خيبرپښتونخوا کښې بلدياتى ټاکنې، آيا قبائلى سيمو کښې به په دې حقله څۀ تګ و داؤ وشى؟

0
4808

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

فاټا ( احسان داوړ) خيبرپښتونخوا کښې په ٣٠ مئى بلدياتى ټاکنې ترسره شوې نو صوبې سره پيوست د وفاق د انتظام لاندې د قبائلى سيمو اوسيدونکي، چې د ګډې ثقافتى ورثې له امله ځانونه د دې برخه ګڼي، دا پوښتنه کوي چې فاټا کښې د بلدياتى ټاکنو ترسره کيدل ولې په عمل کښې نۀ راځى ؟

د روان کال فرورۍ کښې اليکشن کميشن آف پاکستان سندهـ ، پنجاب او خيبرپښتونخوا کښې د بلدياتى ټاکنو د ترسره کيدو شيډول جارى کړے ؤ ـ د چيف اليکشن کمشنر پخوانى جسټس سردار رضا په مشرۍ د اليکشن کميشن آف پاکستان په غونډه کښې دا پريکړه وکړے شوه چې سندهـ صوبه کښې به بلدياتى ټاکنې مارچ ٢٠١٦ء کښې کيږي او خيبرپښتونخوا او پنجاب کښې به په ترتيب سره مئى او نومبر ٢٠١٥ء کښې د ټاکنو ترسره کيدل عمل کښې راځى ـ د يو کروړ نه د زياتې ابادۍ قبائلى سيمې دې شيډول کښې شاملې کړے شوے نۀ وې ـ

٢٠٠٢ء کښې چې کله پخوانى فوځى صدر پرويز مشرف هيواد کښې بلدياتى ټاکنې وکړې نو هغه فاټا کښې هم وشوې خو د پاکستان د نورو سيمو په نسبت د هغې ترسره کيدل په بدل ډول عمل کښې راغلل ـ

د مشرف حکومت لخوا د څۀ قسمه وضاحت ورکولو څخه پرته دا پريکړه وکړے شوه چې د ٢٠٠٢ء بلدياتى ټاکنو کښې به د فاټا ځائى استازو کښې د ٣٠ سلنه سياسى انتظاميه له لورى ټاکنه (نيغ په نيغه د اولسى ووټ له لارې به نۀ منتخب کيږي) عمل کښې راوستلے شى ـ ولې نو دا د حيرانۍ وړ نۀ وه چې د دغو اولسى استازو اکثريت په هغو ملکانو او قبائلى مشرانو مشتمل ؤ کوم چې د قبائلى انتظاميې په خيال وفادار ګرځولي شوي وو ـ

کله چې د قبائلو د پاره د روا ساتلے شوى تعصب او استازيتوب د اساسى بشرى حق څخه بې برخې کيدو په اړه د کيدونکى تود بحث په مهال د بلدياتى حکومتونو ډهانچه جوړه کړے شوه نو طاقتور او اثرورسوخ لرونکي ملکان د بيلابيلو ورکنګ کميټيو او ډلو مشران وټاکلے شول ـ

د سياسى انتظاميې لخوا قطبى وزيرستان کښې ” ټاکلى” ځائى استازو کښې يو نيوز لينز سره د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط خبرو اترو کښې ووئيل :” د بلدياتى حکومتونو د قيام نه هم لږه موده پس دا ثابته شوه چې د دې څۀ فائده ؤ نۀ شوه ځکه چې بلدياتى استازي د اولس په ځائے د سياسى انتظاميې ماتحت کړے شوي وو ـ “

يو بل ځائى استازى او د تحريک اتحاد قبائل صدر ملک خان مرجان وزير دا تورونه رد کړل او وې وئيل چې قبائلى سيمو کښې د بلدياتى حکومتونو د ناکامۍ لامل ملکان نۀ وو، هغه ٢٠٠٢ء کښې د بلدياتى حکومت د تعليم د ودې د پاره د جوړې کړے شوې کميټۍ مشر ټاکلے شوے ؤ ـ هغۀ ووئيل چې سياسى افسرشاهۍ بلدياتى حکومتونه په سم ډول کار کولو ته پرې نۀ ښودل ـ

ملک خان مرجان وزير زياته کړه :” مونږ د پوليټيکل ايجنټ په مخکښې تجويزونه وړاندې کړل کوم چې هغۀ په دې خبره کولو رد کړل چې مونږ د ځائى حکومتونو او د پرمختګ په حقله د تجويزونو ورکولو اهل نۀ يوو ـ” هغۀ ووئيل چې د سياسى انتظاميې په ضد د هغوئ د احتجاج هيڅ لاسته راوړنه ؤ نۀ شوه ـ

د ملک خان مرجان وزير وينا وه چې فاټا کښې د بلدياتى حکومت جوړولو نه وړاندې به دا زياته غوره وى چې قبائلى سيمو کښې د امن قائمولو ترڅنګ د آئى ډى پيز بحالى دې عمل کښې راوستلے شى ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ د حکومت نه غوښتنه کوو چې د فاټا په اړه خپله پاليسۍ باندې نظرثانى وکړى او مونږ ته دې پخپله د قانون (بلدياتى حکومتونه) جوړولو موقع راکړى ـ پارليمان کښې زمونږ استازي بې وسه دي، هغوئ په کوم ډول قانون سازۍ کښې برخه نۀ شي اخستے ـ دا د وخت ضرورت دے چې د فاټا د خلقو دې منتخب حکومت وى چې د ٦٠ غړيو نه په کمو مشتمل نۀ وى او دا خپله سيمه کښې د راتلونکى په حقله پريکړې وکړي ـ “

قطبى وزيرستان سره اړوند پخوانے کونسلر صفدر حيات داوړ وائي چې د فاټا په نسبت د پاکستان په نورو سيمو کښې د بلدياتى ټاکنو ترسره کيدل نسبتاَ اسان دي ـ هغۀ ووئيل چې د قبائلو يو لوے شمير د بندوبستى ضلعو لورى ته کډې کړې دي چرته چې حکومت د قبائلو د پاره بلدياتى ټاکنې تر سره کولے شى ـ

هغۀ نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” هغوئ (آئى ډى پيز) چې کله هم خپلو کورونو ته واپس لاړ شي نو په لازمى توګه يوه منتخب حکومتى ډهانچه دې موجود وى چې د هغوئ د واپسۍ سره سم د هغوئ د ضرورتونو پوره کولو د پاره کار پيل کړى ـ”

هر څو کۀ د امن و امان خراب حالات قبائلى سيمو کښې د ګورننس او د امن د قيام په لاره کښې خنډان دي، د قبائلى سيمو اوسيدونکي دې نظام کښې د اصلاحاتو غوښتنه هم کوي د کوم لاندې چې فاټا منتظم کولے شى ـ

ملک خان مرجان وزير هغه وخت يو دوه کښې حيران وليدے شو کله چې هغۀ ووئيل چې حکومت د پاکستان جوړيدو نه وروستو د وړومبيو کلونو په دوران اصلاحات کولے شول خو دې سره سم هغه دا اشاره هم ورکوى چې د فاټا اوسيدونکي په تعصب د اډاڼه فرنټيئر کرائمز ريګوليشنز لاندې محفوظ دي، دا يو متوازى “تور” قانون دے چې د برطانوى حکمرانانو لخوا ميراث کښې ترلاسه دے د کوم له کبله چې قبائل د خپلو ټولو اساسى حقونو څخه بې برخې شول ـ

ملک خان مرجان وزير ووئيل :” د ايف سى آر لاندې د تيرو څو کلونو راسې زما کور، زما خپلوانې ميرمنې او زما عزت نفس خوندى دي ـ حکمران نظام کښې ولې بدلون راولى کله چې د دې څۀ مناسب متبادل شتون نۀ لرى ؟”

خو ولې صفدرحيات داوړ فاټا کښې د بلدياتى ټاکنو او اصلاحاتى عمل په حواله واضحه دے ـ

هغه دا پوښتنه کوى :” کۀ حکومت د آئى ډى پيز بحالى په عمل کښې راولى نو فاټا کښې د ترهه ګرۍ په ضد په لويه پيمانه د کيدونکو فوځى عملياتو پس منظر کښې هغه نوے ميکانزم به څۀ وى د کوم لاندې چې به هغوئ منتظم کولے شي ؟”

صفدرحيات داوړ بله پوښتنه وکړه :” آيا مونږ دا غواړو چې هغوئ (ځائى استازي) يو ځل بيا د پخوانۍ سياسى انتظاميې لاندې حکمرانى وکړي يا د طالبان عسکريت خوښو د اثر لاندې دې وي؟” هغۀ زياته کړه چې هم ټاکلے حکومت د فاټا د خلقو د ستونزو يوازينے هوارے دے ـ

فاټا کښې د بلدياتى حکومتونو په قانونى اړخونو خبرو کولو سره ماهرانو دا خبره په ګوته کړه چې قبائلى سيمې د سپريم کورټ په دائره کار کښې نۀ راځي چې له امله ئې د پاکستان په نورو سيمو کښې د رائج قوانينوقبائلى سيمو باندې اطلاق نۀ کيږي ـ

د فاټا خيبرايجنسۍ سره اړوند سينئر قانون دان تاج محل افريدى ووئيل :” کۀ چرې تاسو د دې (قبائلى سيمو) د سپريم کورټ په دائره کار کښې راوستل غواړيئ نو دې د پاره د آئينې بدلون ضرورت دے ـ “

هغۀ ووئيل چې د قبائلى سيمو په اړه ټول واک اختيار يوازې يو تن ته ترلاسه دے او هغه د پاکستان صدر دے ـ

تاج محل افريدى زياته کړه چې د صدر د پاره “ډيره اسانه” وه، که هغۀ آرډيننس جار کړے وے او واکمنو ته ئې دا هدايت وکړے وے چې قبائلى سيمو کښې دې بلدياتى ټاکنې وکړے شي ـ د هغۀ وينا وه چې د حکومت د پاره دا څۀ ګرانه نۀ وه چې پيښور، بنو او نورو بندوبستى سيمو ته کډه کوونکې ميشتۀ کيدونکو قبائلو د پاره ئې انتخابات کړے وے ـ

هغۀ ووئيل :” د ٢٠١٣ء د عامو ټاکنو په مهال حکومت د خيبرايجنسۍ د ووټرانو د پاره اذاخيل کښې پولنګ سټيشنې جوړې کړې وې ـ د بلدياتى حکومتونو د ټاکنو په دوران دا کړنلاره ولې خپله نۀ کړے شوه؟”

قبائلى ښاغلي وائى، کيدے شى چې د فاټا خلق ترهه ګرۍ ځپلې وي ولې دې سره د هغوئ د يو غير متعصب حکومت لاندې د خپل ژوند تيرولو خواهش زور موندلے دے ـ قبائلى سيمو کښې د طالبانائزيشن نه سمدستى وروستو د قبائلو لخوا د اصلاحاتو غوښتنه هم هغه زور زير سره رامنځته کړے شوه لکه څنګه چې هغوئ د فرسوده ايف سى آر څخه د ځان په خلاصولو د بنيادى انسانى حقونو اپيل کوي کوم ته هغوئ د ” تور قانون” نور ورکوي ـ

تاج محل افريدے وائى:” نړۍ ډيره زياته بدله شوې ده ولې پاکستانى حکمرانان مونږ د ظالمانه قوانينو لاندې منتظم کول غواړى چې د قبائلى سيمو د اوسيدونکو او نۀ هم د نړيوالې ورورولۍ د پاره د منلو وړ ده کومه چې دا غواړى چې مونږ دې د اساسى بشرى حقونو څخه په بې برخې کيدو د هر کوم قانون نه بغير د ژوند تيرولو په ځائے د پرمختګ په عمل کښې شريک يووـ”

د جماعت اسلامى مرکزى مشر او خيبرايجنسۍ سره اړوند پخوانى پارليمنټرين هارون الرشيد نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې کۀ ايف سى ار دومر ښۀ او انسان دوسته قانون دے نو بيا دا په ټول پاکستان کښې ولې نافذولے نۀ شى ؟

د جماعت اسلامى مشر ووئيل چې د فاټا د پارليمان غړيو ته به موجوده نظام کښې د بدلونونو کولو د پاره هلې ځلې کول وي ـ هغۀ زياته کړه چې قبائل ولې چې د آئينى حقونو نه بې برخې دي د کوم له کبله چې به هغوئ د دويمې درجې وګړي پاتې کيږي ـ

پيښور هائى کورټ کښې د فاټا لائرز فورم غړى قبيص خان شنوارى نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې لائرز فورم او سياسى ګوندونه به قبائلى سيمو کښې د بلدياتى ټاکنو د مثبتو اثراتو په حواله د خبرتيا پيدا کولو د پاره زر مهم چلوي ـ

هغۀ ووئيل چې کۀ چرې خلقو ته په لاندې کچ د دې پريکړې کولو واک ورکولے شى چې هغوئ څۀ رنګ ځان منتظم کول غواړي نو دا به د مضبوط جمهوريت په لورى يو ګام وى ـ

قبيص خان شنوارى ووئيل :” فاټا هم د پاکستان برخه ده، او مونږ هم انسانان يو ـ د تيرو څو لسيزو راسې په قبائلى سيمو د مسلط جهالت او غربت د تيارو ختمولو د پاره بايد مونږ ته مرسته راکړے شي ـ فاټا کښې بلدياتى ټاکنو ترسره کيدو سره به قبائل اختيارمند شي کوم چې د خپلو حقونو او ذمه واريو څخه خبر نۀ دي ـ”

هغۀ ووئيل چې کۀ د بلدياتى ټاکنو ترسره کيدل ممکن نۀ دي نو بل غوره ګام فاټا کښې د يو خپلواکه او اختيارمند قانون ساز کونسل قيام دے چې ورسره به د قبائلى سيمو په مرکزى دائره کښې راوستلو کښې لاس مرسته وشى ـ

قبيص خان شنوارى ووئيل :” کۀ د هيواد د نورو سيمو په شان فاټا کښې د ځائى حکومتونو جوړول په عمل کښې نۀ راځى نو دا به د قبائلى سيمو ٨٠ لکه خلقو سره ناانصافى وى ـ “

هغۀ بلدياتى ټاکنو کښې د ميرمنو د شموليت په اړه خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت ته دې لړ کښې ريفرنډم کول پکار دي چې دا شان دا معلومه شى چې قبائل دا ستونزه څۀ رنګ هوارول غواړي ـ

خيبرايجنسۍ سره اړوند قبائلى ښاغليو ووئيل چې د فاټا د پاکستانى سياست په مرکزى دائره کښې د راوستلو پرته به دا سيمه او د دې خلق د رياست او د رياست مخالف عناصرو د استحصال ښکار وي ـ

يو کارمند محب افريدى ووئيل چې د پاکستان مسلم ليګ په اقتدار کښې راتلونکے حکومت د قامى اسمبلۍ د خالى چوکيو ډکولو د پاره د ضمنى ټاکنو کولو په لړ کښې انتهائى له جوشه ډک دے خو د فاټا خلقو ته د اساسى بشرى حقونو ورکولو په حقله ئې پاليسى بيخى بدله ده ـ د پارليمان غړي بايد د خپلو ژمنو خيال وساتي، هغوئ دې فاټا کښې د بلدياتى ټاکنو کولو د پاره په وفاقى حکومت زور راوړي ـ

فاټا سره اړوند د عوامى نيشنل پارټۍ (اے اين پى) مشر شاه حسين نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت فاټا کښې د بلدياتى ټاکنو کولو د پاره کومې ډيرې لوے منصوبې جوړولو ته اړتيا نۀ لرى ـ هغۀ ووئيل چې فاټا کښې امن بحال کړے شوے دے او هر څوک خپل ځائى مشران منتخب کول غواړى ـ

هغۀ ووئيل :” کۀ د پاکستان ښاغلے صدر يوه شپه کښې د فاټا دننه د سينيټ د ټاکنو په اړه آرډيننس جارى کولے شى نو هغه د فاټا خلقو له د هغوئ د خواهش ترمخه د استازو د ټاکنې د اجازې ورکولو د پاره يو بل آرډيننس هم جارى کولے شى ـ “

(د خيبرايجنسۍ نه اشرف الدين پيرزاده رپورټنګ وکړو)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here