HomeOther LanguagesPashto Storiesخيبرپښتونخوا کښې د صحت د شعبې ښۀ کيدو د پاره د اصلاحاتو... Pashto Stories خيبرپښتونخوا کښې د صحت د شعبې ښۀ کيدو د پاره د اصلاحاتو عمل روان By Inam Ullah June 16, 2015 0 4894 FacebookXPinterestWhatsApp پيښور (انعام الله) د خيبر ټيچنګ هسپتال پيښور د سينې د وارډ نه بهر ٣٨ کلن قادر سيال د پلاسټک په درۍ ناست دے ـ د هغۀ مور د سينې انفيکشن ځپلې ده ـ هغۀ د خفګان ښکاره کولو سره ووئيل :” هغه د سينې د کينسر ښکار ده او هغې ته د ځانګړې پاملرنې ضرورت دے خو د ډاکټرانو لخوا بې غورى کولے شى ـ” هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هغۀ د مور رنځ معلومولو کښې د ډاکټرانو درې ورځې ولګيدې چې له امله ئې د هغې حالت نور خراب شو ـ هغه د بل هر کوم تيماردار په څير هسپتال کښې د خورې شوې خيچنتيا نه تنګ دے د کوم له کبله چې د هغۀ د مور په صحت بد اثرات پريوتې شي ـ قادر سيال پوښتنه وکړه :” آيا تاسو د هسپتال حالت کتلے دے؟ هر خوا د سيوريج بدبوى خوره شوې ده، ماشي د ډنډ شوو اوبوو نه چاپيره بڼيږي، د هسپتال د کچرې پورې نۀ شى اوچتولے، د هسپتال خزله په ډاګه پرته ده، آيا دا حالات به زمونږ مريضان نور نۀ رنځوران کوي ؟” خيبرپښتونخوا کښې د صحت د اسانيو ورکولو د پاره ١٦ سوه ادارې قائمې دي چې ورسره تړلي ٦٣،٣٠٠ کارمندان اولس ته خدمات ورکوي ـ هره ضلع کښې د صحت د اسانيو ورکولو د پاره د صحت بنيادى مرکزونه، سول هسپتال، د صحت کليوال مرکزونه، ډسپنسرۍ، تحصيل او ډسټرکټ هيډ کوارټرز هسپتالونه شتون لري خو په زړۀ پورې خدمتونه نۀ شى کولے د کوم له امله چې خلق دې هسپتالونو ته د مخې کولو نه ډډه کوي ـ د ينګ ډاکټرز ايسوسى ايشن خيبرپښتونخوا صدر ډاکټر عالمګير يوسف زئى د خيبرپښتونخوا د هسپتالونو د خراب حالت نقشې راښکلو سره صوبه کښې د ګردې د رنځونو د پاره د قائم هسپتال قصه واؤروله ـ د هسپتال په او پى ډى کښې هره ورځ د څلورو سوو نه زيات رنځوران خپله طبى معائنه کوي او هسپتال کښې يوازې درې يونټونه دي او هر يونټ کښې يوازې پينځۀ کټونه دي ـ ډاکټر عالمګير خبرتيا ورکړه چې ٢٧ کاله وړاندې د جوړ شوى حيات آباد ميډيکل کمپليکس نه وروستو صوبه کښې بل کوم هسپتال جوړ نۀ کړے شو ـ د خيبرټيچنګ هسپتال ډائريکټر ډاکټر فرمان على دې خبرې سره اتفاق نۀ لرلو چې حکومت په موجوده صورتحال سترګې پټې کړې دي يا په دې حقله هيڅ نۀ کوى ـ هغۀ ووئيل چې د هر اصلاحاتى پيکيج د عمل جوګه کولو د پاره څۀ موده پکار وى ـ د ډاکټر فرمان على وړاندې وينا وه :” د بدلون عمل نافذول ممکن نۀ ده، مونږ ته د اثرناکه پرمختګ د پاره په اجتماعى توګه د هڅو کولو ضرورت دے ـ” د هغۀ نه چې کله هسپتال کښې ځائے په ځائے د خور شوى ډيران په اړه پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ ورسره اتفاق ؤنۀ کړو ـ ډاکټر فرمان على نيوز لينز سره خبرو کښې ووئيل چې د هسپتال سيوريج سسټم کار نۀ کوى د کوم له کبله چې د خيچنو اوبو جمع کيدل معمول جوړ شوے دے ـ هغۀ زياته کړه چې حکومت د دې ستونزې د هوارى د پاره هڅه کوى ـ خيبرپښتونخوا کښې د اقتدار لرونکى پاکستان تحريک انصاف حکومت د ترقيافته هيوادونو په څير د صوبې د صحت د شعبې پياړې کولو اراده لرى د کوم د پاره چې صوبائى حکومت د خيبرپښتونخوا ميډيکل ټيچنګ انسټى ټيوشنز ريفارمز ايکټ ٢٠١٥ء پاس کړے دے ـ د ذکر شوى ايکټ لاندې د اصلاحاتى پروګرام په متعارف کولو د سرکارى ميډيکل ټيچنګ انسټى ټيوشنز او دې سره تړلو ټيچنګ هسپتالونو تهد ميډيکل تعليم او د رنځورانو د خيال ساتلو د پاره خپلواکى ورکړے شوې ده ـ د هسپتالونو انتظامى ډهانچه بدله کړے شوې ده ـ د هر ميډيکل ټيچنګ انسټى ټيوټ بورډ آف ډائريکټرز تشکيل کړے شوے دے چې دا شان د صحت غوره کړے شى ـ د صحت د شعبې د کارکردګۍ د کره کتنې او د خدماتو د ورکړے ښۀ کولو د پاره يو خپلواکه مانيټرنګ يونټ جوړ کړے شوے دے ـ خپل واکه مانيټرنګ يونټ (آئى ايم يو) يو سرکارى پروګرام دے ـ دا په دريو کلونو مشتمله يوه منصوبه ده ـ دې منصوبې ته د ” تر خدماتو رسد، د عملې شتون او د خدماتو په معيار کښې غوره والے” سر ليک ورکړے شوے دے چې د ډيش بورډ سسټم لاندې به ئې انتظام کولے شى کوم کښې چې به د صوبې د هرې کومې سيمې شمير شميره اعلى واکمنو ته په ډاګه کيږي ـ د آئى ايم يو پراجيکټ ډائريکټر ډاکټر اختر دې وينا سره د حکومت دفاع وکړه چې د دې اصلاحاتو تعلق ټيکنالوجۍ سره دے او د خلقو، ډاکټرانو او مانيټرنګ سټاف دې نوى سيټ اپ نه خبريدو د پاره به څۀ وخت پکار وى ـ هغه طمع لرى چې وخت تيريدو سره سره به معاملې سميدل پيل شى ـ د ډاکټر اختر ترمخه د روان مالى کال په مهال د صحت د شعبې د پاره ٣٥ ارب روپۍ ځانګړې کړے شوې دي ولې د هغۀ دا منل دي کۀ چرې حکومت بجټ کښې په کليز بنيادونو ١٥ سلنه زياتوالے نۀ کوى نو د حکومت لخوا پورته کړے شوي ګامونه به اوږد مهال نۀ وى ـ هغه باورى دے چې موجوده حکومت به زياتيدونکې اړتيا او معيار په ځائے ساتلو د پاره د صحت شعبې له ځانګړى بجټ کښې زياتوالے کوى ـ د انسټى ټيوشنل ميډيکل کميټى خيبرپښتونخوا غړى اقبال خټک ووئيل چې د ډاکټرانو او عملى د غړيو يو لوے شمير د حکومت لخوا د رامنځته کړے شوو اصلاحاتو او بدلونونو په اړه خبر نۀ دے ـ هغۀ خبردارے ورکړو چې د خبرتيا د نۀ شتون له کبله د صحت شعبې سره د اړونده قوانينو په نفاذ کښې ستونزو راولاړيدے شي ـ اقبال خټک وائى چې د ډاکټرانو لخوا د حکومت په پريکړو د اثرانداز کيدو د پاره د کيدونکو هړتالونو له امله حالات نور خراب شوي دي ـ هغۀ نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې په قانونى توګه د ډاکټرانو په هړتال بنديز دے ولې دې لړ کښې د قانونى ميکانزم د نيشتوالى په سؤب د ډاکټرانو له لورى د قانون احترام نۀ شى کولے ـ هغۀ ووئيل چې حکومتى اصلاحات تر اوسه د کاغذونو تر حده دي ـ د اقبال خټک وړاندې وينا وه :” تر کومه چې د رنځور رغيدل پيل نۀ شى، مونږ دا نۀ شو وئيلے چې د پى ټى آئى حکومت خيبرپښتونخوا صوبه کښې د صحت د شعبې د اصلاح د پاره جديد تکنيکونو نافذولو کښې بريالے شوے دے ـ” FacebookXPinterestWhatsApp Inam Ullahhttp://www.crss.com.pk Previous articleبنو: بې کوره شوي خلق د نفسياتى رنځونو ښکار شولNext articleانساني اسمگلنگ ۾ واڌ قانون لاڳو ڪندڙ ادارن جي ڪارڪردگي تي سواليا نشان بڻجي وئي RELATED ARTICLES Pashto Stories عمران خان به ۲۵ فبروري روغتون ته لېږدول کېږي Pashto Stories په کی پی کے کې د دريمې جندر خلاف تبعيض توپير Pashto Stories په شمالي وزيريستان کې،ځايي خلک د وحشيانو خنزيرونو له لاسه خپل خوبونه ورکوي Pashto Stories يواځې کور : په خيبر پختون خواه او بلوچستان کې د کورني تاوتريخوالي سر غړونه د قوانينو نشتوالی LEAVE A REPLY Cancel reply Comment: Please enter your comment! Name:* Please enter your name here Email:* You have entered an incorrect email address! Please enter your email address here Website: Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment. Must Read Lahore Tops Global Pollution List at AQI 329 as Purifier Sales Diverge Uncategorized Speakers urge fair trials, judicial reform on World Day Against the Death Penalty Uncategorized عمران خان کي 25 فيبروريءَ تي اسپتال موڪليو ويندو Sindhi Stories عمران خان به ۲۵ فبروري روغتون ته لېږدول کېږي Pashto Stories Imran Khan to be shifted to hospital on February 25 English News