د پاکستان انتظامى سروسز… د ميرمنو د پاره ستونزمنه لاره

0
1360

لاهور (دردانه نجم) پنجاب حکومت کښې په وړومبى ځل بيلابيلو محکمو کښې د پينځو ميرمنو سيکترانو ټاکنه عمل کښې راغلې ده چې ورسره صوبه کښې د متوازن ګورننس لاره هواره شوې ده د چرته نه چې د سول سروسز د پاره د کال ٥٠ سلنه افسران منتخب کيږي ـ حکومت په اهمو چوکيو د ميرمنو د ټاکنې کرېډيټ اخلى او په ځينو اهمو چوکيو ټاکلې شوې ميرمنې اوس اوس راڅرګندې شوې دي چې پکښې عائشه ممتاز هم شامله ده چا چې د فوډ انډسټرۍ خلاف ګاهکانو ته د ناقصه خوراک په ورکړه کارروائى وکړه ـ

هغه محکمې په کومو کښې چې ميرمنې سيکترانې ټاکلې شوي دي، په هغې کښې وومن ډويلپمنټ ډيپارټمنټ، آرکائيو محکمه، ګورنر هاؤس، ډيپارټمنټ فار سپيشل ايجوکيشن او هائر ايجوکيشن کميشن پنجاب شامل دي ـ

ناقدين ميرمنو ته دا داسې محکمو په مشرۍ ورکولو حېران دي کومې چې زياتې سختې ګڼلے نۀ شي ـ پلوى دا د ميرمنو او ټولنې د هلو ځلو عکاسى ګرځوي چې له کبله ئې دائې عامه د يو کمزورى صنف په حق کښې راغلې ده ـ

آمنه امام د وومن ډويلپمنټ پنجاب سيکتره، امبرين رضا د سپيشل ايجوکيشن پنجاب سيکتره، بشرى امام د هيومن رائټس او مائنارټيز سيکتر، ارم بخارى، چې د پنجاب وړومبۍ سکترانې دي، او د انکم سپورټ پروګرام ډائريکټر جنرل ساره سعيد دا باور لرى چې ميرمنو ته د اعلى عهدو پورې رسد ترلاسه کولو د پاره بې کچه تګ و داؤ کول وي ـ

بره يادو ټولو زنانه سيکترانو په دې خبره اتفاق وکړو چې دا يو حقيقت دے هر څو کۀ د دې ميرمنو تعلق د زور لرونکو کورنيو سره دے او د آئى کيو ليول هم د دې کچ وى چې په اسانه د مقابلې په امتحانونو کښې کاميابيږي ولې د دې باوجود هغوئ ته تل دا ګرانه پرېوتې ده چې د پاکستان په انتظامى سروسز کښې خپل کيريئر جوړ کړي او پرمختګ وکړي ـ

ارم بخارى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ميرمنو ته اوس هم يو په دوه محنت کول وي او د خپلو صلاحيتونو په نورو د منلو او پروفيشنل ازم څرګندولو د پاره ورته ډېرې زياتې هڅې کول وي ـ

هغې ووئيل :” دا انتهائى اهمه ده چې سړي ميرمنې په پروفيشن کښې خپلې معاصرې وګڼي ـ ټولنه کښې د ميرمنو په روايتى کردارونو کښې د وړاندې کولو سوچ وده موندلې ده چې هغوئ هېڅ نۀ شى کولے او بس يوازې د کور کار کول د هغوئ د پاره صحيح دي ـ د دې سوچ ردولو د پاره ميرمنو ته خپل ملازمت پوره سنجيدګۍ او پېشه ورې روئې سره کول وي ـ “

ارم بخارى زياته کړه :” هغوئ ته اعلى چوکۍ نۀ شي ورکولے او دا فکر کولے شى چې په هغوئ کښې د فيصله سازۍ خوبى نشته، دا په دې ټولنه کښې وده موندوونکې روئې دي ـ کۀ تاسو سول سرونټ ئې او کۀ د پى اے ايس افسرې په توګه کار ترسره کوئې او کۀ چرته په سکول کښې استاذانې ئې، تاسو سره کېدونکے سلوک به يو شان وى ـ”

هغې ووئيل :” ويرؤل خو يو روايت جوړ شوے دے چې اوس د ملازمت يوه برخه ګڼلے شى ـ دا يو افسوسناک حقيقت دے ! خو ولې دا يو مثبت اړخ هم لرى ـ د ميرمنو د پاره اوس په پېشه ور محاذ د بريالۍ کيدو امکانات هم د سړو په رنګ روښانه دي ولې دې د پاره ضرورى ده چې د هغوئ له لورى کېدونکې هڅې د نېغې لارې وي او مقصد ئې بايد واضحه وي، هغوئ دې په اراده کلکې او همتناکې وي ـ “

کله چې د ميرمنو د پرمختګ د محکمې د سيکترې آمنه امام نه پوښتنه وکړے شوه چې يوه ښځه دې د سړى نه يو په دوه زيات محنت ولې وکړى او اسلام د نړۍ د په دې سيمه کښې د سړو ذهنونو بدلولو کښې ولې ناکامۍ سره مخ دے؟ نو هغې د تاريخ په رڼا کښې ځواب ورکړو ـ

آمنه امام نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ پاکستان کښې د ټولنې په کچ د ميرمنو د مقام د ټاکنې د پاره د سيتا په اړه د تخليق کړے شوې وېنا پيروى کوو ( کومه چې يوه ديوى ده ) ـ راون هغه وخت سيتا په قيدخانه کښې اچولې وه کله چې هغې د خپل کور نه بهر قدم اخستے وۀ ـ هر څو کۀ د هغې خاوند رام هغه راخوشې کړه ولې هغۀ تر هغه وخته د سيتا قبلولو نه مخ واړولو تر کومه چې د عواى رائې عامه بدله شوې نۀ وه کومه کښې چې خواؤشا د ١٤ کالو موده ولګېده او په دغه دوران سيتا يوازې وه ـ “

هغې زياته کړه چې د دې قيصې نه دا اخلاقى نتيجه مخې ته راځى چې تر کومه سيتا خپل کور کښې د لېور لکشمن سره وه نو د هغۀ پارسائى بې داغه وه ـ ولې هغې چې څنګه د کور نه بهر ته قدم واخستو نو هغه غېر محفوظ شوه ـ کله چې کومه ښځه باشعوره کېدل غواړى او د کور نه بهر ووځى نو هغه اولسى جاګير ګرځى ـ دې فکر ښځه کمزورې کړې ده او اکثرو وختونو کښې هغه د سړى اسان هدف جوړيږى ولې رښتيا خو دا دي چې ميرمنې جرات مندې وي او د عوامى رائې په وړاندې ماتې نۀ مني ـ

آمنه امام زياته کړه :” مونږ د حضرت ابراهيم عليه السلام کورودانه هاجره يادوو او نۀ د هغوئ په تعليماتو عمل کوو چې د مکې په نا اباده او شاړ ښار کښې نوى زېږېدلى ماشوم سره يوازې پاتې وه ـ هغوئ نۀ يوازې يو پوره ښکار ودان کړو بلکې د خپل زوئ حضرت اسماعيل عليه السلام په ذريعه ئې يو نسل په وړاندې بوتلو ـ”

د هغې وېنا وه :” له دې دا خبره په ډاګه کيږى چې ميرمنو ته د خپلو صلاحيتونو ثابتولو د پاره په بيلا بيلو محاذونو ولې دومره هلې ځلې کول وي ـ د پاکستان انتظامى سروسز سره د اړونده ميرمنو معامله هم بدله نۀ ده ـ مونږ ټول د دا ډول رويو سره مخامخ کيږو تر کومه چې مونږه خپلو صلاحيتونو کښې بريالۍ نۀ شو ـ ١٩٧٣ء کښې د شوو اصلاحاتو له کبله سول سروسز کښې د ميرمنو د پاره د ډى ايم جى ګروپ او خارجه محکمه کښې د شاملېدو دروازې پرانستې شوې ـ”

د نړيوالتوب او په نړېوال کچ د صنفى ستونزو په حقله د پيل شوى بحث له کبله ښځې نظر انداز کول او د حقونو څخه بې برخې کول ګرانه شوې ده ـ د ميرمنو په اړه د تعصبانه دور خاتمه شوې ده ـ د وخت دائره بدله شوې ده او د ميرمنو د مرکزى دائرې په شعبو کښې شاملېدل يو حقيقت ګرځېدلے دے کوم چې په اسانه نظر انداز کيدے نۀ شى ـ

د پاکستان سول سروسز اکادمى د پخوانى چيف انسټرکټر او وارډن ډاکټر سعيد شفقت ترمخه د ١٩٩٠ء په لسيزه کښې د ښځو په حق کښې رجحان په پوره توګه بدلېدل پيل شوي وو کله چې صنفى مساوات او بشرى حقونه په نړيوال کچ د اساسى مسلو په ډول راڅرګند شوي وو او په عمومى توګه دا ادراک په نظر راتللو چې پرمختګ کوونکو هېوادونو کښې ميرمنو ته يو شان حقونه ورکولے نۀ شي ـ

هغۀ زياته کړه چې د پخوانى صدر مشرف د حکومت په دور کښې ميرمنو د کوټه سسټم د لارې اسمبليو او سول سروسز کښې په لويه پيمانه استازيتوب ترلاسه کړو ـ

ډاکټر سعيد شفقت ووئيل :” فوځ جنتا ته دا مشوره ورکړے شوه چې د قانونى جواز ترلاسه کولو يوه طريقه خو دا ده صنفى حساسيت او مساوات مرکزى دائره کښې راوستلے شي ـ تر کومه چې د ميرمنو تعلق دے نو دا لږه شاه غوره پريکړه وه او مونږ وکتل چې د ميرمنو يو لوے شمير سول سروسز کښې شاملې شوې او سياسى مېدان کښې ئې قدم کېښود ـ د وروستو پاتې سيمو ميرمنې هم دې نوى ماحول کښې د خپلو صلاحيتونو ښکاره کولو جوګه شوې ـ”

د سپېشل اېجوکيشن صوبائى سيکترې امبرين رضا ووئيل چې ښځې اوس په خواؤشا هره شعبه کښې ذمه وارۍ ترسره کولو باندې لېدلے شي ـ

هغې زياته کړه:” تر ټولو دلچسپ اړخ خو دا دے چې مېرمنې د خپل کيريئر د پرمختګ سره سره کورنيو وړاندې بوتللو په حواله هم حېرانۍ سره مخ نۀ دي ـ د ١٩٧٠ء په لسيزه کښې چې کله د ډى ايم جى او فارن سروسز ( اوس ورته پى ايس اے وئيلے شى) دروازې د ميرمنو د پاره پرانستلې شوې نو مونږ وکتل چې ډېرو ميرمنو د وادۀ نه پس ملازمت پرېښود ولې چې د هغوئ د پاره په يو وخت په دوو محاذونو کار کول يو چيلنج وۀ ـ” امبرين رضا ووئيل چې د ميرمنو نوو شعبو ته د مخې کولو له کبله اوس د کار ماحول د هغوئ ضرورتونو سره هم آهنګ شوے دے د کوم په سؤب چې اخر اوس د هغوئ د پاره معاملې اسانې شوې دي ـ يوې ميرمن ته اوس د برياليتوب ترلاسه کولو د پاره د وادۀ نۀ کولو يا د خپې کورنۍ نظراندار کولو ضرورت پاتې نۀ دے ـ د ميرمنو د پاره داسې ملازمت، د کوم څخه چې هغوئ ګټه ترلاسه کولے شي، انتهائى اهم دے ولې چې هغوئ ډېرې کړمې ګاللې وې ـ

هغې زياته کړه چې د ښځو د پاره اوس هم سماجى اړيکې جوړول ګرانه ده کوم چې د هغوئ د نارينه ملګرو د پاره بيخى ګرانه نۀ وى او هغوئ خپلو افسرانو او ذريعو سره اړيکې شړلې شي ـ د ميرمنو د پېشه ورانه ملګرو اکثريت چونکې په سړو مشتمل وي د کوم له کبله چې د هغوئ د پاره غېر رسمى خبرې اترې کؤل هم ممکن نۀ وى کومې چې د کيريئر د پياوړتيا د پاره ډېره زياته اهمه ده ـ

د دفترى وختونو نه وروستو کۀ ميرمنې سړو سره خبرې اترې وکړي نو هغوئ ستونزو سره مخ کوي او کۀ چرته څوک داسې جرات کوي نو هغوئ ته تنقيد زغمل وي او اکثر او زياتره د عزت پورې داؤ ته اېښودے شى ـ

د سندهـ پخوانۍ چيف سيکتره تسنيم احمد صديقى وائي چې ميرمنو تل ځان يو غوره منتظم ثابت کړے دے ـ هغې ووئيل :” دا هغه وجه ده د کومې له کبله چې ښځې د پاليسۍ جوړولو د چارو نه لرې ساتلے شي ځکه چې هغوئ د خپلو نارينه ملګرو په نسبت کم کرپټ ثابتيږي ـ”

هغې زياته کړه :” ښځو ته ولې چې خپلې خوبۍ ثابتول وي د کوم له وجې چې هغوئ داسې هلو ځلو کښې نۀ شامليږي چې ورسره د هغوئ عزت يا کيريئر باندې اثر پريوځى ـ د ميرمنو له خوا د ښې کارکردګۍ ښکاره کولو يوه وجه دا هم ده چې د سياستدانانو د پاره د سړو بيوروکرېټانو په نسبت ميرمنو افسرانو باندې په اسانه خپله خبره منل ممکن نۀ وى ـ ١٩٧٣ء کښې سول سروسز کښې د شوو اصلاحاتو نه پس ميرمنو يو اوږد مزل کړے دے ـ هغوئ اوس په فيلډ کښې لګولے شي او هغوئ په اسانه دې امتحان کښې هم برياليتوبونه ترلاسه کوي ـ “

بشرى امان د تسنيم صديقى دليلونو سره اتفاق کوى او وائي چې دا د ميرمنو خوش بختى ده چې هغوئ د ملازمت کوونکو سړو په شان دباؤ سره نۀ مخامخ کيږي او نۀ د هغوئ نه د مختلف ډول غوښتنې کولے شي ـ هغې زياته کړه :” ميرمنې د سړو نه ضرور په يوه فاصله وي چې اکثر او زياتره د هغوئ د پاره بې ثمره ثابتيږي ولې له دې پرته بل کوم انتخاب خو هم نشته ـ “

د بېنطير انکم سپورټ پروګرام د پنجاب ډائريکټر جنرل ساره سعيد ووئيل چې کۀ حکومت د ميرمنو د پاره د ملازمت نورې موقعې پېدا کول غواړى نو حکومت ته به دې د پاره خپله ضابطه کښې بدلون کول وى ـ هغې د بهر ملک د خپلې تجربې په اساس ووئيل چې فيلډ کښې تعينات ېوې افسرې ته د ماشوم د زېږون په مهال د چوټيانو په دوران په کور دننه د کار کولو غږ کولے شى خو دې د پاره ضرورى ده چې مونږ د ملازمت لچکدار وختونه متعارف کړو ـ هغه وائي چې نيدر لينډ کښې ميرمنو ته د ماشوم د زېږونې په دوران شپږو مياشتو پورې چوټيانې ورکولے شي ځکه چې هغوئ کورونو کښې دننه کار کولے شى ـ يوه ميرمن افسره په ځانګړى وخت کښې د فيلډ دوره يا خلقو سره ليدل کتل کولے شى او هغه د ليکلو چارې په کور دننه ترسره کولے شي ـ دې سره به د کار په ترسره کولو کښې توازن پيدا شى او د ډېرو سړو، کوم چې د ميرمنو د ماشوم د زېږونې يا نورو کومو چوټيانو په دوران د هغوئ په ځائے کار کوي، لخوا به محسوس کيدونکى ذهنى کړمو کښې هم کمے راشى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here