د تخار د فرخار پستو ميوهيو په دوه زياته شوې

0
4181

زلمى عزيز

تالقان : د تخار د فرخار ضلعې اوسېدونکي وائي چې د تېرو کلونو په مقابله کښې سږ کال په دې ضلع کښې د پستې د ميوے کچ يو په دوه زيات شوے دے .

د یادې ضلعې د خرماب سیمې اوسېدونکي مختار پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې سږ کال دۀ او کليوالو ئې د نورو کلونو په مقابله کښې ډېره پسته راټوله کړې ده.

هغه زياته کړه: ((مونږ زمکې نه لرو چې دهقاني وکړو، نور هم څه نه لرو یوازې دا پسته ده چې کال په کال ئې راټولوو او د کور خرڅ ترې وباسو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، سږ کال هر تند لسو نه شپېتو منو پورې پسته ټوله کړې ده، په داسې حال کښې چې په نورو کلونو کښې به هر تن د پينځو نه تر ٢٥ منو پسته ټولوله.

د مختار په وينا، که حکومت دغو ځنګلونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي نو کيدے شي چې د پستې د ميوې کچ نورهم څو چندهلوړ شي.

دۀ ووئيل: ((په نورو ضلعو کښې خلقو د پستې ونې وهلې دي، يوازې په فرخار ضلع کښې شته او د پستې د ټولولو په دوران د نورو سيمو اوسېدونکي هم زمونږ غرونو ته راځي.))

د فرخار ضلعې د اردیشان سیمې اوسېدونکي حاجي نصرالله هم پژواک ته ووئيل چې سږکال په دې ضلع کښې د پستې د ميوې کچ څو چندهزيات شوے دے.

هغه زياته کړه: ((له کورنيو جګړو وړاندې دلته د پستو ځنګلونه ډېر ګڼ وو، خو يو شمېر قوماندانانو په خپل سر ونې ووهلې او د نيمې نه ډېر ځنګلونه ئې په وچ ډاک بدل کړل.))

هغه وائي، وروستو بیا ځائي اوسېدونکو د پستې د ونو په وهلو بندیز ولګولو او په خلاف ورزۍ کولو ئې جرمانه کېښوده.

حاجي نصرالله وائي: ((کله مو چې د پستې د ونو په وهلو بنديز ولګولو نو اوس ئې ميوې هم ورځ په ورځ ډېريږي، مونږ حکومت ته نه ګورو، خپله ئې ساتنه کوو، ساتونکو ته تنخوا ورکوو خو که چا د پستې یوه څانګه هم ووهله او یاهم یوه وچه څانګه کور ته راوړه پينځه زره افغانۍ جرمانه کېږي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د فرخار ضلعې اوسېدونکو سږ کال يو من (٧ کيلوګرامه) پسته د زرو نه تر ١٥٠٠ افغانيو خرڅه کړې ده په داسې حال کښې په نورو کلونو کښې به ئې يو من پسته په پينځه يا اته سوه افغانيو خرڅوله.

دغه شان د تخار صوبې د کرکيلې، لائيوسټاک او اوبۀ خور محکمې مشر محمد سالم ساعي پژواک ته ووئيل چې د تخار د نورو سيمو په مقابله کښې سږ کال په فرخار ضلع کښې د پستې د ميوؤ کچ لوړ شوے دے.

هغه د تخار په نورو سيمو کښې د پستې د ميوؤ د کموالي په اړه ووئيل: ((دسپرلي موسم کښې چې پستې خپل مغذ کلکوي، بې وخته بارانونه وشول، دوړې او خاورې راغلې او هوا به کله يخه او کله به ګرمه شوه چې له کبله ئې ډېرې پستې پريوتې او حاصلات ئې کم شول.))

د ساعي په وينا، د يادو قدرتى پېښو سره تر ډېره حده د تالقان، بهارک، هزارسموچ، بنګي، چال، چاه اب او د ځينو نورو سيمو د پستې ونې مخ وې.

خو ده ووئيل چې د فرخار ضلعې د پستې ځنګلونه سږ کال بيا د دې قدرتى افتونو نه په امان کښې وو.

هغۀ د يوې پوښتنې په ځواب کښې ووئيل: ((صحيح خبرتيا نه لرم چې څومره به د فرخار د پستې حاصلات ډېر شوي وي خو امکان ښايم چې د تېرو کلونو په مقابله کښې يو په دوه ډېر شوي دي.))

د تخار د کرکيلې، لائيوسټاک او اوبۀ خور محکمې د معلوماتو ترمخه، د دغه صوبې فرخار، رستاق، چاه آب، ینګي کلا او بهارک ضلع کښې د پستې ګڼ ځنګلونه شته.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here