د جنورۍ راسې فاټا ټربيونل کښې د ججانو ټاکنه عمل کښې رانغله

0
4182

بنو (احسان داوړ) پوله ايزه سيمو کښې ميشتۀ پاکستانيانو ته ٦٠ کاله پس د قانونى حقونو ورکولو د پاره جوړ کړے شوے اپيليټ کورټ د جنورى ٢٠١٥ء راسې له ججانو پرته کار کوى ـ د وفاق د انتظام لاندې د قبائلى سيمو سول سوسائټى د دې ځنډ ذمه وارى په افسر شاهۍ وراچوي چې د سيمې مبهم “خصوصى حيثيت” کښې د بدلونو په اړه د فکرمندۍ ښکار دي ـ

کله چې حکومت ٢٠١١ء کښې قبائلى سيموکښې د شکايتونو د سماعت د پاره ټربيونل جوړ کړو نو داسې ښکاريده لکه چې د سيمې د اولس او د هغو خلقو خواهش پوره شوے دے چا چې د انسانى حقونو او د پاکستان د پوله ايزه سيمو د اوسيدونکو د يو شان حقونو د پاره اوږد مهاله هلې ځلې کړې وې ـ

٢٠١١ء کښې د شهيدې محترمې بے نظير بهټو ګوند پاکستان پيپلز پارټى په اقتدار کښې راغلې وه کوم چې فرنټير کرائمز ريګوليشنز يا ايف سى آر کښې بدلونونه وکړل، دا په تعصب اډاڼه “تور قانون” دے د کوم لاندې چې د برطانوى راج د دور راسې د فاټا په خلقو حکومت کولے شى ـ

قانون کښې اصلاحات

ايف سى آر کښې د بدلونونو مطلب د اجتماعى ذمه وارۍ هغه د زمانې بدنام قانون کښې لچک پيدا کول وو د کوم لاندې چې به يوې ټولې قبيلې د ميرمنو او ماشومانو پشمول د هغه قبيلې د کوم يو غړى د جرم يا نامناسبې رويې سزا خوړه، د انصاف د نظام او د غيرمعمولى ورکړے شوى واک اختيار له کبله پوليټيکل ايجنټ د هغه ايجنسۍ حکمران جوړ شو د کومې چې هغه انتظامى نګران ؤ ـ

کله چې درې تنى فاټا ټربيونل يا اپيليټ کورټ جوړ کړے شو نو دا ممکن شوه چې اولس د پوليټيکل ايجنټانو او کمشنرانو پريکړې چيلنج کړے شي ـ

دغه وخت د دې ګام ډيره ستائينه وکړے شوه د کوم چې د اوږدې مودې راسې انتظار کولے شو، دې ته د يو داسې اقدام په توګه وکتلے شول د کوم لاندې چې د فاټا “خصوصى حيثيت” او سيمه کښې د نافذ متوازى قوانينو خاتمه ممکن کيدله ـ د پاکستان نورو سيمو کښې د فوجدارى تعزيرات د لاندې د وګړيو عدالتونو پورې رسيدل ممکن دي، کۀ هغوئ سزا کيږي نو هغوئ اعلى عدليه کښې اپيل کوي، هغوئ عدالت کښې د خپلې دفاع د پاره د وکيل د خدماتو ترلاسه کولو او خپله دفاع کښې د دليلونو ورکولو حق هم لري ـ

د فاټا قبائلو ته د ايف سى آر لاندې بره ذکر شوي حقونه ترلاسه نۀ دي لکه هغوئ د ځان د مجرم ګرځيدو په ضد اپيل دائرولے نۀ شى، هغوئ د قانونى استازيتوب حق لرى او نۀ هغوئ د عدالت په وړاندې ثبوتونه پيش کولے شي ـ انصاف پورې رسد خو پريږده سيمه کښې د فاټا ټربيونل نه وړاندې پورې تر عدالتونو څۀ وجود نۀ ؤ ـ

د ججانو نه بغير عدالت

خو د فاټا ټربيونل د غړيو د ملازمت موده چې کله په ٢٦ جنورى ٢٠١٥ء ختمه شوه نو دا د هغه راسې هيڅ کار نۀ کوى ـ

دا درې کسيزه ټربيونل يو چيئرمين او دوه غړي لري ـ د ترميم شوو قوانينو ترمخه د ټربيونل مشر د ګريډ ٢١ هر کوم ريټائرډ بيورو کريټ کيدے شى، دويم غړے د ګريډ ٢٠ ريټائرډ بيوروکريټ او دريم غړے هر کوم داسې قانون دان کيدے شى چې د هائى کورټ د جج جوړيدو وړتيا لرى ـ

د قانون لاندې دا ټول غړي دې نۀ يوازې د قبائلى دود دستور په اړه خبر وي بلکې د پاکستان د موجوده قوانينو په حقله دې خبرتيا هم لرى ـ ايف سى آر کښې د تجويز کړے شوو بدلونونو ترمخه دا غړي به دريو کالو پورې ټربيونل کښې خدمات ترسره کوي ـ

ولې د فاټا لائرز فورم لخوا په ټربيونل سخت ټکونه وکړے شول، دا قبائلى سيمو سره د اړوندو وکيلانو يو تنظيم دے چې د سيمې د اولس د يو شان بشرى حقونو د پاره هلې ځلې کوي ـ کۀ د نوو غړيو ټاکنه په هره کومه وجه د ځنډ ښکار کيږى نو د ياد تنظيم د پاره به دا د منلو وړ نۀ وى ـ

فاټا سره اړوند يو سينئر قانون دان ولى خان افريدى ووئيل چې طاقتوره افسر شاهى موجوده انتظامى ډهانچه کښې بدلون نۀ غواړى ” ځکه چې دې صورت کښې به د هغوئ د پاره کرپشن کول ګران شى ـ”

هغۀ ووئيل چې هغه په هغه اصلاحاتى کميټۍ کښې شامل ؤ کومې چې ايف سى آر کښې د بدلون د پاره هڅه وکړه خو ” ځيني قوتونه فاټا کښې اصلاحات نۀ غواړي ـ”

د ولى خان افريدى وړاندې وينا وه :” فاټا د افسر شاهۍ د پاره د جنت په څير ده او هغوئ دا جنت له لاسه ورکول نۀ غواړي ـ دا هغه قوتونه دي چې د سيمې انتظامى ډهانچه کښې د کيدونکو بدلونونو په لاره کښې خنډان پيدا کوي ـ او هغوئ سره هغه عناصر هم راپورته شوي دي چې د فاټا منتظم کوونکو قوانينو کښې د بدلونونو مخالفت کوي ـ “

يو تعصب لرونکے ټربيونل

د فاټا د سول سوسائټۍ غړي دا تور لګوى چې د ټربيونل غړي د هغو “قوتونو” په مقابله کښې ازاد نۀ دي چې د سيمې او د دې د اوسيدونکو د “کم تر حيثيت” له کبله د طاقت او واک اختيار څښتان دي او هغوئ له دې اختياراتو نه بې برخې کيدل نۀ غواړي ـ

د ولى خان افريدى وينا وه :” د دې بدلونونو نه پس هم د ټربيونل د غړيو ټاکنه په سياسى تړونونو، افسر شاهۍ سره اړيکو او د هغوئ په خوښه نا خوښه عمل کښې راغلې ده ـ”

ټربيونل کښې موجودو ذريعو نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د وړومبى دريو کلونو په دوران ټربيونل د ١٤ سوو مقدمو سماعت وکړو ـ

قانون پوهه او د فاټا ټربيونل پخوانے غړے پير فدا وائى چې دا مقدمې په حقيقت کښې د اولس لخوا د پوليټيکل ايجنټانو او کمشنرانو د پريکړو په ضد دائر کړے شوي اپيلونه وو ـ

د مقدمو په بڼه خبرو اترو کولوکښې پير فدا ووئيل چې ټربيونل د سول او فوجدارى دواړو په شان د مقدمو سماعت وکړو ـ

د هغۀ وړاندې وينا وه :” مونږ د وژنې، تښتونې، نشې خرڅولو، د زمکو شخړو او د جبرى بې درکۍ پورې په مقدمو پريکړې واؤرولې ـ”

هغۀ ووئيل چې د دې ټولو مقدمو پريکړې په ميرټ واؤرولې شوې ـ د پير فدا مخکښې وينا وه :” د دې ټولې مودې په مهال د انصاف په تنده ورکړه هيڅ سودا بازى ؤنۀ کړے شوه ـ”

د فاټا لائرز فورم صدر او قانون پوهه اعجاز مومند دې دعوې سره اتفاق نۀ لرى، هغۀ ووئيل :” ټربيونل کښې يوازې يو وکيل غړے شامل دے او دوه بيوروکريټس د دې غړي دي د کوم له کبله چې هغوئ نۀ يوازې طاقتور او زور شور لري بلکې افسر شاهۍ کښې د خپلو موجودو خيرخواهانو پريکړې رد کولے نۀ شي ـ”

هغۀ په هغه طريقه کار هم ټکونه وکړل د کوم لاندې چې د غړيو ټاکنه عمل کښې راغله او وې وئيل چې په هغوئ کښې د کوم يو تعلق هم فاټا سره نۀ ؤ ـ

اعجاز مومند زياته کړه :” د دې لاملونو په وجه د هغوئ د فاټا رواياتو څخه خبريدل ممکن نۀ ښکارى د کوم بنياد چې د قبائلى سيمو په جرګه سسټم دے ـ “

ولې د ټربيونل پخوانى غړى پير فدا ووئيل چې هغه يو پښتون دے او د فاټا قبائل هم دې نسلى ډلې سره تعلق لري او هغه د فاټا پشمول ټول پاکستان کښې هر چرته د ميشتۀ پښتنو له رواياتو خبر دے ـ

هغۀ ووئيل :” زۀ تاسو ته د داسې ډيرو مقدمو مثالونه درکولے شم کومو کښې چې د پښتنو رواياتو په رڼا کښې پريکړې واؤرولې شوې ـ”

آيا دا يو اولسى ټربيونل دے ؟

خو د فاټا د خلقو اکثريت په يوه داسې ټولنه کښې لوے شوے دے چرته چې د ايف سى آر په وجه د هغوئ بنيادى حقونو پورې رسيدل ممکن نۀ شول، د تعليم د کمى او د خپلو حقونو په اړه د خبرتيا نۀ لرلو له کبله دې حالاتو نور سخت شکل خپل کړو، د اپيليټ کورټ په حقله د معلوماتى مهم نۀ چلولو مطلب دا دے چې دا فاټا اولس تر دې نۀ پوهيږي چې دا څۀ وجود لرى هم يا نه ـ

انور داوړ پيښور کښې يو نجى هاسټل چلوى، هغۀ نه چې کله دې لړ کښې پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل :” زۀ دې (ټربيونل) لړ کښې په وړمبى ځل خبره اورم ـ”

خو ولې د سوئيلى وزيرستان اړوند وکيل کريم محسود د ټربيونل جوړيدل يو مثبت ګام وګرځولو او وې وئيل :” کۀ خلق دې لړ کښې خبر نۀ دي نو دې کښې د ټربيونل هيڅ تيروتنه نشته ـ”

هغۀ ووئيل چې خلق به په مزه مزه د دې د شتون په اړه خبر شي ـ ولې هغۀ د دې د غړيو د ټاکنې په طريقه کار ټکونه وکړل او وې وئيل :” ټربيونل ډير زيات سياسى شوے دے ـ او د دې د غړيو د پاره دباؤ منل اسان دي ځکه چې د هغوئ تعلق عدليې سره نۀ دے ـ “

هغۀ ايف سى آر کښې د بدلونونو په اړه خبرو اترو کښې ووئيل چې د آئين شق ١١بى ملزم ته د ضمانت حق ورکوى کوم چې د قانون څخه ورک شوے دے ـ هغۀ ووئيل :” ټربيونل کښې تر دې وخته د ١١بى لاندې کوم يو درخواست هم په سماعت کښې رانغلو ـ”

د کورټ لخوا د مجرم په ايسارولو او د عدالت د توهين په امکاناتو خبرو اترو کښې پير فدا ووئيل چې ټربيونل په خپلو پريکړو عمل درآمد کولے شى خو اعجاز مومند دې نقطه نظر سره متفق نۀ دے ـ

هغۀ ووئيل :” په انتظامى ډول ټربيونل د خيبرپښتونخوا د ګورنر ماتحت دے د کوم د پاره چې په سياسى اړيکو پوره ختل د انصاف د ورکړے نه زيات اهم دي ـ”

اعجاز مومند ووئيل خو ولې د ټربيونل له لورى د اولس د پاره دا ضرور يو مثبت خبر دے چې د دې ٦٠ سلنه پريکړې په ميرټ وې او پاتې ٤٠ سلنه اعتراض کيدے شى ـ

انصاف کښې خنډ

ټربيونل د نورو دريو کالو د پاره د غړيو د ټاکنې لارې څاري، او دا موضوع دا وخت د فاټا په سول سوسائټۍ کښې د تود بحث موضوع جوړه شوې ده ـ

ولى خان افريدى، اعجاز مومند او کريم محسود دا خيال لري چې د ټربيونل د غړيو ټاکنه دې عدليې څخه وکړے شى ځکه چې د سرکارى ملازمانو قانون او عدالتونو سره هيڅ تعلق نۀ وى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here