د قبائلى سيمو په قامى دائره کښې راوستلو د پاره د آئينى هڅو پيل

0
1794

پېښور (انعام الله) د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو سره اړونده قانون سازانو د قامى اسبلۍ سېکرټرېټ کښې د آئينى بدلون د بل يو ډرافټ جمع کړے دے چې مقصد ئې فاټا د خېبرپښتونخوا د انتظام لاندې قبائلى سيمو (پاټا) کښې ضم کول دي ـ

د فاټا د پارليمان د غړيو له لخوا داسې څۀ ګام په وړومبى ځل اخستے شوے دے چې په تېرو ٦٨ کالو کښې د يوې اوږدې مودې پورې د فاټا د حالاتو څخه بې غوره پاتې شوي دي ـ

بل لورى ته يوه لويه سياسى ډله، چې پکښې سول سوسائټى هم شامل ده، د دې خبرې په حق کښې نۀ ده چې د فاټا دې خېبرپښتونخوا سره الحاق په عمل کښې راشى او هغوئ غواړي چې دا دې د پاکستان پينځمه صوبه وګرځولے شى ـ

دا بل د فاټا لائرز فورم (ايف ايل ايف) په ګډو هڅو تشکيل کړے شوے دے چې د تېرو څو کالو راسې قبائلى سيمو سره تعلق لروونکو د پارليمان غړيو نه په دې حقله غوښتنه کوي ـ

د فاټا لائرز فورم صدر او د پېښور هائى کورټ وکيل رحيم شاه افريدى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د وکيلانو ورورولى د تېرو څو کالو راسې دې مقصد د پاره هلې ځلې کوي ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ د ټولو نه لوے خنډ سر کړے دے د کوم نه پس چې اوس به د فاټا وګړو ته په دې حقله خبرتيا ورکؤل وړاندې ګام دے ـ په جغرفيائى توګه فاټا د خېبرپښتونخوا څخه بئيلول ممکنه نۀ ده ـ فاټا ولې چې يو اوږده غرېزه پټۍ ده د کوم په سؤب چې دا د کرکيلې او معدنياتو د وسيلو څخه بې برخې ده ـ

رحيم شاه افريدى زياته کړه : ” د قبائلى سيمو او خېبرپښتونخوا د اولس په تهذيب، مذهب او ثقافتى روايتونو کښې څۀ خاص فرق نشته ـ ځکه فاټا د يوې ځانله صوبې جوړولو د پاره اوږدو آئينى ضابطو باندې د عمل درآمد له کبله به د دې په مرکزى دائره کښې راوستلو له کيدونکې هيڅ يوه هڅه يو ځل رنګ رانۀ وړے شى ـ

دا وخت پارليمان کښې فاټا سره د تعلق لروونکو قانون سازانو شمېر ٢٠ دے چې پکښې ١٢ قامى اسمبلۍ، او اتۀ سېنېټ کښې د قبائلى سيمو استازيتوب کوي ـ خېبراېجنسۍ سره اړوند د قامى اسمبلۍ غړى شاه جى ګل افريدے دا باور لرى چې د قبائلى سيمو د پاره د آئينى ډهانچې د تشکيل وخت راغلے دے ـ هغه دا هم وائي اوس کله چې د دې منطقې نه د ترهه ګرو او د ترهه ګرۍ د کاروايو خاتمه کولے شي د بحالۍ د هلو ځلو د يوې کړۍ په توګه فاټا دې د هېواد د نورو برخو په شان مرکزى دائره کښې شامله کړے شى ـ د څو پوليټيکل ايجنټانو په ځائے د فاټا اولس دې په خپله خاوره حکمرانى وکړى ـ

فاټا په اوو ايجنسيو باجوړ، مومند، خېبر، اورکزئى، کرم، قطبى او سوېلى وزيرستان مشتمله ده چې په ترتيب سره کوزې خوا ته مېشتۀ دي او دې نه علاوه شپږ فرنټيئر ريجن دي ـ فاټا تراوسه د فرنټيئر کرائمز ريګوليشن ١٩٠١ء لاندې چلولے شى ـ د خېبرپښتونخوا ګورنر د پاکستان د صدر د استازى په توګه د دې سيمې د انتظامى چارو نګران دے چا ته چې د پوله ايزه علاقو پوره مرسته ترلاسه ده ـ

د فاټا د خلقو له خوا په دې بل څۀ ګډ رد عمل مخې ته راغلے دے ـ د بل په مخالفت کښې يو لوے قبائلى اتحاد جوړ کړے شوے دے ـ

پخوانى سېنېټر او د ذکر شوى الائنس بانى حميدالله جان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د پارليمان څو کسان دا واک نۀ لرى چې هغوئ فاټا کښې د اوسېدونکو يو کروړ کسانو د مستقبل پرېکړه وکړي ـ

هغۀ زياته کړه :” قانون سازانو ته د آئينى ترميمونو وړاندې کولو نه اګاهو بيلابيلو حلقو سره د مشورې کولو څخه علاوه د سيمې د اولس او په خاص توګه د مشرانو اعتماد بايد ترلاسه وے ځکه چې دا د دې خاورې د ثقافت لازمى برخه ده چې ورسره به دا ستونزه هواره شوې وه چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کښې ضم کړے شى يا دې دا يوه ځانله صوبه جوړه کړے شى ـ

د آئين د آرټيکل ٢٤٧ شق اوؤم د اختلاف يوه اهمه وجه ده ـ د دې شق ترمخه قبائلى سيمې نۀ د سپريم کورټ او نۀ هم د هائى کورټ په دائره کار کښې راځي ـ

د خېبرپښتونخوا د اولسى تحريک د ملا تير ډاکټر سيد عالم محسود دا بل يو اهم اقدام ګرځوى کوم چې له منځه وړل نۀ دي پکار ـ هغه وائي چې فاټا د پرمختګ لارې ته ورسمولو د پاره د آئينى اصلاحاتو ډېر زيات ضرورت دے ـ

هغۀ ووئيل :” کۀ د کشمير کشاله د کشميريانو د خواهشاتو ترمخه هوارول پکار دي نو د فاټا د ستونزو په هوارولو کښې هم بايد د اولس مقصد او خوښه شامله وى ـ”

فاټا سره تعلق لرونکے يو سماجى کارمند کامران افريدے د هر کوم ګام اخستو نه مخکښې په لويه پېمانه د هم آهنګۍ پېدا کولو په حق کښې دے ـ هغه دا تجويز وړاندې کوى چې کۀ ضرورت پېښيږى نو دې د پاره رفرنډم هم کولے شى ـ

هغۀ ووئيل :” تر ټولو وړاندې خو د دې ګام پورته کولو ضرورت دے چې د فاټا اولس کښې دې په دې حقله شعور پېدا کړے شى د کوم نه پس چې بيا د دې خېبرپښتونخوا سره د الحاق په حواله څۀ اقدام وکړے شى ـ “

د پاکستان تحريک انصاف په قيادت کښې صوبائى حکومت د مجوزه بل حمايت کوى او د فاټا خېبرپښتونخوا سره الحاق غواړى ـ

د خېبرپښتونخوا وزيراعلى پروېز خټک يو پريس کانفرنس کښې وئيلى وو چې د خېبرپښتونخوا حکومت به د قبائلى اولس خېبرپښتونخوا سره د الحاق د پرېکړې احترام کوى ـ خو ولې هغۀ خبردارے وکړو چې د فاټا د اولس د خوښې څخه پرته بايد هغوئ باندې په زور داسې څۀ پرېکړه ور ؤ نۀ تپلے شى ـ

د پى ټى آئى مشر عمران خان دا پرېکړه د خوشحالۍ وړ ګرځولې ده ـ هغۀ نوښار کښې د پريس کانفرنس کولو په مهال ووئيل چې اوس وخت راغلے دے چې د نوآبادياتى دور قانونى نظام ختم کړے شى ـ

د باجوړ ايجنسۍ اړونده يو سېنېټر هدايت الله نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ځيني عناصر، چې فاټا کښې د امن و امان راوستل نۀ غواړي، هغوئ د داسې آئينى حقونو ورکولو مخالفت کوي ـ

هغۀ زياته کړه:” مونږ په دې اړه يوې روغې جوړې مکالمې ته وده ورکول غواړو ـ کۀ وفاقى حکومت د آئين آرټيکل ٢٤٧ کښې بدلون کولو ته تيار دے نو فاټا به د هائى کورټ او سپريم کورټ په دائره کار کښې راشى او دا به د دې منطقې د خلقو يوه لويه کاميابى وى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here