بنو: بې کوره شوي خلق د نفسياتى رنځونو ښکار شول

0
4541

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

بنو (احسان داوړ) د آئى ډى پيز کيمپونو کښې د اوسيدونکى هر تن او په ځانګړى توګه د ميرمنو، ماشومانو او د پوخ عمره کسانو ژوند ډير سخت ځپلے شوے دے ـ هغوئ قطبى وزيرستان ته واپس تلل غواړي چې دا شان خپل ژوند په امن او مينه محبت تير کړے شي ـ د هغوئ په تکليف کښې د زياتوالى يوه وجه موسم هم دے ـ قطبى وزيرستان يوه غريزه سيمه ده چرته چې د اوړى په دوران هم موسم غوره وى ولې په بنو کښې د ګرمۍ د موسم په مهال اوسط درجه حرارت ٤٥ سنټى ګريډ ته رسيږى ـ

٧٠ کلنه ماروا په هغو زرګونو بدنصيبه خلقو کښې يوه ده څوک چې جون ٢٠١٤ء کښې د طالبانو په ضد د پيل شوو فوځى عملياتو ضرب عضب نه پس له قطبى وزيرستانه خپل کور کلى پريښودو ته مجبور شول ـ

ماروا ته ژوند تيرول ګرانيږى ـ هغه له ځانه چاپيره موجودو خلقو ته خواست کوى چې هغوئ دې هغه واپس ميرعلى ته بوځى چې هغه خپل پلرنے کلے وکتلے شى ـ هغه منت کوى:” ما هلته يوازې څو ورځو له پريږئ ـ زۀ خپل څاروي ليدل غواړم ـ”

ماروا د خپل پلرنى کلى نه په لرې کيدو خفه ده او هغه واپس تګ غواړى ـ د بنو کيمپونو کښې، چرته چې هغه نورو بې کوره شوو خلقو سره ميشتۀ ده، د ژوند د معيار خرابيدو له کبله د هغې صحت اغيزمن شوے دے ـ

ماروا ووئيل :” کله چې مونږ ته د کورونو پريښودو وينا وشوه نو دا ژمنه راسره وکړے شوه چې لږه موده وروستو به واپس راوليږلے شو ـ خواؤشا يو کال تير شوے دے ولې د واپسى هيڅ اميد په نظر نۀ راځى ـ زۀ فکرمنده يم چې چرته خپل کور ته به واپس تګ وکړے شم يا نه ـ”

ماروا سلام هغه يوازينۍ آئى ډى پى نۀ ده چا د پاره چې د کور نه لرې تلل ستونزمن شوي دي ـ خواؤشا هر بې کوره شوے تن هم داسې محسوسوى ـ د کور نه د لرې کيدو په سؤب د ځينو بې کوره شوو خلقو ذهنى صحت هم ځپلے شوے دے ـ

د ماروا د ټولو نه مشر زوئ طارق خان ووئيل :” زما مور صحت منده او چسته وه ـ عمر د هغې د پاره د شمير شميرې نه زيات هيڅ نۀ ؤ ـ هغې به د کور ټول کار پخپله کولو ـ پخپله به ئې پټو کښې ګياه ريبلو سره څاروو د پاره راوړله او د هغوي به ئې داسې خيال ساتلو چې د بل چا د پاره به دا ممکنه نۀ وه ـ يو کال کښې هغه دننه دومره چورى چورى شوې ده چې هغې ته پياده ګرځيدل هم ګران شوي دي ـ هغه شپې په ژړا تيروي ـ هغې چې ټول ژوند کښې په ډيره ګرانه کوم کور جوړ کړے ؤ، د هغې نه جدا کيدل دومره اسان نۀ وو ـ”

قطبى وزيرستان کښې د کيدونکو فوځى عملياتو نه وروستو د کډوال کيدونکو پوخ عمره قبائلو په حقله د کومې تصديق شوې شمير شميرې د نۀ شتون له کبله مونږ د څۀ غيرسرکارى تنظيمونو لخوا په رامنځته کړے شوو اندازو اډاڼه کولے شو د کوم ترمخه چې د ٦٠ کالو نه د زيات عمر خواؤشا دوو لکو کسانو کډې کړې دي ـ جون ٢٠١٤ء کښې په ابتدائى توګه اتۀ لکه بې کوره شوي خلق د قطبى وزيرستان څخه بنو کښې استوګن کړے شول ـ

بنو سره اړوند د نفسياتو ماهر ډاکټر جاويد اختر وائى چې د وطن نه لرې کيدو په آئى ډى پيز منفى اغيزې کړې دي ـ

هغۀ ووئيل :” کۀ تاسو زړه ونه راويستلو سره په دې طمع بل کوم ځائے کښې هغه نالوئ چې د مخکښې په شان به شنه وى نو دا فکر بيخى غلط دے ـ دا ونه ډير زر مړاوے کيږى ـ” هغۀ ووئيل چې دغه خلق د خپل چاپيرچل ماحول سره ژور تړون لري چې له امله ئې هغوئ ته خپل ځان په نوى ماحول کښې وراچول ګران وى لکه څنګه چې هغوئ ته په کيمپونو کښې اوسيدل ګرانيږى ـ د هغوئ دا احساس تت شوے دے چې هغوئ کومه خپله اثاثه هم لري د څۀ له کبله چې هغوئ خپل ځان يوازې محسوسوي ـ

٥٥ کلن وکيل خان هم د واپس تللو د پاره سوچ او فکر کوى ـ د يو بې کوره شوى تن په توګه هغه د خپل ژوند څخه مايوسه شوے دے ـ

هغۀ په نمژنو سترګو دا پوښتنه وکړه :” آيا انسانان دا شان اوسيږي؟ آيا تاسو دې ته ژوند وايئ؟ زمونږ کور شته او نۀ هم جوماتونه، څۀ داسې ځائے نشته چرته چې هوا خورى وکړے شى ـ مونږ د ميلمنو ميلمستيا يا خپلو بچو ته د هغوئ د خوښې خوراک ورکولے نۀ شو ـ دا بيخى غلامى ده ـ “

يو بل آئى ډى پى حامد خان نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هغۀ ٨٥ کلن پلار خپل سامان پورې پرا نۀ نستو چې دا شان کله حکومت د بحالۍ د منصوبې اعلان وکړى نو هغه زر تر زره واپس تګ وکړے شى ـ خو ولې هغۀ ووئيل چې اوس د هغۀ د پلار طمع ختميږى چې څرګندونه ئې ورځ په ورځ د هغۀ د خرابيدونکى صحت څخه کيږى ـ

بنو کښې د آئى ډى پيز کيمپونو کښې ميشتۀ هر تن د بې کوره شوو خلقو د بحالۍ د حکومتى منصوبې په اړه خبرې کولو ته چمتو ښکارى ـ

د فاټا ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى يو افسر فرمان خلجى ووئيل چې حکومت د آئى ډى پيز د بحالۍ منصوبه جوړه کړې ده خو د امنيتى لاملونو له کبله هغه ميډيا کښې جارى کولے نۀ شى ـ

پيښور سره اړوند د نفسياتو ماهر ډاکټر خالد مفتى وائى چې د هغۀ د ٨٠ سلنه مريضانو تعلق قبائلى سيمو سره دے او هغوئ ته لګيدلي رنځونه عسکريت خوښۍ او اوس کډوالۍ سره اړوند لري ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د قبائلى سيمو د اړوندو رنځورانو لوے شمير په ميرمنو مشتمل دے ـ

ډاکټر خالد مفتى زياته کړه :” د ذهنى رنځونو ښکار کسان د ډرون حملو، بمبارۍ او د هغوئ په سيمو کښې د معاشى موقعو د نۀ شتون په سؤب له پيدا کيدونکى ناخوندىتوب سر ټکوي ـ ډير رنځوران سختې فکرمندۍ سره مخ شوي دي او د زړۀ د حرکت بنديدو يا فالج له کبله مرګونه هم شوي دي ـ “

خو ډير آئى ډى پيز داسې هم دي چې د وخت حالاتو ته ئې ځان نيولے دے ـ هغوئ په بنو کښې کاروبار يا ملازمت پيل کړے دے ـ

ناهيد خان بنو کښې يو نوے ريستوران پرانستے دے ـ

هغۀ ووئيل:” ما په ميرعلى کښې د خپل ريستوران ياد خفه کوى ـ خو زۀ ځان څومره موده تيرو وختونو کښې ورک ساتلے شم؟ ما ته وړاندې تګ دے او د خپلې کورنۍ د پاره پيسه ګټل دي د کوم له کبله چې مې ريستوران پرانستے دے ـ”

سپن وام سره د اړونده ځينو بې کوره شوو خلقو په مارچ کښې بحالى عملى شوې وه ـ دا سيمه د مرکزى ښارونو ميرعلى او ميرانشاه په شان فوځى عملياتو ځپلې نۀ وه ـ

ميرعلى او ميرانشاه د فوځى عملياتو مرکزونه پاتې شوي دي ـ څوک په پوره توګه له دې خبر نۀ دي چې دې سيمو کښې به کله د بحالۍ عمل پيل کيږى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here