په غزني کښې د ښځو له باغه هديره جوړه شوې

0
1792
Women's Park Converted into Graveyard
Women’s Park Converted into Graveyard

غزني ښار (پژواک,سيف الله مفتون ): د غزني صوبې يو شمېر اوسېدونکي وائي، چې په ښار کښې د ښځو د پاره په جوړ شوي ځانګړي باغ کښې اوس مړي ښخيږي.

د غزني د ښځو د پاره دغه يوازينے ځانګړے باغ دوه کاله مخکښې د ښار نه درې کيلومټره لرې د ګردېز په لويه لاره د علي لالا په سيمه کښې د خواؤشا نهه مليونه افغانيو په لګښت جوړ شوے دے.

هغه وخت ځائي واکمنو وئيلي وو، چې د غزني صوبې مېرمنې به نه يوازې دغه باغ ته د ساعت تېرۍ د پاره راځي، بلکې د خپلو لاسو د جوړو شوو څيزونو د پاره به دلته نمائشونه جوړوي او بازار به ورته پيدا کوي، خو اوس دغه باغ شاړ پروت دے او مړي په کښې ښخيږي.

د غزني ښار يوې اوسېدونکې شبانې پژواک خبري اژانس ته ووئيل، چې له جوړېدو را په دې خوا له دغه باغه هېڅ ګټه نه ده اخيستلې شوې.

هغې زياته کړه: (( زمونږ سره وعده شوې چې د لاسي توکو د پاره به ورته په دې باغ کښې بازار او نمائشونه جوړوي، خو اوس خلق په دې باغ کښې خپل مړي خاورو ته سپاري.))

د شبانې په وينا، د غزني مېرمنې هينډى کرافټس لري، خو د خرڅولو د پاره ئې بازار نه لري.

نوموړې زياته کړه، چې په دې حقله ئې څو ځلې د ښځو چارو محکمې  ته شکايتونه کړي، خو هغوى کوم اقدام نه دے کړے.

د غزني ښار يو بل اوسېدونکے محمداکبر هم وائي چې په غزني کښې د مېرمنو په باغ کښې پخوا هم مړي ښخ  شوي وو او اوس هم دا لړۍ روانه ده.

د هغه په وينا، څو ورځې مخکښې هم هلته يو مړے خاورو ته وسپارلے شو، حکومت په  دغه باغ  ډېرې پيسې ولګولې، خو اوس ترې هېڅ ګټه نه شى اخستلے.

د غزني ښار يوه اوسېدونکې رحيمه چې له څو کلونو راسې لاسي توکي جوړوي وائي، چې واکمنو  ورسره څو څو ځلې د لاسي څيزونو د پاره په ياد باغ کښې د بازار او نمائش جوړولو وعدې کړې، خو عملي کوي ئې نه.

هغې پژواک اژانس ته ووئيل: ((د کورنۍ اقتصاد مو خراب دے، خاوند مې مړ شوے، د کور ټوله ذمه وارى زما په غاړه ده، خو د خپلو لاسي څيزونو د پاره بازار نه لرم.))

رحيمه وائي، څو ځلې ئې د ښځو چارو د محکمې د واکمنانو نه اورېدلي چې دوئ به مېرمنو د پاره په باغ کښې دوکانونه جوړ کړي  او بازار به جوړ کړي، تر اوسه ئې هېڅ نه دي کړي.

د نوموړې په وينا، که چرې دغه باغ ئې د ښار په منځ کښې جوړ کړے وے، نو د ښځو د پاره به ډېر ګټور وۀ.

د غزني ښار يوه بله اوسېدونکې کريمه وائي، چې دغه باغ له ښاره په وتلې سيمه کښې دے او مېرمنې به کله هم هلته لاړې نه شي.

هغې پژواک اژانس ته ووئيل، چې مېرمنې د واکمنو د  تشو او دروغو د وعدو نه تنګې شوې  او په  خبرو ئې کله هم  باور نه کوي.

خو د غزني د ښځو چارو ډائريکټره  شکريه ولي بيا وائي، چې د دغه باغ  په حدودو کښې پخوا قبرونه وو، اوس په کښې نوي قبرونه نه دي جوړ شوي.

هغې پژواک اژانس ته ووئيل، چې يوازې يو مړے څو ورځې مخکښې خاورو ته سپارلے شوے، هغه د عدليې د مشر کاکا وۀ، چې دغه کار د پاره ئې له واکمنانو امر اخيستے وۀ.

شکريه وائي چې د دې نه پس  به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په دغه باغ کښې خپل مړي خاورو ته وسپاري.

نوموړې ووئيل، چې تر اوسه د امنيتي ستونزو له امله له دغه باغه ګټه نه اخيستلے کېده، خو په راتلونکي کال کښې پلان لري چې هلته د مېرمنو د پاره ځانګړے دفتر او د ټيلرۍ مرکزونه جوړ کړي.

د ښځو چارو ډائريکټرې  ووئيل، چې د اوس د پاره هلته يوه لائبريرى جوړه شوې او په راتلونکي کال کښې به ورته دوه سوه کتابونه ور وړي.

د غزني د ګورنر وياند  شفيق ننګ هم وائي چې د دې نه وروستو به چا ته اجازه ورنه کړي چې د ښځو په باغ کښې خپل مړي خاورو ته وسپاري.

د هغۀ په وينا، د باغ  په سيمه کښې د هيڅ مسله نشته او مېرمنې داسې کولے شي په ډاډه زړۀ دغلته لاړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here