ټانک ( رحمت محسود ) د سويلى وزيرستان مرکز او فوځى هيډ کوارټر وانا کښې قائم يوازينى ګرجا ګهر کښې په دغه سيمو کښې مېشتۀ لږه مسيحى ابادى د کلونو راسې د روانې شدت خوښۍ باوجود د اتوار په ورځ راغونډېدو سره عبادت کوي ـ

د دې ګرجا ګهر بنيادى تيږه د سويلى وزيرستان د سکاؤټس د هغه وخت کرنل ابصار احمد منهاس فوځى کمپاؤنډ کښې د ميشتۀ مسيحى خلقو د غوښتنو په رڼا کښې اېښودې وه ـ وانا سکاؤټس کېمپ کښې د فوځ يو لوے شمېر لګولے شوے دے کوم چې د برطانوى راج په ورځو کښې د هغوي د تذوراتى د اهميت په رڼا کښې په سختو قبائلو قابو موندلو د پاره جوړ کړے شوے وۀ ـ ګرجا ګهر په هغه ځائے قائم دے چې په ځائى توګه کوز کېمپ بللے شى، د ګرجا ګهر بهرنے دېوال اووۀ فټه لوړ دے د کوم په يو چتيزه ودانۍ چې د صليب علامت لګولے شوے په نظر راځى ـ د ګرجا ګهر چت د ټن څخه جوړ کړے شوے دے چې د واؤرې ورېدو په مهال د ډهال کار کوى ـ ګرجا ګهر کښې يوه د هال په څير کوټه ده چې په ځانګړى توګه د تيار کړے شوو ټينټونو د بلاکونو څخه جوړه کړے شوې ده ـ

د ګرجا ګهر دوه وروونه دي، انګڼ کښې د سټيلو دوه بنچونه لګولے شوي دي د کومو نه چې تر اسمانه د دنګو لوړو غروونو اثرناکه نظاره کېدل د زړونو تاروونه خوزوي کوم چې د شيشه هائټس نوم ته منسوب دي ـ د ګرجا ګهر په حدونو کښې قائم يوازينے د استوګنې کوارټر د بشپ د پاره ځانګړے دے، خواؤشا کښې ئې هېڅ ودانۍ په نظر نۀ راځى ـ خو ولې لوے جومات، د ګرجا ګهر نه زيات لرے نۀ دے کوم سره چې د مذهبى روادارۍ د يو غوره احساس څرګندونه کيږى ـ

په دې ګرجا ګهر د کار پيل په ٢٤ جنورى ٢٠٠٠ء کښې د سياسى انتظاميې د افسرانو او ځائى مسيحى ورورولۍ په نګرانۍ کښې وشو ـ

د پخوانى بشپ او د موجوده پادرى پلار نذير عالم نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې د تېرو وختونو په يادولو ووئيل :” د ګرجا ګهر له جوړولو وړاندې به ځائى مسيحى ورورولى يوه وړه شان کوټه کښې عبادت کولو چرته چې به ساه اخستل ګران وو ـ وانا کښې د اوسېدونکو سلګونو مسيحى خلقو د عبادت د پاره يو مناسب ځائے په کار وۀ ـ مونږ د ګرجا ګهر جوړولو د پاره فنډونه راغونډ کړل ـ دې کښې د شک شبې هېڅ ګنجائش نيشته چې مسيحى ورورولۍ د دې نېک مقصد د پاره په خلاص مټ چندې ورکړې ـ “

د بشپ ذيشان عالم ترمخه، چا چې خپل تعليم د کراچۍ د تهيولوجيکل سکول څخه ترلاسه کړے دے، دا عبادت ګاه د ګوسپل پنټى کوسټل چرچ انټرنيشنل (جى پى سى آئى) د انتظام لاندې ده ـ

نرمه او ښائسته لهجه کښې خبرې اترې کوونکے پادرى فرنټيئر کانسټېبلرى سره اړوند دے، هغه د يوې اېغې نېغې عقيدې پرټسټنټ دے چې په ځيرکتيا او قابلتوب معمور دے … نيم عسکرى فورس فرنټيئر کانسټېبلرى پوله ايزه سيمه کښې يو ځل بيا د سر پورته کوونکو طالبانو او ترهه ګرو سره د مقابلې کولو ناپوره وړتيا لرى ولې ځائى ابادى د ټولو مذهبونو د پېروکارو د احترام له کبله مشهوره ده ـ

قبائلى مشر على وزير نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ د ټولو عقيدو د پېروکارو مذهبى خپلواکى غواړوو ـ مونږ د مسيحى ورورولۍ غړيو سره ليدل کتل کوو او د هغوئ د ستونزو په حقله خبرې اترې کوو ـ هغوئ روانۍ سره ځائى ژبه کښې خبرې کوي ـ مونږ د حکومت نه د هغوئ بچو ته د غوره تعليم او اسانيو ورکولو غوښتنه کوو چې دا شان هغوئ په ښۀ انداز د هېواد د خدمت کولو جوګه شى ـ “

هغۀ ووئيل چې دې سيمه کښې مسيحى ورورولى په واضحه توګه هيڅ ډول خطرو سره مخامخ نۀ ده او هغوئ ځائى ابادۍ سره غوره ذهنى هم آهنګى لرى ـ ولې د اقليتى ورورولۍ يو بل غړى د نوم نۀ ښودلو په خواهش ووئيل :” دا وخت چې مونږ کومې تر ټولو لوې ستونزې سره مخ يوو، هغه د هديرې د پاره د زمکې نۀ شتون دے ـ مونږ ځائى انتظاميې ته درخواست ورکړے دے چې د مسيحى ورورولۍ غړيو ته دې د خپلو خپلوانو خاورو ته سپارلو د پاره زمکه الاټ کړے شى ځکه چې د مخکښې نه موجوده هديره کښې اوس ځائے ختم شوے دے ـ يوه بله مسله دا راپېښه ده چې زمونږ د ورورولۍ د ځوانانو يو لوے شمېر بې روزګاره دے ـ”

ذيشان عالم، د چا عمر چې ٣٠ کاله خواؤشا دے، نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ امنناکه خلق يوو او د ځائى قبائلى ورورولۍ غړيو سره اخلاقى رويه خپلوو ـ دې سيمه کښې ميشتۀ مسيحى ورورولى د سکيورټى ستونزو سره مخ نۀ ده يا په نورو ټکو کښې د هغوئ د پاره دا حالات د کومې ستونزې پېدا کېدو سؤب نۀ ګرځى ـ”

وړاندې له دې ستمبر ٢٠١٣ء کښې دوه ځانمرګى حمله کوونکي په لاسى بمونو او تماچو معموره د خېبرپښتونخوا د صوبائى دارالحکومت پېښور يو تاريخى ګرجا ګهر ته وردننه شوي وو، د ترهه ګرۍ په دې پېښه کارروائۍ کښې ٨١ کسان مړۀ او ١٣١ ژوبل شوي وو ـ

هغۀ زياته کړه په سوونو کيتهولک او پروټسټنټ مسيحى کسان د مسلمانانو په اکثريتى قبائلى سيمو کښې امنناکه توګه باندې د اتوار په ورځ ګرجا ګهرو کښې په خپلو عبادتونو ترسره کولو ليدے شى ـ

ولې هغۀ دا شکايت وکړو چې د هغوئ د ورورولۍ غړيو ته د اقليتونو د پاره د ځانګړې کړے شوې پينځۀ سلنه کوټې لاندې ملازمت ورکولے نۀ شى ـ

هغۀ د يوې بلې اهمې مسلې لورى ته هم پام راواړولو او وې وئيل چې مسيحى ورورولۍ سره د هديرې د پاره د زمکې ټوټه خو شته خو ولې هغوئ د ځائى انتظاميې څخه غوښتنه کوي چې د هديرې د پاره ورته نوره زمکه الاټ کړى ـ

د سويلى وزيرستان ګاڼيزې سيمې د طالبانو او د هغوئ د قبائلى مرسته ورکوونکو له خوا د خورې کړے شوې عسکريت خوښۍ په ولقه کښې دي ـ

ذيشان عالم ځائى ابادۍ کښې يو مهذب او د عزت مقام لرى ـ حسن خان، د چا چې دې سيمه کښې د کپړې کاروبار دے، وائي :” هغه يو ډېر زيات ښائسته انسان دے او د خپلې مثبت رويې له کبله معروف دے ـ هغه د ټکو انتخاب په سوچ او فکر کوى او ځائى معاملاتو کښې لاسوهنه نۀ کوى ـ “

ذکر شوې قبائلى سيمه او پاک افغان پوله باندې د روانې ترهه ګرۍ د حملو او فوځى عملياتو له کبله په زرګونو خلق، چې پکښې عسکريت خوښي، عام وګړي او امنيتى کارمندان شامل دي، وژلي شوي دي ـ تر دې چې يو لوې شمېر کښې ځائى ابادى د ملک د نورو ضلعو لورى ته په کډه کولو مجبوره شوې ده چې ډېرو زياتو سختو حالاتو کښې ژوند تېروي ـ

ذيشان عالم ووئيل چې وانا کښې نوے جوړېدونکى شاه لام هسپتال کښې د هغوئ د ورورولۍ د پاره هېڅ اسامى ځانګړې کړے شوې نۀ ده ـ هغۀ ووئيل چې د هغوئ ورورولۍ سره قبائلى شناختى کارډونه او ډوميسائلونه دي ـ هغۀ زياته کړه :” د فاټا د ډوميسائل له کبله د ميټرک کولو نه پس طالب علمانو ته ملکى تعليمى ادارو کښې داخله اخستو کښې اسانى وى کومه چې د ورورولۍ د پاره د اطمينان وړ خبره ده ـ “

يو بل ځائى قبائلى محمد ادريس ووئيل :” د ګرجا ګهر جوړېدل د خوشحالۍ خبره ده او رښتيا خو دا دي چې د اقليتونو په حقونو څۀ بندېز لګول نۀ دي پکار ـ سيمه کښې د ګرجا ګهر جوړېدو له کبله د خپل منځى روادارۍ مثبت پېغام وده موندلې ده ـ ولې ممکنه ده چې يوه خاص ډله، د طالبانو له خوا شا په شا اشارې کولو سره، د نورو مذهبونو په اړه د روادارۍ په نيشتوالى د اډاڼه فکر وړ وى ـ “

د قبائلو اکثريت په دې خبره وياړ محسوسوى چې يوه اقليتى ډله خپل مذهبى عبادتونه په خپلواکه توګه ترسره کوى ـ

د ايف اے طالب علم امير نواز ووئيل :” ځائى ابادۍ ته د هغوئ په سيمه کښې د ګرجا ګهر په جوړېدو څۀ مسله نشته، مونږ خو په سيمه کښې د دې ګرجا ګهر په جوړېدو وياړ محسوسوو ـ مونږ غواړوو چې واکمن د دې يوازينى ګرجا ګهر سينګارولو او اسانيو د پاره نور فنډز جارى کړى ـ”

يو امنيتى کارمند د نوم نۀ ښودلو په خواهش نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ګرجا ګر ولې چې يوه داسې سيمه کښې قائم دے چرته چې د سکيورټى ډېر ښۀ انتظامات ترسره کړے شوي دي د کوم په سؤب چې لږې مسيحى ابادى ته هېڅ خطره نيشته ـ “

امنيتى تجزيه کار دا باور لري چې کۀ په سمدستى توګه د جنګ ځپلې سيمې د پرمختګ او د سکيورټى حالاتو غوره کولو د پاره ګامونه پورته نۀ کړے شي نو په ښکاره د سکون ډک ولې په حقيقت کښې اندېښمن صورتحال سره مخ سويلى وزيرستان يو ځل بيا د فساد ښکار کېدے شى ـ

د دې ټولو خطرو باوجود د عسکريت خوښو له لورى مسيحى ورورولۍ ته هېڅ زيان ونۀ رسولے شو چې دې شاړې علاقه کښې بيلابيلو حېثيتونو کښې کار کوي ـ خو ولې په ٢٠٠٨ء کښې د قبائلى سيمو په خپله ولقه کښې اخستونکو څو کلونو باندې د مشتملې عسکريت خوښۍ په دوران د لنډې مودې د پاره پينځۀ مسيحى کسان وتښتولے شول کوم چې بيا وروستو د څۀ زيان رسېدو نه بغېر پرېښودے شول ـ

د ٣٠ کالو د يو اقليتى زلمى عمران مسيح نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې هغه قبائلى سيمو کښې د ګرجا ګهر د قيام په حقله څۀ وائي؟ نو هغۀ ووئيل :” دا خبره زما د پاره د حېرانۍ ده چې وانا کښې ګرجا ګهر جوړ دے ـ واکمنو ته د اقليتونو د تحفظ باورى کولو د پاره ټول ګامونه اخستل پکار دي ځکه چې هغوئ د ګډوډى ښکار سيمه کښې د ملک خدمت کوي ـ “

ولې يو بل اقليتى غړى ووئيل چې د هغوئ د ورورولۍ غړي د وانا د حدونو نه بهر نۀ ځي ولې چې داسې کؤل د هغوئ د پاره خطرناک ګرځيدے شى ـ هغۀ زياته کړه :” مونږ خپلې هلې ځلې د يوې خاص سيمې پورې محدود کړې دي ـ “

داسې دا اوس د ځائى انتظاميې ډېره زياته اهمه او اوچته ذمه وارى ده چې هغه د مسيحى ورورولۍ ګټې وټې خوندى کړي کومه چې دې فساد ځپلې سيمه کښې د هېواد خدمت ترسره کوي ـ

ذيشان عالم ووئيل چې خواؤشا درې سوه مسيحى کسان وانا کښې ميشتۀ دي ـ اقليتونه بيلابيلو حېثيتونو کښې لکه ساؤتهـ وزيرستان سکاؤټس کښې خدمات ترسره کوي، ځينې د صفائۍ کار کوي نو ځينې خپل کاروبار کوي ـ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here