د باميان تاريخى صوبې ته د بهرنيوسيلانيانو ورتګ کم شوے

0
4619

: Photo By News Lens Pakistan /

باميان( پژواک،١١ اګست ٢٠١٥ء):  سږ کال  لږ شمير بهرنيو وګړو د اميرډيم په شمول د باميان د تاريخي سيمو ليدنه کړې ده ،چې يو لامل ئې  دې صوبې ته د غزيدلو لارو بدامني ده.

اميرډيم يکاولنګ ضلع کښې موجود دے او د کال ١٩٩٥ء د مئى جون مياشت کښې د هيواد د وړومبى پارک په توګه ونومول شو، په دې تاريخى سيمه کښې اووه قدرتي او ښکلي ډيمونهموجود دي او د نړۍ د قدرتي ميراثونو په ليسټ کښې شامل شوى دى.

 د اميرډيمقدرتي تالابونه چې روښانه شنې اوبۀ لري ، قسما قسم ټاکيدار او د سور رنګ کبان لري او د يوې پرسکونهقدرتي ښکلا څرګندونهکوي.

د اميرډيم په سيمه کښې څۀ د پاسه ٢٠ هوټلونه ذمه وارۍ ترسره کوي او همدومره شمير شخصي ميلمستونونه هم د سيمې اوسيدونکو له لوري سيلانيانو ته په کرايه ورکولے شي.

د سيلانيانو د تګ راتګ موسم د اپريل مياشتې دوړومبۍ نيټې پيل شوے دے.

خو د بهرنيو سيلانيانو شمير ډېر کم شوے او  لږ شمير کسانو د تاريخي او تفريحي سيمو ليدل کتل کړي دي.

د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ محکمې د معلوماتو او رابطومشر احمد حسين احمد پور پژواک خبري اژانس ته ووئيل، چې تيرکال د تاريخي سيمو د ليدلو کتلو د مقصد دپاره څۀ د پاسه٤٧٠٠ کورنيو او ٣٥٠ بهرنيو سيلانيانو له دې محکمې څخه ټکټونه اخيستې وو.

 هغه زياته کړه،چې په روان کال کښې ١٤٤ بهرملکى او ٢٠٠٠ ملکى سيلانيانو ټکټونه اخيستې وو ، چې د تيرکال دغه شان د سيلګرۍ موسم  په نسبت  کموالے په ګوته کوي.

احمد پور زياته کړه چې دا شميرې يوازې هغه کسان ښائي چې ټکټونه ئې ترلاسه کړي ، خو څۀ د پاسه ٩٠ سلنه کسان د تاريخي سيمو   د ليدلو کتلو په دوران ټکټونه نه اخلي  او تاريخي سيمې د لرې څخه ګوري.

 په باميانو کښې د بودا ويجاړې شوې مجسمې ، چې خواؤشا ته ئې څۀ د پاسه درې زره سمڅې، د اژدر دره، د غلغلې او ضحاک ښارونه، د فيروزبهار سيمه، د کليګان اسټوپه او د ګوهرګين قلعه ګانې ، د چهل دخترانو کافري او چل برج تاريخي سيمې هم شتون لري.

احمد پور زياته کړه، کوم بهرني سيلانيان چې د امير ډيم د ليدلو د پاره راځي د اطلاعاتو او فرهنګ محکمهئې د ټکټونو ورکولو ذمه وارى نه لري او د اميرډيم (ملي پارک) ادارهئې د رجسټريشن په حقله دنده لري.

 د اطلاعاتو او فرهنګ محکمې له لوري بهرنيو سيلانيانو د پاره د ټکټ بيعه ١٥٠ او د ملکى سيلانيانو د پاره ١٠٠ افغانۍ ده.

په ورته وخت کښې سږکال اميرډيم ٦٨ زرو ملکى سيلانيانو ليدنه کړې ده ،چې اکثريتئېد باميان، کابل ،غزني ، بلخ ، بغلان او غور… صوبو څخه راغلي دي.

د اميرډيم په ملي پارک کښې د سيلانيانو د رجسټريشند چارو مشر سيدرضا هاشمي ووئيل، چې په يادو کسانو کښې يوازې لس ئې بهرملکى وو.

 هاشمي زياته کړه، چې د امريکا حيواناتو ساتنې  تنظيم  (دبليو سي اس) له لوري د سيلانيانو رجسټريشن په اميرډيم کښې شروع شوے  او يوازې هغه سيلانيان رجسټرډ کوي چې په عامو ورځو کښې د جشنونو د نمانځلو نه بغير ورځي.

هغه ووئيل چې دا کار په دې خاطر ترسره کيږي، چې دا شان د سيلانيانو شمير معلوم شي  چې د يو کال په موده کښې په عادي ډول څومره کسان ملي پارک ليدل کتل کوي ،چې د ميلمنو د پاره د هرکلي پلان جوړ کړي او د سيلانيانو څخه ترلاسه شوي ګټې هم څرګندې شي.

 اميرډيم ته د هر داخليدونکي ګاډى نه  دمعذورانو د دفتر له خوا ٥٠ افغانۍ اخيستلے شي. دې دفتر له ميونسپل کميټۍ سره ليکلې لوظنامه کړې ده او دا ډيم ئې دکال په  ٣٥٠ زره کرائې بدل کښې اجاره کړے دے.

کورنيو ته ځائي ګيسټ هاؤسز په کرايه ورکړے شوي او کوټو ته ئې له اوبو جوړيدونکې برېښنا ورغزيدلې ده.

د سيمې امن په پوره توګه قائمشوے، هغه کسان چې له خيمې سره امير ډيم ته راځي، نو په هر ځائے کښې چې خپله خيمه  ولګوى، نو کومه امنيتي ستونزه نشته.

په اميرډيم کښې د مسافرو د استوګنې او سهولتونود پاره هوټلونه، هټۍ او خيمې شته او ځينې کورنۍ په کښې  شپې تيروي او له خوندورو خوړو، اوبو او هوا څخه ئې خوند اخلي.

د ډيم په کونج او خوا کښې کورنۍ له ماشومانو سره ليدل کيږي او ډيم د قدرتى منظرونو په ليدلو سره غواړي، چې خپل پرېشانه او ستړي فکرونه او ذهنونه دمه کړي.

 ذکيه چې د کابل نه په وړومبى ځل خپلې کورنۍ سره د اميرډيم او باميانو د نورو تاريخي سيمو ليدود پاره راغلې وائي چې وخت ئې ښه تير شوے او د منظرونو له ليدو ئې خوند اخيستے .

ځينې نور بيا اميرډيم د حضرت علي زيارت بولي او په دې باور دي چې دا ډيمونه د حضرت علي له خوا جوړ شوي او انحضرت(ص) په کښې قدمونه اېښي.

د دايکنډي يو ښوونکى غلام سخي چې دخپلو ١٤ ملګرو سره د اميرډيم د ليدلو د پاره تلے و، ووئيل چې اميرډيم هم تفريحي علاقه لري او هم د حضرت علي (رض) زيارت دے چې د خلقو پاملرنه ئې راکښلې ده.

 په اميرډيم کښې د شفا يوه چينه هم شته چې ناروغان په کښې وينځي او باور لري چې روغتيا تر لاسه کوي.

راحله چې د بلخصوبې نه د دعلاج د پاره اميرډيم ته تللې وه ، وائي:((د ميرګو ناروغي لرم، کله کله مې حال خراب شي، اميرډيم ته راغلم چې ددې ځائے د اوبو په وينځلو ښه شم .))

 دې ميرمنې زياته کړه چې په اميرډيم عقيده لري او ډاډمنه ده چې له ستنيدو  وروستو به ښه شي، ګڼ ناروغان پيژني چې اميرډيم ته د راتګ نه پس ښه شوي دي.

په سيمه کښې د اميرډيمخواؤشا ١٤ کليو اوسيدونکي د سيلانيانو د ورتګ نه د خپلو لاسو د جوړو څيزونو او ځناورو په خرڅولو ګټه تر لاسه کوي.

خو ځينې ئې د سيلانيانو له نا مطلوب وضعيت نه شکايت کوي.

د وري خوندوره غوښه ځانګړے شهرت لري. دا غوښه په هوټلونو کښې د ميلمنو ورتيږي او ترڅنګ ئې خپله ميلمانه هم پخوي.

ددې ډول غوښې يو خرڅوونکى سيدمحمد ووئيل چې سږ کال ئې د روژې د پيل نه تر اوسه يوازې څلور وري ژوندي خرڅ کړي او څلور ئې حلال کړي دي چې غوښه ئې خرڅه کړې، په داسې حال کښې چې په تيرو کلونو کښې دا اندازه څلور چنده وه.

 هغه زياته کړه، هغه سيلانيان چې سږ کال اميرډيم ته راځي، په هيواد کښې د بې روزګارۍ د زياتوالي په سؤب د خرڅ پيسې نه لري او په هره برخه کښې جموارى کوي.

هغه ووئيل:(( نه يوازې چې زه، بلکې ټول هغه کسبګر چې پۍ، شوملې، ماستۀ، ملائى او کورت خرڅوي، د ټوپيو، رومالونو او نورو سوغاتونو خرڅوونکي هم له سوړ بازارۍ نه شکايت کوي.))

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر کبير دادرس وائي چې د بهرني سيلانيانو د کمى يوه لويه وجه د کورنيو الوتنو نشتوالے او باميانو ته د راغلو لارو بدامني ده.

هغه زياته کړه چې په هيواد کښې د جګړې، چاودنو او ځانمرګو بريدونو زور بل لامل دے چې د سيلانيانو په راتګ ئې منفي اثر کړے دے.

دادرس ووئيل، د ورېښم په اووم جشن کښې چې ټاکل شوې د اګست په دويمه نيټه د سارک له ثقافتى پروګرامونو سره يو ځائے تر سره شي، هيله لرلے شى چې ملکى او بهرملکى سيلانيان به په کښې ګډون وکړي.

  اميرډيم په يکاولنګ ضلع کښې يوهدتاريخى سيمو څخه ده، چې د باميانو د مرکز شمال لوېديز په ٧٢ کيلومټرۍ کښې موجوده ده. دغه زړه را ښکوونکې سيمېته په ورتګ سره غرونه په شنه علاقه  او واښو پټ شوي او دغونډيو په څوکو کښې لاجوردي بندونه ځليږي.

ددغه ملي پارک په دننه، چې ٤١ زره ايکړهزمکه را نغاړي، ګڼ ميله ځايونه شته، چې د اوبو ابشارونه او قدرتي غوړدانګېئې انسان ته د خوشحالۍ او تازه والي احساس ورکوي.

 په دې سيمه کښې وړې بيړۍ، د آرام فضا، رنګين طبعيت، اوبه او کبان ليدونکي ته سکون ورکوي،ملکى او بهرنى سيلانيان ئې ځان ته رامات کړي دي.

 په هغه ځائے کښې واړۀ قدرتي تالابونه شته چې سيلانيان په کښې لامبي او غوره لامبوزن په لويو بندونو کښې لامبي.

دا تاريخى سيمه اووه قدرتىډيمونه لري چې د ذولفقار، هيبت، پودينه، قنبر، غلامان، ببر او پنيرک په نومونو يادېږي. ددې ډيمونو ژور والے په کال ١٩٧٣ء کښې د جرمنى لامبوزنو د اندازې ترمخه ٩٠ مټرو ته رسيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here