لاهور ( دردانه نجم ) د پاکستان صدر تېرو ورځو کښې قام ته خواست وکړو چې هغوئ دې د راتلونکى کال په ١٤ فروری ويلن ټائن ورځ نۀ نمانځى ځکه چې دا اسلام سره هيڅ اړوند نۀ لرى ـ هم څو مياشتې وړاندې صدر مملکت عالمانو ته د قانون په دائره کار کښې د سود د راوستلو د پاره وېنا کړې وه چې دا شان په ملک کښې غوره کاروبارى ماحول جوړ کړے شى ـ اسلام کښې سود حرام دے ـ

د پبلک پاليسۍ ماهران دا باور لري چې د صدر مملکت له خوا د دې بڼې د يو بل برعسک بيانونو نه دا په ډاګه کيږى چې د ملک قيادت د اسلامى قوانينو او اقدارو باندې د مشتملو پاليسيو په لړ کښې د حېرانۍ ښکار دے او ويلن ټائن ډے ، بسنت او يا په يوټيوب د بندېز معامله چې وى نو د مذهبى عناصرو د فکر په مقابله کښې بې وسه په نظر راځى ـ

د ويلن ټائن ورځ په نمانځلو نۀ يوازې مرکزى دارالحکومت اسلام آباد بلکې د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ښار کښې هم بندېز ولګولے شو ـ

د اسلام آباد حکومت په ويلن ټائن ډے د بندېز خبرونه وروستو له دې په دروغو اډاڼه وګرځول ـ خو ولې د کوهاټ ضلعى حکومت په بندېز د عمل درآمد کولو د پاره پوليس ته نوټيفيکيشن جارى کړو ـ

د کوهاټ ضلعى حکومت د جماعت اسلامى دے چې د پاکستان يو مذهبى سياسى ګوند دے ـ

هر څو کۀ د ابادۍ اکثريت د حکومت نقطه نظر سره اتفاق لرلو او د ويلن ټائن ورځ له نمانځلو ئې ډډه وکړه ولې ډېرو خلقو دا بندېز د هغوئ په ذاتى ژوند کښې د رياست لاسوهنه وګرځوله او دا ګام ئې خوښ نۀ کړو او د مېنې محبت د دې ورځې خوشحالۍ ئې په پوره پوره ونمانځلې ـ

د پاکستان د بشرى حقونو د کميشن عمومى سيکتر آئى اے رحمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې رياستى داسې هېڅ واک اختيار نۀ لرى چې د وګړيو په ذاتى ژوند کښې لاس وهنه وکړى ـ دا پرېکړه به رياست نۀ کوى چې خلق ويلن ټائن ډے ونمانځى يا نه ـ هغۀ زياته کړه چې حکومت په بسنت او ويلن ټائن ډے باندې بندېز لګولو سره د انتهاخوښو عناصرو قوت زياتوي ـ هغۀ وضاحت کولو سره ووئيل چې دا په حقيقت کښې هغه عناصر دي د چا په مرسته چې حکومت خپلو کمزوريو او ناکاميو باندې پړده اچوي ـ

آئى اے رحمان زياته کړه :” هېواد کښې د خلقو اکثريت د حکومت له خوا د هغوئ په ذاتى او مذهبى معاملاتو کښې په مداخلت هيڅ نيوکه نۀ کوي ـ د دې صورتحال د مخنيوى طريقه يوازې دا ده چې ټول سياسى ګوندونه يو ځائې شى او د مذهبى عناصرو په وړاندې د انکار کولو جرات پېدا کړي ـ ” د هغۀ وړاندې وېنا وه چې دا هم يوه الميه ده چې هر سياسى ګوند ټګۍ ټورۍ، ناوړتيا او اولس ته اسانۍ ورکولو کښې د ناکامه کېدو له کبله ماتې منلې ده ـ پارليمان کښې کوم روښان فکره سياسى ګوند نيشته ـ

آئى اے رحمان ووئيل :” لنډه دا چې د حالاتو سمولو د پاره د سياست دانانو ته اصلاح ضرورت دے ـ “

د پاکستان جوړېدو نه هم څو کاله پس د پاکستان د يو مذهبى رياست جوړولو د هڅو پيل شوے وۀ د کوم له کبله چې ملک د رنګ رنګ او اختلاف رائې سره سره د امن و امان قائم ساتلو د روح نه هم بې برخې شو ـ

نوميالى وکيل او د بشرى حقونو کارمند سروپ اعجاز نيوز لينز پاکستان سره د امريکې نه په اى ميل خبرو اترو کښې ووئيل چې د ستونزې اصلى جرړه قرارداد مقاصد ده ـ

هغۀ زياته کړه :” چې حکومت خپله عملدارى ډېر پخوا راسې مذهبى ډلې ته په وړاندې ايښودې ده د کوم له کبله چې هغه نۀ يوازې طاقتوره شوې بلکې د مرکزى دائرې برخه هم ګرځيدلې ده ـ د قانونى نظام د ډاګيزه اصلاح ضرورت نيشته بلکې مذهبى تناظر کښې سياسى پاليسى جوړول اهم دي ـ “

لاهور کښې د باډيوو الوزولو په يوه بله تړه بسنت هم بندېز لګولے شوے دے ـ د پېړيو پېړيو پخوانے دا تهوار به هر کال جوش او جذبې سره نمانځلے شو کله چې به ځانګړے پخلے ، موسيقى او فيشن په خاص توګه نظر کښې ساتلے شو ـ د باډيوې د کټ کولو مقابلو کښې په ډکه خلۀ خندل، اوازونه، چېړ چاړ او ټونګې ټانګې د لاهور پېژندګلو او د ثقافت يوه اهمه برخه وه ـ

ځينو لاهوريانو د باډيوې د کټ کولو لوبه په يوه خطرناکه مقابله بدله کړو کله چې هغوئ د دهات د تاروونو کارؤل پيل کړل چې هوا کښې به تلل نو د تېرو چړو شکل به ئې خپلولو ـ باډيوه چې به کټ شوه نو هر څوک به ورسره وجنګېدل، سمدستى به د مرګ خلې ته تلل ـ د دهات د تاروونو په راښکلے کېدو ډېر ماشومان، هاکران، پېاده تلونکي عام وګړي او په موټر سائيکلو سوارۀ کسان د مړۀ کېدو نه علاوه معذوره يا ژوبل شوي دي ـ کله چې به دا تاروونه پاور کېبل سره وجنګېدل نو ښار کښې به رڼا لاړه او د اور لګېدو اندېښنه به پېدا شوه ـ

حکومت د بربريت د دې عمل د مخې نيولو او د دهات تاروونو جوړونکو ته د سزا ورکولو په ځائے هم په بسنت بندېز ولګوله ـ

د حکومت ترمخه د دهات دتاروونو د کاروونکو درک لګول ګران کار دے ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د اطلاعاتو وفاقى وزير پروېز رشيد سره رابطه وکړه نو هغۀ ډېر دليلونه ورکړل چا چې د خپلې حېرانۍ پټې ساتلې د پاره خاص تګ و داؤ وکړو چې حکومت ولې د بسنت په تهوار لګېدلے بندېز ختمولے نۀ شى ؟

هغۀ ووئيل :” هېڅ داسې يو ميکانزم شتون نۀ لرى د کوم لاندې چې د بسنت په دوران د دهات د تاروونو په استعمال د چا د مرۍ يا بل نورو کومو اندامونو د پرې کېدو د ذمه وار ټاکنه وکړے شى ـ “

کله چې د هغۀ نه دا پوښتنه وکړے شوه چې حکومت د دهات په تاروونو جوړولو بندېز ولې نۀ لګوى؟ د اطلاعاتو وزير وړومبے خو دا ځواب ورکړو چې په بنيادى توګه د تندى ( د پومبې د تار يو قسم په کوم چې د وريژو شيره پورې وى ) مينوفيکچرز د دهات د تاروونو جوړول پيل کړل دې د پاره کۀ مونږ په هغې بندېز لګوو نو دې سره به نه يوازې د هغوئ کاروبار بند شى بلکې ډېرې غريبې کورنۍ به ورسره متاثره کيږي او يا به ورسره بې روزګار زياتيږي ـ

ولې کله چې نيوز لينز پاکستان په قانون عمل درآمد د پاره په ګامونو پورته کولو زور راؤړو نو د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد غالباَ چې د سوچ زحمت ونۀ کړو او وې وئيل چې د پاکستان په شان ملکونو کښې په قوانينو عمل درآمد کول ګران دي په د کوم له کبله چې دا ښه ده چې په داسې څيزونو دې بندېز ولګولے شى په کوم کښې چې د انسانى ژوند د ضائع کېدو خطره وى ـ هغۀ زياته کړه چې ډېرې قاعدې او ضابطې شته ولې هغې باندې په سمه توګه د عمل درآمد نۀ کېدو په سؤب مطلوبه نتيجې ترلاسه نۀ کړے شوې ـ

پروېز رشيد زياته کړه :” زمونږ نه ځناور جوړ شوي دي او ډېره موده پکار ده چې مونږ د خلقو د ژوند د احترام چل زده کړو ـ ”

هغۀ ته چې کله دا خبره ياده کړے شوه چې دا د حکومت ذمه وارى ده چې خپلو وګړيو ته د تهذيب يافته جوړېدو د پاره موقعې ورکړي نو هغۀ خپل زوړ بيان بدلولو سره ووئيل :” د دهات دا تاروونه شتمن خلق خپل فارم هاؤسز کښې جوړوي او مونږ د چا کور ته د هغوي د هلو ځلو د جائزې اخستو د پاره ورتللے نۀ شو، مونږ دغه خلق د دهات د تاروونو جوړولو نه منع کولے نۀ شو ـ “

نيوز لينز پاکستان چې کله کوهاټ کښې په ويلن ټائن ډے د بندېز په حقله د جماعت اسلامى امير سراج الحق سره خبره وکړه نو هم د دغه بڼې لنډ ځواب ترلاسه شو ـ

هغۀ د ويلن ټائن ورځ غندنې کولو سره د خندا په انداز کښې ووئيل :” مونږ د هندوانو يا يهوديانو تهوارونه خو نمانځلے شو ولې ويلن ټائن ډے د منلو وړ نۀ ده ـ “

يو بل عجيبه ځواب ورکولو سره سراج الحق ووئيل چې جماعت په اولسى ځايونو د غير اخلاقى حرکتونو په حقله اندېښنه لرى خو خلق چې په ذاتى ژوند کښې څۀ کوي، هغې سره هغوئ څۀ تعلق نۀ لرى ـ

د ورځې په ختمېدو سوال دا پېدا کيږى چې کۀ حکومت بسنت کښې د دهات د تاروونو د استعمال له کبله د رامنځته کيدونکو پېښو په رڼا کښې بسنت باندې بندېز لګولے دے نو د پنجاب د بيلا بيلو سيمو نه بې ګناه باډيوې الوزوونکي ولې نيسي؟ لکه څنګه چې اوس اوس فيصل آباد کښې داسې خلق نيولي شوي دي ـ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here