کراچۍ ( فرحانه نيازى ) د کراچۍ په منځ و مانه کښې جهانګير پارک کښې يوې ودانۍ ته د سړيو تګ راتګ روان دے، د دې ودانۍ په سر سوزنى رنګ د اوبو يو ټينک موجود دے او هېڅ چهت پرې نيشته، بهر په يو ګوټ کښې پبلک ټوائلټ ليکلے شوے دے ـ

Empress Market Karachi
Empress Market Karachi: Photo by News Lens Pakistan/

دا ټټۍ د ښار د يو پخوانى ايمپريس مارکيټ خوا کښې جوړ ده، د کوم څلورو واړو اړخونو کښې چې مارکيټ، د بسونو څو سټاپونه او خواؤشا ورسره څو سوه ريړهې موجود دي ـ هسې خو دا څلور واړه ټټۍ هم د ښځو او سړيو دواړو د پاره دي ولې د نيوز لينز له خوا سنيچر ته تر يوې ګنټې شوې مشاهده کښې دا خبره مخې ته راغله چې مېرمنې ډېرې کمې کوزې دلته مخه کوي ـ د دې ټوائلټ په خيال ساتلو چمتو سليم مسيح نيوز لينز ته ووئيل چې د دې ټټو فيس پينځۀ روپۍ دے دلته ټوله ورځ د سړيو لېڼ لګېدلے وى ـ دلته ټوله ورځ هم سړي راځي ډېر په ګرانه چرته يو دوه ښځې راځي او دا هم هغه راځي څوک چې بس ته ورخيژي ـ

د دې ټوائلټ پشمول سټيزن پوليس ليزان کميټۍ د ښار په بيلابيلو ځايونو کښې ٤٤ يونټونه ودان کړي دي ـ هسې خو دا اداره د پوليس په حقله د شکايتونو او د تاجرانو د مرستې د پاره جوړه کړے شوې وه خو ولې اوس دا د وګړيو په اسانيو کښې هم ګډون کوي ـ سنه ١٩٩٩ء کښې د سى پى ايل سى له خوا دا منصوبه پيل کړے شوه د کومې لاندې چې ٢٠٠ پبلک ټټۍ جوړول وو ولې تر اوسه يوازې هم ٤٤ ټټۍ ودانې کړے شوي دي ـ

د سى پى ايل سى د وسطى ضلعې چيف او د اولسى اسانيو د منصوبې مشر سيد عتيق الرحمان نيوز لينز ته ووئيل چې په بنيادى توګه خو حکومت بايد په دې کښې راوړاندې شى ـ خو د هغوي د نۀ پاملرنې له کبله شتمن خلق اولس ته دا اسانۍ ورکوي ـ

Toilet
: Photo by News Lens Pakistan/

، بلدياتى ادارو ته دا اهم ضرورت معلوم دے، خو ولې کيدے شى چې هغوي سره فنډنګ نۀ وى، بلدياتى ادارو ته هم چې کله چرته عوامى بيت الخلا جوړؤل وى نو هغوي هم سى پى ايل سى سره رابطه کوي ـ ، د ايمپريس مارکيټ نه خواؤشا درې کلوميټره لرې لکى اسټار بس اسټاپ باندې د کنټونمنټ بورډ له خوا د ښځو او سړيو بيلابيلې ټټۍ موجودې  دي خو د مېرمنو ټټۍ ته يوه لويه شان تالا لګېدلې ده ـ

د ښار د بيلابيلو سيمو په خاص توګه د لانډهى، کورنګۍ او سائټ ايريا څخه راتلوونکي بسونه دلته ودرېږي او بيخى خوا کښې د طبې الات مارکيټ هم موجود دے ـ دلته هم پينځۀ روپۍ فيس ټاکلے دے د تعينات عملې ترمخه د ښځو ټټۍ  د يوې اوږدې مودې راسې بنده ده  چې د لاملونو په حقله ئې هغوئ ته پته نيشته ـ

د صحت او صفائۍ ، حفظان صحت او محفوظ اوبو ته د رسد ممکن کولو د پاره د کار کوونکې يوې ادارې واټر ايډ د شمېر شمېرې ترمخه ټوله نړۍ کښې هر دريو کښې يوې مېرمن سره د ناروغۍ، زور زياتى او تر دې چې د حملې ترسره کېدو د وېرې له کبله څۀ ځائے خوندى نۀ دے چرته چې هغه د خپل ضرورت پوره کولو د پاره لاړه شى او دا شمېر شمېره په ترقى کوونکو هېوادونو کښې په ډېره لويه پېمانه ترلاسه کيږي ـ

: Photo by News Lens Pakistan/
: Photo by News Lens Pakistan/

د کراچۍ په مشهور بازار جامع کلاتهـ کښې هم د مېرمنو د پاره يوه هم ټټۍ  شتون نۀ لري او هغوئ ته د حاجت پوره کولو د پاره د جوماتونو وغېره مخه کول وي ـ دې مارکيټ کښې د جامو ، پېزار نه واخله تر کالو پترو او د ښځو د عام استعمال ټول څيزونه موجود وي او دلته هره ورځ د زرګونو په شمېر کښې مېرمنې راځي ـ

نيوز لينز د آرام باغ فرنيچر مارکيټ د يونين چيئرمين شاهد حسين سره خبره وکړه نو هغۀ د دې خبرې تصديق وکړو چې مارکيټ کښې د مېرمنو د پاره ځانله ټوائلټ موجود نۀ دے هغوئ دا دې جوړول غواړى خو ځائے نيشته ـ

شاهد حسين ووئيل :” دې مارکيټ ته هره ورځ اويا سلنه ښځې او ٣٠ سلنه سړي اخستوونکي راځي ـ عوامى ټټۍ هم يوه ده او هغه هم جومات کښې ده ـ دې نه علاوه د ښځو د پاره بيئله ټټۍ نيشته ـ “

د ښار بيلابيلو مارکيټونو د شوې دورې ترمخه د ښار په هول سيل مارکيټ کښې هم د مېرمنو د پاره ټټۍ موجوده نۀ ده ، دلته د لوښو اخستو د پاره هره ورځ په زرګونو مېرمنې راځي ـ

د آل کراچى انجمن تاجران د صدر محمد رفيق جدون وينا ده چې دلته يو هوټل دے کۀ څوک مېرمن تپوس وکړى نو هغه هلته ليږلے شى ـ

” په لږه فاصله يو اولسى ټټۍ موجود ده ولې د دې په حقله نۀ خو چا ته پته شته او نۀ هم څۀ بورډ لګېدلے دے ـ سړي خو جوماتونو ته ځي ولې مېرمنو ته ډېره مسله وى ـ “

د کراچۍ د خلقو په اسانيو د کار کوونکې يوې ادارې اربن ريسورس سينټر د يو رپورټ ترمخه سنه ٢٠١٥ء کښې د کراچۍ ابادى يو کروړ ٨٠ لکه وه چې سنه ٢٠٢٠ء کښې به د دوه کروړه ٤١ لکه څخه واؤړى ـ د دې دومره لوے ابادۍ واله ښار کښې چرته چې د مېرمنو ابادى خواؤشا ٤٠ سلنه باندې مشتمله ده هلته د مېرمنو د پاره په اولسى ځايونو ټټۍ د نيشت برابر دي ـ

د کپړو د پخوانى مارکيټ لائيټ هاؤس د تاجرانو د تنظيم د صدر حکيم شاه وېنا ده چې هغوئ له راتلوونکو اخستوونکو کښې مېرمنې ٢٥ سلنه وي خو د هغوئ د پاره يو هم اولسى ټټۍ شتون نۀ لرى ـ

د واټر ايډ ترمخه کۀ په نړۍ کښې د اوبو شړلو يا د صفائۍ مناسب انتظام وى نو د ١ اعشاريه ٢٥ سلنه مېرمنو ژوند خوندى او صحت مند جوړېدے شى ـ د رباب شکيل وېنا ده چې عام مارکيټونو کښې د مېرمنو د پاره کومه ټټۍ موجود نۀ وى ـ ” دا اسانى يوازې په شاپنګ مال کښې شتون لرى، دې صورتحال کښې له کوره فارغېدو سره تګ کول وي او کۀ چرته ضرورت محسوس هم شى نو زغم څخه کار اخستل وى ـ “

يوه ځوانه ښځه انيس زهره وائى چې ” په طارق روډ او نور څو مارکيټونو کښې ټوائلټ شته ولې د صفائۍ ستهرائۍ نظام ناقصه وى ځکه نو کۀ داسې څۀ ضرورت رامنځته هم شى نو مونږ واپس د کور تګ ته ترجيح ورکوو ـ انيس زهره وائي چې کۀ کراچۍ کښې چرته د ټوائلټ اسانى موجود وى هم نو هغه دومره بد حالت کښې وى چې د هغې نه د څو رنګه رنځونو د لګېدو وېره وى او مېرمنې هم له دغه وېرې هغه ټوائلټ نۀ کارؤي ـ “

: Photo by News Lens Pakistan/
: Photo by News Lens Pakistan/

نيوز لينز پاکستان پروفيسر يورولوجى ډيپارټمنټ ډاکټر روبينه نقوى سره دې کښې خبرې اترې وکړې نو د هغې وېنا وه چې ” کۀ ټوائلټونه صفا ستهرا نۀ دي او مېرمنې ئې وکاروي نو دې صورت کښې هم د انفيکشن اندېښنه وى ـ ” دا رنګ د سائره وېنا وه چې څۀ مارکيټونو ته هغه ځي هلته د ټوائلټ اسانى شتون لرى او کۀ نۀ وى نو بيا هغه زر تر زره فارغېدو سره کور ته واپس ځى ـ د ملګرو ملتونو د پرمختيائى پروګرام ( يو اين ډى پى ) په ترقياتى انډيکس کښې پاکستان ته په هغو ١٦٢ هيوادونو کښې ١٢٧م نمبر ورکړے شوے دے چرته چې د ملک کمې درجې ته راوستلو په لاملونو کښې د اوبو ناپوره ورکړه او د صفائى ستهرائۍ کمے شامل دے ـ د حصار فاؤنډيشن د بانى سيمى کمال وېنا ده چې د خلقو خيال دے چې مېرمنې اولسى بيت الخلا ته د تللو ضرورت نۀ لري او ښځې پخپله هم داسې ځائے ته د تګ څخه ډډه کوى ـ

اوس کۀ په يو لوے پارک کښې يو باتهـ روم جوړ کړے شى نو کومه ښځه به هغې ته لاړه شى ـ ښکاره ده چې هغه به ځان خوندى نۀ ګڼى او دا به ګڼى چې ګنې ټول خلق هغې ته ګوري ـ “

سندهـ کښې اوس اوس لس کاله پس بلدياتى انتخابات ترسره کړے شول چې پکښې مېرمنو ته ٣٣ سلنه نمائندګى ورکړے شوې ده ، له دې وړاندې دا استازيتوب ٢٣ سلنه وۀ ـ د سيمى کمال وېنا ده چې ” پيل کښې چې کله د مېرمنو مناسبه نمائندګى وه نو هغوئ کار وکړو، خو ولې د هغوئ هم وړومبۍ ورومبۍ تجربه وه او بيا به هغوئ ته پرمختيائى فنډ کښې برخه ورکولے نۀ شوه ـ “

کراچۍ کښې د ځان او د کور د ساز و سامان د اخستون زياتره ذمه وارى مېرمنې ترسره کوي د نيوز لينز د سروے ترمخه دا مېرمنې کم نه کم شل منټه او زيات نه زيات څلورو ګنټو پورې بازار او مارکيټ کښې موجودې وي ـ

د ډاکټر روبينه نقوى وېنا ده چې ښځې د کور نه بهر د ټوائلټ د نۀ شتون له وېرې اوبۀ لږې څښي ـ

” د کراچۍ موسم داسې دے چې پکښې د بدن څخه زياتې اوبۀ ووځي او د زياتو اوبو څښلو ضرورت وى ـ” مونږ د ګردو ډاکټران په ورځ کښې د لس نه دولس ګلاسه پورې د اوبو څښلو مشوره ورکوو خو ولې کۀ څوک سحر د کور څخه د وتلو په وخت د ټټۍ د نيشتوالى د شک له کبله راتلونکو شپږو ګنټو کښې هم اوبۀ نۀ څښي نو دې صورت کښې د بدن او څرمن نه زياتې اوبه ووځي چې له کبله ئې ګردو کښې د شګې امکانات زياتيږي ـ او د انفيکشن کېدو امکانات هم پوره وى ـ

هغې زياته کړه ” کۀ اميدوارې مېرمنې له کوره بهر ووځي او هغوئ ټټۍ ته لاړې نۀ شي نو په هغوئ کښې هم د انفيکشن امکانات زياته وده مومي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here