بدخشان کښې اميدوارې ميرمنې اوس هم د صحت ستونزو سره مخ دي

0
4363

فيض اباد : “ښځه مې مړه شوه، ژوند مې ډېر تريخ شوے، اوس دې ته حيران يم چې د خپلو بچو ډوډۍ په لاس ګاډى پيدا کړم او که په کور کښينم، څو د بچو سرپرستى په غاړه واخلم.”

دا د خيرمحمد وينا ده، چې کور ئې د بدخشان په مرکز فيض اباد کښې د صوبې د هسپتال نه خواؤشا درې کيلومټره لرے دے، چې ښځې ئې هسپتال ته د اوړلو په وخت ساه ورکړې ده.

نوموړى چې لاس ګاډے چلوى، پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې چا ورته څۀ پيسې ورکړې او ښځه ئې چې کله هسپتال ته رسوله نو د ډېرې وينې بهيدو په وجه ئې د ژوند ډيوه مړه شوه .

خيرمحمد زياته کړه، چې تيره مياشت ئې ٢٨ کلنه ميرمن په حق ورسيده، اوس ئې ژوند ډېر تنګ شوے او نه پوهيږې چې څنګه د خپلو شپږو بچو سرپرستى وکړى.

هغۀ ووئيل، چې دا وخت د خپلو بچو په سرپرستۍ لګيا دے او لاس ګاډے ئې پرېښے دے.

هغۀ زياته کړه: “دوه کلن ماشوم مې پۍ غواړي، خو پيسې نه لرم چې پۍ ورته واخلم.”

٣٥ کلن خيرمحمد ووئيل، ضرورت لرى چې خپل مشر زوئې چې اوه کلن او په اول جماعت کښې سبق وائى، د سکول نه وباسي، چې دا شان د خپلو څلورو خويندو او يووړوکى ورور سرپرستى وکړي او خپله کار وکړي، چې بچي ئې د لوږې نه مړۀ نۀ شي.

هغۀ نيوکه وکړه: ” که چرې زمونږ کور سره نزدې کلينيک وے، نو ښځه به مې نه مړه کيده.”

يوازې د فيض اباد خلق دا رنګ کړمو سره مخ نۀ دي، بلکې د دغه صوبې د ٢٨ ضلعو د اوسيدونکو اکثريت د لارو د لرې والي په وجه ستونزو سره مخ او دا کار د ميندو د مړينې سؤب ګرځي.

 مليحه چې د ايل ايچ وى په توګه د بهارک ضلعې د صحت په مرکز کښې ذمه وارى تر سره کوى، ووئيل چې د روان کال په ابتدا کښې يوه اميداواره ميرمن چې د سورلۍ په ذريعه د صحت دغه مرکز ته راوړلې شوه، د لارې د خرابوالي او وينې بهيدو په نتيجه کښې ئې خپل بچى نه لاس ووينځلو او ډاکټر په ډېره ګرانه بيا د هغې علاج وکړو او د هغې ژوند ئې بچ کړو.

 خو هغې ووئيل، چې د بهارک، ارغنچخواه، يمګان او کران و منجان ضلعو يو شمير ميرمنې د لارې د اوږدې فاصلې په وجه د صحت مرکزونو ته د منتقلۍ په دوران په لاره کښې مري.

 ذکر شوې ايل ايچ وى زياته کړه: ” داسې کلي هم شته چې د ضلعو د کلينيکونو د مرکزونو پورې د اسونو او يا د سورلۍ په ذريعه په دوه ورځو کښې رارسيږي او د ماشومانو او ميندو د مړينې شمير د رجسټرډ شوى شمير په مقابله کښې زيات دے، ځکه خلق د لارو د لرې والي په وجه د صحت مرکزونو ته رسيدے نۀ شي او ماشوم او مور ئې په لاره لاره مري.”

 د دغه صوبې غريزه سيمه، د تارکول شوو سړکونو نيشتوالے، کمزوري د صحت خدمتونه او مرکزونو کموالے؛ د دې خلقو د ستونزو وجوهات ګرځيدلي دي.

د بدخشان د مفاهمتى کونسل مشر مولوي عبدالواحد طيبي چې د خواهان ضلعې اوسيدونکے دے، ووئيل چې په اخرى دريو کلونو کښې د ذکر شوې ضلعې په خوض شاه سيمه کښې، درې اميدوارې ميرمنې په خصوصى توګه د ژمي په دوران چې نښلوونکې لارې د واورو په وجه تړلې وي، په حق رسيدلې دي.

د طيبي په وينا، د خواهان ضلعې په مرکز کښې يو جامع کلينيک او دغه شان د حوض شاه په سيمه کښې ئې د خيرښيګړې مرکز موجوديت لرى، خو فلاحى کلينيک سره يوه ايل ايچ وى او يوه نرس ده چې د حوض شاه کلي د درځنونو اوسيدونکو خدمت نه کوي.

هغۀ زياته کړه، کله ناکله د يادو سيمو خلق خپل مريضان د فيض اباد ښار چې د خواهان د مرکز نه د ٦٠ کيلومټرو په فاصله دے، منتقل کوي چې دغه کار هم بې خطره نه دے او اکثرو وختونو کښې ميرمنې او د هغوى بچي په لاره لاره مري.

طيبي چې پخوا د صوبائى اسمبلۍ مشر و، زياته کړه چې حکومت بايد په ذکر شوو سيمو کښې د صحت موبائل مرکزونه فعال کړي، چې دا شان کليو ته لاړ شي او د اميداوارو ميرمنو علاج معالجه وکړي، چې دا رنګ د ميرمنو د مړينې سطح راکمه او په اخر کښې ختمه شي.

هغۀ زياته کړه، چې د خلقو ستونزې ئې څو ځلې د واکمنو او د عام صحت د کارکوونکو سره شريکې کړې، خو تر اوسه پورې د دغو ستونزو لپاره د حل لاره نه ده پيدا شوې.

د صحت واکمن بيا وائي، چې د هرې ضلعې په مرکز کښې د صحت مرکزونه شته، خو د کليو اکثريت د مرکزونو نه د دوو شپو ورځو په فاصله دي چې دغه فاصله بيا د ماشوم او ميندو د مرګ وجه جوړيږى.

خو دوى زياتوي چې د صحت د مرکزونو او ډاکټرانو د زياتوالي په نتيجه کښې د ماشومانو او ميندو د مړينې سطح راکمه شوې ده.

بدخشان کښې د اغا خان ترقياتى نيټ ورک د صحت د پراختيا عمومي پروګرامونو “ايکيدن” ذمه وار ډاکټر شمس علي شمس ووئيل، چې د يونيسف دفتر د سروے تر مخه، په ٢٠٠٢ء کال کښې په راغ ها (يمګان، کران و منجان او تګاب ضلعو) کښې يو لک اميدوارو ميرمنو کښې د زېږون په دوران ٦٥٤٠ ميرمنې مړې شوې دي.

خو هغۀ زياته کړه چې په بدخشان کښې دغه شمير د کلينيکونو، د صحت د مرکزونو او د نرسنګ او ايل ايچ وىز ټرينګ سنټرو زياتيدو سره چې تر اوسه پورې له سلو زياتې ايل ايچ ويز ترې فارغې شوې چې دا وخت دغه شمير د يو لک زېږيدنو په دوران ٢٣٧ ته راکم شوے دے.

ډاکټر شمس الدين زياته کړه چې په ٢٠٠٢ء کال کښې ١٤ د صحت مرکزونه د بدخشان په کچ موجود وو او دا وخت څۀ د پاسه سل د صحت مرکزونه شته چې د د زيانونو سطح ئې راکمه کړې ده.

 د صحت پراختيا د پروګرامونو”ايکيدن”  مشر په بدخشان کښې د اميدوارو ميرمنو په حقله ووئيل چې د تازه تر سره شوې سروے ترمخه، بدخشان څۀ د پاسه يو ملين وګړي لري چې ١٧٢ زره ئې ميرمنې دي چې عمرونه ئې د ١٤ او ٤٩کلونو تر منځ دي.

له دې شمير نه هر کال د ٧٢ نه ٧٣ پورې حمل اخلي چې ٦٣ زره ئې ژوندۍ او محفوظ زېږيدنه کوي، خو د بد قسمتۍ نه چې ٩ زره ميرمنې خپل ماشوم د اميد او يا هم د زېږون په دوران ضائع کوي.

 د هغۀ په خبره، په بدخشان کښې د موجود تعداد ترمخه، د پينځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو د مړينې کچ په کال کښې شپږ زره کسانو ته رسيږي چې دا حالت د کورنيو په خصوصى توګه اميدوارو ميرمنو باندې اثر غوځوى .

دا په داسې حال کښې ده چې د عام صحت وزارت د لسو کالو وړاندې سروے څرګندوي چې په هرو سل زرو ميندو کښې، ١٦٠٠ د هيواد په سطح مري، خو اخيرى تر سره شوو سروې ګانو ښودلې چې د صحت خدمتونو فراختيا سره هرو سل زره ميندو کښې ٣٢٩ د زېږون په دوران مري.

  د عام صحت وزارت پخوانۍ سروے هم څرګندوي چې د دوو کالو د عمر نه کمو هرو زرو ماشومانو کښې ١١١تنه او تر پنځو کالو کم عمر هرو زرو ماشومانو کښې١٢٩ ماشومان مري، خو د نوې سروے ترمخه، د دوو کلونو نه د کم عمر لرونکو ماشومانو څخه د کال ٧٧ او د پنځو نه د کم عمر لرونکو نه د کال ٩٧ ماشومان مري.

 ډاکټرشمس په دې حقله چې ايا تر اوسه پورې د زېږون په دوران د ميندو د مرګ او مير کچ حتم شوے نۀ دے، ووئيل:((حامله ميندې او کورنۍ د بيوزلۍ، د حکومت د نه پاملرنې، د بدخشان د پيچيده جغرافيې او په کلو او لرې پرتو سيمو کښې د وګړو د خورېدو او کلينيکونو د موجودګۍ نه بغير نۀ شى کيدے چې د صحت مرکزونو ته رسيدنه وکړو.))

هغۀ د کورنۍ د غذائي تحفظ په حواله زياته کړه، داسې شميرې شته چې د بدخشان د وګړو ٨١ سلنه وګړي غذائي تحفظ نه لري او دا کار ددې سبب شوے چې خواؤشا ٦٠ سلنه ميندې د ناسمو خوړو په سبب له بيلابيلو درجو سره مخ شي.

خواؤشا ٤٤ سلنه ميندې د وينې د کمى او ٦٤سلنه نورې د ويټامن د سخت کمى سره مخ دي چې د ماشوم ، جينۍ او ميندو په وده او مرحله واره فراختيا کښې حياتي عنصر دے، مخ دي او دا شميره څرګندوي چې په بدخشان کښې د ميندو تحفظ خطرې سره مخ دے او دا چاره څرګندوي چې بايد زياتې مرستې وشي او شته کلينيکونه او ډاکټران بسنه نه کوي.

د بدخشان د ګورنر قائمقام مرستيال ګل محمد بيدار هم وائي چې د فيض اباد د صوبائى هسپتال د ټولو رنځورانو ضرورتونه نۀ شى پوره کولے.

هغۀ زياته کړه چې د ډاکترانو د مياشتينۍ تنخوا کمے چې ١٢ زره افغانۍ دے او د پيشه ورې عملې کمے، د صحت د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کښې سخته ستونزه ده.

بيدار ووئيل چې د دروازو( د ماهمى، نُسى، شُکى، کوفاب او خواهان ضلعې) زيات شمير خلق د صحت د خدمتونو له کمزورۍ شکايت کوي چې د صحت واکمن بايد ورته پاملرنه وکړي.

د بدخشان قائمقام مرستيال زياته کړه، د بدخشان او تاجکستان د خارق صوبې تر منځ د شوې معاهدې ترمخه، ايمرجنسى رنځوران د دروازه ها نه د ايکيدن نيټ ورک په مرسته خارق ته د علاج معالجې د پاره منتقل کيږي.

هغۀ په ډاګه کړه چې د دروازه ها نه چې د تاجکستان سره پوله لري، فيض اباد ښا رته د مريضانو راوړل ستونزمن دي ځکه چې عملى يا په څاروؤ وړل ئې يوه هفته وخت اخلي.

 د دروازها  ضلعې لارې غريزه او سيوري کښې دي چې خلق ئې په کال کښې شپږ مياشتې په واورو کښې ګير وي.

بدخشان په شمال ختيزو صوبو کښې دے چې د چين، تاجکستان او پاکستان سره ګډه پوله لري.

 د بدخشان دعام صحت مشر ډاکتر نورمحمد خاوري وائي، رياست ئې سږ کال په پلان کښې لري چې صوبائى هسپتال په يو علاقائى هسپتال بدل شي، چې دا شان د ټولو رنځورانو ستونزې خپله په هسپتال کښې هوارې شي.

هغه څرګنده کړه چې دې کار سره به نور د بدخشان خلق ضرورت ونۀ لري چې خپل رنځوران، تخار، بلخ او يا کابل ته يوسي او له بلې خوا به د ماشومانو د مړينې په برخه هم اثر ولرى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here