجود غوره پاتې شوې ده چې د صوبائى حکومت د بې غورۍ په سؤب راولاړ شوي دي حکومت د معاشى وسيلو او عملې د کمى د ستونزې هوارولو د پاره هېڅ ګامونه وانۀ خستل، دغه شان د ملک د انسانى حقونو د وړومبى ډائريکټورېټ له خوا صوبه کښې د ښو نتيجو د ورکړے وړتيا متاثره شوې ده، خېبرپښتونخوا کښې د تېرې يوې لسيزې راسې په خاص توګه د فساد او عسکريت خوښۍ له کبله د بشرى حقونو خلاف ورزۍ ډېرې زياتې شوې دي ـ
د ډائريکټورېټ يو افسر ووئيل :” د انسانى حقونو ډائريکټورېټ ته د ١٦-٢٠١٥ء په دوران د مشهورتيا او خبرتيا د مهم د پاره د صوبائى حکومت له خوا تر اوسه يوه روپۍ هم ورنۀ کړے شوه ـ “
د ياد افسر فکرمندى د بشرى حقونو د پاره د کار کوونکو غېر سرکارى تنظيمونو د استازو د اندېښتنو څخه هم په ډاګه شوه ـ
خېبرپښتونخوا کښې د لښتيو د حقونو د پاره د کار کوونکى تنظيم ” بليو وائنز ” پروګرام کوارډينيټر قمر نسيم وائي :” د انسانى حقونو ډائريکټورېټ د سياسى لاسوهنې او د مرستې نۀ ورکولو له کبله نظرانداز شو ـ ” هغۀ ووئيل د خېبرپښتونخوا اولس د تېرې يوې لسيزې راسې د انسانى حقونو د ډېرو سختو خلاف ورزيو سره مخامخ دي ـ
هغۀ زياته کړه :” د آئين لاندې ډائريکټر د بشرى حقونو د ډائريکټورېټ فعالولو په خاطر د مرستې ترلاسه کولو د پاره پوره واک اختيار لرى خو د هغۀ ټاکنه د خېبرپښتونخوا د قانون محکمې په عمل کښې راوستې ده د کومې له کبله چې دا هيله لرل عبث دي چې هغه به د حکومت د پرېکړو په ضد ګام واخلى ـ”
جمهوريت او ګورننس باندې د کار کوونکى يو غېر سرکارى تنظيم ” ډيموکريسى رپورټنګ انټرنيشنل ” ( ډى آئى آر ) صوبائى رابطه کار خلفان خټک وائي چې ډائريکټورېټ دا واک لرى چې هغه د حکومتى مشينرۍ او غېر سرکارى شعبې د څارنې نظام وټاکى د کوم يوازېنے مقصد چې د وګړيو اختيارمند جوړول وى خو د بشرى حقونو اړوند معاملاتو باندې د نظر ساتلو او د دې بڼې د ذمه واريو ترسره کولو د پاره د معاشى لاس مرستې او عملې ضرورت دے ـ
خلفان خټک زياته کړه :” د انسانى حقونو د يو تنظيم په توګه ډائريکټورېټ اولس سره د رابطو په لړ کښې مؤثره ثابت نۀ شو ـ “
هغۀ زياته کړه :” د معاشى مسلو له کبله د ډائريکټورېټ څۀ ويب سائټ نشته ـ
د انسانى حقونو د ډائرېکټورېټ په لازم ډول د يو پورټل شتون ضرورى دے چرته چې خلق آن لائن شکايتونه جمع کولے شي ـ د درخواست جمع کولو طريقه کار دې خلقو کښې د خبرتيا پېدا کولو د پاره د هغوئ په مورنيو ژبو کښې وى ـ “
د انسانى حقونو د ډائريکټورېټ يو افسر ووئيل چې ډائريکټورېټ ته زياتره شکايتونه د سرکارى محکمو له لورى ترلاسه کيږي چې پکښې د وزيراعلى شکايت سيل او د مردان شکايتونو سيل هم شامل دے او د خبرتيا د نۀ شتون له کبله بس ځينو خلقو نيغ په نېغه درخواستونه جمع کړې دي ـ هغۀ زياته کړه :” ډائريکټورېټ ته زياتره شکايتونه د وزيراعلى شکايات سيل څخه ترلاسه شول ځکه چې د ډائريکټرېټ څۀ مشهورتيا ونۀ کړے شوه ـ “
د خېبرپښتونخوا د قانون وزير امتياز شاهد تصديق وکړو چې ډائريکټورېټ د معاشى وسيلو په ترلاسه کولو کښې ستونزو سره مخ دے ـ هغۀ ووئيل :” د خزانې محکمې د طمعې بجټ منظور نۀ کړو چې ورسره د انسانى حقونو د ډائريکټورېټ کارکردګۍ باندې اثر پريوتے دے ـ “
هغۀ زياته کړه چې د خزانې محکمې هغوئ ته د زر تر زره فنډز جارى کولو باور ورکړے دے ځکه چې د بشرى حقونو ډائرېکټورېټ سره دا وخت هېڅ بجټ نشته ـ د هغۀ وېنا وه چې صوبه کښې په لويه پېمانه د انسانى حقونو د کېدوونکو خلاف ورزيو د مخنيوى د پاره حکومت بيلابيلو ضلعو کښې د ډائريکټورېټ د څانګو جوړولو منصوبه تشکيل کړې ده ـ دا دفترونه د فنډز د کمى له کبله تر اوسه قائم نۀ شول ، هر څو کۀ بيورو آف انټرنيشنل نارکوټکس او لا انفورسمنټ افيئرز، حيات آباد پېښور کښې به د يو ذيلى دفتر جوړولو د پاره ډېر زر فنډنګ کوى ـ
د انسانى حقونو د چارو په حقله د وزيراعلى صلاح کار عارف يوسف، څوک چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړے هم دے ، ډائريکټورېټ ته د ورپېښو ستونزو څخه بې خبرى ښکاره کړه ـ هغۀ سره چې کله رابطه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل :” هغۀ ته به په مېډيا کښې د هرم کوم بيان ورکولو نه وړاندې په دې حقله د قانون د محکمې نه د ډائريکټورېټ د موجودګۍ په اړه معلومات اخستل وي ـ “
خېبرپښتونخوا کښې د انسانى حقونو د پرمختګ، خونديتوب او ودې د ايکټ ٢٠١٤ء لاندې د انسانى حقونو ډائرېکټورېټ صوبه کښې د انسانى حقونو د صورت حال، د هغې د فراختيا، تحفظ او نافذولو، د بشرى حقونو په خلاف ورزيو د ښکار شوو خلقو د شکايتونو د ازالې د پاره د انکوائرۍ، د بشرى حقونو د خوندى کولو د پاره په پخو بنيادونو د بيلا بيلو پاليسيو هم آهنګ کولو، ټاکلو او د هغې نافذولو، حکومتى محکمو کښې د انسانى حقونو د تحفظ د پاره د رابطه کوونکي د ذمه واريو، د قانون سازۍ هم آهنګ کولو د پاره د ګامونو اخستو، د هغو نړيوالو لوظنامو او قراردادونو، په کومو کښې چې پاکستان فريق دے، ترمخه د ضابطې تشکيلولو حق لرى ـ
ډائريکټورېټ ته د انسانى حقونو او قانون او د هغې د خلاف ورزيو د مخنيوى د پاره د خبرتيا پېدا کولو او معلوماتى پروګرامونو ترسره کولو له لارې د نړيوالو لوظنامو د عمل درآمد نګرانى هم کول دي ـ
عوامى نيشنل پارټۍ سره اړوند قانون ساز سيد جعفر شاه ووئيل چې د ډائرېکټورېټ جوړولو په حقله ډېره واوېلا وکړے شوه ولې دا د اميدونو برعکس دومره اثرناکه ثابت نۀ شو ـ
هغۀ زياته کړه :” د قوانينو نافذول ډېر زيات اهم دي ـ “
د سيد جعفر شاه وړاندې وېنا وه چې کۀ خېبرپښتونخوا حکومت په قوانينو د عمل درآمد کولو ذمه وارو ادارو سره ملاتړ نۀ کوى نو هغه د خپلو قوانينو نافذولو په حقله سنجيده نۀ دے ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here