خېبرايجنسى: خېبرايجنسۍ کښې خواؤشا يوه لسيزه باندې د مشتمل فساد، جګړې او کډو کولو نه پس ، کومو چې د سيمې په ثقافت او تعليمى شعبه انتهائى منفى اثرات غورځولي دي، د ځوانانو يوې ډلې په جمرود کښې رضاکارانه توګه باندې پبلک لائبرېرۍ جوړه کړې ده، دا په دې ايجنسۍ کښې داسې وړومبۍ لائبرېرى ده ـ

مقامى خلق، په خاص توګه زلمي د ثقافت او د تعليم په ظاهره د نيشتوالى او د څو عسکريت خوښو لخوا تعليمى ادارو ته د ورپېښو خطرو له کبله دا يو څرګند پرمختګ ګرځوي ـ

د سټېټ او فرنټيئر رينجنز وزارت ترمخه ٢٠١٥ء کښې د وفاق د انتظام لاندې قبائلى علاقو ( فاټا ) په درېو ايجنسو کښې ٣٦٠ سکولونه تباه کړے شول چې پکښې کم نه کم ١٦٠ قطبى وزيرستان، ١٣٩ خېبرايجنسۍ او ٥٥ سويلى وزيرستان کښې تباه شول ـ

د لائبرېرۍ نګران عصمت افريدى ووئيل :” کۀ مونږ د ليک لوست شرح زياتول غواړو نو مونږ يوازې په سکولونو يا کالجونو اډاڼه نۀ شو لرلے ـ “

هغۀ ووئيل چې د لائبرېرۍ نوم رحمت پبلک لائبرېرى د ے چې د رحمت ميموريل ټرسټ په نوم اېښودے شوے دے کوم چې د دې په قيام کښې مرسته وکړه، په دې کښې د ١٠ زره کتابونو ګنجائش دے ـ هغۀ زياته کړه :”  مقامى خلق هم مرسته کوي او کتابونه عطيه کوي او اوس په مجموعى توګه د کتابونو شمېر ١٧٠٠ شوے دے ـ “

Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan
Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan

عصمت افريدى ووئيل چې د مرستې او سهولتونو د نيشتوالى له کبله د لائبرېرۍ معاملات مقامى زلمي چلوي څوک چې ” د تاؤتريخوالى باوجود د سماج د پاره خپل غوره صلاحيتونه په کار راولي چا چې د اوسنو کلونو په دوران د هغوئ نه هر څۀ تروړلي دي ـ “

Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan
Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan

هغۀ ووئيل چې د ځائي طالبعلمانو د لائبرېرۍ قائمولو او د دې د چلولو د پاره رضاکارانه خدمات وړاندې کولو کښې دلچسپى د اطمينان وړ ده ځکه چې ځائى خلق، کومو چې څۀ موده مخکښې پورې د بم چاودنو او ترهه ګرۍ د پېښو له وجې عوامى ځايونو ته د تللو په اړه احتياط کولو، اوس واپس د ژوند لورى ته راځي ـ

د مقامى تعليمى واکمنو ترمخه د خېبرايجنسۍ صرف په باړه تحصيل کښې د ١٠ کالو د اوږدې عسکريت خوښۍ په دوران د هلکانو او جينکو ١٠٢ سکولونه تباه شول ـ باړه تحصيل کښې خواؤشا څلور سوه سکولونه او کالجونه دي ـ خواؤشا ٦٤ زره طالب علمان محفوظو ځايونو ته تللو او د باړې په ديهاتو کښې د خپلو سکولونو د تباه کېدو نه له کبله تعليمي لړۍ پرېښودو باندې مجبور شول ـ

خېبرايجنسى د پاکستان او افغانستان پولې سره پېوست اوو قبائلى ايجنسو کښې يوه ده چې د ٢٠٠١ء نه د ناامنۍ ښکار ده ـ د فساد، عسکريت خوښۍ ، د خېبرايجنسۍ په لاره افغانستان ته په تلونکو نېټو سپلائى حملو او د عسکريت خوښو خلاف د فوځى کارروائيو له کبله اوس اوس د څو مياشتو په دوران په زرګونو کسان د دې ځائے نه کډو کولو باندۍ مجبور شوي دي ـ

د خېبرايجنسۍ باړه تحصيل د عسکريت خوښۍ په سختو ځپلو علاقو کښې يوه ده ـ حکومت دلته د تاؤتريخوالى او يا د عسکريتت خوښه حملو له وجې په سلګونو سرکارى پرائمرى، مډل، هائى او هائر سېکنډرى سکولونه او کالجونه بند کړي دي ـ

په درځنونو سکولونه، په کومو کښې چې د جينکو سکولونه هم شامل دي، بم چاودنو کښې تباه شول چې ذمه وارى ئې عسکريت خوښو ومنله او يا بيا دا د سکيورټى فورسز لخوا د طالبانو او خطه کښې د نورو غېر رياستى عناصرو خلاف ترسره شوو کارروائيو کښې تباه شول ـ

Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan
Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan

په يوې لسيزې مشتملې سختې عـسکريت خوښۍ نه وروسته، چې په خېبرايجنسۍ کښې ئې په لويه پېمانه انفراسټرکچر تباه کړے دے، ٢٠١٥ء کښې د پاکستان او افغانستان پولې سره پېوست د بدامنۍ ښکار ضلع کښې په مزه مزه سرکارى سکولونه او کالجونه پرانستلے شول ـ

عصمت افريدى د خلقو د دلچسپۍ او غړيتوب په شرطونو خبرو اترو کولو کښې ووئيل چې د وړومبى ستمبر نه وړاندې د غړو شمېر صرف ٢٠ وۀ ولې په رسمى توګه د لائبرېرۍ پرانستلو نه پس د غړيو شمير زياتېدو سره ١٨٠ ته رسېدلے دے ، د خېبرايجنسۍ تعليمى ادارو کښې د تعليم ترسره کوونکو طالب علمانو لوئې شمېر غړيتوب ترلاسه کول غواړى کوم چې بې معاوضې دے ـ

 هغۀ زياته کړه :” د هغوئ مقصد د لائبرېرۍ په ذريعه د تعليم وده، د طالب علمانو صلاحيتونه ښکاره کول او د مقامى طالب علمانو په څېړنه او مطالعه کښې دلچسپى پېدا کول دي ـ “

لائبرېرى، هر څو کۀ وړه ده ولې دا په مختلفو برخو کښې وېشلے شوې ده او دلته په ګڼو موضوعاتو کتابونه موجود دي چې پکښې د تاريخ، طب، ادب، جنرل نالج، ثقافت، اسلامى تاريخ او د سکول، کالج او يونيورسټۍ د نصاب متعلق نور کتابونه شامل دي ـ د پرائمرۍ د کچ د طالب علمانو د پاره هم څۀ کتابونه موجود دي ـ

د يو شان موقعو ورکولو د جذبې لاندې لائبرېرى د خالى په ورځ په يوه داسې ايجنسۍ کښې د ښځو د پاره پرانستې وى کومه کښې چې د ښځو د تعليم د پاره زاويه نظر اوس هم رجعت پسندانه دے ـ عصمت افريدى ووئيل چې دا ګام دې د پاره پورته کړے شوے دے چې ښځې بغېر د وېرې ترهې يا ځنډ او خنډ رائبرېرۍ ته راشي ـ

Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan
Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan

دې لائبرېرۍ ته روزانه د ١٠ نه ٢٠ پورې کسان راځي ولې دا شمېر ورځ په ورځ زياتېږى څنګه چې د علاقې خلق په دې حقله خبرېږي ـ

د رحمت ميموريل ټرسټ صدر عطاء الله افريدى ووئيل چې د لائبرېرۍ جوړولو مقصد قبائلى طالب علمانو ته دا موقع ورکول دي چې هغوئ نړۍ کښې د کېدونکى پرمختګ په اړه خبر وي، د تعليم په کاليو سينګار وي او مطالعه کوي ـ

هغۀ زياته کړه :” سيمه کښې د روان اړى ګړى له کبله د علم اوتعليم ترلاسه کولو کوششونه کمزوري شول او مونږ د تېرو څو کالو راسې دا منصوبه بندى کوله چې د دې مسلې څنګه مخنيوے وشى ـ دې لائبرېرۍ سره مونږ اخر يو داسې خوب ته د حقيقت شکل ورکړے دے چې د ليک لوست او خلقو کښې د علم شوق پېدا کولو کښې به مرستيال ثابت شى ـ ”

عطاء الله افريدى ووئيل چې لائبرېرى په مکمله توګه د طالب علمانو د جدوجهد له کبله جوړه شوې ده ـ هغۀ د هغو خلقو د لائبرېرۍ په جوړولو کښې مرسته کولو باندې ستائېنه وکړه چا چې کتابونه عطيه کړل او په رضاکارانه توګه ئې خدمات ترسره کړل ـ

Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan
Rehmat Public Library: Photo by News lens Pakistan

هغۀ ووئيل چې لائبرېرى په هغه ځائے قائمه ده کوم چې چرته د نشو خرڅولو له وجې مشهور وۀ ـ عطاء الله افريدى ووئيل چې هغوئ د دې لائبرېرۍ سروسز متعارف کولو سره د لائبرېرۍ اپ ګرېډ کولو په غرض مرسته ترلاسه کول غواړى چې ورسره د طالب علمانو علم او کتابونو ته په اسانه رسائى مکمن شى ـ

١٩ کلنې د بى اے طالب علمې صائمه ملک نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه د تېرې يوې مياشتې راسې د لائبرېرۍ غړې ده ـ هغې ووئيل چې د غړيتوب له کبله د هغې کتابونو ته رسائى ممکن شوه چې ورسره هغې ته تعليم کښې مرسته ترلاسه ده ـ

هغې ووئيل :” هغه د لائبرېرۍ په جوړېدو خوشحاله ده چې د باړې تحصيل جينکو ته د تعليم جارى ساتلو د پاره داسې وړومبۍ موقع ورکړې ده ـ د ښځو د پاره يوه ورځ ځانګړے کړے شوې ده چې زبردسته ده د کومې له کبله چې هغوئ ته د دې اسانۍ څخه سکون سره استفادې کولو کښې لاس مرسته ترلاسه شوې ده ـ “

د سېکنډ ايئر طالب علم عزيز الله د جنرل نالج د کتابونو د مطالعې ډېر زيات شوق لرى ـ

هغۀ ووئيل :” هغه د کالج څخه فارغېدو نه وروسته روزانه لائبرېرۍ ته راځى او دلته کتابونه لولي ـ د دې په وجه هغۀ ته خپل جنرل نالج او نورو معلوماتو ښۀ کولو کښې ډېره لاس مرسته ترلاسه شو ې ده ـ “

عزيز الله خان زياته کړه چې هغه په يوه داسې علاقه کښې اوسېږى چرته چې د هغۀ معلوماتو ته رسد د پاره ميډيا يا ټيلى ويژن نيشته ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه :” د لائبرېرۍ پرانسته د هغۀ د پاره د اميد رڼا ده ـ هغه به خوشحاله وى چې لائبرېرى د تعليم په هره مرحله کښې د هغوئ مددګاره ثابت شى ـ

1 COMMENT

  1. ڈیرہ معلوماتی او خکلی سٹوری دہ او پہ خصوصی توگہ پہ دی حوالہ چی دا پہ قبایلی سیمو کی ڑومبئی لایبریری دہ ۔داسی خبر د قبایلی سیمو اولس لہ پارہ د خیر زیرے راوڑی ،گنی نو ھسی ھم پہ میڈیا کی د قبایلی سیمو پہ حوالہ خبرونہ د نشت برابر وی او چی کلہ وی نو ھغہ د تشدد او منفی رجحان خبرونہ وی ۔ بھر کیف پہ دی سٹوری کی یو خبرہ دہ چی دا لایبریری پہ داسی مقام جوڑہ شوہ چرتہ چی وڑاندی د نشئی توکو کاروبار کیدو ۔ دا قسم خبرہ پہ آکر کی نہ بلکی د سٹوری پہ شروع کی پکار دہ ، داسی زما خیال دے ۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here