اسلام آباد ( رحمت محسود ) اولس د ٤٠ ارب روپو منى بجټ رد کړے دے او اسلام آباد چېمبر آف کامرس اينډ انډسټرى خبردارے ورکړے دے چې دا نوے بجټ به نۀ يوازې د ټيکس اخستو نظام ګډ وډ کړى بلکې ” بې وزلى او بې روزګارى به ورسره هم زياته شى ـ”
د خزانې وزير اسحاق ډار د انټرنيشنل مانيټرى فنډ ( آئى ايم ايف ) له خوا د لګولى شوى شرط په رڼا کښې ټيکسونه ورګول کوم چې د منى بجټ په توګه په نظر راځى او د دې لاندې د ٦١ مصنوعاتو په درآمد کولو د پينځو نه ١٠ سلنه پورې د ډيوټى لګولو څخه پرته په ٢٨٩ مصنوعاتو د پينځۀ سلنه پورې ډيوټى زياته کړے شوې دي ـ
له دې پرته اسحاق ډار په زرګونو مصنوعاتو يو سلنه کسټم ډيوټى لګولې ده ـ ولې د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټرى صدر عاطف اکرام شيخ له وړاندې دا خبره کوى :” دا منى بجټ به د دولت بې انصافه وېش زياتوى چې ورسره به بې وزلۍ او بې روزګارى کښې زياتوالے راځى ـ “
د پېنډۍ ښار د ګڼې ګوڼې مارکيټ کښې د کپړې سوداګر د ٤٥ کالو اظهار عباس نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ګيله وکړه چې د حکومت له خوا د نوؤ ټېکسونو نافذولو له کبله د هغوئ کاروبار سخت زيانمن شوے دے ـ
هغۀ زياته کړه :” تاسو ته خو پته ده چې کله هم حکومت نوے ټېکس لګوى نو ټرانسپورټران کرايې زياتوي او اخر کښې ټول بوجهـ عام اولس ته زغمل وى ـ”
د اظهار عباسى مخکښې وېنا وه چې وړو تاجرانو ته د نوؤ ټېکسونو لګېدو له کبله څيزونه په ګرانه بېعه خرڅول وي او يو ځل بيا هم يو عام اخستوونکے د ګرانۍ په مېچن دل کيږى ـ
د قائداعظم يونيورسټۍ سکول آف اکنامکس سره اړوند اسسټنټ پروفېسر او د معاشى چارو ماهر ډاکټر انور شاه نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت ته پکار وو چې په شتمنو خلقو ئې نېغ په نېغه ټېکس لګولے وۀ ـ
هغۀ ووئيل چې دغه شان حکومت ته دا هم پکار وو چې د کمپنيو په ګټه وټه ئې ټېکس لګولے وے ـ د ډاکټر انور شاه وړاندې وېنا وه :” د دا رنګ ټېکسونه ګټه دا وى چې کمپنۍ په ګاهکانو بوجهـ نۀ شى اچولے ـ “
د اسلام آباد چېمبر آف کامرس اينډ انډسټرى صدر ووئيل چې ملک کښې دا وخت د ټېکسونو يو داسې نظام رائج دے چې ورسره د لږې ګټې وټې والا طبقه ځپلے شى او خواؤشا ٧٠ سلنه ټېکس د نور څۀ په ذريعه ټېکسېشن په اخستے شى ـ هغۀ تجويز ورکولو سره ووئيل :” فېډرل بورډ آف ريونيو ته پکار دي چې نېغ په نېغه د ټېکسېشن نظام رامنځته کړى د کوم لاندې چې شتمنه طبقه خپلې قامى ذمه وارۍ ترسره کړي او د بې وزله طبقې د پاره څۀ ګنجائش راووځي ـ “
عاطف اکرام شيخ ووئيل خواؤشا ١٤ کروړ موبائل سبسکرائبرټيکس څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې وټې اندازَ ٥.٣٤ سلنه ټېکس ورکوي ولې رښتيا خو دا دي چې د اکثريت ګټه وټه دومره نۀ ده چې په هغې ټېکس راځي ـ
د لسم جماعت طالب علم امجد حسېن ووئيل چې د موبائل کارؤل ډېر زيات ګران شوي دي ځکه چې موبائل فون کمپنۍ د سلو روپو په کارډ اچولو ٢٥ روپۍ ټيکس کټ کوي ـ
د عاطف اکرام شيخ مخکښې وېنا وه چې يو نيم کروړ شتمنو او دوه نيمو کروړو اعلى ميانه طبقې سره اړونده کسانو کښې خواؤ شا پينځو لکو خلقو ټېکس جمع کړے دے کوم چې د دې خبرې ډاګيزې ثبوت دے چې نظام کښې چرته څۀ نا څۀ خرابى ارومرو شته ـ
د پاکستان اکانومى واچ، دا په نړيوال معيشت د څېړنې يو خپلواک فورم دے چې پام ئې پاکستان ته دے، صدر ډاکټر مرتضى مغل ووئيل چې د ټېکسونو د زياتې وصولۍ څرګندولو د پاره د نورو ټېکسونو لګول سمه نۀ ده ـ هغۀ افسوس سره ووئيل :” دا نظام شتمنو ته اډاڼه ورکوي د کوم چې بد اثرات د غريبې طبقې په ګټه وټه پريوځي ـ “
نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو ثبوتونو څخه دا په ډاګه شوه چې منى بجټ کښې حکومت د ٤٠ اربو روپو زياتى ټېکسونه لګولي دي چې پکښې په ٦١ مصنوعاتو په درآمد له پينځو تر ١٠ سلنه ډيوټى لګولې شوې ده ـ نور دا چې حکومت په ٢٨٩ څېزونو قريباَ پينځۀ سلنه ډيوټى زياته کړې ده ـ
ډاکټر انور شاه ووئيل چې د ټېکسونو د سپېځلتيا د کره کتنې يوه طريقه خو د بالواسطه ټېکسونو د نيغ په نيغه ټېکسونو سره موازه کول دي چې په ترتيب سره د ٢٥ نه ٧٥ سلنه پورې دي ـ
هغۀ ووئيل :” په ساده ټکو کښې په مجموعى توګه د ورکړے کيدونکو ټېکسونو ٢٥ سلنه نېغ په نېغه ده د کوم نه چې دا څرګندېږى چې د ملک شتمنه طبقه ټېکس نۀ ورکوى ـ ” ډاکټر انور شاه زياته کړه بل خوا د ټولنې د بې وزله او بې برخې طبقو نه د بالواسطه ټېکسونو په مد کښې لويه پېمانه باندې ټېکس اخستے شى ـ
د خزانې وزارت يو سينئر افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط، ولې چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازه نشته، ووئيل چې حکومت زياتى ټېکسونه د ” آئى ايم ايف په شرطونو ” لګولي دي خو هغوئ له دې شرطونو خبر نۀ دي ـ
د ثبوتونو ترمخه د روان مالى کال د موجوده دريو مياشتو په دوران خواؤشا د ٨.٣٩ ارب روپو د خسارې پوره کولو د پاره د زيات نه زيات ريونيو اخستو په خاطر دا ګامونه پورته کړے شوي دي ـ
پرته له دې، حکومت د غنمو د سبسډائزډ نرخ ١٣ سوه روپۍ من په حال ساتلے دے او دې کښې ئې هېڅ بدلون ونۀ کړو ولې د جوارو په درآمد ئې ٣٠ سلنه ريګوليټرى ډيوټى لګولې ده ـ
د پېنډۍ اوسېدونکې د پينځو بچو مور بشرى بېګم ووئيل چې د نوؤ ټېکسونو د عامو خلقو په کورنى بجټ نېغ په نېغه اثرات پرېوځي ـ هغې ووئيل :” د هر بجټ نه وروستو ما ته دوکاندارانو ته د امروزه څيزونو د اخستو يا د بچو د پاره جامو اخستلو له زياتى رقم ورکول وي ـ “

د ذکر شوو ثبوتونو نه دا هم رابرڅيره شوه چې په ٦١ مصنوعاتو د پينځو نه ١٠ سلنه ډيوټۍ لګولو سره به د ټېکسونو په مد کښې د څلور نيم ارب روپو ترلاسه کول ممکن شى ـ دا شان د ٢٨٩ مصنوعاتو په درآمد پينځۀ سلنه ډيوټى لګولو سره به هم څلور نيم اربه روپۍ ترلاسه شى ـ
ولې د اسلام آباد يو تاجر د ٥٤ کالو محمد رضوان ووئيل :” حکومت بايد په لګژرى ګاډو او داسې څيزونو باندې ډيوټى ولګوى چې د ټولنې شتمنه طبقه ئې کارؤي ـ “
هغۀ زياته کړه :” نوؤ ټېکسونو د غريبو او لږې تنخوا باندې د کار کوونکې طبقې ستونزې په ستره توګه زياتې کړې دي ـ “
ولې د خزانې وزارت يو افسر دا باور ورکړو چې د عام تن په بجټ اثر اچوونکي نو کيټيګريز د يو سلنه ډيوټۍ څخه يو خوا ته ساتلے شوے دے ـ
دې فهرست کښې زرعى مشينرى، خام مال، ايوى ايشن سېکټر، کر کيله او فارماسيوټيکلز، ځينې سبزۍ، صنعتى مصنوعات او د غر کنستو د پاره کارېدوووکي صنعتى آلات شامل دي ـ
پرته له دې ذکر شوى افسر ووئيل چې په ځينو نورو شعبو هم يو سلنه ډيوټى ونۀ لګولے شوه چې پکښې تخم، فرټيلائزرز، مينوفيکچرنګ مشينرى، د ٢٥ بيلابيلو شعبو خال مال لکه پيسټى سائيډز، د څرمن صنعت، ټيلى کام سيکټر، اليکټرک موټرز پشمول د شوګر ملز وغيره شاملې دي ـ
هغۀ زياته کړه چې ٦.٥ ارب روپۍ به په ځائى توګه جوړېدوونکو سېګرېټو باندې د فېډرل ايکسائز ډيوټۍ د لارې ترلاسه کړے شي ـ د هغۀ مخکښې وېنا وه :” حکومت به ٢.٥ ارب روپۍ د زر سى سى نه بره د پخوانيو ګاډو په درآمد ١٠ سلنه ډيوټۍ زياتولو سره ترلاسه کوى او د زر سى سى او اتۀ سوه سى سى په زړو ګاډو به ډيوټى نۀ شى زياتولے چې په ترتيب به شپږ زره ډالر او ٤٨ سوه ډالر پاتې وي ـ “
له ثبوتونو دا معلومه شوه چې هغه ٦١ مصنوعات په کومو چې د پينځو نه ١٠ سلنه پورې ډيوټى لګولې شوې ده، په هغې کښې کوپرا، بادام، برازيل نټ او کاجو، ژوندى چرګوټي، چيريز، پائن ايپل، محفوظ کړے شوې غوښه، وؤره کړے شوي کبان او د کب غوښه، مونګ پهلى، سټرس ميوه، چائې او کافى، د چاکليټ جوړولو د پاره کارېدوونکي څيزونه، سټرابرى، شلتالو، خورماڼۍ، ناشپاتۍ، ټرنګ او سوټ کيس و بريف کيس، د څرمن جامې ، ګارمنټس، جيکټ، اوور کوټ، ټائى، مفلر، سکارف، شال، ترپال، ټېنټ، پردې، پېزار، آرټيفشل کالي، ډائپرز، توليې او ګهړۍ وغېره شامل دي ـ
خواؤشا ٢٨٩ مصنوعات داسې دي په کومو چې د ١٠ نه ١٥ سلنه پورې ريګوليټرى ډيوټى لګولې شوې ده چې پکښې پنير، د هر ډول پاؤډرډ پينر، کوچ، قدرتى شهد، ماستۀ، سېب، د اوچ لټمس مصنوعات، آمونه او وؤره کړے شوي امونه، پائن ايپل، امرود، کنو، هندوانه، تروه چېرى، سټابرى، ناشپاتى، بليک بيرى،توت سياه، رس بهرى، انار، امريکى کهجورې، چلغوزي، سېب ، شلتالو، الووچې، چيونګم، سپين چاکليټ او څيزونه ، مېنچې، مالټ، کارن فليکس، کرسپ بريډ، بلګروهيټ، بادرنګ، ټماټر، د سبزيو مربه او نورې سبرۍ شاملې دي ـ
د سړک په غاړه چهابړے لګوونکى شيرحسن ووئيل :” تر دې چې د هګو او ماستو په نرخ کښې هم ډېر زياتوالے راغلے دے او مونږ خپل سکول ته د تلوونکو ماشومانو د پاره تر مناسبې ناشتې بندوبست نۀ شو کولے ـ “
د ډاکټر انور شاه وېنا وه :” نوؤ ټېکسونو د عامو خلقو د پاره څيزونه ګران کړي دي او د خلقو د اخستو په وس کښې کمے راغلے دے ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here