د حکومت د ګډ ګورننس د دعوو نه پړده پورته شوه … آئى پى پيز ته د آډټ نه بغير د ٤٨٠ ارب روپو ورکړه

0
3136
Ministry-of-Finance, Islamabad-office : Photo by News Lens Pakistan
Ministry-of-Finance, Islamabad-office : Photo by News Lens Pakistan
Audit-Finding-Executive-Summary-Finance-Ministry-paid-Rs-480-b
Audit-Finding-Executive-Summary-Finance-Ministry-paid-Rs-480-b
Finance-Ministry-paid-Rs-480-b-2
Finance-Ministry-paid-Rs-480-b-2

لاهور ( سميرا رياض ) دې رښتياؤ کښې د شک شبې هيڅ ګنجائش نشته چې پاکستان د توان بحران سره مخامخ دے او تېرو حکومتونو د ناکاميو، د ناوړه طرز د حکمرانۍ او کرپشن له کبله خلقو د دې عذاب نه ځان خلاص نۀ کړے شو ـ

نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو ثبوتونو نه دا انکشاف شوے دے چې هغوئ ته معلومه نۀ ده چې د پاکستان مسلم ليګ نواز په اقتدار کښې حکومت د هر کوم قسم د آډټ او مناسب کوټلې کارروائۍ نه بغير هم د اولس د ټيکسونو ترلاسه شوې ٤٨٠ ارب روپۍ د توان پيدا کولو کمپينو ته ورکړې دي ـ

د پاکستان د پخوانى آډيټر جنرل بلند اختر رانا له خوا ٢٠١٤ء کښې تيار کړے شوى

Finance-Ministry-paid-Rs-480-b
Finance-Ministry-paid-Rs-480-b

آډټ راپور کښې اعتراض شوے وۀ چې حکومت انډيپنډنټ پاور پروډيوسرز ( آئى پى پيز ) او آئل کمپنيو، لکه پاکستان سټيټ آئل، د ورکړے د ټاکلې ضابطه عمل د خلاف ورزۍ په کولو پېسې ورکړې دي ـ راپور کښې د پرېشانۍ وړ په هغو ځينو تفصيلاتو هم رڼا اچولې شوې ده کومو کښې چې آئى پى پيز ته د پېسو په ورکړه کښې شکمنه ناوړتيا په ګوته کړے شوې ده ـ

 

دې راپور کښې دا انکشاف هم شوے دے چې حکومت د پى پى آر اے ( پبلک پروکيورمنټ ريګوليريټى اتهارټى ) د ضابطو په خيال نۀ ساتلو د هر کوم آډټ څخه پرته آئى پى پيز ته د سټيټ بنک آف پاکستان له لارې د ٤٨٠ ارب روپو ورکړه وکړه ـ

پخوانى اکاونټنټ جنرل آف پاکستان ريونيو طاهر محمود، چا چې د دې راپور په تيارولو کښې اهم کردار ترسره کړو، نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د آئى پى پيز له خوا د راليږلې شوو فوټو کاپيانو په اساس خرڅونه، ايکسټرا سرچارج او واجب الادا پېسې ورکړے شوې دي ـ

هغۀ ووئيل :” آئى پى پيز ته ١٩٠ ارب روپۍ د جرمانې او ١٨ ارب روپۍ د بوګس فوټو کاپيانو په بنياد زياتي ورکړے شوې ـ”

طاهر محمود ووئيل چې هغۀ په دې دومره لويه پيمانه د شوې ټګۍ ټورۍ په معامله د خزانې وزير اسحاق ډار سره جون ٢٠١٣ء کښې خبره کړې وه ـ طاهر محمود زياته کړه :” د خزانې وزير وعده وکړه چې هغه به د بجټ نه پس د دې معاملې جائزه اخلى ولې هغۀ دا دومره لويه ټګى ټورى بيخى نظر انداز کړه ـ ” هغۀ زياته کړه :” وروستو له دې سټيټ بنک آف پاکستان ته هدايت وکړے شو چې آئى پى پيز ته دې د وفاقى خزانې نه ٤٨٠ ارب روپۍ ورکړي ـ “

هغۀ زياته کړه چې د سى جے آرډيننس ٥ بى لاندې د اکاؤنټنټ جنرل آف پاکستان دا ذمه وارى ده چې هغه د داسې ټولو ورکړو د وخت نه وړاندې آډټ وکړى ـ

طاهر محمود ووئيل :” ما هغه وخت د سټيټ بنک آف پاکستان ګورنر اشرف واتهرا ته خط وليکلو کوم کښې چې مې دا حواله ورکړه چې د قامى خزانې نه د پېسو ورکړه تر هغه وخته نۀ شى کيدے تر کومه چې آډيټر جنرل آف پاکستان د هغې آډټ ونۀ کړى ـ ” هغۀ زياته کړه چې د سټيټ بنک آف پاکستان ګورنر په دې حقله د هغه وخت آډيټر جنرل آف پاکستان بلند اختر رانا څخه وضاحت وغوښتو چا چې، ظاهره ده، چې زما د انديښنې او اقداماتو فراختيا وکړه ـ وروستو له دې آډيټر جنرل د سټيټ بنک آف پاکستان په ذريعه آئى پى پيز ته د ورکړے شوو پېسو د ورکړے د تفصيلى آډټ کولو احکامات جارى کړل ـ

طاهر محمود وړاندې انکشاف وکړو چې دا ټوله ورکړه د خزانې د وزير اسحاق ډار په اجازه شوې دي او د اسد امين له خوا څۀ اعتراض ونۀ کړے شو څوک چې دا وخت آډيټر جنرل آف پاکستان دے ـ

دا انکشاف هم شوے دے چې آئى پى پيز سره د شوې لوظنامې د ګڼو شقونو خلاف ورزى شوې ده ـ د لوظنامې لاندې د حکومت له خوا آئى پى پيز ته ٢٨ ورځو کښې رقم ورکول وو ولې په هغې کښې په دې اساس ځنډ وکړے شو چې دا شان جرمانه ولګى ـ خو په آئى پى پيز د جرمانې نۀ لګولو وجه دا وه ځکه چې د برېښنا د بغير ځنډه د ورکړے شرط ختم کړے شوے وۀ ـ

هغۀ په کلکه ووئيل :” د آئى پى پيز له لورى د هرجانې په مد کښې ورکړے کيدونکې ٩.٢٢ ارب روپۍ معاف کړے شوې ولې آئى پى پيز باندې د برېښنا د بغير ځنډه ورکړے په نۀ باورى کولو د ٢٣ ارب جرمانې ترلاسه کولو په ځائے آئى پى پيز ته ورکړه کښې د ځنډ په عذر ٣٢ ارب روپۍ ورکړے شوې ـ “

پخوانى آډيټر جنرل بلند اختر رانا سره چې کله رابطه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل چې د هغۀ د چوکۍ څخه د لرې کولو وجه هم دا وه چې هغۀ په لويه پيمانه کيدونکې ټګى ټورى په ګوته کړه ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما دا معامله په پبلک اکاؤنټس کميټۍ کښې هم پورته کړه ولې د اربونو روپو د ټګۍ ټورۍ په منظر عام د راوستلو زما د هڅو څۀ ستائينه ونۀ کړے شوه د کوم له کبله چې قامى خزانې ته ډير زيات زيان ورسيدو بلکې د پبلک اکاؤنټس کميټۍ د چيئرمين خورشيد شاه له خوا زما بې عزتى وکړے شوه ـ “

هغۀ ووئيل :” زۀ د خپلې چوکۍ نه يوازې له دې کبله لرې کړے شوم ځکه چې ټولې ذمه وارې محکمې له دې رښتياؤ څخه خبر وې چې زۀ به په هيڅ قيمت دا راپور د جارى کيدو نه په ډډه ونۀ ساتم ـ “

د بلند اختر رانا د دعوې تصديق کولو سره د پبلک اکاؤنټس کميټۍ پخوانى چيئرمين نديم افضل چن ومنله چې پاکستان پيپلز پارټى د پخوانى اکاؤنټنټ جنرل اف پاکستان د هغۀ د چوکۍ نه د لرې کولو په عمل کښې شامله پاتې شوې ده ځکه چې هغۀ د پيپلز پارټۍ د تير حکومت د ټګۍ ټورۍ ډېر کيسونه پرانستي وو ـ

مئى ٢٠١٥ء کښې د خزانې د وزارت له خوا يو نوټيفيکيشن جارى شو په کوم کښې چې وئيلي شوي وو چې د سپريم جوډيشل کونسل د راپور په رڼا کښې بلند اختر رانا په ډېرو موقعو خپلې پېشه ورې ذمه وارۍ نظر انداز کړې دي د کوم له کبله چې هغه د آډيټر جنرل د چوکۍ نه لرې کولے شى ـ

د بلند اختر رانا د چوکۍ نه د لرې کولو معامله په دې وجه متنازعه شوه ولې چې دا پريکړه هغه وخت وکړے شوه کله چې پبلک اکاؤنټس کميټۍ د حکومت د آډټ راپورونو جائزه اخسته چې د اربونو روپو د غلط استعمال او شکمنې معاشى ټګۍ ټورۍ سره اړوند وو ـ

په ٢٢ اکتوبر ٢٠١٥ء آډيټر جنرل آف پاکستان اسد امين يو خط وليکلو په کوم کښې چې هغۀ ووئيل چې هغه به د پبلک اکاؤنټس کميټۍ په غونډه کښې ياد راپور سره پخپله وروړاندې کيږى ـ

اکاؤنټنټ جنرل آف پاکستان اسد امين د داسې راپور د موجودګۍ تصديق وکړو خو دعوه ئې وکړه چې آئى پى پيز ته د ورکړے کيدونکو ٤٨٠ ارب روپو د ورکړے د پېرايو له وړاندې راسې آډټ شوے دے ـ

ياد خط کښې مخکښې ووئيلے شول چې د ٤٨٠ ارب د ورکړے پېرايې وېستلے شوې دي ځکه چې هغه آډټ کړے شوې وې او څو نورې پېرايو کښې موجودې خامۍ سمې کړے شوې دي ـ په دغه دوران خط کښې دا وعده هم وکړے شوه چې ډرافټ راپور به د پبلک اکاؤنټس کميټۍ په غونډه کښې وړاندې کولے شى ـ

خو ولې بلند اختر رانا ، د اسد امين دا دعوه بيخى بې بنياده ګرځوى چې د ٤٨٠ ارب روپو د ورکړے هم د وړاندې راسې آډټ شوے دے ـ هغۀ په خپل دريځ ټينګ دے او وائي :” دا دعوه بيخى سمه نۀ ده، زۀ دا په کلکه وئيلے شم چې آئى پى پيز ته د ٤٨٠ ارب روپو د ورکړے هيڅ آډټ نۀ دے شوے ـ “

سينئر تجزيه کار عامر متين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د خزانې وزارت د اوبو او برېښنا وزارت سره په ګډه په لويه پيمانه ټکى ټورى کړې ده ـ هغۀ ووئيل :” د خزانې د وزير اسحاق ډار په ضد د آئين د شپږم شق لاندې کارروائى کيدے شى ځکه چې د هغۀ دا ګام د غدارۍ په زمره کښې راځى ـ “

هغۀ دعوه وکړه چې آئى پى پيز او آئل کمپنيو ته حکومت د چورليدونکې قرضې ختمولو او خپل پوزيشن پياوړى کولو د پاره ګټه ورورسوله ـ

عامر متين ووئيل :” آبزرويشن تل پيل وى د کوم نه پس چې د خواؤشا غړي پبلک اکاؤنټس کميټۍ کښې پيش کيږي، آډټ پارټى او اړونده محکمه غونډه کوى او هره پېرايه باندې خبرې اترې کيږي ـ هغۀ زياته کړه چې په ډرافټ پى اے سى کښې چرته خبرې اترې ونۀ کړے شوې کوم کښې چې د قانونى اړخونو جائزه اخستے شى چې د دې اعتراض جائزه اخستل د پبلک اکاؤنټس کميټۍ په دائره کار کښې راځى کۀ نه ـ

د اوبو او برېښنا محکمې وياند سره چې کله په دې حقله د معلوماتو ترلاسه کولو د پاره رابطه وکړے شوه نو هغۀ د هرې کومې رائې ورکولو څخه ډډه وکړه او وې وئيل چې د ورکړے د پيرايو هم له وړاندې راسې آډټ شوے دے او اوس دا معامله ختمه شوې ده ـ

عامر متين ووئيل چې دې ټوله معامله کښې ذاتى ګټې څرګندې ښکاري ـ موجوده آډيټر جنرل راپور وړاندې کولو کښې څۀ رنګ بې طرفه کيدے شى کله چې هغه پخپله په دومره لويه پيمانه د شوې مالى ټګۍ ټورۍ برخه پاتې شوے دے ولې چې هغه وخت هغه د خزانې د وزارت صلاح کار وۀ ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here