د پاکستان وړومبۍ مېرمن ټرک ډرائيوره … شميم اختر

0
2828

پېنډۍ ( رحمت محسود ) د پاکستان په لويو ښارونو کښې د مېرمنو موټر يا جيټ چلؤل د حېرانۍ خبره نۀ ده ولې د کومې مېرمنې د خپل امروزه ژوند تېرولو د پاره په سړکونو ټرک چلول د نيشت برابر په نظر راځى ـ

د ټرېفک پوليس افسر وائي چې د ٥٣ کالو شميم اختر د پاکستان پدرى ټولنه کښې وړومبۍ ښځينه ډرائيوره ده ـ

شميم اختر په مړه لهجه کښې ووئيل :” خواؤشا څلور کاله وړاندې زما خاوند زۀ پرېښودم او يوې بلې ښځې سره ئې وادۀ وکړو ـ هغه اوس خپلې دويمې مېرمن سره اوسيږى ـ هغۀ ما ته ووئيل چې اوس دې زۀ هم ملازمت کؤم ـ”

د پاکستان تاثر په لويه پيمانه د يوې پدرى او روايتى ټولنې دے چرته چې د ميرمنو د پاره د روزګار موقعې محدود دي او په خاص توګه ټرانسپورټ کاروبار سره په اړوند لرلو خو په ظاهره بنديز لګيدلے دے ـ د شميم خاوند غالباَ هم په دې اساس د خپلې کورودانې د ملازمت په اړه نيوز لينز پاکستان سره څۀ خبره ونۀ کړه ـ

شميم اختر زېړې جامې او څادر په غاړه د ټرک دروازه لرې کړه او خپل مرستيال ته ئې ريډى ايټر کښې د اوبو د کچ کتلو وېنا وکړه ـ

هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هغې څلور لوڼه او يو زوئې دے د چا د ساتنې ټوله ذمه وارى چې اوس هغه ترسره کوي ـ هغې زياته کړه :” ما ته پينځۀ لکه روپۍ ورکول دي چې د خپلو لوڼو د وادۀ د پاره مې قرض اخستې وې ـ زما خاوند بلې ښځې سره د وادۀ کولو نه پس کله هم زمونږ خيال ونۀ ساتلو ـ “

Shamim Akhtar, Pakistani female truck driver in Rawalpindi : Photo By News Lens Pakistan /
Shamim Akhtar, Pakistani female truck driver in Rawalpindi : Photo By News Lens Pakistan /

يو دور کښې د پېنډۍ ( اسلام آباد سره پيوست د ګڼې ګوڼې يو ښار ) يو سلائى سکول کښې د سبق ښودنې ذمه وارۍ ترسره کوونکې شميم خپل پېشه ځکه پرېښوده چې دا شان د ټرک چلولو خپل پخوانى خواهش پوره کولو سره سره زياتې پېسې وګټي ـ هغې په وياړن انداز کښې ووئيل :” معاشى ستونزو هم زۀ مجبوره کړم چې زه د يوې مهذبې پېشې په خپلولو د خپل ځان او خپلې کورنۍ امروزه ژوند تېرولو ممکن کړم نو ما د ټرک ډرائيورې جوړېدو پرېکړه وکړه ـ “

د اسلام آباد پوليس انسپکټر ماجد اقبال نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې شميم هغه وړومبۍ ميرمن ده چا چې يوازې د څلورو مياشتو په لږه موده کښې د هيوى وهيکل لائسنس ترلاسه کړے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ هغې ( شميم ) سره پوره مرسته وکړه چې دا شان نورې ميرمنې هم دې لورى ته پام راوګرځوى او د ټرانسپورټ د شعبې نه د سړو اجاره دارى ختمه شى ـ “

ماجد اقبال ووئيل چې دا خبره د هر پاکستانى د پاره د وياړ وړ ده چې شميم اختر په لارو کوڅو کښې د خير غوښتلو په ځائے محنت کولو سره د خپل ځان او خپلې کورنۍ ساتنه کوي ـ

ډرائيورانو کښې هغه د شميم بهائى په نوم مخاطب کولے شى ـ د هغې ډرائيوران ملګري د هغې عزت او احترام کوى او کۀ داسې نۀ وه نو هغې به ډير مخکښې دا پېشه پرېښې وه ـ د شميم اختر وېنا وه :” زۀ د خپل کار څخه ګټه پورته کوم ـ زما بچي او د کورنۍ غړي د روزګار په توګه زما په دې انتخاب څۀ اعتراض نۀ لرى ولې چې زما ګټه نۀ يوازې مناسب ده بلکې اوس زه خپلواکه هم يم او سخت محنت کوم ـ “

د ٣٣ کالو ډرائيور فلک نياز وائي :” هغه نۀ يوازې جرت منده ده بلکې د هغې د زغم توان هم د ستائنې وړ دے ـ هغه اورژنه ګرمۍ او سخته يخنۍ کښې هم په يو شان ډول اختياط سره ډرائيونګ کوى ـ “

فلک نياز ووئيل :” مونږ کښې هيچا ته هغې سره کار کولو کښې څۀ ستونزه راولاړه شوې نۀ ده ـ هغه سختې خوارۍ کولو سره د خپل ځان او خپلو بچو د پاره يو ښۀ ژوند ممکن کوى ـ “

ولې يو بل ډرائيور د نوم نۀ ښودلو په خواهش ووئيل چې د هغۀ ډير ملګري دې اندېښنې سره مخ دي چې کۀ نورې ښځې هم د شميم اختر په پل پل اېښودو سره د دې پېشې ټاکنه کوي نو دا صورتحال به د سړو ډرائيورانو د پاره د ستونزو سؤب ثابت شى ـ

شميم اختر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغې چې کله په وړومبى ځل ټرک وچلولو نو ډېرو ډرائيورانو ته دا خبره ښۀ ښکاره نۀ شوه ـ هغې زياته کړه چې هغه (ډرائيوران) وېريدل چې اوس به نورې مېرمنې د هغې په قدم تګ کولو سره د دې شعبې انتخاب کوي د کوم له کبله چې به د سړو ډرائيورانو اجاره دارۍ د پاره کړمې راولاړيږي ـ

هغې زياته کړه :” ولې زۀ د هيچا څۀ پرواه نۀ لرم ـ زۀ د پاکستان په وړومبۍ ښځينه ډرائيورې کيدو وياړ محسوسوم او په ځانګړى توګه د ډرائيورانو د پاره د خيرښېګړې څۀ کار کول غواړم چې دا شان راتلونکے نسل ما په ښو ټکو کښې ياده کړى ـ “

د شميم دا خيال دے چې يو ټرک ډرائيور بايد په بدنى توګه نۀ يوازې د مضبوط ذهن مالک وى بلکې هغه دې ډاډه او په سکون کښې وى ـ هغې زياته کړه چې د هغې د پاره ډېر سخت وخت هغه وى کله چې هغه د څو څو ورځو د پاره د ښاره نه بهر ځى ـ

شميم اختر ووئيل :” کله چې مونږ په اوږد سفر روانيږو نو شپې په ويښه تېرؤل وي کومه چې زما د ملازمت ډيره سخته برخه ده او چې د کور په شان ماحول ترلاسه شى نو دا يوازې بس يو خوب دے ـ “

شميم ووئيل چې د هيوى وهيلز چلوونکو ډرائيورانو کار ډېر ګران دے ولې بيخى لږه معاوضه ورکولے شى ـ هغه تل خپل ټرک د خښتو ډکوي او د يو ځائے نه ئې بل ځائے ته وړى او د ښار په حدونو کښې هغه د دې معاوضه زر روپۍ اخلي ـ هغه په يوه مياشت کښې د ٢٥ نه ٣٠ ځلو پورې دا ذمه وارى ترسره کوى ـ خو ولې کۀ هغه د پېنډۍ نه کراچۍ ته کنسائنمنټ وړى په کوم کښې چې خاص ځائے ته رسېدو کښې تر پينځو ورځو پورې لګى يا د اوږدې فاصلې به کوم ځائے ته ځى نو د يوې ورځې ١٥ سوه روپۍ اخلى خو هغه ډېر کم داسې څۀ وړاندېز قبلوى ـ

هغې ووئيل چې يو ټرک ډرائيور بايد هر وخت ډرائيونګ ته پاملرنه کوى چې دا شان د سختې بڼې څۀ پيښه مخې ته رانۀ شى ـ شميم زياته کړه :” زۀ کۀ په تکنيکى توګه ماهره نۀ يمه خو کۀ د ټرک ټائر پنکچر شى نو هغه بدلولے شم ـ”

د شميم مرستيال د ٢٠ کالو عثمان د خپل باس يعنى شميم له زړۀ له کومى ستائينه وکړه ـ هغۀ ووئيل چې هغې رويه هغۀ سره ډيره زياته ښۀ ده او هغه د نورو ډرائيورانو په شان په هغۀ هر وخت سترګې نۀ رااوباسى ـ

عثمان زياته کړه :” هغه ډېر زيات احتياط کوى او زۀ د هغې نه په زده کړه کولو خوشحالى محسوسوم ـ هغه چرته نۀ غصه کيږى ـ “

د شميم يوازينى زوئي حماد نذير ووئيل چې کله راسې د هغوئ پلار هغوئ پرېښې دي نو د هغوئ مور د هغه وخت راسې د مور سره سره د پلار کردار هم ترسره کوى ـ

د راولپنډى ټرانسپورټ اتهارټى سيکرټرى اويس منظور تارړ د شميم اختر د يوې نارينولۍ پېشه کښې د خپل مقام جوړولو د پاره د مستقلو هڅو ستائينه وکړه ـ هغۀ ووئيل :” هغې د هيوى وهيکل په ډرائيو کولو د جرت وړ يو ګام پورته کړے دے ـ “

منظور تارړ زياته کړه :” شميم اختر د نورو ميرمنو د پاره د يو رول ماډل حېثيت لرى چې هغوئ ډرائيونګ لائسنس ترلاسه کړي او ټيکسى وچلوي چې ورسره به ښځې مسافرې خپل ځان زيات خوندى او په آرام وګڼي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here