پيښور:صحافيانو کښې د زياتيدونکو نفسياتى رنځونو د علاج د پاره ټراؤما سنټر قائم

0
4621

: Photo By News Lens Pakistan / Izharullah

پيښور (اظهارالله) پيښور سره اړوند صحافى محمد ارشاد د اردو ژبې يوه ورځپاڼه کښې کار کوى، هغه خوب کښې د خلل د رنځ ښکار دے ـ محمد ارشاد د شپې په وروستى پړاؤ کښې راويښيږى او کله چې فيلډ کښې کار کوى نو ستړتيا محسوسوى ـ

محمد ارشاد وائى چې د کار د زياتيدو او قريباَ په هره دويمه ورځ د ظلم د پيښو د کوريج کولو له امله د هغۀ خوب کښې کشاله رولاړه شوې ده ـ

هغه داسې يوازينے ژورنالست نۀ دے ـ د خيبر پښتونخوا صوبې پشمول ټول پاکستان کښې ژورنالستان د ترهه ګرۍ د پيښو د کوريج له امله د ذهنى کشالو شکايت کوونکي ښکاري ـ د ٢٠٠١ء نه تراوسه د ٤٥ زرو څخه زيات کسان بم چاودنو او ځان وژونکو بريدونو کښې وژلي شوي دي ـ

د ساؤتهـ ايشياء ټيررازم پورټل (ايس اے ټى پى) له لورى د راغونډې کړے شوې شمير شميرې ترمخه خيبرپښتونخوا صوبه کښې ٢٠١٥ء (١٥ فرورۍ پورې) کښې د ترهه ګرۍ پيښو کښې د ٣٦ وګړيو، ١٥ ترهه ګرو او د امنيتى ځواکونو د څلورو کارمندان پشمول په مجموعى توګه ٥٥ کسان مړۀ شوي دي ـ ٢٠١٤ء کښې د دومره مودې په مهال د ترهه ګرۍ پيښو کښې د مرګونو شمير ١٥٦ ؤ چې پکښې ١٠٣ وګړي، د امنيتى ځواکونو ٤١ کارمندان او ١٢ ترهه ګر شامل وو ـ دا خبره د انتهائى فکرمندۍ وړ ده چې د ٢٠١٤ء په دوران پاکستان کښې د ترهه ګرۍ ډيره ناوړه پيښه پيښور کښې رامنځته شوه کومه کښې چې سکول کښې زده کوونکي ١٣٨ ماشومان شهيدان شول ـ

د ترهه ګرۍ د دې پيښو کوريج کوونکو صحافيانو ته څۀ دمه ترلاسه شوه او نۀ هم د هغوي د ادارو لخوا مرسته ورکړے شوه هر کله چې د هغوي له شخصيته د ذهنى رنځونو د علامتونو ښکاره پته لګيده ـ هم د دې ذهنى کشالې له امله د محمد ارشاد د امروزه معمول او کارکردګى اغيزمن شوي دي ـ

هغۀ ووئيل :” ما به هره ورځ پينځۀ خبرونه فائل کول ولې اوس له ما دوه هم نۀ کيږي ـ”

اسلام آباد سره اړوند د نفسياتو ماهر پروفيسر ډاکټر رضوان تاج نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د ترهه ګرۍ پيښې د هغو خلقو په نفسياتو اغيز کوى څوک چې د دې مشاهده کوي ـ هغۀ ووئيل چې صحافيان ولې چې فيلډ کښې د بم چاودنو د پيښو مشاهده کوي د کوم له امله چې هغوي د ذهنى رنځونو او بيلابيلو نفسياتى شخړو لکه د ډپريشن او ستړتيا ښکار کيدے شي ـ

ډاکټر رضوان تاج د پاکستان انسټى ټيوټ آف ميډيکل سائنسز اسلام آباد د نفسياتو د شعبې مشر دے ، هغه وائى :” د ترهه ګرۍ او دا شان د نورو غمژنو پيښو د رپورټنګ کوونکو صحافيانو په ذهنى صحت منفى اثرات پريوځي ـ “

هغۀ ووئيل چې هيواد کښې د امن و امان د خرابو حالاتو له امله پاکستان بحرانى دور څخه تيريږى چې له امله ئې انديښنې ، ذهنى کشالې ، خوب کښې خنډ اود چغړبتوب په شان نفسياتى رنځونه عام کيږي ـ ډاکټر رضوان تاج زياته کړه :” خيبرپښتونخوا کښې د ترهه ګرۍ پيښې د هيواد د نورو سيمو په نسبت زياتې رامنځته کيږي چې له امله ئې د صوبې په اوسيدونکو کښې د نفسياتى رنځونو تناسب کښې زياتوالے راغلے دے ـ”

محمد ارشاد د تيرو دوو مياشتو راسې پيښور پوهنتون کښې د صحافيانو د پاره قائم ټراؤما سنټر (سى ټى سى جے) څخه د ذهنى کشالې علاج کوى ـ

هغه وائى چې هغۀ ياد ټراؤما سنټر څخه په دوو مياشتو مشتمله تهراپى پوره کړې ده ـ هغۀ ته د خپل نفسياتى علاج د پاره نوره يوه مياشت تهراپى کول دي ولې هغه اوس څۀ قدرې غوره والے محسوسوى ـ

محمد ارشاد وائى:” ما چې د کله راسې د علاج د پاره ذکر شوى سنټر ته تګ پيل کړے دے، د هغه ورځ راسې ځان په سکون محسوسوم ـ زما ټول معمول بدل شوے دے ـ زۀ وړاندې له دې خوب کښې خلل او ذهنى کشالې سره مخ ؤم خو اوس مې طبيعت لږ ډير ځائے له راغلے دے ـ”

د ترهه ګرۍ د پيښو د کوريج کولو په سؤب د پيدا کيدونکى ذهنى دباؤ د مخنيوى د پاره تير کال نومبر کښې د خيبرپښتونخوا او فاټا د ژورنالستانو علاج له ياد سنټر قائم کړے شوے ؤ ـ دا سنټر د پيښور پوهنتون د صحافت د شعبې او نفسياتو د شعبې ګډه منصوبه ده ـ

د جرمنى د نړيوالې ميډيا د پرمختګ ډيره نوميالۍ اداره دوئچے ويلے اکيډمى، به پيښور پوهنتون سره د ترسره شوې مفاهمتى ياداښت (ايم او يو) لاندې دې منصوبې ته تر دريو کالو معاشى او تکنيکى مرسته ورکوى ـ

د صحافت د شعبې مشر پروفيسر عطاء الله خان ووئيل چې خيبر پښتونخوا کښې پيشه ورانه ذمه وارۍ ترسره کوونکي صحافيان له تشدد او ګواښونو اغيزمن کيږي ـ

هغۀ ووئيل :” د دې سنټر جوړيدل د وخت ضرورت ؤ ـ د دې منصوبې په شا د ژورنالستانو د مرستې خيال پروت ؤ چې دا شان د هغوي په صحت بد اثرات نۀ پريوځي او د هغوي د پيشې ذمه وارۍ او کيريئر متاثره نۀ شى ـ”

هغۀ ووئيل چې ياد سنټر کښې صحافيانو ته بې معاوضې نفسياتى مرسته ورکولے شى ـ

د پيښور پوهنتون د نفسياتو شعبه کښې قائم کړے شوى دې سنټر کښې تراوسه ٢٠ صحافيانو ځانونه رجسټرډ کړي دي چې پکښې د شپږو تهراپى سر ته رسيدلې ده ـ

د پيښور پوهنتون د نفسياتو د شعبې مشر ډاکټر ارم ارشاد ووئيل چې شپږ صحافيان سنټر کښې د رجسټر کيدو نه وروستو تر اوسه لږ ډير غوره والے محسوسوي ـ هغۀ ووئيل چې سائيکو تهراپى کښې لويه ستونزه د رنځورانو دا ادراک کول وي چې هغوي د نفسياتى رنځ ښکار دي ـ

ډاکټر ارم ارشاد د دې سنټر مشر هم دے ، هغه وائى :” ښکاره ده چې صحافيانو کښې د ذهنى کشالې په وجوهاتو کښې يو د هغوي له لورى د تشدد نه د ډکو پيښو کوريج کول هم ده ـ مونږ صبر سره د هغوي (ژورنالستانو) علاج کوو چې دا شان هغوي يو ښۀ او خوندناکه ژوند تير کړے شى ـ”

د ډوئچے ويلے اکيډمۍ کنټرى ډائريکټر کيرن شيلډر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هغوي تنظيم پاکستان کښې د صحافيانو د خيرښيګړې او هغوي کښې د پيشې د رموزو څرګندولو د پاره کار کوى ـ هغۀ ووئيل چې خيبرپښتونخوا کښې ياد سنټر د ژورنالستانو د نفسياتى او سماجى مرستې د پاره قائم کړے شوے دے ـ

هغۀ ووئيل :” ډوئچے ويلے اکيډمى هم د داسې يو سنټر بلوچستان کښې هم د قائمولو اراده لرى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here