پېښور ( رحمت محسود ) د زمونږ کور يا همارا ګهر منصوبې فوکل پرسن وئيلي دي چې د عمران خان په مشرۍ کښې د تحريک انصاف حکومت خېبرپښتونخوا کښې د هغو ماشومانو د پاره يوه لويه منصوبه پېل کړې ده چې د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په دوران يتيمان شوي دي او يا بې کوره دي ـ

Zamoong-Kor-or-Our-Homeد خېبرپښتونخوا د صوبائى اسمبلۍ غړې او د زمونږ کور منصوبې فوکل پرسن بيګم معراج همايون نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې وزيراعلى پروېز خټک تېر کال نومبر کښې د ماشومانو د نړيوالې ورځ په موقع د زمونږ کور سکيم پرانسته کړې وه ـ

هغې ووئيل چې د پى ټى آئى مشر عمران خان هم د پرانستې دستوره کښې موجود وۀ ـ

د بيګم معراج همايون وړاندې وېنا وه چې دا منصوبه د استوګنې په ١١ بلاکونو او ٢١٦ فلېټونو مشتمل ده چې د پېښور ښار په خواؤشا کښې شتون لري ـ هغې ووئيل چې د دې منصوبې مقصد د بې کوره او يتيمانو ماشومانو بحالى ده ـ

بيګم معراج همايون د منصوبې تفصيل بيانولو سره ووئيل چې په دې د ٤٤٧ ملين روپو لګښتونه شوي دي چې پکښې به زر ماشومان استوګنه کولے شى ـ د هغې وېنا وه :” همارا ګهر سنټر کښې به ماشومانو ته د هواخوارۍ او لوبو د هلو ځلو نه علاوه د خوراک، تعليم، صحت او نفسياتى تربيت ورکولے شى ـ “

بيګم معراج همايون مخکښې انکشاف وکړو چې د دې منصوبې د پاره ټول فنډنګ د خېبرپښتونخوا د صوبائى حکومت له خوا ورکړے شوے دے ـ د کرکټ اکيډمۍ، آډيټوريم او د لوبو د مېدان جوړولو د پاره به نوره ١٢ ايکړه زمکه ترلاسه کولے شى ـ

هغې هيله څرګنده کړه :” د مونږ کور په صورت کښې يو شان موقعو ورکولو سره به دا ماشومان د اوږدې مودې په رڼا  کښې د ملک د پاره يوه اثاثه ثابت شي ـ “

ولې د پيپلز پارټۍ د صوبائى اسمبلۍ غړے او اپوزيشن ليډر فخراعظم وزير وائي :” کۀ چرې په دې منصوبه د دې د روح ترمخه عمل کولے شى نو مونږ د دې مثبت او د اولسى ښېګړې د منصوبې حمايت کوو ـ”

هغۀ د خپلو تحفظاتو ښکاره کولو سره ووئيل چې پى ټى آئى ډېرې زياتې وعدې کړې وې چې تر اوسه ئې پرې عمل ونۀ کړے شو ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه :” خېبرپښتونخوا کښې د حکومت ټاکلو نه سمدستى وروستو د پى ټى آئى مشر د ” تعليم سب کيلئے ” اواز پورته کړے وۀ ولې زمکني حقيقتونه بيخى يو بدل عکس وړاندې کوي ـ “

فخراعظم وزير تور ولګولو :” د پى ټى آئى حکومت د ناوړتيا له کبله د صوبې په لرې پرتو سيمو کښې قائم سکولونو کښې تعليمى لړۍ ختمه شوې ده ـ “

د بيګم معراج همايون وېنا وه چې د صوبې د زلمو د پاره داسې نورو منصوبو باندې غور کولے شى خو هغې د دې منصوبو په حقله تفصيل ورنۀ کړو ـ هغې د دې لوظ څرګندونه وکړه چې ټول يتيمان بچي به خپل حقونه په يو شان ډول ترلاسه کړي ـ

بيګم معراج همايون وړاندې ووئيل :” مونږ د دې ماشومانو داسې پالنه کول غواړو لکه څنګه چې د خپلو بچو کوو ـ مونږ د بې کوره او يتيمانو ماشومانو د ١٨ کاله عمر پورې رسولو سره صلاحيت لرونکى افرادى قوت کښې د بدلولو په اړه د هغوئ مرسته کول غواړو ـ “

د خېبرپښتونخوا وزيراعلى يو هينډ آؤټ کښې څۀ دا رنګ بيان ورکړو چې دې مرکز کښې پالوونکي ماشومان به د ” سټريټ چلډرن ” په ځائے ” د رياست ميلمانۀ ماشومان ” په توګه مخاطب کولے شى ـ

بيګم معراج همايون ووئيل چې د پى ټى آئى مشر د ماشومانو د دې مرکز په يو مثالى سنټر د بدلولو منصوبه جوړوي او وخت تېرېدو سره سره دا منصوبه به د ملک نورو ضلعو کښې هم شروع کولے شى ـ

هغې زياته کړه چې دې سنټر کښې شانداره ډائننګ او کلاس روم جوړ دي ـ دا وخت په عمومى توګه ٢٩ يتيمان ماشومان زمونږ کور کښې اوسېږي ـ

د بيګم معراج همايون وړاندې وېنا وه چې څۀ يتيمان يا بې کوره ماشومان په ذهنى توګه معذوره دي، د هغوئ بحالى به يو اوږد عمل وى ـ هغې زياته کړه چې حکومت په دې حقله له وړانداې راسې منصوبه جوړه کړې ده ـ

د يونيسف او امريکې له خوا په نړيوال کچ د مرتب کړے شوو اندازو ترمخه ١٧ اعشاريه ٨ ملين ماشومان د خپل مور او پلار دواړو له شفقته بې برخې شوي دي او د داسې ماشومانو شمېر ١٥٣ ملين دے چې د دواړو مور،پلار او يا په هغوئ کښې د يو د ژوند نه بې برخې شوي دي ـ

د پاکستان قبائلى سيمو کښې د امن او پرمختګ د پاره د کار کوونکى غېرسرکارى تنظيم فاټا ريسرچ سنټر له خوا مرتب کړے شوى رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمې د شمېر شمېرې ترمخه عسکريت خوښو د صوبې په بيلابيلو ځايونو کښې خواؤشا زر سکولونه تباه کړي دي ـ

ويلفيئر محکمې سره اړوند يو افسر د نوم نۀ ښودلو په خواهش ووئيل چې د يتيمانو او بې څوکه ماشومانو په اړه هېڅ شمېر شمېره شتون نۀ لرى ولې د يوې اندازې ترمخه ټوله صوبه کښې د يتيمانو او بې څوکه بچو عمومى شمېر ٢٥ زره دے ـ

د دې منصوبې فوکل پرسن زياته کړه :” د موجوده حالاتو په رڼا کښې د سنټر د سکيورټى باورى کولو د پاره د دې د بهر ديوالونو نور دنګ کړے شوي دي ـ “

پېښور کښې د بې کوره شوو ماشومانو شمېر ډېر زيات شوے دے چې پوله ئې تشدد ځپلې قبائلى سيمو سره لګي د کوم ځائے د ماشومانو اکثريت چې د يوې لسيزې نه د زياتې مودې راسې روان جنګ کښې له خپل مور پلاره بې برخې شوے دے ـ

د ملګرو ملتونو د شمېر شمېرې ترمخه د خېبرپښتونخوا او فاټا څخه خواؤشا پينځو ملينو کسانو د فوځى کارروائيو له کبله خپل کور کلے پرېښودے دے ـ د يوې اندازې ترمخه دا وخت ١ اعشاريه ٦٦ ملين کسان ( خواؤشا دوه لکه او ٧٠ زره کورنۍ ) په عارضى توګه بې کوره کېدو سره خېبرپښتونخوا کښې مېشتۀ شوي دي ـ

د صوبائى حکومت يو اعلى افسر، د خپل نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ، ووئيل چې حکومت ته د بې کوره ماشومانو د شمېر ډېر زياتېدل په نظر راغلي دي چې اکثر او زياتره په نشو د اموخته کسانو يا د ترهه ګرۍ د نېټ ورکس برخه ګرځى ـ

هغۀ ووئيل چې وړاندې له دې يوازې د بې کوره ماشومانو د بحالۍ پرېکړه شوې وه ولې اوس صوبائى حکومت د قبائلى سيمو د هغو ماشومانو د بحالۍ منصوبه هم جوړه کړې ده چې د صوبې دننه تشدد کښې د خپل مور پلار نه بې برخې شوي دي ـ

فخراعظم وزير ووئيل چې کوڅو کښې د سوالګرو بې کوره ماشومانو شمېر ډېر زياتيدل د عامو خلقو او حکومت د پاره د فکرمندۍ لامل دے ـ

نيوز لينز د سنټر چار چاپيره د سکيورټى مشاهده وکړه خو يو بې څوکه ماشوم اسماعيل جان سره خبرې وشوې چا چې لنډ ولې جامع انداز کښې خبرې اترې وکړې، هغۀ تېرې شوې ورځې رايادولو سره ووئيل :” زۀ ٢٠٠٤ء کښې د خپل پلار په خپل مرګ د مړينې نه پس وزېږيدلم ـ زما پالنه زما د خپلو دوو وړو خوېندو په سر وه ولې د څۀ کار روزګار نۀ ترلاسه کېدو له کبله مې کوڅو کښې سوالګرۍ ته لاس واچولو ـ”

هغۀ ووئيل چې د هغۀ مور او وړې خوېندې د يو ځائى جاګيردار په کور کښې کار کوي چې ورسره هغوئ پوره ګټه وټه کيږي ـ اسماعيل جان زياته کړه :” خو زۀ دلته خوشحاله يم، ما ته درې وخته خوراک، تعليم او خپلو ملګرو سره د کرکټ کولو موقع ترلاسه کيږى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here