په جنسى توګه زورېدلو ماشومانو د پاره د بحالۍ مرکزونه د نيشت برابر

0
3667

: Photo By News Lens Pakistan /

لاهور (سميرا على) پاکستان کښې په ماشومانو د تشدد په پېښو کښې اندېښمنې شرح سره زياتوالے راځي او د بيلابيلو راپورونو ترمخه ملک کښې هر کال زرګونه ماشومان په جنسى توګه زورولے شي ولې د داسې ماشومانو د علاج د پاره د بحالۍ د قائم مرکزونو شمېر ناپوره دے ـ ماشومان زورؤل په هغو ډېرو څرګندونو کښې دي په کومو چې خبره کول پاکستان کښې منع دي د کوم له کبله چې په دې موضوع په واضحه ډول خبره نۀ شى کولے ـ اوس اوس رامنځته شوې هم يوه داسې پېښه ( چې قصور کښې مخې ته راغله) د دې ټول صورتحال په دردناک انداز کښې څرګندونه کوى او د زورېدلو ماشومانو د ذهنى او بدنى بحالۍ د پاره د مناسب بندوبست نۀ شتون نور هم اندېښمن دي ـ ماهران دا باور لري چې په ماشومانو د تشدد پېښې پټې ساتل اسان وي د کوم له کبله چې په داسې پېښو ژوره فکرمندى نۀ څرګندويږى ـ

د حکومت له خوا په ماشومانو د تشدد د پېښو د مخنيوے د پاره ضرورى ګامونه نۀ دې پورته کړے شوي او واکمن دې ادراک کولو کښې بيخى ناکام شوي دي چې کۀ کوم ماشوم له دې حالاتو تيريږى نو د هغۀ په شخصيت انتهائى منفى نفسياتى اثرات پريوځي د کوم څخه چې د بحالۍ د مرکزونو غېر مؤثر کردار په ډاګه کيږي ـ

د قصور پېښې يو ځل بيا ځپلو ماشومانو ته د سمدستى مرستې ورکولو د پاره د بحالۍ د مرکزونو جوړولو د ضرورت لورى ته پام راګرځولے دے څوک چې د دې بڼې د سختو حالات سره مخ شوي يا مخ کيږي ـ تر ټولو اندېښمن اړخ د ځپلو ماشومانو د بحالۍ د پاره د قائم مرکزونو د شمېر اندېښمن حد پورې د کموالى دے ـ

يو خوا په ماشومانو د تشدد پېښې روانې دي نو بل خوا د دې بڼې د پېښو په اړه شمېر شمېرنه مرتب کول ډېر زيات ګران دي ځکه چې د دې بڼې پېښې په لويه پېمانه نۀ رپورټ کيږي ـ د ابادۍ په اساس هر خو کۀ څۀ شمېر شمېرنه موجوده نۀ ده ، ولې په لنډه پېمانه ترسره کيدونکو د څېړنې هڅو سره د دې ستونزې د سختوالى ادراک ضرور کيږى ـ د پوليس محکمې له خوا د ترلاسه کړے شوو سرکارى شمېر شمېرنې ترمخه د ماشومانو د زورېدلو پېښې او دې لورى ته د پاملرنې نۀ کېدو د رجحان اندازه لګول ګرانه خبره ده ځکه چې د سماجى بدنامۍ د ويرې له کبله د دې بڼې د پېښور زيات شمېر نۀ رپورټ کيږي ـ

سرکارى ذريعو څخه د ترلاسه شوې شمېر شمېرې ترمخه لاهور کښې ٣٠، پېښور کښې ١٥، پېنډۍ کښې ٣٥ او کراچۍ کښې په ماشومانو د تشدد ١٧ پېښې رپورټ شوي دي ـ

د نفسياتو ماهرې ډاکټر غزاله عارف ووئيل چې زورېدلي ماشومان د غم په کېفيت کښې وي او دوئ کښې د عامو ماشومانو په نسبت ځان ته د زيان رسولو يو په څلور زياتې اندېښنې خو موجودې وي بلکې د ځان وژنې د هڅې کولو د رجحان مشاهده هم شوې ده ـ

د چائلډ پروټيکشن بيورو مشر صبا صادق نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ټول پنجاب کښې د بحالۍ يوازې ١٠ مرکزونه کار کوي ـ هغۀ زياته کړه :” مونږ د جنسى تشدد ښکار شوو ماشومانو ته د نفسياتى او طبى اسانيو ورکولو نه علاوه د هغوئ په پوره ډول د بحالۍ د پاره هم کار ترسره کوو ـ ” د هغۀ وېنا وه چې د هغوئ اداره په دې حقله اولس کښې خبرتيا پېدا کولو د پاره ورکشاپونه هم کوي ـ خو ولې د چائلډ پورټيکشن بيورو له خوا کېدونکې هڅې د ستونزې د سختوالى په مقابله کښې په اوړو کښې د مالږې برابر دي ـ

اسلام آباد کښې د شهيد دوالفقار على بهټو يونيورسټۍ وائس چانسلر ډکټر جاوېد اکرم د بحالۍ د مرکزونو په دومره کم شمېر د مايوسۍ څرګندونه وکړه کوم چې په ځانګړى ډول جنسى توګه باندې د زورېدلو ماشومانو د پاره قائم دي ـ هغۀ زياته کړه :” زۀ د داسې کوم بحالى مرکز په اړه څۀ معلومات نۀ لرم ولې زۀ دا منم چې د بحالۍ داسې مرکزونه دې ټولو ضلعى هسپتالونو کښې وي ـ ” هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې زياته کړه چې کۀ د پنجاب د ضلعو شمېر ٣٨ دے نو هره ضلع کښې د بحالۍ يو مرکز خو بايد ارومرو قائم وى ـ

ډاکټر جاوېد اکرم انکشاف وکړو چې دا صورتحال خېبرپښتونخوا کښې زيات اندېښمن دے او د دې بڼې د پېښو يو لوے شمېر نۀ رپورټ کيږي ـ هغۀ په جنسى توګه د زورېدلو ماشومانو په طبى ،قانونى او معاشى تناظر کښې هم ځانګړې مرستې باندې زور ورکړو ـ د دې ماشومانو مور پلار ته هم د مشورې ضرورت دے چې هغوئ دې دوئ سره په کورونو کښې څۀ رنګ رويه خپله کړي ـ

ډاکټر جاوېد اکرم زياته کړه :” زۀ دې شک شبهې سره مخ يم چې پنجاب يا کومې بلې صوبې کښې دې څۀ يو داسې د بحالۍ مرکز قائم وى چرته چې ماشومانو ته د دې بڼې اسانۍ ورکولے شي ـ “

د سپارک ريسرچ کوارډينيټر زرينه جيلانى هم د بحالۍ د دې مرکزونو په ډېره لږه شمېره خبره وکړه چرته چې په جنسى توګه د زورېدلو ماشومانو د بحالۍ د پاره جديدې طرېقې کارولے شي ـ هغې زياته کړه :” د شمېر شمېرې ترمخه د خبرتيا د نۀ شتون او دې کړنې سره د تړلې سماجى بدنامې د ويرې له کبله د ماشومانو د زورېدلو زرګونه معاملې نۀ رپورټ کيږي ـ “

يونيسېف سره اړوند واصف محمود ووئيل چې د هغوئ تنظيم د چائلډ پروټيکشن د قانون د تشکيل حمايت کړے وۀ خو د بيلابيلو حکومتونو له خوا په دې حقله د دلچسپۍ نۀ اخستو له کبله دې باندې عمل درآمد ونۀ کړے شو ـ

هغۀ دې خبره باندې د افسوس څرګندونه وکړه :” حکومت د دې معاملې هوارولو د پاره څۀ کوټلي ګامونه نۀ پورته کوي او نۀ ئې هم د ماشومانو د زورېدلو د پېښو د مخنيوى د پاره د کار کوونکو غېر سرکارى تنظيمونو وړتيا زياتولو له څۀ اقدامات کړي دي ـ “

دا دې په ډاګه وي چې پاکستان کښې د بحالۍ د مرکزونو شمېر ډېر کم دے ـ بله لورى ته حکومت او غېرسرکارى تنظيمونه د دې ستونزې د سختوالى او سمې شمېر شمېرې د شتون د نيشتوالى له کبله واضحه نۀ دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here