لاهور ( ثمر محمود ) د صوبائى دارالحکومت لاهور پشمول د هېواد ټولو لويو ښارونو کښې فرټيليټى مرکزونه جوړ کړے شوي دي چې د قانونى څارنې د نيشتوالى له کبله برياليتوب سره خپل کاروبارونه ترسره کوي ـ
دا خيال کامياب پاتې شوے دے چې يو سړے هم ماشوم زېږولے شى او خپل نسل مخ په وړاندې بوتللے شى د کوم د پاره چې د جوړو د جينز يو بل ته اړؤل عمل کښې راوستلے شى ولې د ګڼو او په ځانګړى توګه د ژوند د لاملونو له کبله له بده مرغه دا طريقه تل بريالۍ پاتې نۀ شوه ـ دې د پاره دې حالاتو کښې دا فرټيليټى مرکزونه د ناممکنه مکمن کولو لورى ته پرمختګ کوى ـ اخبارونو او مجلو کښې د معصومه ماشومانو د ډاکټرانو او عطايانو سره زړۀ راښکووکي اشتهارات چاپ کولے شى چې پکښې د بې اولاده جوړو د مرستې کولو دعوې کولے شى ـ ولې يوازې بس په دې صبر نۀ شى کولے او دې نه لږ وړاندې ګام اخستو سره د ځائى کيـبل آپريټرانو په مرسته اليکټرانک مېډيا باندې هم داسې اشتهاراتو چلولو څخه څنډه نۀ شى کولے ـ
د يادو جديد ترين مرکزونو نه علاوه د کوډې جادو او دم تعويز کوونکو هم يوه ځانله دنيا ده چې د نارينه وارث د زېږون دعوې کوي ـ دا تش د نوم عاملان اخبارونو کښې په مستقلو بنيادونو اشتهارات ورکوي ـ د دې عاملانو لورى ته هغه جوړې مخه کوي چې د مالى ستونزو سره مخامخ وي او د فرټيليټى مرکزونو د غير اسلامى طبى طريقه کار لاندې د علاج کولو وس دس نۀ لري ـ د ځينو جوړو د پاره هغه وخت ويروونکې نتيجې راووځي کله چې هغوئ تش د نوم د دې عاملانو په خبره باور وکړي ـ
پاکستان کښې وړومبے آئى وى ايف ( د ټيسټ ټيوب په ذريعه د ماشوم زېږون ) مرکز د ١٩٨٠ء په لسيزه کښې ډاکټر رشيد لطيف خان لاهور کښې قائم کړو ـ هغه د پاکستان وړومبے ډاکټر وۀ چا چې ١٩٨٩ء کښې پاکستان کښې په وړومبى ځل ټيسټ ټيوب ماشوم وزېږؤلو ـ
کله چې د اميد رڼا روښانه شوه نو د آئى وى ايف مرکزونه زيات شول او هم دې شرح سره ناروغان هم زيات شول کومو چې د علاج دا جديد طريقه کار خپلول غوښتل ـ هر څو کۀ پاکستان کښې د ټيسټ ټيوب له لارې تر اوسه د د پېدا شوو ماشومانو څۀ سرکارى شمېر شمېره موجوده نۀ ده ولې د يوې اندازې ترمخه خواؤشا پينځۀ زره ماشومان د آئى وى ايف په ذريعه زېږيدلي دي ـ
نوميالے ګائناکالوجسټ، د شنډوالى وړومبيو ماهرانو کښې يو، آئى وى ايف، آئى سى ايس آئى کنسلټنټ او پاکستان کښې د ټيسټ ټيوب له لارې د وړومبى ماشوم پېدا کوونکې وړومبۍ ډلې غړى ډاکټر ثاقب صديق، چې مډ سټى هسپتال کښې په جديدو اسانيو معموره فرټيليټى مرکز او آئى وى ايف کلينک چلوى، نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې آئى وى ايف مرکزونه بې اولاه جوړو د اميد يوه رڼا ښکاره کوى ـ هغۀ ووئيل چې د آئى وى ايف لاندې د علاج په اړه خبرتيا رامنځته شوې ده او په دې حقله ډېرې غلط فهمۍ لرې شوې دي ـ هغۀ ووئيل چې د دې اندازه دې مرکزونو ته د راتلوونکو رنځورانو د شمېر څخه لګولے شي ـ ولې د دې باوجود اوس هم د ډېر څۀ کولو ضرورت دے ـ هغۀ وائي چې کله هم څوک د فرټيليټى په موضوع او دې سره په اړونده خبرتيا باندې خبره کوى نو د دوو نکاتو مخې ته د اېښودلو ضروت دے ـ خلق په دوو فکرى ډلو کښې تقسيموي … وړومبۍ ياده ډله پوهه خبرتيا لرى چې د شنډوالى علاج شته دے او دوېمه ډله هغه ده چې د علاج په حقله خبرتيا خو لرى ولې اخلاقياتو او مذهبى معاملو کښې نښتې ده ـ
اخرى ذکر شوې ډله دا باور لرى چې د شنډوالى علاج کول غير اسلامى دى ـ هغه د خپلو نظرياتو نه يو انچ هم په شا کيدو ته تياره نۀ ده او دې لړ کښې هيڅ اورېدل نۀ غواړى ـ
هغۀ زياته کړه :” بې علمى، د اسلامى فتوو په حقله د خبرتيا نۀ شتون او کلى وال پس منظر هغه بنيادى خنډان دي د کومو له کبله چې د اولس د آئى وى ايف مرکزونو په اړه رائې منفى ده ـ د مذهبى عالمانو د خبرتيا پېدا کولو په حقله کردار انتهائى اهم دے ـ کله چې د شنډوالى د علاج خبره کيږى نو دا هغه خلق دي د چا په لاسو کښې چې د هغو جوړو مستقبل وى ـ وادۀ شوې جوړې مونږ له د اولاد په خواهش راځي ولې هغوئ د کورنۍ د مشرانو يا بيا د مور پلار له خوا د شنډوالى د علاج کولو څخه منع کولے شى ـ ځينې د هغوئ خبره ومنى، ځينې د اولاد ترلاسه کولو خواهش پوره کولو کښې بريالى کيږي ـ دا اوس هم يوه شخړه ده د کومې په اړه چې د خبرتيا پېدا کولو ضرورت دے ـ “
پروفېسر ثاقب يوه اهمه مسله باندې خبرو ترو کولو کښې ووئيل چې ټيسټ ټيوب بے بى په حقيقت کښې سم نوم نۀ دے او ١٩مه پېړۍ کښې د تخليق کړے شوى آلډس بکسلے د ناول ( دى برېو نيو ورلډ ) څخه اخذ کړے شوے دے ـ هغه ناول کښې ليکي چې د يو ماشوم نهو کالو پورې ټيوب کښې ساتنه کيږى کوم چې د زېږون نه پس د ژوندونى مور پلار ته سپارلے شى ـ د جوړې د نطفې او تخم د نمونې اخستو سره د هغې په خپلو کښې د يو ځائے کولو عمل آئى وى ايف سره اړوند دے ـ ولې نهو مياشتو پورې د ماشوم په ټيوب کښې ساتنه ممکن نۀ ده، دا ټيک ده چې په جديده نړۍ کښې په دې حقله هڅې شوې دي کومې چې ناکامه ثابت شوې دي ـ
هغۀ ووئيل چې پاکستان کښې د آئى وى ايف تصور په لويه پيمانه غلط ډول باندې راخستے شوے دے ـ هغۀ ووئيل چې دا د زېږون يوه مرستندويه ټيکنالوجى ده چې د ميرمنو په اميدواره کولو کښې مرستياله ثابتيږى ـ هغۀ ووئيل چې په ساده ټکو کښې د ښځې د بدن نه تخم ويستلے شى او لېبارټرۍ کښې په هغې بيلابيلې تجربې کولے شى او دې نه وروستو بيا دا په بچه دانۍ کښې واپس اېښودے شى ـ دې نه پس دا خدائے خوښه ده چې اولاد پېدا کيږى او کۀ نه ـ
پروفېسر ثاقب ووئيل چې د آئى وى ايف د حوصلې ماتوونکو کسانو په ذهنونو کښې تر ټولو لويه تېروتنه د پلارولۍ مسله ده ـ دې عمل کښې د کوم پردى سړى منى د ښځې تخم سره د يو ځائے کولو خو سوال نۀ پېدا کيږى ولې چې د منى عطيه کولو يا د کومې بلې ښځې په ځائے د ماشوم زېږولو هېڅ نظام موجود نۀ دے ـ دې لړ کښې خلق ادراک نۀ لري ـ خلق د متبادل په لټون کښې ګرځي خو د دې طريقو د غېر اسلامى کيدو له کبله پاکستان کښې داسې ممکنه نۀ ده ـ
هغۀ د زېږيدوونکى ماشوم د صنف د خوښؤنې په اړه خبرو اترو کښې ووئيل:” مونږ دا خدمات هغو جوړو ته ورکوو د کومو چې درې يا څلور لوڼه وي ـ مونږ په ځينو قدرونو او قاعدو عمل کوو ـ مونږ داسې د هغو جوړو د پاره نۀ کوو چې هم د خپل وړومبى اولاد په توګه زوئې غواړى ـ”
هغۀ د يو سوال د ځواب ورکولو په وخت ووئيل چې دا ټيک ده چې د فرټيليټى مرکزونو قانونى نګرانى نۀ شى کولے ـ حکومت د دې مرکزونو د قانون دائره کښې راوستلو د پاره هلې ځلې کوي ـ هغۀ ووئيل چې د لاهور په شان په يو لوے ښار کښې کم نه کم ٥٠ فرټيليټى مرکزونه پکار دي ـ د هغې د پاره په ځاندره ولې چې ډير زيات لګښت راځي د کوم له کبله چې لاهور کښې دا وخت يوازې پينځۀ اى. وائى مرکزونه کار کوي چې څارنه ئې ماهرين کوى او جديد ترين اسانيو باندې د معموره کيدو نه علاوه عمله ئې هم پوهه لرى ـ
پروفېسر ثاقب، چې د آئى وى ايف سوسائټى د سائنټفک کميټۍ مشر هم دے ، دعوه وکړه چې پاکستان کښې د آئى وى ايف لاندې علاج د نورو هېوادونو په نسبت د کم نرخ دے ـ پاکستان کښې د دوبۍ په نسبت دريو کښې په يوه برخه کم نرخ کيږى ـ امريکه او برطانيه کښې هم ډېر زيات ګران دے ـ پاکستان کښې د آئى وى ايف د علاج خرڅ خواؤشا درې لکه روپۍ دے چې اوس هم د ډېرو ميانه او د لاندې ميانه طبقو اړونده جوړو د پاره يو لوے رقم دے ـ
ګائناکالوجسټ ډاکټر عائشه خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې اسلام يو ترقى پسند دين دے او د ١٩٨٠ء د لسيزې په پيل کښې د مصر الازهر يونيورسټۍ فتوه جارى کړه چې بې اولاده جوړې، کومې چې په قانونى ډول وادۀ شوې وي، د آئى وى ايف ذکر شوے علاج کولے شى ـ
هغې ووئيل :” مونږ د اسلامى اصولو په رڼا کښې علاج کوو ـ د دې عمل په دوران څوک پردے تن شامل نۀ وى او تخم او نطفه هم د وادۀ کړو جوړو کارولے شى ـ د آئى وى ايف يو بل خيال کوم کښې چې يوه ميرمن خپله بچه دانى د حمل د پاره وړاندې کوى، او د تخم عطيه کوى، غير اسلامى ده او په اسلامى هېوادونو کښې په دې بندېز دے ـ”
ډاکټر عائشه خان دې نقطه نظر سره اتفاق وکړو چې فرټيليټى مرکزونه يو کامياب کاروبار کوي ـ
هغې ووئيل چې د فرټيليټى مرکزونو شمېر زياتيږي چې يو نيک شګون دے ولې دا د فکرمندۍ وړ هم ده ځکه چې د دې فرټيليټى مرکزونو د دعوو د کره کتنې د پاره څۀ قانونى ميکانزم شتون نۀ لرى ـ
هغې آئى وى ايف سره د اړونده غلط فهمو لرې کولو په وخت ووئيل چې د تعليم د کمى او د خبرتيا د نيشتوالى له کبله پاکستان کښې د آئى وى ايف علاج لانجمن شوے دے ـ د هغې وېنا وه چې تر ټولو زياته د اندېښنې خبره د کومې لورى ته چې اشاره کولے شى، هغه د کوم پردى سړى يا ميرمن د منى يا تخم د يو ځائے کولو په حقله ده کومه چې څۀ بنياد نۀ لرى ولې چې ملک کښې داسې کوم ډونر سسټم نشته ـ
اسلامى نظرياتى کونسل د بيلابيلو شرطونو لاندې د ټيسټ ټيوټ ماشوم زېږولو اجاه ورکړې ده ـ
دې لړ کښې نور، دا هم وئيلى شوي دي چې اسلام کښې د صنف ټاکنه منع کړے شوې ده او داسې يوازې د شريعت په حدونو کښې اوسېدو سره کولے شى ـ
د اسلامى نظرياتى کونسل غړى او د پاکستان علماء کونسل چيئرمين حافظ طاهر اشرفى په ډاګه کړه چې آئى وى ايف يوازې په هغه صورت کښې جائز دے چې منى او تخم بس د وادۀ کړې جوړې سره تعلق ولرى ـ
هغۀ زياته کړه :” دا يو جدت دے او چې دا د اسلام له خوا ټاکلې شوو حدونو کښې دننه وکړے شى نو دغه صورت کښې دې کښې هيڅ بد نشته ـ “
هغۀ ووئيل چې د ميرمنو له خوا د کومې بلې ښځې بچه دانى يا تخم او يا بيا د کوم پردى سړى منى استعمالولو په هېڅ ډول جائز نۀ دي ـ هغۀ د صنف د انتخاب په اړه خبرو اترو کښې ووئيل چې هر څو کۀ اسلامى نظرياتى کونسل د دې عمل په ضد نۀ دے ولې د داسې هر کوم عمل په لازمى ډول حوصله ماتؤل پکار دي ـ
مولانا طاهر محمود اشرف زياته کړه :” زمونږ په ټولنه کښې جينکو سره په تعصب مشتمله رويه خپلولے شى او کۀ چرې د داسې کولو اجازه ورکولے شى نو دا به نيک شګون نۀ وى ـ دا منطق بې اساسه دے چې د آئى وى ايف لاندې د صنف ټاکنه د اسقاط حمل په رنګ نۀ دے ـ زمونږ په ټولنه کښې هيڅوک دا نۀ غواړى چې د هغۀ په کور کښې دې لور پېدا شى او کۀ د آئى وى ايف په وجه د صنف د ټاکنې تصور وده مومى نو دا به د ښځينه ماشومانو د پاره ګټور نۀ ثابتيږى ـ “
هغۀ زور راؤړو سره ووئيل چې ميډيکل ورورولۍ ته په اخلاقى توګه دې خبره باندې غور پکار دے او يوازې بس معاشى ګټې دې نظر کښې نۀ شى ساتلے ـ
٢٠١٢ء کښې د انټرنيشنل کميټى فار مانيټرنګ اسسټډ رى پروډکټيو ټيکنالوجيز ( آئى سى ايم اے آر ټى ) له خوا د جارى کړے شوى يو راپور ترمخه د آئى وى ايف او د علاج د دې بڼې د نور قسمونو نه پس ټوله نړۍ کښې ٥٠ لکه ماشومان زېږېدلي دي ـ خو ولې راپور کښې دا هم وئيلي شوي دي چې ډېرو جوړو د ټولنې او معاشى لاملونو له کبله دا علاج ونۀ کړے شو ـ “
يوې ميرمن ثنا د لاهور د يوې بهترينې ادارې نه د آئى وى ايف علاج وکړو، هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه د آئى وى ايف په خپله يوازينۍ هڅه کښې بريالۍ شوې نۀ ده ـ د هغې وېنا وه چې هغې د آئى وى ايف د علاج کولو نه وړاندې هم خپل علاج کړے دے ولې د هغې هره هڅه شنډه وختله ـ د هغې وېنا وه چې هغه په چا ددې تور نۀ لګوى ولې دا سوچ کوى چې کۀ چرې هغه په امريکه يا برطانيه کښې وه نو شايد چې اميدواره شوے به وه ـ
د بهر ملک نه پاکستان ته راغلې مريم نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې يوه بيخى بدله قيصه واؤروله ـ هغې ووئيل چې کله د هغې د وادۀ نه پينځۀ کاله پس هم اميد ونۀ شو نو هغې چې بهر ملک کښې کوم ټيسټ او علاج وکړو ، هغه ډېر ګران وۀ دې د پاره هغې په دې امکاناتو غور کول شروع کړل په کومو چې خرڅ ډېر رانۀ شى ـ دغه وخت مريم اخر پاکستان ته د راتللو پرېکړه وکړه چرته چې د آئى وى ايف علاج نسبتاَ ارزان وۀ ـ دې هېواد زۀ د بچى په نعمت نمانځلے يمه او داسې د يوې ” مور ” په توګه زما پېژندګلو بحال شوې ده ـ
هغې ووئيل چې هغې د خپل کامياب علاج باوجود پاکستان کښې د کورنۍ په دستورو کښې په دې بابله چپ پاتې کېدو ته ترجيح ورکړه ـ هغې ووئيل چې پاکستان کښې آئى وى ايف تراوسه داسې موضوع ګڼلے شى چې د خبرې کولو پورې پرې بندېز دے، هغې زياته کړه چې هغې او د هغې خاوند په دې بابله د چپ پاتې کېدو فيصله کړې ده ـ مريم زياته کړه :” زما خواښې يونيم وخت د يو خپلوان ماشوم پورې ټوقې کوي کوم چې د آئى وى ايف د علاج نه وروستو وزېږېدلو ـ”
د يوې تحقيقى مقالې په سر ليک ” پاکستانيو ميرمنو کښې د ثانوى شنډوالى په دوران خطرات ” تر مخه د بنيادى ( کله چې جوړه د ماشوم نه بې برخې پاتې شى ) او د ثانوى شنډوالى ( د يو ځل اميدواره کيدو نه پس يو کال پورې ئې اميد نۀ کيدل ) شرح په ترتيب سره پينځو نه ١٨ او په نړيوال کچ دا شرح ١٠ نه تر ١٥ سلنه پورې ده ـ