د سويلى وزيرستان د آئى ډى پيز خپلو سيمو ته د واپسۍ لړۍ روانه

0
2104
: Photo By News Lens Pakistan /
IDPs Repatriation : Photo By News Lens Pakistan / Rehmat Mehsud

اسلام آباد (رحمت محسود) د قبائلو ترمخه د کورونو نه کډه کوونکي زرګونه کورنۍ د سويلى وزيرستان عسکريت ځپلو سيمو ته واپس ځي چرته چې به هغوئ د خپل ژوند د نوى سره پيل کوي ولې چې نه يوازې د هغوئ کورونه بلکې نورې ودانې هم د عسکريت خوښو په ضد د فوځى کارروائيو له کبله نړېدلي يا په پوره توګه تباه شوې دي ـ

٢٠٠٩ء کښې پاکستانى فوځ سويلى وزيرستان کښې د طالبانو خلاف د راه نجات په نوم فوځى عمليات پيل کړل، دې قبائلى سيمه کښې د پاکستانى طالبانو تشکيل عمل کښې راغلے وۀ د کومو له خوا چې د ترهه ګرۍ د کېدونکو کارروائيو له کبله زرګونو کورنيو د ملک بيلابيلو ضلعو ته کډې وکړې ـ

کله چې اووۀ کاله وړاندې له دې سيمې رياست مخالفه عناصرو او د هغوئ پلويانو ته د ماتې ورکولو د پاره فوځى عمليات پيل شول نو په سلګونو کورنۍ خپل ور در پرېښودلو باندې مجبور شوې ـ

دې حالاتو کښې سويلى وزيرستان ته واپس تلونکي قبائل وېزاره دي او هغوئ د دې لوظ څرګندونه کړې ده چې کۀ طالبانو بيا دې سيمو ته مخه وکړه نو هغوئ به فوځ سره په ملګرتيا د هغوئ مقابله کوي ـ

: Photo By News Lens Pakistan / Rehmat Mehsud
IPDPs Repatriation : Photo By News Lens Pakistan / Rehmat Mehsud

ځائى قبائل نيک محمد، چې د خپلې کورنۍ اتو کسانو سره خواؤشا اوو کالو پورې د بې وزلې د ژوند تېرولو نه پس اوس اوس خپل کلى ته واپس تلے دے، وائي :” مونږ د عسکريت خوښو د هلو ځلو له کبله په کور کلى پرېښودو مجبور شو او ستونزې مو وزغملې ـ ولې د دې باوجود په خپله خاوره سر ورکولو ته به ترجيح ورکوو ـ “

د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په دوران د پاکستان د امنيتى ځواکونو زرګونه کارمندان شهيدان او ژوبل شول ـ نوبيل انعام ترلاسه کوونکې ادارې ” د نيوکليائى جنګ د مخنيوى د پاره اتحاد طبيعات دان ” اوس اوس تفصيلى راپور د ” ٢٠٠٤ء نه ٢٠١٣ء پورې د ترهه ګرۍ خلاف د جنګ د ١٠ کلونو په دوران شوي مرګونه” د سر ليک لاندې ليکلے دے، ” د يوې اندازې ترمخه د دې مودې په دوران کم نه کم ٨٠ زره پاکستانيان په حق ورسيدل چې پکښې امنيتى کارمندان، وګړي او باغيان هم شامل دي ـ ”

د ٤٤ کالو يو زميدار محمد نواز، چې خپل کلى ته واپس تلے دے، وائى :” خپلې کورنۍ سره چې پلرنى کور ته واپس لاړم نو ومې ليدل چې هغه په پوره توګه تباه شوے وۀ ـ د امنيتى ځواکونو او طالبانو ترمنځه د شيلنګ له کبله درې کوټې ويجاړې شوې وې د کوم په سؤب چې مونږ د کور په شا ته انګڼ کښې استوګنه وکړه ـ”

د آئى ډى پيز د واپسۍ عمل د تېر يو کال راسې روان دے او فوځ ځينې سيمې د عسکريت خوښو څخه خالي کړې وې ـ د ځائى انتظاميې يو سېنئر افسر د نوم نۀ ښودلو په خواهش نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هرې واپس راتلونکې کورنۍ ته د سفر او بيلابيلو لګښتونو په مد کښې ٣٥ زره روپۍ ورکولے شي ـ

هغۀ زياته کړه :” د دې مالى مرستې نه علاوه هرې کورنۍ ته به د شپږو مياشتو د راشن ورکولو سره سره يو کچن کټ او خېمه هم ورکولے شي ـ “

ياد افسر وړاندې ووئيل چې د واپسۍ عمل په بيلابيلو مرحلو کښې روان دے او پوخ امکان دے چې د آئى ډى پيز د واپسۍ حتمى مرحله به دسمبر ٢٠١٦ء پورې تر سره کړے شى ـ

پخوانى سفارت کار، د قبائلى او افغان چارو ماهر رستم شاه مومند ووئيل چې د آئى ډى پيز د هغوئ په ړنګو کورونو کښې واپس ابادؤل يو ” سياسى چال ” دے ـ د کوم له وجې چې هغوئ نور ستونزو سره مخامخ شوي دي ـ

هغۀ زياته کړه :” واکمنو ته د واپسۍ د عمل پيل کولو نه وړاندې د کورونو او هسپتالونو ودانولو نه علاوه د پاکو اوبو ورکړه يقينى کول وو ولې په دې بابله هېڅ ونۀ کړے شول ـ “

د قبائلو يو لوے شمېر ووئيل چې د سېلمې کلي په کنډراتو بدل شوي دي چې له کبله ئې په کورونو کښې اوسېدل ممکن پاتې نۀ شول ـ

يو قبائلى سجاد احمد ووئيل :” زما کور په ١١ کوټو مشتمل وۀ ولې اوس ټولې د سېلمې ړنګې شوې دي او کړکۍ او وروونه ئې غلا شوي دي ـ” هغه يو سرکارى ملازم دے چې اوس اوس ئې خپل کلى کښې دوه ورځې تېرې کړي او واپس راغلے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” د تعليمى ادارو د نيشتوالى او د ړنګ شوى کور له کبله ما واپس ډېره اسماعيل خان ته مخه وکړه او د کرايې په يو کور کښې استوګن شوے يم … دا د سويلى وزيرستان پولې سره پېوست د خېبرپښتونخوا صوبې يوه ضلع ده ـ “

ځائى قبائل او سرکارى واکمن وائي چې د امنيتى ځواکونو او عسکريت خوښو ترمنځه تر کلونو د روانې جګړې له کبله سيمه کښې کورونو او پټو ته په لويه پېمانه زيان رسېدلے دے ـ

د امريکې صدر باراک اوباما د پاکستان قبائلى سيمې ” د نړۍ د ټولو نه خطرناک ځائے ګرځولے دے ـ” قبائلى سيمو کښې د کار کوونکى تهنک ټينک فاټا ريسرچ سنټر د شمېر شمېرې ترمخه د سويلى وزيرستان ابادى خواؤشا څلور لکه ٣٠ زره ده ولې د غېر سرکارى شمېر شمېرې ترمخه د دې سيمې ټوله ابادى شپږو لکو پورې ده ـ

د فاټا ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى چيئرمين ووئيل چې د بحالۍ او بياودانۍ يونټ ته هدايات جارى کړے شوي دي چې قبائلى سيمو کښې کورونو او نورو ودانيو ته د رسېدلو زيانونو د اندازې لګولو د پاره سروے وکړى ـ

هغۀ زياته کړه :” د ‌ځائى انتظاميې او فوځى افسرانو نه علاوه قبائلى مشران سروے ترسره کولو کښې د بحالۍ او بيا ودانۍ د يونټ مرسته کوي چې دا شان قبائلو ته زر تر زره د ازالې رقم ورکړے شي ـ “

سويلى وزيرستان کښې د فاټا ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى رابطه کار سعيد عمر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د سروے ترسره کېدو سره سم به په جزوى او مکمل ډول د تباه شوو کورونو مالکانو ته په ترتيب د يو نيم نه څلورو لکو روپو پورې د ازالې رقم ورکولے شي ـ

سجاد احمد د آئى ډى پيز د کورونو د پاره د ځانګړى شوي فنډز په سپېځلتيا ګوته پورته کړه ـ

هغۀ پوښتنه وکړه چې يو کور څنګه په څلور لکه روپۍ جوړېدے شى؟ هغۀ غمژن کېدو سره ووئيل :” آيا تاسو زما د پاره په دې رقم يوه کوټه جوړولے شئ ؟ “

سعيد عمر ووئيل :” خېبر، کرمه، اورکزئى او قطبى وزيرستان کښې هم د زيانونو د اندازې لګولو د پاره د دې بڼې سروے کولے شي ـ “

هغۀ ووئيل چې سويلى وزيرستان کښې په مجموعى توګه ٦٣،٧٢٢ رجسټرډ او غېر رجسټرډ کورنۍ واپس خپلو سيمو ته ستنې شوي دي ـ

د عسکريت خوښو نه خالي کړے شوې دا سيمې چرته د ويرې او ترهې سوريو ولقه کښې اخستې وې ـ

د بيلابيلو کورنيو د واپسۍ په عمل کښې له دې کبله هم چټکتيا راغلې ده چې دا سيمې د فوځ په شپږو کلونو مشتمل د عسکريت خوښو خلاف د عملياتو په دوران خالي کړې شوي دي ـ

تجزيه کارو او قبائلو د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې عسکريت خوښۍ ځپلو سيمو کښې پرمختيائى منصوبې پيل کړي چې دا شان د شدت خوښو د اوږدې مودې په رڼا کښې خوصلې ماتول ممکن شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here