اسلام آباد ( رحمت محسود ) د ډاکټرانو وېنا ده چې د پاکستان د صحت شعبه هم له وړاندې راسې نظر انداز کولے شى چې له کبله ئې د برن سنټرو د سخت کمى په سؤب په اور د سوزېدونکو رنځورانو ژوند ته د سنجيده بڼې خطرې پېښې شوې دي ځکه چې د هغوئ سم علاج نۀ ترسره کيږى ـ

د قومى هيلتهـ سروس وزارت سره اړوند يو اعلى افسر نيوز لينز پاکستان ته ، د نوم نۀ ښودلو په خواهش ولې چې هغه مېډيا سره د خبرو کولو اجازت نۀ لرى، ووئيل چې کال ١٦-٢٠١٥ء کښې د کليز لګښت د پاره ځانګړے کړے شوى د ٤ اعشاريه ٤٥١ ټريلين بجټ کښې په عمومى توګه ٢٠ اعشاريه ٨٨ ارب روپۍ د ” نظر انداز کړے شوې صحت شعبې ” د پاره خاص کړے شوې دي چې د ستونزو ښکار دې شعبې د پاره ډېر زيات لږ بجټ دے ـ د پاکستان انسټى ټيوټ آف ميډيکل سائنسز ( پى آئى ايم ايس ) اسلام آباد برن کيئر سنټر سره اړوند ډاکټر آئزک اشعر ووئيل چې ملک کښې يوازې درې برن سنټرې دي په کومو کښې چې دوه د فوځ د انتظام لاندې کار کوي چرته چې عام ناروغه د علاج کولو وس نۀ لرى ـ

هغۀ ووئيل :” برن کيئر سنټر کښې د اعلى معيار اسانۍ ورکولے شي ـ ” د جرنل آف پاکستان ميډيکل ايسوسى ايشن (جے پى ايم اے) له خوا ترتيب کړے شوى رپورټ کښې د دې تاسف څرګندونه شوې ده چې د پاکستان د صحت په شعبه کښې په اور د سوزېدلو ناروغانو علاج د ټولو نه زيات نظر انداز کولے شى ـ

د برن سنټرو د کمى له کبله د شپږو مياشتو اميدوارې مېرمن د خپل زوي نه لاس ووينځلو کله چې د هغې په برن کيئر سنټر کښې په وخت علاج ونۀ شو ـ

د دوو بچو مور خواؤشا د ٣٥ کالو نازيه بى بى خپل ماشوم له دې کبله بائيلو ولې هغې ته د پاکستان انسټى ټيوټ آف ميډيکل سائنسز په برن کيئر سنټر کښې انتهائى اهمې طبى اسانۍ ورنۀ کړے شوې ـ

د نازيې يو نارينه خپلوان اسرار الله نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” برن کيئر سنټر کښې يوازې هغه رنځوران داخلولے شى د چا چې پکښې څوک پېژندګلو وى او مونږ چا سره پېژندګلو لرله او نۀ راسره د علاج د پاره څۀ پېسه وه ـ “

کله چې جنرل سرجن ډاکټر مست على خان سره رابطه وکړے شوه چا چې تر ټول وړاندې د نازيې علاج کړے وۀ نو هغۀ ووئيل چې د طبى قاعدو ترمخه په اور د سوزېدونکى يو رنځور چې په ٣٣ سلنه برخه زخم راغلے وى نو هغه سمدستى هسپتال کښې داخلولے شى ـ

اسرارالله رايادولو سره ووئيل :” خو د نازيې په ٤٠ سلنه بدن، مټونو، لاسونو او معده، باندې زخم راغلے وۀ ولې د پاکستان انسټى ټيوټ آف مېډيکل سائنسز انتظاميې د هغې په دې بنياد د داخلولو نه مخ واړولو چې هغوئ سره د ناروغانو داخلولو د پاره نور ګنجائش نيشته ـ “

نازيه هغه وخت په اور اوسوزېده کله چې هغې په چولهه کښې د خاورو تېل واچول چې دا شان د خپلو بچو د پاره اخلے پخلے وکړے شى، هغه د اسلام آباد نه د اوو ګنټو په فاصله موجود يو کلى سره تعلق لرى ـ

ډاکټر آئزک اشعر ووئيل چې د نازيې په شان په اور د سوزېدلو ناروغانو يو لوے شمېر د مناسب علاج د نيشت له کبله د مرګ او ژوند کشکمش سره مخامخ دے ځکه چې د پاکستان انسټى ټيوټ آف ميډيکل سائنسز په يوازينى برن کيئر سنټر کښې په يو وخت هم د ٢٠ نه د زياتو ناروغانو علاج کولے شى ـ

يو طبى ماهر ډاکټر امان الله خان وائي چې اور باندې په سوزېدلى بدن راغلے زخم د ژوند د سلامتيا د پاره د خطرو سؤب ګرځى او په اور سوزېدلى يو رنځور ته دې سمدستى د طبى اسانيو ورکړه يقينى کړے شى کومه چې ” د پاملرنې په اساس ځانله دې ورکړے شى ـ”

هغۀ ووئيل :” نورو ټکو کښې په اور د سوزېدو له کبله په بدن راغلے زخم معذورۍ باندې بدليدے شى ـ “

برن کيئر سنټر کښې د علاج لاندې په اور سوزېدلي ناروغان دا پوښتنه کوى چې هغوئ ووټ ورکولو له ولې لاړ شي چې د هغوئ منتخب استازي هم هغوئ ته د ښو طبى اسانيو قدرې د ورکولو بندوبست نۀ شى کولے ـ يوه بله ناروغه د ٣٤ کالو عشرت فاطمه هم برن کيئر سنټر کښې د علاج لاندې ده، د هغې په مخ، سينه او لاسونو زخمونه راغلي دي، هغه وائي چې هغه ډېره زياته خوش بخته ده چې هغه په ښۀ کېدو ده او هغه په اور د سوزېدو د پېښې نه څو ورځې وروستو هسپتال کښې داخله شوه ـ د رنځورانو د يو لوے شمېر تيماردارانو شکايت وکړو چې د بې وزله رنځورانو د اکثريت د پاره دا نۀ يوازې ګرانه ده بلکې ناممکن ده چې هغوئ دې د چا پېژندګلو نه بغير برن کيئر سنټر کښې علاج وکړے شى ـ

Burn victim under treatmen at BCC in PIMS Islamabad : Photo by News Lens Pakistan/
Burn victim under treatmen at BCC in PIMS Islamabad : Photo by News Lens Pakistan/

عشرت فاطمه ووئيل چې د علاج د پاره ښې اسانۍ راکړے شوې دي ولې حکومت ته پکار دي چې د کليو په کچ برن يونټونه جوړ کړي د کوم له کبله چې متاثره رنځور په سمدستى توګه طبى مرسته ترلاسه کولے شى ـ

ډاکټر آئزک اشعر ووئيل چې د هغې بدن ٥٠ سلنه سوزېدلے وۀ ولې هغه اوس تندۍ سره رغيږى ـ

د نيشنل هيلتهـ سروس وزارت اړونده افسر نه چې کله په دې حقله پوښتنه وکړے شوه چې آيا حکومت ملک کښې د نورو برن سنټرو جوړولو اراده لرى نو هغۀ بس دا اووے :” د نورو برن سنټرو يا د هېواد لويو لويو هسپتالونو کښې د برن يونټونو جوړولو په خاطر د کړنلار د ټاکنې د پاره اوږدې اوږدې غونډې ترسره کيږي ـ “

د ١٨م آئينى بدلون نه پس د صحت شعبه اوس د صوبائى حکومتونو ذمه وارى ده چا چې د ژوند ژغورلو دې شعبې د پاره ډېر لږ بجټ ځانګړے کړے دے ـ

ډاکټر ائزک اشعر ووئيل چې د ژمى په موسم کښې په اور د سوزېدو پېښو کښې سل فى صده زياتوالے کيږى چې وجه ئې د ګيس غېر اعلانيه بندېدل دي ـ

هغۀ زياته کړه :” کله چې د ګيس لوډ شېډنګ کيږي نو ډېرې کورنۍ د شپې د ګيس هيټرې لګېدلي پريږدي ـ ځکه نو کله چې کور کښې څوک خپل هيټر بلوى نو چاودنه کيږى ـ “

BCC medical staff seeing-off a burn victim after treatment : Photo by News Lens Pakistan/
BCC medical staff seeing-off a burn victim after treatment : Photo by News Lens Pakistan/

هغۀ ووئيل چې دا هم بدنصيبى ده چې حکومت يا د نجى شعبې له خوا د برن سنټرو جوړولو د پاره تر اوسه څۀ کوټلى ګامونه وانۀ خستلے شول ـ

ډاکټر آئزک زياته کړه چې برن کيئر سنټر يوې سرکارى اداره ده او دوه برن سنټرې د فوځ د انتظام لاندې کار کوي ولې هلته د کوم عام وګړى د علاج تصور قدرے کول د عقل نه لرې ده ـ

هغۀ ووئيل :” په اور د سوزېدلو رنځورانو علاج ډېر ګران دے په کوم چې د ٢٥ نه ٥٠ زره روپۍ پورې د ورځې خرڅ راځي ـ “

ډاکټر آئزک زياته کړه چې د ژمى د موسم په دوران برن کيئر سنټر کښې خواؤشا د ١٥ سوو ناروغانو د مياشتې علاج کولے شى ـ برن کيئر سنټر کښې د يوې مياشتې په دوران د ټولو نه زيات ٢٠ رنځورانو ساه ورکړه چې لرې پرتو سيمو سره ئې تعلق لرلو ـ

په يو بل کټ د ١٢ کالو جينۍ عائشه دراز وه د چا مخ چې د خاورو د تيلو د بوتل نه ناڅاپه د اور په لمبو د سوزېدو له کبله اوس د پيژندګلو نه ووتې ده ـ

ډېرو ناروغانو ته د برياليو عملياتو نه پس د برن کيئر سنټر د عملې له خوا په خنده خوندۍ او ډاليو سره په مخه ښۀ وئيلے شول ـ خو ولې ډاکټر آئزک اشعر ووئيل چې حکومت بايد په هر ضلعى او تحصيل هسپتال کښې برن سنټر جوړ کړى چې ورسره به د پاکستان انسټى ټيوټ آف ميډيکل سنټر په برن کيئر سنټر دباؤ کم شى او د رنځورانو علاج به د هغوي کورونو سره نزدې ممکن شى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here