لاهور ( دردانه نجم ) فاخره سرفراز ( اصلى نوم نۀ دے ) رايادولو سره وائي چې کله به هم څۀ بحث کېدو نو د هغې خاوند هغه وهله ټکوله ـ د فخره د پاره د زياتې فکرمندۍ صورت حال دا دے چې د هغې لور هم  د هغې په شان ستونزو سره مخ ده ځکه چې هغه د خپل پلار خپلوان ته وادۀ شوې ده ـ

اوس اوس اسلامى نظرياتى کونسل دا تجويز ورکړے دے چې خاوندانو ته په نامنوونکو ښځو د لږ زور زياتى اجازت پکار دے ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د اسلامى نظرياتى کونسل د تجويز په بابله پوښتنه وکړه چې خاوند په ښځه لږ زور زياتے کولے شى نو فخره ووئيل چې کله کوم تن زور زياتى ته لاس واچوى نو د هغۀ نه خپلې ښځې باندې د لږ تشدد کولو طمع لرل هم يو بس ګپ دے ـ

هغې ووئيل :” زمونږ په کورنۍ کښې سړو په خپلو ښځو د زور زياتى کولو عادت خپل کړے دے ـ زما په شان زما لور هم دا هر څۀ صبر سره زغمي ـ “

د هغې وړاندې وېنا وه چې زمونږ په ټولنه کښې مېرمنو ته دا ښودلے شى چې هغوئ دې د خپل وادۀ ژغورلو د پاره هر حد ته ځي ـ فاخره سرفراز ووئيل :” ما چرته د خپل خاوند د وهلو ټکولو په حقله خپلې مور ته خبره نۀ وه کړې، زما لور هم دغه شان کوى ـ خو ولې کله چې يو سړے په خپله ښځه زور زياتے کوى نو هغه نۀ يوازې د تحفظ د نيشتوالى ښکار کيږى بلکې د خپل خاوند احترام کول هم پرېږدى ـ دا يو دردناک احساس دے ـ”

د پنجاب يونيورسټۍ د اپلائيډ سائيکالوجى شعبې اړونده ايسوسى ايټ پروفيسرې نعمانه امجد نيوز لينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل چې کله کوم خاوند په خپله ښځه زور زياتے کوى نو د ښځې عزت نفس ورته مجروح کيږى ـ

هغې زياته کړه :” آيا څوک دا تصور کولے شى چې د بڼې د بحثونو د مېرمنو په ذهنونو منفى اثرات پرېوځي کله چې هغوئ دې ته ګوري چې معاشره کښې د هغوئ د خاوندانو په هغوئ د زور زياتى د طريقو په بابله خبرې کيږي ؟ مونږ ته د خپلو جينکو د غوره ذهنى صحت د پاره د داسې بحثونو ختمولو ضرورت دے ـ “

د اسلامى نظرياتى کونسل په دفتر کښې ٢٥ مئى باندې کېدونکى پرېس کانفرنس کښې اسلامى نظرياتى کونسل په اسلام کښې د مېرمنو د حقونو د تحفظ مثالى بل وړاندې کړو ـ د مجوزه قانون ډېره زياته اهمه برخه د سړو په ښځو باندې د لاس اوچتولو په حقله ده ـ

د اسلامى نظرياتى کونسل له خوا د استعمال کړې شوې ” لږ تشدد ” د اصطلاح نۀ يوازې ښځو بلکې سړو هم غندنه وکړه ـ

د لاهور يونيورسټى آف مينجمنټ سائنسز اړوند ايسوسى اېټ پروفېسر فرخ عباس دا يو رجعت پذيره ګام ګرځوى ـ هغه وائي چې اسلامى نظرياتى کونسل د ښځو نه د کرکې په سؤب د جوړېدونکو رويو چېلنج کولو په ځائے يو داسې ماحول جوړول غواړى چرته چې سړى د ښځو سپکاوے کوي ـ

هغوي زياته کړه :” زما د پاره په ښځه د وهلو ټکولو په غرض لاس اوچتول يو د شرم وړ ګام دے ـ د دې بڼې په بيانونو ورکولو اسلامى نظرياتى کونسل سره تړلي عالمان د ميرمنو په ضد هلو ځلو د مذهب جامه وراچوي ـ “

د پاکستان تحريک انصاف کارمنده او د يو غېر سرکارى تنظيم جسټس پاکستان اړونده رضاکاره ملائيکه رضا وائي چې دا د هرې کومې ښځې د پاره د غم او خفګان خبره ده چې د هغې خاوند هغې سره د وينځو غوندې سلوک کوى ـ هغې ووئيل چې يو غېر مطمئن، د تحفظ د نيشتوالى ښکار او له عقله خلاص سړے، څوک چې د ټولنې له خوا رد کړے شوے وى، هم هغه به په خپله ښځه زور زياتے کوى ـ هغې زياته کړه چې اسلامى نظرياتى کونسل د مېرمنو خلاف ګڼې پرېکړې کړې دي د کوم له کبله چې دا متنازعه شوي دي دې د پاره دا تحليلول پکار دي ـ

ملائيکه رضا ووئيل چې د پنجاب او خېبرپښتونخوا له لورى د وړاندې کړے شوو بلونو په رد عمل کښې دا بل تجويز کړے شوے دے ـ بل کښې  د مخلوط تعليم، مخلوط محفلونو او ټنګ ټکور ته د ودې ورکوونکو ټول هلو ځلو غندنه شوې ده ـ تر دې چې د نرسنګ پېشه هم د مېرمنو د پاره بنده ګرځولے شوې ده ـ

المورد سره اړوند مذهبى عالم ډاکټر ظهير احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې قرآن حکيم د مخلوط محفلونو ډاډګيرنه کوى او په مسلمانانو ښځو سړو سره ملاقات کولو باندې هيڅ بندېز لګولے شوے نۀ دے ـ هغۀ د سورة نور د آيت نمبر ٣١ حواله ورکړه :

ترجمه :” او ايماندارو ښځو ته ووايئ چې هغوئ دې خپل نظر ښکته ساتي او د خپل عزت حفاظت دې کوي او خپل ښائست دې نۀ ښکاره کوي ـ “

ډاکټر ظهير احمد ووئيل چې سوال دا دے چې چرې ښځې سړو سره د ليدلو کتلو يا هغوئ سره د کار کولو اجازت نۀ لرى نو بيا دا آيت د کومو حالاتو احاطه کوى ـ

هغۀ ووئيل :” کۀ چرې ښځې مخلوط محفلونو کښې د کډون کولو اجازت نۀ لري نو هغوئ دې بيا کله خپل نظرونه ټيټ کړي او د عزت حفاظت دې وکړي ـ “

اسلامى نظرياتى کونسل د پنجاب اسمبلۍ له خوا د مېرمنو د حقونو پاس کړے شوے بل رد کړے وۀ ځکه چې د هغوئ په خيال له دې کبله ټولنه کښې د خاوندانو مقام راښکته کول دي ـ تر کومه چې د خېبرپښتونخوا حکومت د مېرمنو د حقونو د بل تعلق دے نو هغه د تجويزونو د پاره اسلامى نظرياتى کونسل ته لېږلے شوے وۀ کوم ته چې کونسل غېر اسلامى ووئيل او رد ئې کړو ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د وفاقى شرعى عدالت صلاح کار مفتى عبدالقوى سره په دې معامله د هغۀ د دريځ معلومولو د پاره رابطه وکړه نو هغۀ ووئيل چې د تېرې څۀ مودې نه اسلامى نظرياتى کونسل په خپلو ٦٠ کښې ٤٠ غړيو سره کار کوى ـ

هغۀ ووئيل چې د اسلامى نظرياتى کونسل مشر مولانا محمد خان شيرانى هم ډېر لږ د کونسل غړيو سره صلاح مشوره کوي او د هغوئ بيانونه اکثر او زياتره د هغوئ ذاتى رائې ګڼي ـ

مفتى عبدالقوى د نبى کريم حضرت محمد (ص) او د هغوئ د صحابه کرامو د طرز عمل په حواله خبرو اترو سره ووئيل :” هېڅ يو مثال داسې نۀ ترلاسه کيږى چې نبى کريم (ص) زور زياتے خو پرېږده چرته خپل پاکو بيبيانو سره په اوچت اواز کښې خبره هم کړے وى ـ “

هغۀ زياته کړه چې مولانا محمد خان شيرانى پاکستان کښې د افغانى طرز اسلام نافذول غواړى ـ اسلامى نظرياتى کونسل د نرسنګ پېشه ناخوښه ګرځولې ده ـ هغۀ د نبى کريم (ص) په دور کښې د شوو غزاګانو حواله ورکړه کومو کښې به نۀ يوازې مېرمنو په فعال انداز کښې ګډون کولو بلکې ژوبل کېدونکو سپاهيانو له به ئې وړومبۍ طبى مرسته هم ورکوله ـ

مفتى عبدالقوى دمولانا محمد خان شيرانى څخه دا پوښتنه هم وکړه چې کۀ هغه دا ګڼى چې مېرمنو ته سړيو سره ليدل کتل يا هغوئ سره اوږه په اوږه کار کول پکار نۀ دي نو د هغوئ د جماعت جمعيت علماء اسلام (ف) د پارليمان ښځينه غړې په اسمبليو کښې څۀ کوي ؟

نيوز لينز پاکستان په اسلام کښې مېرمنو باندې د زور زياتى په بابله د اهل تشيع فرقې د تعليماتو په حقله د خبرتيا ترلاسه کولو د پاره  عالمې سيده ګل زهره سره رابطه وکړه ـ هغې ووئيل چې د اسلام ټول تعليمات د سلوک په اړه دي … مونږ خپل خالق، د هغۀ پېغمبرانو او اهل بېت(رض) ته څنګه وړاندې کيږو ـ ټولنه مونږ سره څنګه سلوک کوي او مونږ سماج سره څنګه سلوک کوو ـ

هغې ووئيل :” اسلامى نظرياتى کونسل دا دعوه کوى چې پرېکړې ئې د قرآن او شريعت ترمخه دي خو ولې په رښتيا داسې نۀ دي ـ اسلام کښې د قرآن کريم د تعليماتو او نۀ هم د نبى کريم (ص) د سنتو نه دا ثابتېږى چې څوک تن د خپلې خوشحالۍ د پاره په بل چا ” تشدد ” کولے شى ـ “

هغې زياته کړه چې اسلامى نظرياتى کونسل د اسلامى تعليماتو په بابله يوازې په زبانى توګه کار کوى ـ د سيده ګل زهره وېنا وه :” زۀ دا تجويز ورکوم چې اسلامى نظرياتى کونسل ته د نوو قوانينو جوړولو په ځائے د زور زياتى د ودونو، د تيزاب شيندلو او د ويرولو د نورو شکلونو، کومو سره چې زمونږ د ټولنې مېرمنې مخامخ دي، په ضد د ذهن سازۍ کولو هڅه پکار ده ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here