د پيښور پوهنتون لخوا د فيس ورکولو تقاضا،فاټا څخه د کډوالو زده کوونکو فکرمندى

0
4475

پيښور (احسان داوړ) د پيښور پوهنتون قبائلى هاسټل کښې ميشتۀ د قطبى وزيرستان اړوند زده کوونکى رحيم الله د تعليمى لړۍ د ختميدو انديښنې زياتې شوې دي ـ

هغه چې جون ٢٠١٤ء کښې د عسکريت خوښو په ضد د پيل شوو ضرب عضب عملياتو نه ورورستو کله د قطبى وزيرستان نه د يو زده کوونکى په توګه کډې کولو سره پيښور ته راغے نو واکمنو د رحيم الله په شان زده کوونکو ته د تعليم د بې معاوضې اسانيو ورکولو وړانديز وکړو ـ

رحيم الله او نور زده کوونکي د قبائلى سيمو د کالجونو نه د پاکستان نورو تعليمى ادارو ته د اوړيدو ستونزمن طريقه کار څخه تير شول کوم نه وروستو چې د هغوي نۀ يوازې داخله ممکن شوه بلکې هغوي څو مياشتو پورې کالج ته هم لاړل ـ

اوس د مارچ مياشت روانه ده ، کله چې زده کوونکو ته کليز امتحانونو کښې د برخې اخستو د پاره فارم جمع کول وى ـ ولې د پوهنتون انتظاميې رحيم الله او نورو کډوالو زده کوونکو ته وئيلي دي چې هغوي دې امتحانونو کښې د ګډون د پاره فيس جمع کړي ـ

رحيم الله وائى :” زۀ نۀ پوهيږم چې ما ته اوس څۀ کول دى ـ آيا ما ته تعليمى لړۍ ختمول پکار دي يا بايد د احتجاج لاره خپله کړم ـ زۀ دومره وسيلې نۀ لرم چې د پوهنتون دروند فيس ورکړے شم ـ” هغه د قطبى وزيرستان هيډ کوارټر ميرانشاه سره تعلق لرى ـ

رحيم الله ووئيل چې هغه بيلابيلو مدونو کښې واجبات ورکولے نۀ شي چې پکښې د هاسټل، امتحانونو، مائيګريشن او نور فيسونه شامل دي ـ

هغۀ ووئيل :”د عسکريت خوښو په وجه ميرانشاه کښې زما د پلار کاروبار تباه شو ـ زۀ د پيسونو بندوبست څۀ رنګ کولے شم؟”

د قطبى وزيرستان څخه کډوال شوو زده کوونکو چا چې نيوز لينز سره خبرې اترې وکړې، هغوي کښې امتياز وزير هم شامل ؤ چې د قبائلى سيمې د اړونده زده کوونکو مشر او استازے دے ـ هغۀ ووئيل چې د پوهنتون د انتظاميې د پريکړې له امله قطبى وزيرستان سره اړوند زده کوونکي فکرمندۍ سره مخ شوي دي ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ دې حالاتو کښې تعليم ته پاملرنه نۀ شو کولے ځکه چې مونږ څخه هره ورځ د فيس غوښتنه کولے شى او دا زمونږ د پاره ممکن نۀ ده ـ قطبى وزيرستان سره اړوندو زده کوونکو د پاره تعليمى لړۍ روانه ساتل له وړاندې راسې ګرانيږى او کۀ انتظاميه په دې پريکړه نظرثانى ونۀ کړى نو دې سره به د قبائلى سيمو د اړوندو زده کوونکو په اعلى تعليم د سخې بڼې اثرات پريوځي ـ”

هم دې ډلې سره اړوند يو بل زده کوونکى افتخار داوړ ووئيل چې ستمبر ٢٠١٤ء کښې د وائس چانسلرانو په غونډه کښې دا پريکړه شوې وه چې د کډوالو زده کوونکو نه به هيڅ يو پوهنتون کښې هم د داخلې څۀ فيس اخستے نۀ شى ـ

هغۀ د غونډې د اهمو نکاتو حوالې ورکولو سره ووئيل :” د پوهنتون انتظاميې اوس يو بل نوټيفيکيشن جارى کړے دے کوم کښې چې کډوالو زده کوونکو ته د هاسټل او امتحانونو د فيس جمع کولو وينا شوې ده ځکه چې پوهنتون معاشى ستونزو سره مخامخ دے ـ “

ولې د نفسياتو د ايم ايس سى زده کوونکى عادل داوړ ووئيل چې د هغۀ د شعبې لخوا هغۀ ته ټول فيسونه معاف کړے شوي دي ـ

هغۀ ووئيل :” د نفسياتو د شعبې مشر ما ته ووئيل چې ستا نه به کوم فيس نۀ شى اخستے خو زۀ اوس ويرې اخستے يم ځکه چې ما د بيلابيلو شعبو صورتحال ليدلے دے ـ کۀ د نورو شعبو زده کوونکو ته د فيس د ورکړې وينا کولے شى نو مونږ ته هم د داسې کولو غږ کولے شى ـ “

د قانون يو زده کوونکى ووئيل چې هغۀ او قطبى وزيرستان سره اړوندو نورو زده کوونکو د خيبرپښتونخوا د تعليم صوبائى وزير مشتاق غنى سره ليدل کتل وکړل او هغه مو د پوهنتونو د دوه رنګه پاليسۍ په اړه خبر کړو ـ

احمد الله ووئيل :” د تعليم وزير ووئيل چې صوبائى حکومت ته د وفاق او نۀ هم د نړيوالو مرستندويه ادارو له لورى د کډوالو زده کوونکو د مرستې د پاره څۀ فنډز جارى کړے شوي دي ـ”

د معاشياتو زده کوونکى عطاء الله ووئيل :” مونږ ته پته نشته چې هغوي زمونږ په نوم کوم څۀ ترلاسه کړي دي ولې اوس هغوي انکار کړے دے ـ”

ډله کښې شامل زده کوونکي فکرمند دي ،هغوي کښې زياتره بې وزله کورنيو سره تعلق لري او د فيس ورکولو توان نۀ لري ـ

يو زده کوونکى د ځان د پيژندګلو نۀ کولو په خواست نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه د خپلې کورنۍ لخوا د زونګ د لارې د راليږل کيدونکى رقم د ترلاسه کولو لارې سارى ـ

هغۀ ووئيل:” زما پلار په حق رسيدلے دے ، پيښور کښې ما ته د خپلې کورنۍ او ملګريو نه لرې د خپلو خرڅونو زغمل ګرانيږى ـ زۀ د زونګ د لارې رقم اخلم چې اکثرو وختونو کښې ځنډ سره ترلاسه کيږى يا اکثر هم لاس ته نۀ راځى ـ دې حالاتو کښې کله چې زما د پاره د خپلو ذاتى لګښتونو زغمل ګرانيږى نو د پوهنتونو فيس څۀ رنګ ورکولے شم ؟”

نيوز لينز د پيښور پوهنتون وائس چانسلر سره د تماس نيولو هڅه وکړه کومه چې ممکن نۀ شوه ـ د انتظاميې يو غړى د نوم نۀ ښودلو په شرط، ځکه چې هغۀ ته ميډيا سره د خبرو کولو اجازه نشته، ووئيل چې پوهنتون دا وخت د سختې بڼې مالى بحران سره مخامخ دے چې له امله ئې د کډوالو زده کوونکو خرڅونه زغمل ناممکن شوي دي ـ “

هغۀ ووئيل :” مونږ دوي ته له معاوضې پرته د تعليم ورکولو اعلان کړے ؤ ځکه چې مونږ د هائر ايجوکيشن کميشن او وفاقى حکومت لخوا د فنډز د جارى کيدو هيله لرله خو هغوي کښې د چا د لورى هم څۀ مرسته ونۀ کړے شوه ـ”

هغۀ ووئيل چې کډوالو زده کوونکو ته به خپل تعليمى خرڅونه پخپله زغمل وي ـ

د هائرايجوکيشن کميشن پيښور ډائريکټر ظهيراحمداعوان نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغوي پوهنتونونو ته د مالى مرستې ورکولو هيڅ وعده نۀ وه کړې ـ

هغۀ ووئيل :” دا د هغوي خپله پريکړه وه او اوس هغوي داسې حالات پيدا کړي دي چې له امله ئې زده کوونکي خوشحاله نۀ دي ـ”

رښتيا دا دي چې يوازې د پيښور پوهنتون زده کوونکي داسې حالاتو سره مخامخ نۀ دي ـ د خيبر پښتونخوا نورو پوهنتونو هم د فوځى عملياتو په وجه د قطبى وزيرستان څخه په کډه راتلونکو زده کوونکو نه د فيس د ورکړې غوښتنه پيل کړې ده ـ

امتياز وزير ووئيل :” زما په خيال دا حالات انتهائى انديښمن دي ـ کۀ حکومت د دې زده کوونکو تعليمى خرڅونه ؤنۀ زغمى نو دغه صورت کښې هغوي د عسکريت خوښۍ لورى ته پام ګرځولے شى ـ”

د پيښور پوهنتون زده کوونکو خبردارے ورکړو چې کۀ د پوهنتون د انتظاميې لخوا د هغوي تعليمى خرڅونه ؤنۀ زغملے شى نو هغوي به د احتجاج لاره خپله کړي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here