کوئټه (عبدالمالک اچکزئى) بلوچستان کښې د زرخېزه زېتون د ځنګلونو د منځه د تللو خطره زياته شوې ده ځکه چې ځائى ابادى د زېتون لرګي د خشاک، د کورونو جوړولو او د څاروو د ګيا د پاره استعمالوي ـ
د زېتون د قدرتى ځنګلونو شمېر غېر مرطوب اوچو ځنګلونو کښې کېږي چې د سمندر د سطح نه د ٤٥٠ څخه ١٥٠٠ ميټر پورې لوړه باندې موندلے شي او هغو سيمو کښې زرخېزه ښکاري چرته چې باران د يخنۍ د موسم او ګرمۍ د موسم په دوران په مجموعى توګه د ٢٥٠ نه ٧٥٠ ملى ميټر پورې ورېږي ـ د لوړې او چړۍ په سيمو کښې د زېتون ځنګلونه بيلابيلو قسمونو سره تعلق لري ـ
د يوې اندازې ترمخه بلوچستان کښې د صوبې په ٠.٢ سلنه رقبه د زېتون ځنګلونه شتون لري کومو کښې چې ٨٠ سلنه د ځائى ابادۍ او ٢٠ سلنه د حکومت ملکيت دے ـ د موسمونو اعتبار سره دا ځنګلونه هغو سيمو کښې دي چې د پشکال د رينج په حدودونو کښې رځي چرته چې په اوسط ډول د کال د ٢٥٠ نه ٧٥٠ ملى ميټر پورې باران کيږي ـ
قانون دان او د ژوب ضلعې اوسېدونکى سلام خان مندوخېل نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د دې سيمو خلق بې وزله دي او له دې پرته هغوئ هېڅ متبادله ذريعه نۀ لري چې هغوئ د زيتون د لرګو په سوزولو خپل ځانونه د موسم د ستونزو نه خوندى وساتلے شي او نۀ هم څاروو ته د ګيا اچولو د پاره د دې ځنګلونو نه علاوه څۀ بله لاره شته ـ هغۀ ووئيل :” د ضلعې ځائى ابادۍ سوګند پورته کړے وۀ چې هغوئ به ونې نۀ وهي خو چې وخت وشو او معاشى دباؤ زيات شو نو د سيمې انتهائى بې وزله ابادۍ د لرګو په وهلو ژغورنه پيل کړه چې دا شان يخ موسم کښې ځانونه تاؤدۀ وساتلے شي ـ “
هغۀ زياته کړه چې قانون نافذونکي اهلکار يا خو غېر حاضر وي يا بيا د هغوئ تعلق ځائى خلقو سره دے د کوم له کبله چې هغوئ ” د ځنګلونو وهلو ” په عمل کښې مداخلت نۀ کوي او کۀ چرې هغوئ داسې وکړي نو د هغوئ دا ګام د قبائلى جګړې سؤب ګرځي ـ
د ژوب ډويژن ډپټى چيف کنزرويټر على عمران نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دا ځنګلونه د خپلو قسما قسم خوبيانو له کبله د ځائى خلقو د پاره انتهائى اهم دي ځکه چې په دې د هغوئ ډېر ضرورتونه پوره کيږي ( د څاروو د پاره ګيا او د سوزولو د پاره لرګي وغېره )، د خونديتوب نقطه نظر سره هم د دې کردار اهم دے ( لکه د ماحول، د ژوند د معاملو او د زمکې د اوړېدو حفاظت ) يا د زېتون دا ځنګلونه د توازن په ځائے ساتلو په اړه هم ډېر زيات اهم دي (لکه د بارانى اوبو درياب يا تالاب ته په بهېدو کښې توازن قائم ساتل )، “
هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دا هم يوه الميه ده چې مونږ يوازې هغو څيزونو ته ګورو چې د سترګو په وړاندې وي او نور عوامل نظر انداز کوو ـ د زېتون د ځنګلونو د افاديت زياتولو د پاره په ماحول د انسانى اثراتو ( د خشاک ترلاسه کولو د پاره د ونو وهل يا د څاروو د ګيا د پاره په ځنګلونو ډېره زياته اډاڼه ) د جائزې اخستو ضرورت دے د کوم د پاره چې اولس کښې دا شعور بېدارول ضرورى دي چې هغوئ دې د دې ځنګلونو نه خپل ضرورتونه خو پوره کړي ولې دې ته د زيات ورسولو نه دې ډډه وکړي ـ “
په ماحول انسانى اثرات کۀ په نظر کښې وساتلے شي نو د ځائى ابادۍ د پاره د زېتون دا ونې د خشاک د ضرورت پوره کولو، د ګيا رېبلو او د څاروو د پاره د څرن د ځائے کار ورکوي ـ د دې تخم نۀ يوازې ګټور بلکې د خوړلو وړ هم وى کوم چې په ځائى توګه کارولے شى ـ هر څو کۀ په فطرى ډول د زېتون د دې ونو د زياتول رفتار غير معمولي دے ولې دا عمل د دې ځنګلونو په لويه پېمانه د څاروو د پاره د څرن د مقام په ډول د استعمال له کبله اغېزمن شوے دے ـ
على عمران ووئيل :” تېر وخت کښې د ځنګلي زېتون او د کروندې د جوګه يورپى زېتون څخه د يو نوى نسل پېدا کولو ځينې هڅې شوې دي ولې زما او د تکنيکى کميونټى په خيال داسې کول نۀ يوازې مناسب نۀ وه بلکې ممکن هم نۀ وه ځکه چې کۀ يو لورى ته خو به دا د ژوندون معاملو کښې د بدلون لامل کيدو نو بلخوا به دې دومره فراختيا نۀ کوله ولې چې اروپائى زېتون په باقاعده ډول کرلے شى ـ “
د ژوب ضلعې د يو نزدې کلى اوسېدونکى شريف الدين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې درې يا څلور لسيزې وړاندې به دې سيمه کښې هرې خوا ته د زيتون ځنګلونه شنۀ ولاړ وو، کله چې ابادى زياته شوه او آلات استعمالول پيل شول نو هره شنه ونه، چې پکښې ځنګى زېتون هم شامل دے، ووهلے شوه ـ
هغۀ زياته کړه :” ما ته معلومه ده چې ځنګلونو وهلو سره به نزدې راتلونکى وخت کښې په موسم او ماحول اثرات پريوځي خو ولې زۀ څۀ کولے شم، مشرانو تل دا نصيحت کړے دے چې د خپلو خپلوانو په مقابله کښې زياتو نه زياتې ونې ووهه ـ هغه وخت د دې ځنګلونو د موجودګۍ د اهميت هېڅ ادراک نۀ وۀ ، قبائلى کشالې او د خپلولو ترمنځه د سيالۍ فضا د زېتون د ځنګلونو د بقاء د پاره د تباهۍ وړ ثابت شوه ـ”
د آئى سى يو اين بلوچستان څانګې پروګرام منېجر فېض کاکړ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” کۀ حکومت او کميټۍ د دې ځنګلونو خيال نۀ ساتي نو زمونږ مخې ته به د سختې بڼې د ماحولونو رامنځته کيدونکي بدلونونه راشي او لکه څنګه چې مونږ د ګرمۍ په موسم کښې د ګرمۍ او د يخنۍ په موسم کښې د يخنۍ د زور مشاهده کړې ده کومه چې په ځائى توګه د ژوندانۀ د موجودو معاملو او د نباتاتو د څيزونو د پاره د زغملو نه بهر ده ـ “
د فېض کاکړ ترمخه د ځنګلونو محکمې ته د څارنې د پاره د زياتو غوره آلاتو ورکولو ضرورت دے، ځائى ابادۍ ته د په نغرى کښې د اور بلولو د پاره متبادل خشاک کله ميتهين ګيس وغيره دې ورکړے شي او د ځنګلونو د وهلو په حقله قوانينو کښې د بدلون کولو اړتيا ده ـ
دا وخت د زېتون هغه ځنګلونه ډېر غوره حالت کښې دي چې د حکومت په نګرانۍ کښې دي، د حکومت لاندې سمبال شوى ځنګلونه (د بلوچستان په قطبى سيمو کښې ) د ځنګلونو د محکمې په عملدارۍ کښې راځي ـ
د ژوب ډويژن ډپټى چيف کنزرويټر على عمران نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل:” مونږ د حکومت د انتظام لاندې د ځنګلونو حالت په مزه مزه ښۀ کوو ـ ځنګلونه کرل او بيا د دې خيال ساتل يو اوږد مهاله عمل دے او د نتيجو مخې ته راتللو د پاره ئې يوه موده پکار وى ـ “
د معاشى ستونزو له کبله د ځائى خلقو په دې ځنګلونو انحصار زيات شوے دے ـ على عمران ووئيل :” د موسمونو بدلونونه او د انسانانو په ماحول دوه اړخيز دباؤ ( د خشاک په توګه د کارولو د پاره د ونو وهل او ځنګلونه د څرن د ځايونو په توګه استعمال ) هم زيات شوے دے او د غربت په سؤب هم د ځنګلونو د وهلو په عمل کښې چټکتيا راغلې ده ـ ”
يو قبائلى ٧٠ کلن مشر جمع رحيم مندوخېل وائي چې د ځائى ابادۍ له لورى د ونو وهلو بنيادى وجه پېسه ګټل دي چې دا شان عدالتونو کښې د سماعت لاندې د قبائلى شخړو د مقدمو د پاره وکيلانو ته د هغوئ معاوضه ورکړے شي ـ هغۀ ووئيل :” ځائى ابادۍ له د معاشى وسائلو ترلاسه کولو د پاره وسيلې ناپوره دي، د دې سيمې ډېر ځوانان متحده عرب امارات او سعودى عرب کښې ملازمت کوي چې دا رنګ د خپلو کورنيو ساتنه وکړے شي ـ قبائلى مشرانو د ځنګلونو د وهلو د معاملې په اړه عدالت سره تماس نيولے دے ـ “
د على عمراو په خيال د دې ځنګلونو په پخو بنيادونو د سمبالولو د پاره تر ټولو مخکښې خو ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ ځائى خلق په معاشى توګه پياوړے کړو او د دې مقصد ترلاسه کولو د پاره د تعليم ورکړه لازمى ده د کوم نه پس چې د ځائى ابادۍ د دې ځنګلونو د سمبالښت په عمل کښې د شاملولو ته اړتيا ده ځکه چې دا يو منلے حقيقت دے چې د قدرتى وسيلو په اساس د خپلې سلامتيا په خاطر جنګېدونکي خلق د خپلو وسيلو په حقله تفصيلى او ژورتيا سره خبرېدل ضرورى دي ولې چې د دې تعلق نيغ په نيغه د هغوئ سلامتيا سره دے ـ
هغۀ ووئيل چې د دې ځنګلونو خوندى کولو د پاره په ځائى ابادۍ اډاڼه لرل اهم دي کوم سره چې مونږ سيمه کښې د ځائى وسيلو د تباهۍ د موجوده لاملونو ادراک کولو جوګه کيدے شو او په سماجى او تکنيکى توګه د منلو وړ حل هم لټولے شو ـ