اسلام آباد ( رحمت محسود ) د اسلامى نظرياتى کونسل چيئرمين وئيلي دي چې حکومت بالواسطه ټېکسونه لګولے نۀ شى ځکه چې په شريعت کښې د دې اجازت نشته او دا د اسلامى تعليماتو په ضد هم دي ـ

د اسلامى نظرياتى کونسل مشر مولانا محمد خان شيرانى نيوز لينز پاکستان سره په ځانګړې مرکه کښې ووئيل :” بالواسطه ټېکسونه په ګاهکانو نيغ په نيغه اثر غورځوي او داسې هر يو ګام چې ورسره ګاهکانو او حقدارانو ته اسانى نۀ وى، په اسلام کښې دا منع دے ـ ” هغۀ ووئيل چې ساده ټکو کښې اسلامى معاشى نظام کښې د ذخيرې جوړولو يا د دولت راغونډولو اجازت نشته ـ

د نيوز لينز پاکستان د يو خبر ترمخه تير کال د انټر نيشنل مانيټرى فنډ ( آئى ايم ايف ) د شرطونو په رڼا کښې د خزانې وزير اسحاق ډار د ٤٠ اربو روپو ټېکسونه ولګول، دا ګام د ” منى بجټ ” په ډول په نظر راغے ـ

د يادې منى بجټ له کبله د چيمبر آف کامرس اينډ انډسټرى سينئر غړے عاطف اکرم شيخ دې خبردارى ورکولو باندې مجبور شو چې نوے بجټ به نۀ يوازې د ټېکسونو ډهانچه متاثره کړي بلکې بې وزلى او بې روزګارى به ورسره هم زياته شى ـ

د اسلامى نظرياتى کونسل د واک اختيار د دائرې په اړه د پوښتنې په ځواب کښې مولانا محمد خان شيرانى ووئيل چې د آئين د آرټيکل ٢٣٠-اے لاندې چې د اسلامى نظرياتى کونسل نه چرته د قامى او صوبائى اسمبلۍ يا بلې کومې قانون سازې ادارې له خوا دا پوښتنه کولے شى چې مجوزه قانون اسلامى تعليماتو سره سمون خورى کۀ نه نو هغه د مشورې ورکولو واک اختيار لرى ـ

هغۀ زياته کړه :” کونسل د وړاندې راسې د ټاکلو قوانينو اسلامى تعليماتو سره د هم غږى کولو د پاره د تجويزونو ورکولو اختيار لرى ـ “

د قائد اعظم يونيورسټى اسلام آباد د معاشياتو څانګې سره اړوند اسسټنټ پروفېسر ډاکټر جاويد اقبال رابطه کولو باندې ووئيل چې اولسى معاشياتو کښې دا متنازعه پوښتنه ده چې آيا د چا په ذريعه يا نيغ په نيغه ټيکسونو ته د ټيکسونو په ډهانچه کښې پاملرنه وکړے شى کۀ نه ـ

هغۀ زياته کړه :” د بالواسطه او نيغ په نيغه ټيکسونو ګټې وټې هم شته او مضمرات هم د کوم په سؤب چې د ټيکسونو يو ښۀ نظام بايد د دواړو په څير د ټيکسونو مجموعه وى ـ “

خو مولانا محمد خان شيرانى وائي :” په اسلام کښې د چا په ذريعه د ټېکسونو لګولو اجازت نشته ـ ټېکسونه دې د ګاهکانو په ځائے تاجرانو او صنعت کارانو باندې ولګولے شي ـ “

د انټرنېشنل اسلامک يونيورسټۍ انټرنېشنل انسټى ټيوټ آف اکنامکس سره اړوند ايسوسى اېټ پروفيسر ډاکټر عبدالرشيد نيوز لينز پاکستان ته په اى ميل ځواب ورکولو کښې ووئيل چې پرمختګ کوونکى هيوادونه لکه پاکستان د نيغ په نيغ په ځائے  بالواسطه ټېکسونو باندې زياته اډاڼه لرى ځکه چې هغه د شته منې طبقې نه د ټېکسونو ترلاسه کولو وړتيا نۀ لرى ـ

اسلام آباد سره تعلق لرونکے يو تجزيه کار حامد خان وائي چې د بالواسطه ټېکسونو خراب اثرات نيغ په نېغه ګاهکانو باندې پرېوځي څوک چې د افراط زر په دې دور کښې د نور دباؤ ښکار کولو نۀ دي پکار ـ

هغۀ زياته کړه :” کۀ حکومت د بالواسطه ټېکسونو لګولو نه علاوه څۀ بدله لاره نۀ لرى نو ورته پکار دي چې د ريونيو ترلاسه کولو په خاطر د ټېکس نېټ دائره کار غزولو د پاره مناسبه کړنلاره وټاکى ـ”

حامد خان ووئيل چې د اسلامى نظرياتى کونسل د چيئرمين دې بيان سره به هيواد کښې د ټاکلو ټېکسونو د ستونزمن نظام په بابله نوے بحث پيل شى د کوم له کبله لوے کاروبار خلق خو د ټېکس ورکولو څخه بچ کيږي او وړو تاجرانو باندې درانۀ ټېکسونه لګولے شي ـ

عامو خلقو او ګاهکانو هم له وړاندې راسې د ټېکسونو په بابله د خپلې پوره فکرمندۍ څرګندونه کړې ده ـ د منى بجټ د اعلان نه وروستو د امروزه استعمال څيزونه څو چنده ګران شوي دي ـ

د اسلام نظرياتى کونسل مشر د حکومت يو طاقت ور استازے ګڼلے شى او د هغۀ فکر تۀ نۀ يوازې حکومت بلکې د ذاتى مد شعبه هم يو شان اهميت ورکوي ـ

د اسلام آباد د يو ريستوران مالک احمد تقى ووئيل چې د اسلامى نظرياتى کونسل د مشر له خوا د وړاندې کړے شوو تجويزونو د هغې د روح ترمخه د رامنځته کولو ضرورت دے ـ

هغۀ تور ولګولو چې حکومت د بالواسطه ټېکسونو يا منى بجټ له لارې د ټولنې وروستو پاتې طبقه په نخښه کوى ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه :” پاکستان يو اسلامى ملک دے او حکومت ته پکار دي چې د اسلامى نظرياتى کونسل د مشر دريځ واؤرى او د هغۀ په تجويزونو عمل وکړي ـ “

د فيډرل بورډ آف ريونيو يو سينئر افسر ، د نوږ ښکاره کولو په خواهش ځکه چې هغه مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نۀ لرى ، نيوز لينز پاکستان سره په خبرو کښې ووئيل چې حکومت سره د منى بجټ يا د باالواسطه ټېکسونو لګولو نه علاوه بله لاره نشته ـ

خو ولې هغۀ د اسلامى نظرياتى کونسل د مشر په بيان څۀ تبصره ونۀ کړه چا چې باالواسطه ټېکسونه د اسلامى تعليماتو په ضد ګرځولي وو ـ

هغۀ ووئيل چې د پاکستان د ابادۍ هم يوازې ٠ اعشاريه ٣ سلنه برخه انکم ټېکس ورکوي او دا شرح ټوله نړۍ کښې تر ټولو کمه ده ـ

ذکر شوى افسر زياته کړه چې د هيواد ٧٠ لکه کسان د انکم ټېکس ورکولو وړتيا لري ـ

د اسلامى نظرياتى کونسل مشر ووئيل :” يوازې هم په تنخواګانو باندې ټېکس اخستے شى ـ ” هغۀ زياته کړه چې د ګاهکانو نه د څيزونو په اخستو ټېکس ترلاسه کولے نۀ شى ـ په لويو تاجرانو او صنعت کارو دې ټېکس ولګولے شى ځکه چې هغوئ خپل څيزونه خرڅوي او پېسې ګټي ـ

د يوې پوښتنې په ځواب کښې ډاکټر جاويد اقبال د حيرانۍ څرګندونې کولو سره ووئيل چې شتمن پاکستانيان ټېکسونه نۀ ورکوي د کوم له کبله چې په غريبو او عامو پاکستانيانو د ټېکسونو بار وراړولے شى ـ

مولانا محمد خان شيرانى دا هم ووئيل چې د کاغذونو کرنسى په سرو زرو بدلول پکار دي چې يو دمنلو وړ او طاقت ور ميډيم دے ـ هغۀ زياته کړه : ” د کاغذ د کرنسۍ  طاقت د رياست طاقت باندې اډاڼه لرى ګنى نو د دې څۀ اهميت نشته ـ “

هغۀ زياته کړه چې ډالر ځکه طاقتوره کرنسى ده چې امريکه يو طاقت ور ملک دے ګنى نو ډالر يوازې د کاغذ يوه ټکړا ده چې هيڅ قدر و قيمت نۀ لرى ـ هغۀ ووئيل چې هغه غواړى چې بايد نړۍ د سرو زرو کرنسۍ ته واؤړى ـ

د انکم ټېکس محکمې اړوند يو سينئر افسر، د نوم نۀ ښودلو په خواهش ، ووئيل چې په ٣٦ لکه رجسټرډ ووټرانو کښې د ١٠ لکو نه زياتو کسانو خپلې مالى ګوشوارې جمع کړې دي ـ

ډاکټر عبدالرشيد وائي :” پاکستان کښې له ټېکسونو د اخستونکى ريونيو يوه لويه شرح د بالواسطه ټېکسونو څخه ترلاسه کيږي ـ ” هغۀ زياته کړه چې نيغ په نېغه ټېکسونه لکه انفرادى انکم ټېکس، کارپوريټ انک ټېکس، ويلتهـ او پراپرټى ټېکسونه په نورو خلقو لګېدے نۀ شى ـ

ډاکټر عبدالرشيد ووئيل چې د بالواسطه ټېکسونو په ګاهکانو ډېرې زياتې منفى اغېزې کيږي ځکه چې څيزونه ورسره ګرانېږي ـ هغۀ ووئيل چې د چا په ذريعه د ټېکسونو لګولو په کبله ټولنه کښې دولت، ګټه وټه کښې فرق زياتېږى او د نېغ په نېغه ټېکسونو له لارې د پېسو په منصفانه ويشلو کښې مرسته ترلاسه کيږي ـ

ډاکټر عبدالرشيد ووئيل :” زما د څېړنې ترمخه پاکستان کښې د ټېکس نۀ ورکولو له کبله په زمکه د معاشى تګ و داؤ په اړه خبرتيا نۀ ترلاسه کيږى او دا قسمه هلې ځلې پاکستان کښې زياتېږي ـ “

هغۀ ووئيل چې ملک کښې دا وخت د پاکستانيانو له خوا د جوړو کړے شوو آف شور کمپنيو په حقله درز غوبل روان دے  چا چې ټېکس نۀ دے ورکړے ـ ډاکټر عبدالرشيد ووئيل :” دې د پاره ستونزه دې خلقو سره نۀ ده بلکې د ټېکس د ټګۍ ټورۍ نظام د دې ستونزو وجه ده ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here