خيبرپښتونخوا کښې د صحت د شعبې ښۀ کيدو د پاره د اصلاحاتو عمل روان

0
4294

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

پيښور (انعام الله) د خيبر ټيچنګ هسپتال پيښور د سينې د وارډ نه بهر ٣٨ کلن قادر سيال د پلاسټک په درۍ ناست دے ـ د هغۀ مور د سينې انفيکشن ځپلې ده ـ هغۀ د خفګان ښکاره کولو سره ووئيل :” هغه د سينې د کينسر ښکار ده او هغې ته د ځانګړې پاملرنې ضرورت دے خو د ډاکټرانو لخوا بې غورى کولے شى ـ”

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هغۀ د مور رنځ معلومولو کښې د ډاکټرانو درې ورځې ولګيدې چې له امله ئې د هغې حالت نور خراب شو ـ

هغه د بل هر کوم تيماردار په څير هسپتال کښې د خورې شوې خيچنتيا نه تنګ دے د کوم له کبله چې د هغۀ د مور په صحت بد اثرات پريوتې شي ـ قادر سيال پوښتنه وکړه :” آيا تاسو د هسپتال حالت کتلے دے؟ هر خوا د سيوريج بدبوى خوره شوې ده، ماشي د ډنډ شوو اوبوو نه چاپيره بڼيږي، د هسپتال د کچرې پورې نۀ شى اوچتولے، د هسپتال خزله په ډاګه پرته ده، آيا دا حالات به زمونږ مريضان نور نۀ رنځوران کوي ؟”

خيبرپښتونخوا کښې د صحت د اسانيو ورکولو د پاره ١٦ سوه ادارې قائمې دي چې ورسره تړلي ٦٣،٣٠٠ کارمندان اولس ته خدمات ورکوي ـ هره ضلع کښې د صحت د اسانيو ورکولو د پاره د صحت بنيادى مرکزونه، سول هسپتال، د صحت کليوال مرکزونه، ډسپنسرۍ، تحصيل او ډسټرکټ هيډ کوارټرز هسپتالونه شتون لري خو په زړۀ پورې خدمتونه نۀ شى کولے د کوم له امله چې خلق دې هسپتالونو ته د مخې کولو نه ډډه کوي ـ

د ينګ ډاکټرز ايسوسى ايشن خيبرپښتونخوا صدر ډاکټر عالمګير يوسف زئى د خيبرپښتونخوا د هسپتالونو د خراب حالت نقشې راښکلو سره صوبه کښې د ګردې د رنځونو د پاره د قائم هسپتال قصه واؤروله ـ د هسپتال په او پى ډى کښې هره ورځ د څلورو سوو نه زيات رنځوران خپله طبى معائنه کوي او هسپتال کښې يوازې درې يونټونه دي او هر يونټ کښې يوازې پينځۀ کټونه دي ـ ډاکټر عالمګير خبرتيا ورکړه چې ٢٧ کاله وړاندې د جوړ شوى حيات آباد ميډيکل کمپليکس نه وروستو صوبه کښې بل کوم هسپتال جوړ نۀ کړے شو ـ

د خيبرټيچنګ هسپتال ډائريکټر ډاکټر فرمان على دې خبرې سره اتفاق نۀ لرلو چې حکومت په موجوده صورتحال سترګې پټې کړې دي يا په دې حقله هيڅ نۀ کوى ـ هغۀ ووئيل چې د هر اصلاحاتى پيکيج د عمل جوګه کولو د پاره څۀ موده پکار وى ـ د ډاکټر فرمان على وړاندې وينا وه :” د بدلون عمل نافذول ممکن نۀ ده، مونږ ته د اثرناکه پرمختګ د پاره په اجتماعى توګه د هڅو کولو ضرورت دے ـ”

د هغۀ نه چې کله هسپتال کښې ځائے په ځائے د خور شوى ډيران په اړه پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ ورسره اتفاق ؤنۀ کړو ـ ډاکټر فرمان على نيوز لينز سره خبرو کښې ووئيل چې د هسپتال سيوريج سسټم کار نۀ کوى د کوم له کبله چې د خيچنو اوبو جمع کيدل معمول جوړ شوے دے ـ هغۀ زياته کړه چې حکومت د دې ستونزې د هوارى د پاره هڅه کوى ـ

خيبرپښتونخوا کښې د اقتدار لرونکى پاکستان تحريک انصاف حکومت د ترقيافته هيوادونو په څير د صوبې د صحت د شعبې پياړې کولو اراده لرى د کوم د پاره چې صوبائى حکومت د خيبرپښتونخوا ميډيکل ټيچنګ انسټى ټيوشنز ريفارمز ايکټ ٢٠١٥ء پاس کړے دے ـ

د ذکر شوى ايکټ لاندې د اصلاحاتى پروګرام په متعارف کولو د سرکارى ميډيکل ټيچنګ انسټى ټيوشنز او دې سره تړلو ټيچنګ هسپتالونو تهد ميډيکل تعليم او د رنځورانو د خيال ساتلو د پاره خپلواکى ورکړے شوې ده ـ

د هسپتالونو انتظامى ډهانچه بدله کړے شوې ده ـ د هر ميډيکل ټيچنګ انسټى ټيوټ بورډ آف ډائريکټرز تشکيل کړے شوے دے چې دا شان د صحت غوره کړے شى ـ

د صحت د شعبې د کارکردګۍ د کره کتنې او د خدماتو د ورکړے ښۀ کولو د پاره يو خپلواکه مانيټرنګ يونټ جوړ کړے شوے دے ـ خپل واکه مانيټرنګ يونټ (آئى ايم يو) يو سرکارى پروګرام دے ـ

دا په دريو کلونو مشتمله يوه منصوبه ده ـ دې منصوبې ته د ” تر خدماتو رسد، د عملې شتون او د خدماتو په معيار کښې غوره والے” سر ليک ورکړے شوے دے چې د ډيش بورډ سسټم لاندې به ئې انتظام کولے شى کوم کښې چې به د صوبې د هرې کومې سيمې شمير شميره اعلى واکمنو ته په ډاګه کيږي ـ

د آئى ايم يو پراجيکټ ډائريکټر ډاکټر اختر دې وينا سره د حکومت دفاع وکړه چې د دې اصلاحاتو تعلق ټيکنالوجۍ سره دے او د خلقو، ډاکټرانو او مانيټرنګ سټاف دې نوى سيټ اپ نه خبريدو د پاره به څۀ وخت پکار وى ـ هغه طمع لرى چې وخت تيريدو سره سره به معاملې سميدل پيل شى ـ

د ډاکټر اختر ترمخه د روان مالى کال په مهال د صحت د شعبې د پاره ٣٥ ارب روپۍ ځانګړې کړے شوې دي ولې د هغۀ دا منل دي کۀ چرې حکومت بجټ کښې په کليز بنيادونو ١٥ سلنه زياتوالے نۀ کوى نو د حکومت لخوا پورته کړے شوي ګامونه به اوږد مهال نۀ وى ـ هغه باورى دے چې موجوده حکومت به زياتيدونکې اړتيا او معيار په ځائے ساتلو د پاره د صحت شعبې له ځانګړى بجټ کښې زياتوالے کوى ـ

د انسټى ټيوشنل ميډيکل کميټى خيبرپښتونخوا غړى اقبال خټک ووئيل چې د ډاکټرانو او عملى د غړيو يو لوے شمير د حکومت لخوا د رامنځته کړے شوو اصلاحاتو او بدلونونو په اړه خبر نۀ دے ـ هغۀ خبردارے ورکړو چې د خبرتيا د نۀ شتون له کبله د صحت شعبې سره د اړونده قوانينو په نفاذ کښې ستونزو راولاړيدے شي ـ

اقبال خټک وائى چې د ډاکټرانو لخوا د حکومت په پريکړو د اثرانداز کيدو د پاره د کيدونکو هړتالونو له امله حالات نور خراب شوي دي ـ هغۀ نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې په قانونى توګه د ډاکټرانو په هړتال بنديز دے ولې دې لړ کښې د قانونى ميکانزم د نيشتوالى په سؤب د ډاکټرانو له لورى د قانون احترام نۀ شى کولے ـ

هغۀ ووئيل چې حکومتى اصلاحات تر اوسه د کاغذونو تر حده دي ـ د اقبال خټک وړاندې وينا وه :” تر کومه چې د رنځور رغيدل پيل نۀ شى، مونږ دا نۀ شو وئيلے چې د پى ټى آئى حکومت خيبرپښتونخوا صوبه کښې د صحت د شعبې د اصلاح د پاره جديد تکنيکونو نافذولو کښې بريالے شوے دے ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here