د ولى خان افريدى وړاندې وينا وه :” فاټا د افسر شاهۍ د پاره د جنت په څير ده او هغوئ دا جنت له لاسه ورکول نۀ غواړي ـ دا هغه قوتونه دي چې د سيمې انتظامى ډهانچه کښې د کيدونکو بدلونونو په لاره کښې خنډان پيدا کوي ـ او هغوئ سره هغه عناصر هم راپورته شوي دي چې د فاټا منتظم کوونکو قوانينو کښې د بدلونونو مخالفت کوي ـ “
يو تعصب لرونکے ټربيونل
د فاټا د سول سوسائټۍ غړي دا تور لګوى چې د ټربيونل غړي د هغو “قوتونو” په مقابله کښې ازاد نۀ دي چې د سيمې او د دې د اوسيدونکو د “کم تر حيثيت” له کبله د طاقت او واک اختيار څښتان دي او هغوئ له دې اختياراتو نه بې برخې کيدل نۀ غواړي ـ
د ولى خان افريدى وينا وه :” د دې بدلونونو نه پس هم د ټربيونل د غړيو ټاکنه په سياسى تړونونو، افسر شاهۍ سره اړيکو او د هغوئ په خوښه نا خوښه عمل کښې راغلې ده ـ”
د فاټا لائرز فورم صدر او قانون پوهه اعجاز مومند دې دعوې سره اتفاق نۀ لرى، هغۀ ووئيل :” ټربيونل کښې يوازې يو وکيل غړے شامل دے او دوه بيوروکريټس د دې غړي دي د کوم له کبله چې هغوئ نۀ يوازې طاقتور او زور شور لري بلکې افسر شاهۍ کښې د خپلو موجودو خيرخواهانو پريکړې رد کولے نۀ شي ـ”
هغۀ په هغه طريقه کار هم ټکونه وکړل د کوم لاندې چې د غړيو ټاکنه عمل کښې راغله او وې وئيل چې په هغوئ کښې د کوم يو تعلق هم فاټا سره نۀ ؤ ـ
اعجاز مومند زياته کړه :” د دې لاملونو په وجه د هغوئ د فاټا رواياتو څخه خبريدل ممکن نۀ ښکارى د کوم بنياد چې د قبائلى سيمو په جرګه سسټم دے ـ “
ولې د ټربيونل پخوانى غړى پير فدا ووئيل چې هغه يو پښتون دے او د فاټا قبائل هم دې نسلى ډلې سره تعلق لري او هغه د فاټا پشمول ټول پاکستان کښې هر چرته د ميشتۀ پښتنو له رواياتو خبر دے ـ
خو د فاټا د خلقو اکثريت په يوه داسې ټولنه کښې لوے شوے دے چرته چې د ايف سى آر په وجه د هغوئ بنيادى حقونو پورې رسيدل ممکن نۀ شول، د تعليم د کمى او د خپلو حقونو په اړه د خبرتيا نۀ لرلو له کبله دې حالاتو نور سخت شکل خپل کړو، د اپيليټ کورټ په حقله د معلوماتى مهم نۀ چلولو مطلب دا دے چې دا فاټا اولس تر دې نۀ پوهيږي چې دا څۀ وجود لرى هم يا نه ـ